د ۲۰۲۰ ز کال د فبرورۍ په ۲۹ مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې پر اساس د بین الافغاني خبرو اترو پیل د افغان سولې پر لور اړین ګام دی، خو د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره، امریکايي لوري طالبانو ته وعده ورکړې وه چې دوی به د افغان حکومت له زندانونو څخه د طالبان پنځهزره زندانیان آزادوي. طالبانو ته د بندیانو آزادېدل د بین الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره اړین شرط دی. په دې توګه، افغان حکومت ته چې اصلاً یې په خبرو اترو کې ګډون نه درلود، د بندیانو د آزادۍ مکلفیت راجع دی. د دغه تعهد په غبرګون کې ولسمشر محمد اشرف غني د زندانیانو د خلاصون موضوع رد کړه او دا یې د افغان حکومت صلاحیت وګاڼه. د دې ترڅنګ، د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو پر سر د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ ناندرۍ راپورته شوې چې له امله یې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د یوه ټول شموله پلاوي د رامنځ ته کېدو مخه ونیول شوه.
د بندیانو د آزادۍ د مسئلې او د سیاسي کړکېچن حالت تر څنګ، د کرونا نړیوالې وبا وضعیت نور هم ستونزمن کړ. امریکا د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله پر خپل ځان اخته شوه او د سولې په اړه یې مخکېنی چټک حرکت پڅ او سست شو. د کرونا ویروس له کبله پر افغان حکومت هم، د بندیانو د خلاصون، د ټول شموله حکومت د جوړولو او د افغاني پلاوي د ټاکلو په اړه نړیوال فشارونه کم شول. په دې توګه افغان حکومت د سولې په اړه د استراحت چانس لاس ته راوړ.
په لنډه توګه ویلای شو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون په چوکاټ کې د بین الافغاني خبرو اترو د پیل او افغانستان ته د سولې د راوستو پر وړاندې درې لوی خنډونه پراته دي؛ د بندیانو د خلاصون مسئله او او ورسره د جګړې او تاوتریخوالي زیاتېدل، د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو پر سر ناندرۍ او د یوه منسجم او ټول شموله مذاکراتي ټیم نه رامنځ ته کېدل، او بالاخره د کرونا د نړیوالې وبا له کبله ټول مهم سیاسي تحرکات او پلانونه دویمې درجې ته رالوېدل. دا درې واړه خنډونه له یوه بل سره تړلي چې لاندې به په تفصیل سره پرې بحث وکړو:
د بندیانو د ازادۍ مسئله او د تاوتریخوالي زیاتېدل
کله چې افغان حکومت د بندیانو د خلاصون پر وړاندې خنډونه را ولاړ کړل، نو طالبانو بېرته خپل نظامي عملیات پراخ او ګړندي کړل. په دې توګه د اورکم لنډه مرحله پای ته ورسېده او د تاوتریخوالي کچه لوړه شوه. طالبانو د هېواد په مختلفو ولایتونو کې پر حکومتي نظامي مرکزونو بریدونه ډېرکړل چی په پایله کې په لس ګونو سرتېري او عام وګړي ووژل شول. بهرنیو ځواکونو هم له افغان حکومت څخه د ملاتړ په پار متقابلې حملې وکړې او په پایله کې دواړو لورو یو بل د لاسلیک شوي تړون پر نقض متهم کړل. طالبان د خپل موقف څخه د دفاع لپاره د امریکايي لوري لخوا د پنځو زرو طالب زندانیانو د وعدې پر نه عملي کېدو استدلال کوي او دا هم زیاتوي چې د شوې هوکړې له مخې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د کموالي تعهد نه دی شوی.
بلخوا امریکايان مجبور شول چې د بېلانس ساتلو په خاطر، له طالبانو سره د سولې له هوکړه لیک سره سم، د محمد اشرف غني د تحلیف په مراسمو کې هم ګډون وکړي. د دې ګډون په پایله کې د عبدالله عبدالله په مقابل کې د محمد اشرف غني تله درنه شوه، خو تر څنګ یې په همدې مراسمو کې د ۱۵ سوو طالب بندیانو مشروطه آزادي ومنله او د نورو بندیانو خلاصون یې د بین الافغاني مذاکراتو په پیل پورې مشروط کړ. طالبانو د بندیانو پر ازادۍ هر ډول شرط اېښودل د هوکړه لیک سره په ټکر کې وګڼل او دا وړاندیز یې رد کړ. بالاخره د نړیوالو فشارونو له کبله دواړو لوریو د یو او بل په سلګونو زندانیان ازاد کړل، خو د پاتې کسانو د ازادۍ پروسه ډېره ستونزمنه ښکاري.
دا هم ویل کېدای شي چې د بندیانو د ازادۍ لپاره هېڅ واضح او روښانه دریځ او تګلورۍ نه دی معلوم. د دغه کار لوی دلیل دا دی چې د طالبانو او امریکا ترمنځ شوی تړون د بندیانو د خلاصولو مکلفیت یوه درېیم لوري ته ( افغان حکومت ته)، چې د تړون طرف نه دی، پر غاړه ور اچوي او دا د ستونزې بنیاد تشکیلوي. د بندیانو د خلاصون موضوع که همداسې ستونزمنه پاتې شي، نو د بینالافغاني مذاکراتو د پیل خبره لاپسې ځنډېږي او تر هغو به جګړه نور هم زور واخلي.
