یمن په منځني ختیځ او د عربستان د ټاپووزمې په جنوب کې د عرب سمندرګي او د عدن د خلیج سره په ګاونډیتوب کې د شمالي عرض البلدونو د ۱۲ او ۱۸ درجو او د ختیځو طول البلدونو د ۴۳ او ۵۲ درجو ترمنځ پروت دی. د دغه هېواد ټول پراخوالی ۳۲۸۱۳۴ کيلو متره مربع دی. شمال ته یې سعودي عربستان، جنوب ته یې عرب سمندرګی او د عدن خلیج، ختیځ ته یې عمان او عرب سمندرګی او لویدیځ ته یې سور سمندرګی موقعيت لري.
د یمن د شمالي برخو هوا د عربستان د نامتو ډاګ ربع الخالي تر اغېز لاندې توده او وچه ده. د جګو او غرنیو سیمو هوا يې په دوبي کې لنده او متعدله او په ژمي کې وچه او لږ سړه ده او ځینې وختونه پکې واورې هم اوري. له سره سمندرګي سره د ګاونډیتوب له امله د یمن د لوېدیځو او جنوب لویدیځو سیمو هوا توده او لنده ده. دغه راز په دې سیمه کې کلنی اورښت لږ دی، په داسې حال کې چې په جګو او غرنیو سیمو کې يې د اورښت اندازه ډېره ده.
د دغه هېواد پلازمېنه صنعا ښار دی. د ټولو وګړو شمېر يې څه باندې ۲۸ ميلیونه تنه اټکل شوی چې په هر کيلو متر مربع سیمه کې يې ۴۵ تنه ژوند کوي. د يمن ۴۰ سلنه وګړي په ښارونو کې ژوند کوي او پاتې ۶۰ سلنه نور يې بيا په کليو او بانډو کې مېشت دي. د دغه هېواد د قانون له مخې، هره کورنۍ په د څلورو ماشومانو د زېږېدو اجازه لري.
یمن د اداري وېش له پلوه په ۲۱ ولایتونو وېشل شوی دی. مهم ښارونه یې سعده، رغوان، ماریب، عمران، تاییض، هاریب، حدیده، دولا، حجازیان، شابوا او لاهج دي. د دغه هېواد اوسېدونکي سپین پوستي، افریقایي، عرب او کمه برخه يې اروپایي نژاده دي چې تر ډېره په ښارونو کې مېشت دي. رسمي ژبه او ليکدود يې دواړه عربي دي. ۹۷ سلنه خلک يې مسلمانان او پاتې نور يې يهوديان، مسیحیان او هندوان دي.
د متحد یمن اساسي قانون د ۱۹۹۱ ز کال د مې په ۱۶ مه اعلان شو چې د ۱۹۹۴ ز کال د سپټمبر په ۲۹مه او د ۲۰۰۱ ز کال په فبروري کې ځینې بدلونونه پکې راغلل. لومړی وزیر او مرستیالان يې د ولسمشر له خوا ټاکل کیږي. د یمن ملي شورا دوې خونې لري؛ لومړی مشرانو جرګه چې ۱۱۱ غړي لري او ټول د ولسمشر له خوا ټاکل کیږي. دویم ولسي جرګه چې ۳۰۱ غړي لري او د خلکو په خوښه د شپږو کلونو لپاره ټاکل کیږي.
د ۱۹۹۷ز کال په مې میاشت کې د یمن ولسمشر یوه مشورتي شورا جوړه کړه چې ۵۹ غړي یې ټول د ولسمشر لخوا ټاکل کیږي. په دغه هېواد کې د رایې ورکولو عمر ۱۸ کاله دی. حقوقي نظام يې پر اسلامي، ترکي او انګلیسي قوانینو او د سیمه ییزو قبایلو پر عنعنوي اصولو ولاړ دی. ستره محمکه د دغه هېواد تر ټولو لوړ قضایي ارګان بلل کیږي.
