د مایکرو سافټ شرکت بنسټګر بېل ګېټس په یوه لیکنه کې وړاندې وېینه کړې ده چې مډرنه نړۍ به کلونه وروسته هم خپل عادي او پخواني حالت ته ور ونه ګرځي او دغه بایللی رنګ به په اسانۍ بېرته خپل نه کړي. «په ځانګړي ډول لویې غونډې، ناستې، کنسرتونه او هغه لوبې چې په لویو لوبغالو کې به تر سره کېدې، ژر به خپل پخواني حالت ته را ونه ګرځي.»
بېل کېټس په خپله لیکنه کې وړاندوېنه کړې ده چې که څه هم د کرونا ویروس خپرېدو، بشریت سره متحد او بسیج کړ، خو له دې سره سره د بشریت روغتیایي حوزې ته ډېر لوی زیان اوښتی دی. وضعیت کټ مټ لکه د نړیوالې جګړې په څېر دی، خو په دې توپير چې دا ځل د نړۍ ټول وګړي د یوه سنګر ملګري دي.
بېل ګېټس په دې اند دي، چې د نړۍ ټول وګړي باید یو او بل ته لاسونه سره ورکړي، ددې ناروغۍ په اړه معلومات تر لاسه کړي او د مبارزې لپاره وسایل او توکي ورته برابر شي. د نوموړي په باور چې په دې برخه کې نوښت کېدای شي، د معایناتو اسانه کول، د واکسینو جوړول او یا هم داسې یو سیاست وي چې وکولای شي په نړیواله کچه د کرونا ویروس مخه ونیسي.
دی په دې باور دی، چې «وضعیت ورځ تر بلې د بدلون په حال کې دی. په دې برخه کې معلومات زیاتېږي، خو خبره دا ده چې ډېر کله دغه معلومات ضد او نقیض وي. دغه معلومات خلک دوه زړي او لار ورکي کوي. ظاهرآ داسې ښکاري، چې په نړیواله کچه د اقتصاد د بیا غوړېدو لپاره هر څه او ټول امکانات په لاس کې لرو، خو که دقیق فکر وشي او پام وکړئ، داسې نه ده.»
ګېټس وړاندې دغه پوښتنه مطرح کوي، چې ایا د کرونا پر وړاندې او ددې ناروغۍ په مخنیوي کې د هېوادونو او دولتونو عکس العمل معقول و، که نه. دده په اند، چې د نړۍ به ګوټ ګوټ کې ځینې عمده بدلونونه او بندیزونه ضروري و، ځکه چې په دې سره موږ وکولای شول چې د میلیونونه کسانو ژوند وژغورو او په ډېر زیاته پیمانه د کرونا ویروس د خپرېدو مخه ونیسو. نوموړی لیکي، که خلک او ښارونه نه وای قرنطین شوي، شرکتونه او فابریکې نه وای تړل شوې، نو کېدای شوای چې د تلفاتو شمېر د اوسنیو په پرتله په ځلونو ځلونو ډېر وای.
له دې هر څه سره سره د دولتونو پر وړاندې خلک ولې پټه خوله دي؟
د مایکرو سافټ شرکت بنسټګر وایي، د نړۍ د هېوادونو اقتصادي وده دومره ټیټه شوې او اقتصادونه یې دومره ځپل شوي او له ماتې سره مخ شوي، چې دغه څه بې مخینې دي. دی وایي ما تر اوسه په دومره سرعت د اقتصادي ودې ټيټېدل نه و تجربه کړي. ټولې اقتصادي برخې فلج او تړل شوې دي. خو دی په یوه ټکي ټینګار کوي او اهمیت یې په دې کې ویني، چې دا هر څه د هېوادونو د سیاستونو پایله نه وه. کله چې خلک دې ټکي ته پام کوي او فکر کوي چې کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې خپور شوی دی او مسوولیت یې یوه هېواد او یوه کس ته نه ور ګرځي هغه ده چې خپل رفتار ته متوجه کېږي او هېڅوک هم ګرم نه ګڼي.
ان ډېریو په خپله پرېکړه کړې ده چې کارونو ته لاړ نه شي، سفر ونه کړي او هوټلونو ته له تګ څخه ډډه وکړي، څو یا خپله پر کرونا ویروس اخته نه شي او یا هم د کورنۍ نور مشران غړي چې تر نورو ډېر په خطر کې دي. ددې تر څنګ د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو پر خپلو خلکو باندې په ښار او بازر کې پر ګرځېدو بندیزونه لګولي دي، څه په دې ډول ژر د ویروس د ګردش مخه ونیسي او بېرته خلک خپل کارو بار او فعالیتونه پیل کړی.
