شنبه, مارچ 14, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې کړې دي

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې کړې دي

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

په انساني ټولنو کې د وبايي ناروغیو تاریخ

شفیق امیرزی

مې 13, 2020
in لیکنې
0 0

د بشریت تاریخ له ډېرو لوړو ژورو ډک دی. له جنګ جګړو نیولې تر کډوالۍ، اقلیمي بدلون او وبايي ناروغیو، دې هر څه د انسان پر ژوند اغېز لرلی دی. کرونا یا کووېډ- ۱۹ لومړنۍ ناروغي نه ده چې په نړۍ کې یې ژوند له ګواښ سره مخ کړی، بلکې انساني تاریخ څو ځله د داسې وبايي ناروغیو شاهد دی. داسې ناروغۍ چې بشري، فرهنګي، اقتصادي او سیاسي زیانونه یې حیرانوونکي او د نه منلو وو. په ۲۱مه پېړۍ کې ګڼې وبايي ناروغۍ په انساني ټولنو کې پیل شوې. انفلونزا او اوس کووېډ-۱۹ هغه ناروغۍ وې چې د ټولو پام یې ځان ته اړولی دی او انسانان یې د کابو کولو هڅه کوي. په دې برخه کې په انساني ټولنو کې د لګېدلو وبايي ناروغیو پر لنډ تاریخ، اغېز او پایلو خبرې کوو.

 COVID-19 – (کووېډ– ۱۹)

کرونا یا کووېډ روانه ساري ناروغي ده. کرونا ویروس د ۲۰۱۹ز کال په ډسمبر کې د چین په ووهان کې خپور شو. د روغتیا نړیوال سازمان پر دغه ویروس وروسته کووېډ-۱۹ نوم کېښود. کووېډ- ۱۹ د (Corona virus disease of 2019) لنډیز دی. د کرونا ویروس تر ټولو ستره ځانګړنه دا ده چې په پوره چټکتیا خپرېږي. د خلکو ترمنځ په خورا سرعت له یوه کس بل ته لېږدول کېږي او تر ډېرو ورځو پورې ناروغ کس نه پوهېږي چې په کرونا اخته شوی دی. په لومړي سر کې دغه ناروغي په چین کې خپره شوه خو د روغتیا نړیوال سازمان هغه ټولنیوونکې و نه بلله. یوازې په یوه میاشت کې د کرونا ویروس پېښې د نړۍ په څو هېوادونو کې ثبت شوې. د مارچ میاشتې په لومړیو کې د روغتیا نړیوال سازمان کرونا ویروس یوه ټولنیوونکې ناروغي و بلله. د میاشتې په وروستیو ورځو کې تر نیم میلیون خلک په دغه ناروغۍ اخته شول. اوس په دغه ناروغۍ تر یو میلیون ډېر خلک اخته دي. نږدې شپېته زره خلک یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې وژلي دي.

ددغه ناروغۍ پراختیا د نړۍ په کچه د بشریت د اخته کېدو خبرداری ورکړ او حکومتونو خپل تدابیر پياوړي کړل. حکومتونو د ټولنیزې فاصلي په نامه خلکو ته له یو بل د لرې کېدو سپارښتنه وکړه، دوی ته یې وویل چې په کورونو کې پاتې شي، ګڼ اقدامات ترسره شول، ښوونځي وتړل شول، سوداګري په ټپه ودرېده، سفرونه بند شول، په واکسینو جوړولو کار پیل شو او د خطرونو د کمولو لپاره هڅې پیل شوې. تر دې دمه ددغه ناروغۍ د مخنیوي او تداوۍ لپاره هېڅ راز دارو درمل نه دي جوړ شوي، خو یوازې هغه کسان ترې خوندي دي چې د بدن مقاومت یې لوړ وي او یا له خلکو سره راشه درشه په ټوله مانا بنده کړي.

Plague of Justinian- – جوسټینین طاعون

جوسټینین طاعون د وبايي یا ټولنیوونکو ناروغیو په کتار کې تر ټولو خونړۍ ناروغي بلل کېږي. تر دې ښایي ډېرې تباه کوونکې ناروغۍ تېرې شوې دي خو ددغه ناروغۍ په اړه معلومات تاریخ خوندي کړي دي. اروپايي لیکوال ویلیام روزن د طاعون په اړه په خپل یوه کتاب کې لیکي چې دغه ناروغۍ دوه پېړۍ دوام وکړ او له ۲۵ تر ۱۰۰ میلیونه پورې خلک یې ووژل[1]. ډېری په دې باور دي چې دغه ناروغۍ پنځه ویشت میلیونه خلک ووژل. خو دا چې هغه وخت د څېړنو او شمېرنو امکانات په نړۍ کې نه و، تاریخپوهان په دې باور دي چې ددغه ناروغۍ بشري تلفات خورا ډېر وو. ددوی په باور دغه ناروغۍ هغه وخت د نړۍ له ۱۳تر ۲۶ سلنې نفوس له منځه یووړ.