د خلکو عمومي کانګرس ګوند، د اسلامي ریفورم ډله، سوسیالیست ګوند، د بعث ملي ګوند، عربي سوسیالیست ګوند او د یمن سوسیالیست ګوند، د دغه هېواد له مهمو او ډېر نفوذ لرونکو ګوندونو څخه دي. شمالي یمن د ۱۹۵۷ ز کال د ډسمبر په ۳۰مه او جنوبي یمن د ۱۹۷۶ ز کال د ډسمبر په ۱۴مه د ملګرو ملتونو غړيتوب هم ترلاسه کړ. اوس د متحد یمن جمهوریت د ملګرو ملتونو د ټولنې غړی هېواد دی.
شمالي یمن د ۱۹۱۸ ز کال په نومبر کې له عثماني امپراتورۍ او جنوبي یمن د ۱۹۶۷ ز کال د نومبر په ۳۰مه له انګلستان څخه خپلواکې ترلاسه کړه. د ۱۹۹۰ ز کال د مې په ۲۲ مه د دواړو یمنونو له یوځای کېدو څخه د يمن جمهوریت رامنځته شو او اوس د مې ۲۲مه په دغه هېواد کې د خپلواکۍ د ورځې په نوم نماځل کېږي.
یمن د عربي نړۍ یو بېوزله هېواد دی. د نوییمې لسیزې په منځنیو کلونو کې دغه هېواد د تېلو د تولید له امله ګړندی پرمختګ وکړ، خو په ۱۹۹۸ز کال کې د تېلو د بیو ټیټوالي له امله زیانمن شو. له دې وروسته یمن د خپلې اقتصادي تګلارې د ټاکلو او عصري کولو لپاره د هغه ریفورم په پلي کولو بوخت شو، چې د پیسو نړیوال صندوق يا ای اېم اېف د دغه هېواد د اقتصاد د اساسي بنسټونو د رغولو لپاره طرحه کړی و. دغه ریفورم د یمن د بهرنیو پورونو د کمولو او او اقتصاد له بیا جوړونې سره مرسته وکړه. یمن په ۱۹۹۹ز کال کې ډېره هڅه وکړه چې خپل لګښتونه لږ کړي او د ای اېم اېف د پروګرام د ښه تطبیق لپاره ټول امکانات په کار واچوي. له ۲۰۰۰ ز کال وروسته کله چې په نړۍ کې د تېلو بیې لوړې شوې، د یمن اقتصادي پرمختګ ښه شو او دولت د اقتصاد د ځینو بنسټیزو پروژو د جوړولو لپاره پیسې پیداکړې. دغه راز په دې وروستیو کلونو کې هم د یمن اقتصادي چارواکي هڅه کوي چې لګښتونه وڅاري او د ای اېم اېف د همغه پخواني پروګرام موخو ته ورسیږي.
د دولتي شمېرو له مخې، د دغه هېواد ۳۵ سلنه کاري ځواک وزګار دی چې له همدې کبله په دغه هېواد کې اقتصادي ناامني رامنځته شوې ده. ناخالص کورني تولیدات يې ۶۰ میلیارده ډالره او د ناخالص کورني تولید کلنۍ وده يې شپږ سلنه اټکل شوې ده. همدا راز د سړي سر کلني عاید کچه یې ۹۲۵ ډالرو ته رسيږي.
د اومو تېلو استخراج او چاڼ، ټوګران، چرمي جامې، خوارکي توکي، المونیم، سمنټ، لرګین توکي، د سوداګرتوو بېړیو ترمیم، لاسي کارونه او داسې نور د يمن په صنعت کې رغنده رول لوبوي.
د دغه هېواد درې سلنه ځمکه د کرنې وړ ده. پاتې نوره خاوره یې څړځایونو، ځنګلونو، غرونو، بیدیاوو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د یمن ۵۰ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د دغه هېواد ۸ سلنه ناخالص کورني تولیدات هم له همدغه سکټور څخه لاس ته راځي. حبوبات، قهوه، خرما، تېلي دانې، پنبه، تنباکو، مېوې، سابه، غوښه، لبنیات، هګۍ او واښه د دغه هېواد مهم کرنیز محصولات بلل کیږي.
