څو ورځې مخکې ما پر خپله فیسبوک پاڼه د «کارل مارکس» د زیږون مبارکي ورکړه. څو شیبې وروسته مې پام شو چې ډیرو راپورې خندلي دي او ځینو خو ان زما د کفر فتوا ورکړې او را څخه غوښتي یې وو څو خپله کلمه له سره تېره کړم او بېرته مسلمان شم. ساعت پسته مې یو نیږدي ملګري له کابله زنګ وواهه؛ هغه هم پر ما قهر و او له ما یې وغوښتل څو خپل پوسټ پاک کړم. ما په بیړه دا کار وکړ او ځان مې له کفره وژغوره. دغه پېښه ددې لامل شو څو د ټولنې د هیرو شویو ضروریاتو او هم هغو مسایلو په اړه فکر وکړم چې په درواغو مونږ ته د مهمو موضوعاتو په نامه راپیژندل شوي دي. زما په نظر، افغاني روشنفکران مکلف دي، په افغانستان کې د هیر شويو اقلیتونو په اړه فکر وکړي، کوم چې په دې لیکنه کې یوازې د هغو څو ډلو ته اشاره کېږي:
بې وزله طبقه، ښځې، ماشومان، جنسي اقلیتونه او کم تحرکه خلک. په مقابل کې، هغوی مکلف دي؛ غیر ضروري موضوعات چې د قومیت، اسلام او کفر، مسلې دي، یادونه ونکړي او په دې ترتیب، په هغه جنایتاتو کې د ځان د ګډون مخه ونیسي کوم چې په هیواد کې همدې دوه مسایلو ته د لمن وهلو په نتیجه کی ترسره کیږي.
لاندې، لومړی یاد شوي اقلیتونو ته د توجه دلایل (ځینی مواردو کې په تاریخی شکل) بحث کیږي او ورسته پورتني دوه لاملونه چې د یادو اقلیتونو د هیریدو سبب ګرځیدلي دي، توضیح کیږي.
یادونه: دغه لیکنه کې د ملګرو ملتونو له راپورټر څخه په تقلید، «اقلیت» د هغي ډلې په مفهوم کارول شوی دی کوم چې په قدرت کې برخه نلري او د تبعیض قرباني واقع شوې دي.
بی وزله طبقه: طبقه تر ډیره مارکسیسم سره تړاو لري او افغانستان کې هم د سوسیالیستي دولتونو لخوا مطرح شوې ده. زمونږ په هیواد کې همیشه ژور طبقاتي توپیر موجود و. سوسیالستي دولت ددې توپیر د له منځه وړلو لپاره ځینې اړین ګامونه، لکه د ځمکو ویش پورته کړل. خو دا کار نه یوازې دا چې د حکومت مشروعیت یې زیات نکړ بلکې برعکس د دولت پر ضد د قیامونو او د مجاهدینو د تقویې لامل شو. مجاهدینو د دولت له دې سیاست څخه ډیره ګته واخیسته او بې خبره عوام هم د هغوی د تبلیغاتو ښکار شول. لڼډه دا چې دولت ونه توانید طبقاتي توپیر له منځه یوسي. ورسته جګړه پیل شوه او د هغه په نتیجه کی دا وضعیت یو څه بدل شو. جګړه ددې لامل شو تر څو یوه نوې بډایه طبقه را منځته شي.
– جهادی الیته طبقه. ددې په تعقیب کله چې مجاهدینو جګړه وګټله، دا نوې طبقه لاهم په خپل ځای کې پاتې شوه. د طالبانو په وخت کې که څه هم حالات ددې مقالې لیکوال ته دومره روښانه نه دي، خو ګمان کوم چې په هغه دوره کې هم یوه بډایه طبقه د طالبانونو په راس کې موجوده وه چې د هغوی او عادي خلکو تر منځ اقتصادي فاصله ډیره زیاته وه. د موجوده حکومت له رامنځته کېدو سره، بیاځلي پخواني مجاهدین، هم دولت کې د شته فساد په دلیل او هم د سیاسی نفوذ په سبب، له دولت او خارجي ځواکونو څخه د پروژو د اخیستو له امله میلیونران شول.