عادي ژوند ته سملاسي که په تدریجي ډول ور وګرځو؟
د نړۍ بډای هېوادونه سره له اوسه په دې فکر کې دي، چې اوسېدونکي یې په کوم ډول خلک خپل عادي ژوند پیل کړي او کارو بار ته مخه کړي. بېل ګېټس په دې اند دی، چې که ځینې هېوادونه په یوه مخ هم خلکو ته د کارو بار او فعالیت اجازه ورکړي، خو خلک به دې کار ته زړه ښه نه کړي. ځکه خلک باید یو ځل د امنیت احساس وکړي او په دې پوه شي، کوم ځای ته چې دوی د کار لپاره ځي او یا په ورځني ډول ور سره سروکار لري له روغتیایي اړخه څومره ډاډمن دی. هغه که کار ځای وي، ښوونځی وي، پوهنتون وي، هوټل وي او یا هم دې ته ورته نور ځایونه.
ګېټس ټینګار کوي چې عادي ژوند ته ور ګرځېدل به په یوه شپه نه، بلکې په تدریجي ډول وي او ډېر وخت به ونیسي. ځینې کسان به په بیړه خپل کارونه پیل کړي، خو ډېری به په دې برخه کې خورا محتاط وي. د شرکتونو او سازمانونو ځینې مشران او بنسټ اېښودونکي به د حکومت له اجازې سره سره خپل کارونه په ډېر ځنډ او له پوره ډاډمنتیا وروسته پیل کړي ان کېدای شي څو میاشتې په دې اړه فکر وکړي او بیا وروسته پرېکړه وکړي. ځینې کسان غواړي همدا اوس یې ټول بندیزونه له سره لرې شي او ان ځینې یې پریکړه وکړي، چې قوانین تر پښو لاندې کړي، چې په دې صورت کې کیدای شي د ډېرو ژوند او روغتیا بیا له خطر سره مخ شي. د بېل ګېټس په سپارښتنه رهبران باید دې ټکي ته پام وکړي او قوانینو ته پوره درناوی ولري.
د کرونا پروړاندې د هېوادونو بې انډوله جګړه
د کرونا ویروس د خپرېدو بدې اغېزې په ټولو هېوادونو یو ډول نه وې. هغه هېوادونه چې پر وخت یې د خپلو وګړو معاینات وکړل قرنطین او محدویتونه یې وضع کړل، تر ډېره یې د بد وضعیت مخه ونیوله. دې هېوادونو نه یوازې دا چې د ډېرو خلکو د مړینې مخه ونیوه، تر څنګ یې په اقتصادي برخه کې هم ډېر زیان ونه کړ او نظر ځینې هېوادونه ته دوی لا په ګټه کې روان دي. دا هر څه د پر وخت او قوي پرېکړې نتیجه ده. ګېټس د کووېډ۱۹ ویروس د ازموینې په اړه لیکلي؛ «هغه دښمن ته چې په سترګو نه لیدل کېږي ماتې ورکول ورته ناممکن دي، نو له همدې کبله مخکې له مخکې معاینات تر سره کول نه یوازې دا چې د میلیونونه کسانو ژوند ژغورلای شي د یوه هېواد اقتصاد هم له ماتې او مخ پر ځوړ حالت څخه ساتلی شي او دا یوه ډېره حیاتي مسله ده.»
بېل ګېټس په پرمختللو او د پراختیا په حال کې هېوادونو کې د کرونا د تلفاتو په اړه هم نظر څرګند کړی او وایي: «په ډېری هغه هېوادونو کې چې د خلکو عواید پکې کم، په اېچ ای وي او یا سوی تغذیه اخته دي، ښکاره ده چې د بدن دفاعي سېستم یې هم کمزوری دی. څومره چې د یوه هېواد اقتصاد لږ پرمختګ کړی وي، نو هغه ده چې بیا د کرونا ویروس کنټرول هم پکې ستونزمن دی.» البته دا د بېل ګېټس نظر دی، خو که دقیق فکر وشي امریکا د هغه پرمختللو هېوادونو له ډلې ده چې د نړۍ په کچه پکې د کرونا له کبله ډېر کسان مړه شوي او پرې اخته شوي. بېل ګېټس لیکي له ښارونو لرې په کلیوالي سیمو کې چې خلک اړ دي څو په هر ډول شرایطو کې کار وکړي او خپلو اولادونو ته ډوډۍ پیدا کړي، سخته به وي چې دوی له یو او بل واټن ونیسي. ددې تر څنګ په مخ پر وده هېوادونو کې روغتیایي نظام هم تر دېره کمزوری وي. که ناروغ نازک حالت ته ځي او یا هم اکسیجن ته اړتیا پیدا کوي، حکمتونه نه شي کولی هر یوه تن د مصنوعي اکسجین امکانات برابر کړي، چې دغه څه تر ډېره د خلکو مړینې ته له لار برابروي. ګېټس دا هر څه خواشینونکي بولي، خو وایي چې د کرونا تلفات نظر پرمختللو هېوادونو ته په مخ پر وده هېوادونو کې ډېر دي.