تېل، د ډبرو سکاره، مس، ګوګړ، جست، سره زر، سپین زر، سلفر، مرمر او مالګه د يمن مهمې کاني زېرمې دي. د صادراتو ټوله بیه يې ۸ مېليارده ډالره او د وارداتو ټوله بیه یې څه باندې ۸ میلیارده ډالرو ته رسيږي. چین، تایلنډ، هند، برازیل، جاپان، جنوبي افریقا، عربي متحده امارات، سعودي عربستان او داسې نور يې لوی سوداګریز شريکان دي.
یمن د اورګاډي پټلۍ نه لري، خو پنځه د ګارګو بېړۍ او ۵۵ هوایي ډګرونه لري چې ۱۸ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. د پیسو واحد یې یمني ریال او مالي کال يې عیسوي دی. د ټلیفون کوډ نمبر یې ۰۰۹۶۷ او د انټرنېټ کوډ نمبر يې VE دی. درې میلیونه کسان يې انټرنېټ ته لاسرسی لري.
په یمن کې ډېری رسنۍ دولتي دي. دغه هېواد دوه ملي ټلویزیونونه، دوې ملي او پنځه سیمه ییزې راډیوګانې لري. دغه راز یمنیان د عمان او سعودي عربستان ټلویزیونونه هم لیدلی شي، خو په خصوصي برخه کې یې بیا هېڅ رسنۍ نشته.
یمن د ناخالص کورني تولید او سړي سرکلني عاید په حساب د آسیا له مخې پر ودې هېوادونو څخه دی. په دغه هېواد کې له ۱۵ کلونو پورته ۷۰ سلنه خلک (نارینه او ښځې) دواړه په لیک او لوست پوهیږي.
پخوا د عربستان ټاپو پر درې برخو وېشل شوی و. د دې وېش یوه برخه عربستان سعید نومېده چې عربستان د ټاپووزمې په جنوب لوېدیځه برخه کې پرته وه او د اوسني یمن او عصر سیمې پکې راتلې. یمن او عصر پخوا په هغه شتمنو هېوادونو پورې اړه درلوده چې د وخت سوداګري یې په لاس کې وه. له میلاد نه نه دوې پېړۍ وړاندې بیا تر شپږمې میلادي پېړۍ پورې عربستان سعید د حمیري د لړۍ په لاس کې و. په ۵۲۵ ز کال کې حبشیانو په عربستان سعید یرغل وکړ اود حمیري لړۍ یې پای ته ورسوله.
په ۱۵۱۶ ز کال کې یمن د مصري واکمنو لاس ته ورغی او له دې څخه درې کاله مخکې پرتګالیان د یمن ځینو سرحدي سیمو ته ننوتي وو. یمن په ۱۹۵۸ ز کال کې له عربي متحده جمهوریت، مصر او سوریې سره یوځای، خو درې کاله وروسته بېرته ترې جلا شو.
افغانستان د ۱۳۴۹ لمریز کال د کب په میاشت یا د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د پاچایي په ورستیو کلونو کې له دواړو یمنونو شمالي او جنوبي سره نااستوګنې سیاسي اړیکې ټینګې کړې. په افغانستان کې د غويي له کودتا وروسته د افغانستان او شمالي یمن اړیکې کمزوره شوې؛ ځکه چې د ډیموکراتیک جمهوریت چارواکو د جنوبي یمن له مشرانو سره نږدې فکري اړیکې او ګټې درلودې. په ۱۳۶۴ لمریز کال کې په عدن یا د جنوبي یمن په پلازمېنه کې د افغانستان سفارت پرانیستل شو. دغه راز جنوبي یمن ورته ګام په ۱۳۶۷ لمریز کال کې پورته او په کابل کې یې خپل سفارت پرانیست.
د ۱۹۹۰ ز کال د مې په ۲۲ مه چې دواړه یمنونه سره یوځای شول، له همدې امله افغانستان خپل سفارت له عدن څخه صنعا ته چې د واحد یمن د پلازمېنې په توګه منل شوی و، ولېږداوه. دغه سفارتونه په ۱۹۹۲ ز کال کې ځکه وتړل شول چې دواړو هېوادونو یو له بل سره نږدې اړیکې نه درلودې. له افغانستان څخه تر یمن پورې د هوا له لارې فاصله ۲۸۰۳ کیلومتره ته رسېږي، دغه راز د کابل او صنعا ښارونو ترمنځ د وخت توپير هم یو نیم ساعته دی.