د دوی د عاید یوې بلې سرچینې د دولت په لوړو څوکیو کار کاوه او چې فساد هم پکې کېده. د پخوانیو مجاهدینو ترڅنګ، همدارنګه، یوه تکنوکراته ډله چې تازه د غرب نه راستانه شوې وه هم د یادو دلایلو په نتیجه کې شتمن شول. دا بډایه طبقه همدا اوس هم موجوده ده او په کافی اندازه قدرت او نفوذ لري. زه فکر کوم په دوه دلیله مونږ ددې طبقې جنایاتو ته اشاره نکوو:
لومړی دا چې دوی ځانونونه د قومونو په رنګ رنګوي. فاسد شتمن پښتون د پښتونولۍ نارې وهي او فاسد تاجک د تاجکتوب… .او په دي دلیل چې افغاني ټولنه اوس تقریباً په متخاصمو قومونه ویشل شوې او فردي غږ د قوم په غږ کی ورک دی (هغه څه چی هانا آرنت ورته د «زه» حل کیدل په «مونږ» کی بولی)، نو په نتیجه کی انفرادي نقد یا نه اوریدل کیږي او یا هم د متخاصم قوم د «خطر» په دلیل، له پامه غورځول کیږي. دویم دلیل دا دی چی هغه فکري مکتب چی دا جنایت بربڼډوي، په هیواد کې په بې انصافه توګه تخریب شو.
په افغانستان کی دومره د مارکسیسم پر ضد تبلیغ وشو چی په نهایت کې دا مکتب یوازې بې دینۍ او عیاشۍ ته خلاصه کړای شو او د هغه اصلي مطلب چې ټولنه کې اقتصادي عدالت راوستل و، هیر شو. د هالیووډ نه نیولې تر ملا او مفتي پورې ټولو د امریکې د مستقیم یا غیر مستقیم اغیز په نتیجه کې د مارکسیسم خلاف تبلیغ وکړ؛ کوم چې د شوروي له پرځیدو وروسته ددې مکتب د منسوخ ګرځیدو باور هم رامنځته کړ.
ددې باوجود، افغانستان کې د طبقاتي جنایت د درک او د بې وزلې طبقې پلوۍ لپاره سوسیالیسم لوستل او هغه ته بیا راتګ اړین دي.
ښځې: دا یو واقعیت دی چې په افغانستان کې ښځې محرومې دي. هغوی په افغانستان کې د دودونو او همدارنګه د اسلام څخه د ښځې د ضد تفسیر په نتیجه کې محرومې ساتلې شوې دي. زما په نظر، په هیواد کې د ښځو خلاف تفسیر د اسلام نه، تر ډیره د جهاد په وخت کې مروج شو. ممکن د دې لړۍ ریښې د اماني حکومت پر ضد د قیام په دوره کې هم پیدا کړو. مګر په اوسني وخت کې د مجاهدینو رول د دا ډول تفسیر په تشهیر کې له پامه نشو غورځولای.
