سرچینه: ډې هېل-
د سولې خبرې په ټپه درېدلي، د طالبانو بریدونه ډېر شوي، کرونا ویروس هم په افغانستان کې په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، خو افغان مشران بیا د قدرت د وېش په وېره کې دي، هر یو یې هڅه کوي چې ځانته ډېر وزارتونه واخلي. افغانان او امریکایان په افغانستان کې د یوې غوره رهبرۍ وړ دي، خو اوس پوښتنه دا ده چې څه ډول تر دې ځایه را ورسېدو او وروسته باید کوم کارونه وکړو!؟
د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه د سولې هوکړه نه ده، بلکې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو تړون دی، خو هیلې شته چې دغه تړون به د یوې واقعي سولې لپاره پیل وي، که خبرې بېرته پیل هم شي، د سولې لار به ډېره اوږده وي. د امریکا او طالبانو ترمنځ ستونزمنې خبرې په پای کې پر یو څه ټکان ورکوونکو او جدي پرېکړو پای ته ورسېدې. په دې هوکړه کې راغلي چې افغان حکومت به د خپلو زر تنه زندانیانو په بدل کې پنځه زره طالب زندانیان ازادوي.
که څه هم افغان حکومت د دغو زندانیانو د خوشي کېدو سره یوازې پر دې هوکړه کړې چې په برخه کې به خپله هڅه وکړي، خو که له ژمنې عمل ته راشو، داسې ښکاري چې افغان حکومت د امریکا له دې پرېکړې ناخوښ و او ولسمشر غني هم د امریکا دغه تصمیم حیران کړ. دا چې د زندانیانو بحث د ولسمشرغني لپاره له طالبانو سره د سولې په لار کې د فشار یوه وسیله وه چې د دوی پر وړاندې یې وکاروي، نو له همدې کبله د دغو زندانیانو له خوشي کېدو سره د غني مخالفت تر ډېره د حیرانتیا خبره نه ده.
که څه هم چې په دې وروستیو کې دواړو لورو د یو او بل ځینې زندانیان ازاد کړل، خو هغه زندانیان لاهم نه دي خوشي شوي چې طالبانو یې د خوشي کېدو ټينګار کاوه، همدغو کشمکشونو طالبانو ته دا بهانه په لاس ورکړې چې له افغان حکومت سره د خبرو له پیل ډډه وکړي. متحده ایالتونه اړ دي چې سولې ته د طالبانو د حاضرولو او امتیاز په پار پر خپل متحد فشار راوړي. ښایي پر دې به لا هم کار روان وي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هڅه کوي چې دغه خبرې بېرته پیل شي، خو واقعي سولې ته د رسېدو لپاره لاهم ډېره اوږده لاره پاتې ده، ان دغه څه ته د رسېدو لپاره متحده ایالتونه اړ شول چې له خپل مخکني هدف (له القاعده شبکې سره د طالبانو د اړیکو د پرې کېدو) له تړون څخه سترګې پټې کړي. په بدل کې یې موږ یوازې د کاغذ پر مخ دا ژمنه لرو چې طالبان به هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې پر متحده ایالتونو او متحدینو یې بریدونه وکړي ـ په بهترین وخت کې کمزورې ژمنه.
طالبان لاهم جګړې ته دوام ورکوي. که څه هم چې د اورکم د یوې اونۍ په موده کې په جګړه کې د پام وړ کموالی راغی، خو له هغې وروسته دوی بېرته خپلو بریدونو ته زور ورکړی، چې په بدل کې یې امریکا او ناټو پر طالبانو ځينې هوایي بریدونه هم کړي. دغه راز د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر او د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو طالبانو ته خبرداری ورکړی چې له افغانستانه امریکایي ځواکونو وتل په لومړي پړاو کې (مشروط) دي او که طالبان خپلې ژمنې پوره نه کړي، دغه پروسه به بېرته ودرول شي، خو د امریکا دغه شرایط نه دي په ډاګه شوي، پر دې اساس لاهم د امریکا اراده مشخصه نه ده چې څه غواړي او طالبان هم خپلو جګړو او بریدونو ته دوام ورکوي.