جوسټنین طاعون د شرقي روم د امپراتورۍ په مرکز او د ساساني امپراتورۍ په هغو ښارونو کې پیل شو چې بندرونو ته نیږدې وو او یا سوداګریز بندرونه پکې ډېر و. له همدې ځایه ډېری اروپايي هېوادونو ته خور شو او تر دوو پېړیو پورې یې انساني تولنې وځپلې. داسې اټکل کېږي چې دغه ناروغۍ به د خپل پیل په لومړیو کې هره ورځ پنځه زره نفر مړه کول. یوازې په ۱۲ میاشتو کې یې د اروپا نفوس نیمايي کړ. د قسطنطنیې یا شرقي روم د امپراتورۍ د مرکز ۴۰ سلنه وګړي ددغه ناروغۍ له امله مړه شول. جوسټین طاعون د ۵۴۱ او ۵۴۲ ز کالونو ترمنځ پیل شو او تر ۷۵۰ز پورې یې دوام درلود.

Black Death تور مرګ- تور طاعون

دا د بشر په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ ټولنیونوونکې ناروغي ګڼل کېږي. دا په نړۍ کې تر جوسټین طاعون وروسته دویمه ستره وبايي ناروغي ده، خو د تلفاتو او پراختیا له اړخه د نړۍ تر ټولو د ډېرو تلفاتو اړوونکې ده. دې ناروغۍ د بشریت په تاریخ کې انسانانو ته ډېر تلفات اړولي دي. ددې ناروغۍ اصلي مرکز چین ګڼل کېده، چې له دې ځایه بیا د ورېښمو لارې پر مټ د اسیا او اروپا نورو هېوادونو ته خوره شوه. په ۲۰۱۷ کال کې یوه څېړنه ښيي چې دا ناروغي د ۱۳۳۸ او ۱۳۳۹ز کلونو ترمنځ د منګولیایانو د امپراتورۍ پر مهال په چین کې خپره شوه.

دغه ناروغۍ انسانانو ته درانه تلفات واړول، قحطي یې راوسته، تمدن، فرهنګ او سوداګرۍ ته یې سخته ضربه ورسوله. تور مرګی یا تور طاعون به چې هر ښار کې خپور شو له اتو تر نهو میاشتو یې په هغه ښار کې تباهۍ ته ادامه ورکوله. په دې ناروغۍ د ۶۰ تر ۸۰ سلنه اخته کسانو د مرګ امکان و. ویل کېږي چې دې ناروغۍ د اروپا د نفوس له درېیو برخو یوه یې له منځه یوړه. خو داسې ښارونه او سیمې هم وې چې دا ناروغي له سره پکې خپره نه وه. ویل کېږي چې دې ناروغۍ په اروپا کې له ۷۵ تر ۲۰۰ میلیونه پورې خلک مړه کړل[2]. د پوهانو په باور۲۰۰ کاله یې وخت ونیو چې اروپايي هېوادونو بېرته ددغه ویروس له امله رامنځ ته شوې تشې ډکې کړې.

Spanish flu – هسپانوي انفلونزا

هسپانوي انفلونزا په ۱۹۱۸ز کال کې خپره شوه. دا هغه مهال و چې لومړۍ نړیواله جګړه پای ته رسېدلې وه. دا هم د نړۍ تر ټولو ډېره وژونکي او ټولنیوونکې ناروغي ګڼل کېږي. دغه ناروغۍ په اسپانیا، اسیا، اروپا، امریکا، شمالي امریکا او ان شمالي قطب او د ارام سمندرګي په ځينو برخو کې پراختیا ومونده او خلک يې ووژل. ویل کېږي چې نیم میلیارد وګړي په ټوله نړۍ کې په دغه ناروغۍ اخته شول چې له دې ډلې یې له ۲۰ تر ۵۰ میلیونو پورې انسانان مړه کړل[3]. دغه ناروغۍ له ۱۹۱۸ز کال د ۱۹۲۰ز کال تر ډسمبر پورې ادامه پیدا کړه.

د ناروغۍ تر ډېره ځوانان او د پاخه عمر درلودونکي وژل. د پراختیا سرعت یې ډېر و. تر ټولو ډېر خلک یې په اروپا، چین او امریکا کې ووژل. د نړۍ په تاریخي او فرهنګي تاریخ کې ددې بشري فاجعې پر منفي اغېز هم خورا ډېرې لیکنې شوې او مقالې خپرې شوې دي.

Asian flu – اسیايي انفلونزا

اسیايي انفلونزا په ۱۹۵۶ز کال کې په چین، سنګاپور او هانګ کانګ کې پيل شوه. په چټکۍ تر اروپا او امریکا ورسېده. ویل کېږي چې دغه ناروغۍ په یادو هېوادونو کې تر دوو میلیونو پورې خلک ووژل چې له دې ډلې یوازې ۷۰ زره یې امریکایان وو. څېړني ښيي چې تر ۱۹۵۸ز پورې په ټوله نړۍ کې تر ۲۵۰ میلیونه پورې خلک په دغه ناروغۍ اخته شول. دغه ویروس له مرغانو انسانانو ته لېږدېدلی و.