سوسیالیستي حکومت د ښځو د آزادۍ طرفدار و او دا آزادي یې هغوی ته ورکړه. ولې مجاهدین چې د دولت مخالف و او همدارنګه امریکا چې د دوی حامي هیواد بلل کېدو، هغه اسلامي تفسیر خوښ کړ کوم چې د ښځو آزادي پکې ناروا ګڼل کېده. په داسې حال کې چې هماغه وخت هم اسلامي فمینیسم په نړۍ کې موجوده و او ډیر پلویان یې درلودل. – هغه مکتب چې د ښځو آزادي د اسلام د مقدسو متونو پر بنسټ تاییدوي. مجاهدینو او امریکا دا تفسیر رد کړ ځکه چې د هغه منل د سوسیالستي دولت د تایید په مفهوم ؤ. د طالبانو په دوران کی بهتره ده له ښځو نه اصلاً خبره ونکړو. زما په نظر، طالبانو د ښځو پر وړاندي دبشر پر ضد د جنایت مرتکب شول. هغه کړنه نه د اسلام پر اساس او نه هم د افغاني دود له مخې د منلو وړ وه. د اوسني حکومت له راتلو سره د ښځو حالت بهترول د دولت اصلی موخه او په افغانستان کې د خارجیانو د شتون یو لوی دلیل و. سره له دې، زه فکر کوم په دې دوره کې هم ښځو ته د هغوی واقعي حق ورنکړل شو. دلایل یې ډیر دي چې زه یې دلته ځینو ته اشاره کوم:
اداری فساد: ښځو ته ځانګړې شوې مرستې هم د نارینه و لخوا او هم خپله ښځو په وسیله په بډه وهلی شوې. له بلی خوا، څنګه چې په افغانستان کې غالب فکري مشغولیت، قومي تعصب ؤ، نو په نتیجه کې، نخبه ښځې هم د دې پر ځای چې د ښځو د حالت د ښه والي لپاره کار وکړي، د قومیت په ګودال کې وغورځېدې او د نارینه و د سیاست قربانیانې شوط. د بېلګې په توګه، که څه هم د «مثبت تبعیض» پالیسي د تطبیق په نتیجه او همدارنګه د ښځو د شخصي کوښښ له کبله، ډیری ښځو پارلمان ته لاره پیدا کړه، مګر هلته د فساد او قومیت په اکثراً آفتونو ککړیدو له امله نه هغوی او نه د هغوی اصلي کار چې د ښځو وضعیت ته پام ؤ، په سمه توګه تر سه کړ. بل ډیر مهم دلیل، د ښځو ددفاع مسؤلیت انجوګانو ته سپارل دي. دا کار چې د نوي دولت په لومړیو کې تر سره شو نه یوازې ددې سبب شو چې د دولت ظرفیت د ښځو د حقوقو د دفاع په اړه انکشاف ونکړي، بلکې د ښځو د حقوقو نه د دفاع مسله یوې ثانوې او لوکسې موضوع ته بدله کړه.
پورتنی بحث یوه مستقله لیکنې ته ضرورت لری، خو دلته یې یوازې په دې ختموو چې ښځې په افغانستان کې تر اوسه هم قرباني دي، ولې زمونږ روشنفکران دې موضوع ته لازمه توجه نکوي.
ماشومان، معلولین او جنسي اقلیتونه: په دې اړه له بحث مخکي باید دوه ټکي یاد شي: اول دا چې یادې درې ډلې اقلیتونه یو عنوان کې راوستل، یوازې د مقالې د اوږدېدو څخه د مخنوي په هدف دي او نه په دې سبب چې هغوی د نورو ډلو په پرتله لږ قربانیان دي. دویم دا چې زه د «معلول» د اصطلاح کارولو سره موافق نه یم. بهتره دا ده چې د هغه پر ځای د «کم تحرکو کسانو» اصطلاح وکارول شي.