د طالبانو بریدونه، د دوی تبلیغات چې ګواکې دوی بریالي شول او امریکا یې ماته کړه او د ډېرو زندانیانو د خوشي کېدو غوښتنه، دا په ډاګه کوي چې طالبان د سولې خبرو لپاره جدي فشار نه احساسوي. دوی به هغه مهال د سولې خبرې جدي وګڼي چې پر دې باوري شي چې له نظامي لارې خپلې موخې نه شي ترلاسه کولی، خو دا هر څه په خپل نوبت سره پر امریکایي موخو او په کابل کې د افغانستان د دولت پر قدرت پورې تړلي دي. په داسې حال کې چې امریکا په افغانستان کې ډېرې تېروتنې کړې، دغه راز په کابل کې هم قدرت په ښکاره توګه له تشې سره مخ دی. د قدرت پر سر ناندریو افغانستان له یوه جدي ناورین سره مخ کړی دی.
ولسشمر غني او سیاسي سیال یې ډاکتر عبدالله عبدالله په ۲۰۱۴ ز کال کې په ګډه د ملي یووالي حکومت رامنځته کړ. که څه هم دواړه لوري له دې جوړښت څخه خوښ نه وو، خو دواړو مشرانو ژمنه وکړه چې د غوره راتلونکې لپاره به په ټاکنیزو پروسو کې جدي اصلاحات راولي.
کلونه کشمکشونه چې د پارلماني مانورونو ملاتړ هم ورسره و، تر ډېره پر دې راڅرخېدل چې یو لوری ځان نور هم پیاوړی کړي، خو له بده مرغه چې واقعي اصلاحات رامنځته نه شول. د ۲۰۱۸ ز کال د ولسي جرګې ټاکنو درغلۍ تر یوې کچې راټيټې کړې، خو یوه اداري فاجعه وه. د ولسمشرۍ اوږدمهاله ځنډېلې ټاکنې چې د ۲۰۱۹ ز کال د سپټمبر په ۲۸ مه وشوې، اختلافونه او کړکېچ یې نور هم پراخ کړ.
د افغانستان د اساسي قانون له مخې، د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی هغه کس دی چې ۵۰+۱ رایې وګټي، خو که دغه شمېره پوره نه شي، ټاکنې به دویم پړاو ته ځي. ولسمشر غني د ۵۰.۶۴ سلنه رایو په ګټلو سره بریالی اعلان شو، خو عبدالله وسره مخالفت وکړ. د یادونې ده چې د افغانستان د ۲۰۱۹ زکال په ولسمشریزو ټاکنو د نورو تېرو ټاکنو په پرتله په دغو ټاکنو کې تر ټولو کمو کسانو ګډون کړی و. کله چې د واک پر سر د ارګ او اجرایه ریاست خبرې ناکامې شوې، ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله دواړو د ولسمشرۍ د تحلیف بېلابېل مراسم ترسره کړل او ځانونه یې بریالي اعلان کړل. داسې ښکاري چې د عبدالله نوې طرحه چې د سیاسي ناندریو د پای ته رسېدو لپاره یې وړاندې کړې، د ۴۰ سلنه کابینې غوښتنه پکې شوې چې په ټولي ډول پر دې طرحې هوکړه شوې، خو په جزیاتو کې یې لاهم اختلافات شته، خو که دوی پر دې طرحې هوکړې ته هم ورسېږي، بېرته به یوځل بیا د تېر داستان تکرار وي او هر لوری به هڅه کوي چې مقابل لوری کمزوری او ځان پیاوړی کړي.
متحده ایالتونه هم د افغانستان له رهبرۍ څخه ډېر ناخوښ دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دواړو رهبرانو ته ګواښ کړی چې که روانې سیاسي ناندرۍ پای ته ونه رسوي، پر افغانستان به خپله یو میلیارد ډالري مرسته ودروي. هغه له افغان رهبرانو په جدي ډول غوښتي چې په خپلو کې یوې هوکړې ته ورسېږي. له همدې کبله د افغان رهبرانو ځان غوښتونکي حرکتونه د افغانانو په ګټه نه دي. دواړه رهبران باید د خپلو خلکو پر وړاندې د مسوولیت اداکولو او په تاریخ کې د خپل ځایګوټي لپاره پر خپل اوسني دریځ له سره غور وکړي.