له زیاتو ټاکنیزو ناندریو، سیاسي کشمکشونو او فشارونو وروسته، بالاخره ډاکتر غني او ډاکتر عبدالله د یوه نسبی بین الافغاني ډیالوک په هڅه کې د یوه بل ګډ حکومت پر جوړولو سره سلا شوي دي.
ولس خوښ دی او تمه لري چې دغه سیاسي جوړجاړی یوځل بیا د ملي یووالي د دوه سري حکومت ترخې تجربی تکرار نه کړي او تر ډېره سولې ته، چې د افغان ملت ملي لومړیتوب، ولسي غوښتنه او یوازینۍ هیله ده، کار وکړي. له پخوانیو تېروتنو عبرت واخلي، پر خپل ولس تکیه ولري او سولې ته د رسېدو له لارې د یوه پر امن، یوه او بل زغمونکي، سیال او یوموټي افغانستان بنسټونه رامنځته او د پایښت شلېدونکې مراندې یې ټینګې کړي.
خو پر دغو ټولو خوشبینیو سربېره، یوشمېر اندېښني هم شته چې دواړه ډاکتران باید له دغه تاریخي اشتباه څخه ځان وساتي. پر هغه معامله؛ د ولس سرو کرښو ته سپکاوی، د بشري ارزښتونو ترپښو لاندې کول او په ټوله کې یو نه زغمونکی خیانت او معامله ده چې له دغو اندېښنو څخه یوه هم جنرال دوستم ته د مارشالي لقب یا رتبي ورکړه ده.
موږ که څه هم د افغانستان ټول قومونه د خپل وجود نه بېلېدونکېبرخه ګڼو، د هغوی وجود د یوه ځواکمن افغانستان لپاره حتمي شرط بولو، د هغوی سرښندنې او له ګران وطن سره د مينې او ژمنتیا ریښې یې د افغان وطن د ثبات او پایښت بنسټونه بولو او بالاخره هېڅوک د افغانستان هېڅ با شرف قوم د واحد افغان وطن له وجود څخه نشي شکولای.
پر همدی بنسټ د قومونو مسئله او د بهرنیو جواسیسو حساب سره بېل دی، هېڅ قوم د قومونو د سوداګرۍ دوکاندارانو ته کله هم د دغه عزتمندو قومونو او قبیلو د استازولۍ جواز نه دی ورکړی او موږ ته د تاجک شرف، د ازبک عزت، د پښتون هویت او د هزاره افغان حیثیت د متحد، پر ځان بسیا او ځواکمن افغانستان په مانا دی.
پر دې بنسټ زموږ لیدلوری د دغو ناروغیو څخه پاک او ډاکتر غني او عبدالله که په دغه بنسټ د دوستم په څېر بدنامو، د زرګونو افغانانو قاتلانو، د حکومت او نظام سره د بد عهدۍ بېلګو او د ازبک د درانه قوم څخه پردو ته د مارشالۍ دا ملي او معنوي رتبه یا سیاسي امتیاز ورکوي، له هېڅ اړخه د منلو، توجیه او حتی د مارشالۍ سیاسي ـ ملي امتیاز ته سپکاوی دی.
دا ځکه چې مارشال هغه څوک دی چې د یوه ملت په ګټه یې یوه برخلیک ټاکونکې بهرنۍ جګړه رهبري کړې او ګټلې وي، هغه چې دغه بهرنۍ جګړه د بهرني یرغل او اشغال پر وړاندې د یوه آزاد او ژوندي ملت د دریځ په موخه رامنځته شوی وي.
مارشال باید په دغسې جګړه کې ملي ژمنتیا ولري، ټولمنلی شخصیت ولري، د جګړې هنر او یوه ځواکمن ستراتېژیست وي، مارشال یعنی د فکرونو جوړوونکی، د جګړې د لومړۍ کرښې قوماندان، ریښتونی ملي مبارز او په ټوله کې د یوه ملت سیاسي آزادۍ او ملي وجود ته متعهد او د بهرني یرغل او اشغال پر وړاندی د ملي دریځ اصلي او پرېکړه کوونکی طرف وي.
هغه چې د دغه ډول شخصیت یوازینۍ بېلګه مارشال ځوکوف و. هغه په لومړۍ نړیواله جګړه کې یو ځوان مبارز و، د روسیې او جاپان په جګړو کې قوماندان و، هغه د فاشیزم د لښکرو پرخلاف یو له نوموتو اتلانو او د دویمی نړیوالې جګړې یو له فاتحو قوماندانانو څخه و. د ځوکوف سرتېرو له فاشېزم څخه د نړۍ د خلاصون بیرغ په برلېن کې د هېټلر پر ماڼۍ راځوړند کړ او دویمه نړیواله جګړه یې پای ته ورسوله.
پر همدی بنسټ مارشال او مارشالي یو سیاسي امتیاز نه، بلکي یو ملي ویاړ، مسوولیت او امتیاز دی، چې ملتونه یې د خپلو دولتونو له لوري خپلو واقعي اتلانو او د ملي نوامیسو ساتونکو ته ورکوي.
پر همدې بنسټ موږ د ډاکتر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ د وروستۍ روغې جوړې او سیاسي جوړجاړي هرکلی کوو، د سولې په برخه کې د وطن پر مصلحت یې ګڼو، د ډاکتر عبدالله بیا ـ بیا ځان تېرېدنه د ملي ګټو او د افغان وطن د ملي مصالحو په برخه کې د ستاینی وړ ده، خو دوستم ته د مارشالۍ ورکړه خیانت، اشتباه او د افغان ولس د ارادې سپکاوی ګڼو.
ډاکتر عبدالله او غني دې د قدرت له ونډو څخه ازبک، ترکمن او ټولو قومي لږکیو ته د دوی د ونډې او تناسب پر بنسټ برخه او حتی یوشمېر ځانګړي امتیازات ورکړي، خو مارشالي نه.
ځکه نور باید د افغان ولس قاتلان ونه ستایل شي، موږ د هر هغه چا سره د عدالت تمه او غوښتنه لرو چې بې ګناه افغانان یې پرته له هېڅ توپیره ځورولي، وژلي او د هغوی کرامت ته یې سپکاوی کړی وي، خو کله چې د دښتې لیلې او جنګي کلا قاتلان دوستم او مالک پهلوان ته د افغانانو د وژلو په ټس کې پر رتبې، واک، څوکۍ او امتیازاتو بدرګه کېږي، دا نو بیا مطلق خیانت دی، هغه چې د دغسې اعزازونو عاملان به خدای ونه بښي، د ملت په نزد به منفور وي او د تاریخ پر وړاندې به مخ تور او سر ټیټي وي.