الف: زمونږ ماشومان د فقر، جنسي ناوړه ګټه اخیستنې، تاوتریخوالي، سپکاوي، شکنجه، قاچاق او داسې نورو سختیو او جنایتونو سره مخ دي. د هغوی په اړه ځینې انجوګانې فعالیت کوي او همدارنګه دولت هم څه نا څه، په تیره بیا بې سرپرسته ماشومانو ته توجه کوي، ولې د هغوی ستونزه د یوې جدي ستونزې په توګه اهمیت نه دی پیدا کړی، چې دا زما په نظر خپله یو جنایت دی. ماشومان ډیر زیات آسیب پذیره دي. هغوی پر دې سربېره چې له فزیکې لحاظه د ځان دفاع نشي کولای ذهناً هم کافي وده نلري چې د سوی استفادې څخه ځان بچ کړي. له بلی خوا، زمونږ ټولڼې تر اوسه د ماشوم او مشر تر منځ فرق نه دی منلی او ان ځینو حالاتو کې هغوی ته تر مشرانو ډیر مسؤلیت په اوږهورکوي. مثلاً، که یو ماشوم د فریب او زور په نتیجه کې تر جنسي تیري لاندې راغلی وي، هغه ته د مجرم په سترګه کتل کېږي و د هغه په وړاندې د تجاوز دوام عادي عمل ګڼل کیږي. ددې ترڅنګ، هغه ماشومانو سره هم چې د مجبوریت له مخی واړه جرمونه ترسره کوی د لویانو په شان چلند کیږي.
دا ډول برخوردونه ظالمانه دي. ماشوم قرباني دي حتی که قاتل هم وي. ماشوم مستقل نه دی. هغه همیشه یا مجبور دی او یا هم د مشر کس د بد چلن له امله ناوړه کړنه ترسره کوي. ددې نیمګړتیاوو مختلف لاملونه دي ولی په راس کې یې زمونږ روشنفکر واقع دي چې دې موضوع ته یی یا قصداً او یا سهواً هیڅ ډول توجه نه ده کړې.
ب: کم تحرکه کسان هم په افغانستان کې هیر شوي قربانیان دي. موږ د جګړې د آفت له امله خپل ډیری خلک زخمی کړل؛ موږ دا حق نه درلود. همدارنګه، د جګړې د آثارو په نتیجه کې ځینې ماشومان اصلاً کم تحرکه نړۍ ته راغلل. دوی اوس په ټولڼه کې ژوند کوي په داسې حال کې چې مونږ هیڅ ډول تاسیسات د هغوی لپاره نلرو. مونږ برعکس د کم تحرکو خلکو نه کرکه لرو او معتقد یو چې هغوی یوازی پر ټولنه بار دي او «معیوب» او «معلول» ورته وایو. دا باور په مختلفو دلایلو غلط دی. لومړی دا چې یو کس که اوس کم تحرکه دی مخکې نورمال ؤ نو حتمن هغه وخت کې یې ټولې لازمی وړتیا یی ترلاسه کړې دي، خو که چېری اوس هم لازمې وړتیا نلري نو په دې صورت هم اصلي مقصر مونږ یو چې هغه ته مو دا آسانتیاوې نه دې برابرې کړې. زمونږ لوی جنایت ددی اقلیت ګروپ په وړاندې دا دی چې هغوی مو د خپل ژوند له سیستم څخه لرې کړي دي او فکر کوو چې کم تحرکه کسان اصلاً نشته. حتی دولتي ادارو کې د هغوی لپاره د داخلیدو آسانتیاوې نشته. لارې، بسونه، زینې او هیڅ شی هغوی ته جوړ نه دي. خصوصی برخه هم د دولت نه په تقلید او د ملزم قانون د نشتون په دلیل، دې ډلې ته توجه نکوي.
مثلاً، آيا یو کم تحرکه کس کولای شی، پرته د بل کس له مرستې، یو غیر دولتی پوهنتون ته چې د یو بې لیفته تعمیر شپږم منزل کې یې صنفونه دي لاړ شي؟ ما ته جالبه دا ده چې موږ در حالیکه چې د هغو هیوادونو څخه یو یو چې د کم تحرکو خلکو شمیر مو آسمان ته رسیږي، خو هغوی په نشت حسابوو، مثلاً سوییس کې چې تقریباً د هغوی شتون صفر دی، حتی یو عادی رستورانت کې هم د کم تحرکو خلکو د دننه کېدو سهولت موجود دی.