د بندیانو په خلاصون کې د ځنډ او د تاوتریخوالي د زیاتېدو له کبله د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون د کامل نقض او له مینځه تلو وېره شته، خو تر څنګ یې دواړه لوري کوښښ کوي چې د لازم احتیاط په نظر کې نیولو سره د تړون د ناکامېدو مخه ونیسي. کله چې ملا برادر په خپل پیغام کې امریکا د تعهد پر ماتولو او پر ملکي وګړو د هوايي بريدونو پر زیاتولو متهمه کړه، نو امریکايي نظامي او ملکي پلاوي، د تړون د نجات په خاطر، یو ځل بیا په قطر کې د طالبانو د پلاوي سره وکتل. په دې کتنه کې یو ځل بیا د تړون د کامل تطبیق، د بندیانو پر خلاصولو او د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار وشو.
د ولسمشریزو ټاکنو پر سر ناندرۍ او ټول شموله مذاکراتي ټیم
بله جنجالي مسئله د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو پر سر د ناندریو له کبله د یوه قوي ا و ټول شموله مذاکراتي ټیم د نه جوړېدو موضوع ده. له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د مذاکراتي ډلې د ترکیب او څرنګوالي پر سر اختلاف یو اوږد پس منظر لري. افغان حکومت نه غواړي داسې یوه ډله طالبانو سره پر مېز کېني چې د حکومت له کنټرول څخه بهر وي. په دې اړه حکومت د نورو سیاسیونو هر ډول هڅه غیر مشروع ګڼلې او دوی یې د افغان حکومت د موقف پر کمزوري کولو متهم کړي دي. د حکومت او له حکومت څخه بهر سیاسیونو ترمنځ د مذاکراتي ډلې پر تشکیل او صلاحیتونو د اختلاف موضوع د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د اعلان څخه وروسته نوره هم پېچلې او ستونزمنه شوه. چې بالاخره امریکا په افغانستان کې د ولسمشرۍ څوکۍ پر سر د اختلاف د ختمولو او د یوه ټول شموله حکومت د رامنځ ته کولو په خاطر د فشار په توګه خپل یو میلیارد ډالر وعده شوې مرسته وځنډوله. د دې تر څنګ امریکا او اروپايي ټولنې افغان لوری پر دې هم متهم کړ چې د سولې پر وړاندې جدي نه دی، نو ځکه یې خپل مذاکراتي ټیم نه دی ټاکلی.
د بهرنیو فشارونو له کبله افغان حکومت د مذاکراتي ټیم نومونه اعلان کړل. نړیوالو که څه هم دا نیک اقدام وګاڼه، خو په کور د ننه د ټیم د غړو په اړه سیاسیون او د ټولنې نور وګړي معترض پاتې شول. دلیل دا و چې په مذاکراتي ټیم کې طالبانو سره د خبرو اترو لپاره جوګه نومونه ډېر کم او کابو ټول غړي د شخصي روابطو پر اساس ټاکل شوي او د حکومت د تر کامل کنټرول لاندې خلک دي. طالبانو هم له یاد لېست سره مخالفت وکړ، د دغه لېست د غړو سره یې د مذاکراتو خبره رد کړه او له یوه ټول شموله مذاکراتي ټیم سره پر خبرو کولو یې یو ځل بیا ټینګار وکړ.
په لنډه توګه ویل کېدای شي چې افغان حکومت لاهم د شته وضعیت دوام ته د سولې په نسبت ترجیح ورکوي. د سولې په اړه د حکومت دا منفعت پرستانه موقف کېدای شي د دې سبب شي چې شته فرصت له لاسه ولاړ شي او په وطن کی د جګړې اور همداسې بل پاتې شي. په ظاهره خو داسې ښکاري چې د امریکا حکومت او طالبان غواړي د تړون د ناکامېدو مخه ونیسي، خو افغان حکومت او ځینې سیاسي لوري بیا د تړون په اړه د مسوولیت احساس نه کوي او داسې ښکاري چې د ناکامېدو په اړه یې هېڅ تشویش هم نه لري.
د کرونا نړیواله وبا او د سولې پر هڅو یې اغېز
کله چې کرونا د امریکا لوی ښارونه تر خپل برید لاندې ونیول، نو د امریکايي حکومت ټولې هڅې د دې وبا کابو کولو ته واوښتې. نړیوال سیاست او میډیا خپله ټوله پاملرنه کرونا او له کرونا وروسته احتمالي سیاسي او اقتصادي پایلو ته واړوله. د افغانستان په داخل کې هم د کرونا د خپرېدو له کبله لومړیتوبونه بدل شول او د هر چا پام همدې ستونزې ته شو. نتیجه دا شوه چې د سولې هڅې خپل پخوانی ګرموالی له لاسه ورکړي او سړې شي. کله چې امریکايان او افغان ملت ټول له کرونا سره د مبارزې لپاره په تشویش کې شول، نو پر حکومت د فشار ټول چینلونه ضعیف شول. په دې توګه د ولسمشریزو ټاکنو پر سر د ناندریو موضوع همداسې دومداره پاتې شوه، د بندیانو د خلاصون موضوع سسته شوه او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل خبره نامعلوم وخت ته وځنډېده. داسې ښکاري چې د کرونا وبا مسئله به ژر ختمه نه شي او معلومه نه ده چې څه وخت به امریکا، افغان ملت او حکومت بېرته خپلو پخوانیو لومړیتوبونو ته راګرځي؟ دغو خنډونو ته په کتو، د افغان سولې راتلونکی چندان روښانه نه ښکاري. قوي احتمال همدا دی چی تر ډېره وخت به افغان ولس د سولې نه محروم او جګړه به همداسې روانه وي.