ډېر شیان په موقت ډول او امانت اخیستل کېدای شي، خو د یوه ملت او یوه هېواد اقتدار په امانت او یا پور نه اخیستل کېږي. ټول پوهیږو، چې د یوه هېواد او یوه ملت پياوړتیا او هیبت یوازې د هغوی خپل ملي اقتدار دی؛ ځکه په پردي او مصلحتي اقتدار هېڅکله د یوه هېواد ثبات نه تضمینېږي.
د مشروع دولتونو د اقتدار د مشروعیت سرچینه خلک او ملت وي؛ ځکه همدا ولس یې تر شا وي او د ملا د تیر په څېر پکې ارزښتمن رول لري.
خو له بده مرغه، هغه څه چې په دې ورځو کې ګورو، هغه د حکومتي مشرانو بې خبري یا د هېواد پر حالاتو ځان نه خبرول دي او یوازې د وېش دوې بوختیاوې لر. لومړی؛ د څو سرتېرو په وینو رنګ د وچو ډوډیو وېش؛ بل هم د ځان او خپلو ملاتړو لپاره د واک او څوکیو وېش!
دا وضعیت په داسې حال کې دی، چې د افغان ملت په استازیتوب او د هغوی په برخلیک ډاکتر خلیلزاد، له پاکستان او نورو هېوادونو سره خبرې کوي او دا هغه څه دي، چې د سولې بین الافغاني خبرې به یې بللې.
که له ښاغلي خلیلزاد سره زموږ غم وای، نو اوس به په دغه برخلیک نه وو اخته؛ ځکه د بن په کنفرانس کې به یې زموږ د ولس په خیر پرېکړه کړې وای.
د تاریخ روښانتیا موږ ته راښيي، چې موږ هغه وخت مشروع اقتدار، ملي حاکمیت او تلپاتې سولې ته رسېدای شو، چې افغانان په خپله پر خپل برخلیک حاکم شي، د خپل مالکیت حس ولري او د بل په مرسته د مصلحتي واک، چې په دوکه او حیله تر لاسه کیږي، ډډه وکړي.
دا باید ومنو، چې د مالکیت حس لرل له هېڅ هېواد سره د دښمنۍ مانا نه لري، بلکې زموږ حق او اړتیا ده. د دولت حاکمیت او اقتدار هېڅکله د څو رهبرانو او نیمه رهبرانو تر منځ د قوم او ژبې په نوم د څو څوکیو او لنډمهالي موقفونو په وېش نه ترلاسه کېږي.
تر اوسه چې هر ځای، د غرور، افتخار، مېړانې، زغم، حوصلې او زړورتیا بحث کېږي، نو د افغانستان د سرښندونکي ولس نوم ورسره تړلی او یادېږي، خو چې بیا پر همدې ولس واکمنو او سیاسي حاکمانو ته راشې، نو تل یې دا ارزښتونه د لنډمهالي او عاریتي واک تر لاسه کولو لپاره، د خلکو له سترګو پټ او پنا معامله کړي او ناوړه میراث یې پرې اېښی دی.
له شک پرته، زموږ هېواد په یوه ساده او صادقه سیمه کې نه دی پروت، بلکې په یوه حساسه جغرافیه او سیمه کې د حریصو او پراختیا غوښتونکو ګاونډیانو تر منځ ژوند کوو، چې دا کار تل په کړکېچنه او له توطیو په ډکه فضا کې زموږ د پاتې کېدو لامل دی.
موږ هغه وخت په دې سیمه کې سرلوړی ژوند کولی شو، چې دولت او نظام مو له واحد ملته راوتلی مشروع اقتدار ولري.
د تاریخ په اوږدو کې زموږ په شاوخوا کې تل تېري کوونکي زبرځواکونه پراته وو، خو افغانستان د همدغو زبرځواکونو تر څنګ او له ستونزو په ډکه سیمه کې د یوه ځواکمن او استوار هېواد په توګه په داسې حال کې تعریف شوی ملي حاکمیت درلود چې غربت او تنګ لاسي به هم ځپلی و.
زموږ بدمرغي هغه وخت پیل شوه، چې د افغانستان رهبرانو او حاکمانو د نامشروع واک تر لاسه کولو او ساتلو لپاره د ګاونډیانو لاسوهنو او د بل په لاس د افغانانو برخلیک ټاکلو ته اجازه ورکړه.
د تېرو څلوېښتو کلونو تجربه موږ ته راښيي، چې موږ باید د لنډمهاله او د بل په لاس راغلي واک اخیستو لپاره او د پردیو ګټې خوندي نه کړو.
باید اجازه ورنه کړو، چې د ګاونډیانو او زبرځواکونو د ګټو لپاره د یوه پياوړي او مقتدر نظام پر ځای، په افغانستان کې یوه نامشروع رژیم ته ورته نظام ولرو.
هو! موږ خپلې خبرې تل ښکاره او په صراحت کړې او هر وخت هم که د نظام سر ته راځو، له خپل ولسي ځواک پرته به، هېچاته د خپل برخلیک ټاکلو اجازه ورنه کړو.
گرچه بسیار دهد شاد نبایدت شدن
بهعطاهاش که جز عاریتی نیست عطاش