ج: جنسیتي اقلیتونه زمونږ په هیواد کې د غلا او په پټه ژوند تیروي. یو علت یې د اسلام غلط او سلفي تفسیر او بل یی زمونږ دودونه دي. هغوی شته او انسانان دي او باید د انسان په حیث د خپلو ټولو حقوقو، په شمول د احترام او د عدم تحقیر او توهین څخه برخه مند شي.
د محرومو اقلیتونو لست ادامه لري ولې زه یې همدلته پای ته رسوم څو خپلې اصلي خبرې ته ورسیږم:
اول: اوسني افغانستان کې روشنفکران یوازې قومي توپیر ته ګوري او فکر کوي چې تنها د قوم پر بنسټ په دې هیواد کې د انسانانو حقونه تر پښو لاندی کېږي. دوی دا کار په دوه دلیله کوي:
یا اصلاً پوه نه دي او سترګې نلري چې خپلي ټولنې ته په کتو سره د عادي انسان رنځ وګوري او یا هم د قومي رهبرانو لخوا حمایت کیږي چې یوازې قومي اور تازه وساتي څو خلک له بې مسؤلیته قومي رهبرانو څخه د خدمت غوښتنه ونکړي. دا خبره مهمه ده. کله چې تاسو تر قومي احساساتو لاندې راځئ، د خپل د قوم غټ غل او فاسد هم، قهرمان بولی او په دې ترتیب، تاسو هغه ته اجازه ورکوئ څو خپلې غلا او فساد ته دوام ورکړي. نو همدا دلیل دی چې دا ډول رهبران همیشه غواړي قومي احساسات قوي پاتې شي او دا کار د روشنفکرانو په وسیله ترسره کوي.
یاد وضعیت، همدارنګه، د محرومو خلکو د نه تحرک او خپل حق د نه غوښتنې له امله هم دوام لري. نه دولت او نه هم انجوګاني هغوی ته اجازه ورکوي څو خپل حق وغواړي او سړکونو ته راووځي. دا ځکه چې د ولت د قومي فاسدینو په کنترول کې دی. د پاسنۍ توضیح په دلیل ددې اقدام مانع کېږي او انجو ګانې هم ددې لپاره چې د خپل «د بی غږو مظلومو وګړو ژبه» موقف په خطر ویني(ځکه چی په دې صورت کې مظلوم خپله غږیږي او د انجو ویاندتوب ته ضرورت نه پیدا کوی) دا کار نه ترسره کوي.
دویم: د خپلو اصلي رنځونو د هیرولو دویم لامل د خلکو تقسیم د «اسلام په پلوۍ» او د «اسلام خلاف» باندې دی. دا کار هم د امریکې په لمسه شوروي سره د جګړې په شروع کې پیل شو او اوس هم د پاکستان او ځینو نورو هیوادونو په مرسته مخ ته وړل کېږي. حقیقت دا دی چې افغانستان کې هیڅ کله هم د کفر او اسلام جګړه نه وه. کېدای شي ځینو کسانو داسی فکر کاوه او په همدې دلیل جګړې ته تللي وو. په اصل کې دا جګړه د روسیې او امریکا وه. او اوس هم د هند، پاکستان، ایران، خلیج او غرب او روسیې… جګړه ده. که باور نلری له ځانه وپوښتئ چې اوس ولی طالبان (اسلام) امریکایان (کفر) خپل دوستان بولي او افغانان لاهم وژني.
زما په نظر، زمونږ روشنفکران که چېرې د اسلام او قومیت موضوع ته اشاره کوي، دا یوازې هیاهو ده ددې لپاره څو موږ له خپلو اصلي دردونو او بې عدالتۍ، چی ځینو ته یې پاس اشاره وشوه، د حس کولو مانع شي. نو په دې صورت کې روشنفکر جنایت کاران دي، خو هغه څوک هم ظالم دی کوم چې د داسې جنایت کارو په خبره باور کوي.