د کووېډ ۱۹ په اړه اړین موضوعات چې باید زده مو وي
د ګېټس په اند، ددې ناروغۍ په اړه چې څومره موږ ډېر معلومات ولرو، هغومره مو په ګټه دي او په دې برخه کې یې ځینې ډېرې مهمې پوښتنې مطرح کړې دي، چې تر اوسه پورې ورته قاطع ځوابونه نه دي موندل شوي.
ایا دغه ناروغي موسمي او په آب او هوا پورې تړلې ده؟ دا چې دغه ویروس په استرالیا کې هم خپور شوی؛ هغه هېواد کوم چې په نیمه جنوبي کره کې موقعیت لري، نو ویلای شو چې کووېډ۱۹ انفولانزا ته ورته کومه فصلي یا موسمي ناروغي نه ده چې د اوړي په راتلو سره په مکمل ډول له منځه لاړه شي.
نا معلوم ناقلان تر کومې کچې پورې ددې ویروس په انتقال کې رول لري؟ کوم کسان چې اوس ښه شوي او یو څه ویروس یې په بدن کې پاتې دی هغوی څنګه؟ دا چې نا معلوم ناقلان تر کومې کچې پورې د کرونا ویروس په انتقال کې رول لري سمه نه ده ثابته شوې، خو څېړنې ور باندې روانې دي.
ولې ځوانه طبقه پر دې ویروس د اخته کېدو په صورت کې لږ له خطر سره مخ ده؟ له دې ویروس څخه درک او پوهه په دې ځای کې مرسته کوي، چې موږ د ښوونځیو او پوهنتونونو په خلاصون کې بیړه وکړو او که نه تر پوره ډاډ وروسته یې پرانیزو. دا کیسه ډېره ژوره او اوږده ده، سمه ده چې ځوانان او تنکي ځوانان به ددې ناروغۍ پر وړاندې له لږ خطر سره مخ وي، خو که دوی په دې ویروس ککړ شي، بیا یې هم د کورنۍ نورو لویو غړو ته خطر دی او کېدای شي چې پرې اخته یې کړي.
کوم فعالیتونه په اسانۍ سره پر کرونا ویروس د اخته کېدو لامل کېږي؟ خلک ډېر کله پوښتنه کوي، چې بسته بندي شوي خواړه او یا هم په ګډه په هوټلونو او یا دې ته ورته نورو ځایونو کې خوراک کول، هم پر کرونا ویروس د اخته کېدو لامل کېږي؟ ګېټس لیکي، «درېغی دې پوښتنې ته مې ځواب درلودای.» خو ټول هغه ځایونه چې پاکي لږ مراعتوي د ویروس د انتقال امکان پکې ډېر دی.
واکسینو ته به کله لاس رسی پیدا کړو؟
واکسین تر بلې هرې وسیلې د بشر په تاریخ کې د بېلابېلو ناروغیو پر وړاندې د انسانانو ژوند ژغورلی دی. دغه راز نویو واکسینو هم په ډېره لوړه کچه د ماشومانو د مړینې مخنیوی کړی دی. د بېلګې په توګه په ۲۰۰۰م مېلادي کال کې به په کلني ډول لس میلیونه ماشومان مړه کېدل، خو اوس دغه کچه پنځه میلیون ته راښکته شوې ده. دا ټول د واکسینو برکت دی.
له کووېډ ۱۹ مخکې نړۍ ته د ورګرځېدو لپاره یوازنۍ لار د فوق العاده او ګټورو واکسینو جوړول دي، څو وکولای شي له ټولې نړۍ ددې ویروس ټغر ټول کړي. ګېټس وړاندې لیکي له بده مرغه چې د یوې نوې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره ګټورو او موثرو واکسینو ته لاس رسی موندل په طبیعي ډول لږ تر لږه پنځه کاله وخت نیسي. که واکسین جوړ هم شي، په لومړي سر کې دا پوښتنه مطرح کېږي، چې کومو کسانو ته باید لومړیتوب ورکړل شي. خو په دې اړه کیدای شي په نړیواله کچه پرېکړه وشي او دا کار په رښتیا هم چې یوه نړیوال توافق ته اړتیا لري.
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د بشر د تاریخ سرنوشت جوړونکې زمانه
بېل ګېټس په پای کې لیکي، چې له دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته زموږ د پلرونو د نیکونو لپاره ډېرې حساسې او سرنوشت جوړونکې شېبې وې، خو په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس تر خپرېدو او ددې ویروس د له منځه تلو وروسته بیا د ټول بشر لپاره سرنوشت جوړونکې شېبې پیلېږي. د ګېټس په باور د هغه زمانې د اوسېدونکو لپاره به ډېره سخته وای، چې هغه حالت یې له یاده وتلی وای او اوس چې ټول بشر له یوه ځوروونکي حالت سره مخ دی هېڅکله به دا وختونه د چا له یاده ونه وځي. دا درد او رنځ به کلونه کلونه دوام وکړي.
https://www.gatesnotes.com/