د اپريل په شپږويشتمه نېټه په وو هان ښار کې په ټولو روغتونونو کې د کوويد -۱۹پيښې ختمې شوې. د چين د هو بۍ ولايت په وو هان ښار کې د کوويد -۱۹ ويروس ساري ناروغۍ پر وړاندې په مبارزه کې تر لاسه شوي برياليتوبونه پړاوويز اهميت لري. له دې څخه څرګنديږي چې د چين خلکو د نه ستومانه کيدونکو کوښښونو او هلو ځلو وروسته د يووالي او خپل اتحاد په اتکا د دغې ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول په چارو کې بری موندلی دی. دغه برياليتوب اسانه نه دی. له ډېری نړیوالو سره دا پوښتنه ده چې چين څنګه په لنډ وخت کې په بريالۍ او اغيزناکه توګه د عامې روغتيا ناڅاپي پيښه حل کړې ده چې د خپرېدو سرعت يې چټک و او د کنټرول مشکلات يې هم زيات دي. ځواب یې په رښتیا هم چې ډېر اسانه دی. دا ټول د خلکو لپاره دي او ټول د خلکو په اتکا تر سره شوي دي.
په نړۍ کې به ډېرو کمو سياسي ګوندونو د چين د کمونېست ګوند په شان داسي کار کړی وي چې په خپلو اصولو کې د خلکو په مرکزيت نظريې زياتيږي. د کوويد -۱۹ ويروس ساري ناروغۍ له رامنځته کېدو وروسته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ تل پر دې ټينګار کړی چې موږ د خلکو ژوند او روغتيا ته لومړيتوب ورکوو. د دې نظريې تر لارښوونې لاندې د چين حکومت په بېلو بېلو کچو د ناروغانو د درملنې او د ويروس د وقايې او مخنيوي لپاره سمدستي کارونه پيل کړل.
په وو هان ښار کې مخکې د ساري ناروغۍ حالت تر ټولو سخت و. نو د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ساري ناروغۍ د کنټرول په اړه سمې ستراتيژيکې ټاکنې تر سره کړې چې په وو هان ښار کې تر ډېره بريالۍ وې، نو هو بۍ ولايت به بريالی وي، که هو بۍ ولايت بريالی وي، نو ټول هېواد به بريالی وي. رئيس شي جين پينګ په خپله په وو هان ښار کې د ساري ناروغۍ د لومړۍ کرښې په ځای کې لارښوونه وکړه. چين د ساري ناروغۍ د مخنيوي لپاره په سيستماتيکه او بشپړه توګه زړه ور، ځيرک او فعال تدبيرونه نيولي دي.
د جنورۍ په درويشتمه نېټه وو هان ښار چې څه دپاسه يوولس مليونه نفوس لري، قرنطين شوی چې د ساري ناروغۍ د خپرېدو مخنيوي کې يې کليدي رول لوبولی دی. په شاو خوا لسو ورځو کې په دغه ښار کې دوه ځانګړي مجهز روغتونونه او يو ډله ايز لنډ مهال روغتون هم جوړ شوي دي چې پر دغې ناروغۍ اخته کسان يې منلي دي. په ټول چين کې طبي وسايل او څه دپاسه څلويښت طبي کارکوونکو د ژوند په خطرونو سره په هو بۍ ولايت کې د ساري ناروغۍ په لومړۍ کرښې کې سترکارونه تر سره کړل. په همدې وخت کې د چين په بېلا بېلو ځايونو کې زيات جدي تدبيرونه نيول شوي چې ژر ناروغان او له ناروغانو سره د نژدې تماس نيوونکي پيدا شوي، خلک په کورونو کې پاتې شوي او په ګډه د ويروس د خپرېدو مخه نيول شوې ده.
د اپريل په ۲۴مه نېټه په وو هان ښار کې پر دغې ناروغۍ د اخته سختو ناروغانو شمېر صفر ته رسيدلی و. د یادونې وړ ده چې په وو هان ښار کې په څه دپاسه ۲۵۰۰ هغو ناروغانو کې چې عمر يې له اتيا څخه زيات و، په سلو کې اويا برخه تر درملنې وروسته بيا جوړ شوي او له روغتونونو څخه رخصت شوي دي چې تر ټولو د لوړ عمر يو سل اتم کلن دی. په چين کې هر تن ماشوم او د لوړ عمر درلودونکي خلک، شتمن او غريب خلک ټول تر درملنې لاندې راغلي دي. په واقعي توګه د ژوند ژغورنه کول په چين کې د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول په ترڅ کې تر ټولو مهم ټکی دی.
د ساري ناروغۍ په همهاله د خلکو ژوند تاُمينول هم ډېر مهم دي. د خلکو د ژوند لپاره د موادو او توکو برابرول، د توکو د بيو ثابتوالی، له بې وزلو کسانو سره د مرستې او د ساري ناروغۍ د کنټرول په همدې وخت کې د کارونو او توليد د بيا تر سره کېدو په شمول کارونه ټول د چين د دولت رئيس او د کمونېست ګوند تر پاملرنې لاندې تر سره شوي دي. نو په داسې حال کې چې د چين کمونېست ګوند د خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکړی او ورکوي يې، نو ټولو چينايانو له ويروس سره په مقابله کې په فعاله توګه خپل اغيزمن رول لوبولی دی. له پيل څخه د چين دولت رئيس داسي ويلي چې له ويروس سره مبارزه د ټولو خلکو د کوښښونو نتيجه او ورڅخه نه جلا نه کيږي او خلک رښتني اتلان دي. د شي جين پينګ تر لارښوونې لاندې يو ميليارد څلور مليونه چينايانو د ويروس د وقايې او کنټرول يوه بشپړه شبکه رامنځته او جوړه کړې ده.