HIV– ایډز

اچ ای وي په نړۍ کې د ایډز ناروغۍ لېږدونکی ویروس دی. دغه ویروس په لومړي سر کې په ۱۹۷۶ز کال کې په یوه افریقايي هېواد کنګو کې ولیدل شو. دغه ویروس ورو ورو پراختیا کوله او ویل کېږي چې له ۱۹۸۱ز کال راهیسې تر نن پورې یې تر ۳۶ میلیونه پورې خلک وژلي دي. دغه ویروس لا هم شته دی خو په ډېری شتمنو هېوادونو کې یې درملنه پيدا شوې ده او خلک کولی شي خپله درملنه وکړي. ویل کېږي چې دمګړی هم په نړۍ کې تر ۳۸ میلیونه پورې خلک په اچ ای وي اخته دي. خو په طب او روغتیايي برخه کې پرمختګونه ددې سبب شوي چې ددغه ناروغۍ له امله مړینه راکمه شي او ژوند ته د ناروغانو تمې ډېرې شي.

ددغه ویروس په اړه د نړۍ په کچه پراخ تحقیقات شوي دي. ویل کېږي چې په لومړي سر کې دغه ویروس له بیزوګانو انسانو ته راغلی دی او بیا د انسانانو ترمنځ په تېره په افریقايي هېوادونو کې ډېر خپور شوی دی. د لېږد تر ټولو ډېرې پېښې یې له جنسي اړیکو ثبتېږي خو تر څنګ یې د وینې او نورو مواردو له لارې هم لېږد شونی دی. ددغه ویروس د پراختیا د اوج کلونه د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۲ ترمنځ وو.

Influenza A virus subtype H1N1 – خوګي انفلونزا

خوګي انفلونزا هم د شلمې پېړۍ له خورا وژونکو عفوني ناروغیو ده. دې ناروغۍ په وروستیو لسیزو کې د تر ټولو ډېرو انسانو ژوند اخیستی دی. دغه ویروس په ۲۰۰۱ز کال کې له میکزیک خپور شو او تر ۲۰۰۹ز کال پورې یې ادامه پیدا کړه. په ۲۰۱۱ز کال کې د پوهانو یوه څېړنه ښيي چې د ټولۍ له نفوس له ۱۱ تر ۲۱ سلنې پورې وګړي په دغه ویروس اخته شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې ددغه ویروس له امله د نړۍ په کچه تر ۲۸۴زره او ۵۰۰ کسان مړه شوي دي. د دغه ویروس د مړینې کچه یو سلنه وه، خو تر ډېره یې هغه کسان وژل چې د بډوډو، سږو او زړه په ناروغیو اخته وو.

له دې ټولو سره سره کرونا ویروس دمګړی زموږ د عصر تر ټولو خطرناکه ناروغي ده. دغه ناروغي تر ډېره په امریکا کې د پراختیا په حال کې ده. چین د دې ناروغۍ مرکز و، خو هلته یې تلفات او مثبتې پېښې ډېرې نه وې. کرونا تر ټولو ډېر خلک په امریکا کې مړه کړي دي. همد راز تر امریکا وروسته، برېټانیا، ایټالیا، اسپانیا، جرمني او روسیه هغه هېوادونه چې د دغه ویروس له کبله پکې ډېر کسان مړه شوي او ډېرې مثبت پېښې هم په همدغو هېوادونو کې ثبت شوې دي.

نړیوال په دې باور دي چې کرونا ویروس به د نړۍ اوسني تمدن، فرهنګ، سیاسي او اقتصادي وضعیت ته سخته ضربه ورسوي. دوی وایي، چې د نړۍ ستر صنعت (سیاحت) به د اوږدې مودې لپاره په ټپه ودرېږي او خلک به له راشه درشو ډډه کوي. سوداګري به زیانمنه شي او ښایي بشریت په روغتیايي برخه کې د موادو، وسایلو او دارو درملو له کمښت سره مخ شي.

په افغانستان کې هم دغه ناروغي د چټکې پراختیا په حال کې ده. سره له دې چې نړیوال بانک له افغانستان سره د دغه ناروغۍ په مخنیوي کې د سلګونو میلیونو ډالري مرستې ژمنه کړې، خو افغان حکومت په خپلو سیاسي ناندریو بوخت دی او دغه بشري افت ته یې پاملرنه کمه ده. د افغانستان ګاونډی هېواد ایران د مثبتو پېښو او مړینې لوړې شمېرې لري، چې دلته هم کرونا ویروس له دغه هېواد راغلی دی. خو له بده مرغه لا هم له دغه هېواد سره پولې پرانیستې دي او ددې امکان شته چې کرونا ویروس په افغنستان کې نور هم خپور شي او د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړي.

Share12Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې کړې دي

مارچ 13, 2026

چين د توليدي ظرفيت د مازاد په پلمه د امريکا له سیاسي لاسوهنو سره کلک مخالفت څرګند کړ

مارچ 13, 2026

چين او امریکا به په فرانسه کې پر سوداګريزو مسئلو خبرې وکړي

مارچ 13, 2026

د چين او مصر خارجه وزيرانو تلیفوني خبرې وکړې

مارچ 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In