۲۰۲۰/۴/۲۲-
لنډیز
کرونا ویروس چې تېر ۲۰۱۹ کال د چین له وهان ښار څخه را پیل شوی، تر دې دمه يې په نړیواله کچه ډېر اقتصادي او بشري زیانونه اړولي دي، چې یاد ویروس لا هم دوام لري. دا لیکنه په دریو برخو وېشل شوې او موږ پر دې بحث کړی چې دغه ویروس د افغانستان او مخ پر ودې هغو هېوادونو پر اقتصاد څه اغېز لري، د اقتصادي ودې کوم فکټورونه یې په ټپه درېدلي او د حللارې چارې یې کومې دي؟
لومړۍ برخه: هغه فکټورنه چې کولای شي په اقتصادي وده کې خپل رغنده رول ولوبوي؛ لکه د بهرنی پانګونې جلبول، د کورنيو تولیداتو پیاوړتیا، مالیات وضع کول، د کرنې سکټور ته پاملرنه، د بهرنیو موسساتو رول، د ټکنالوژۍ په برخه کې نوښتونه، په ملي کچه ښه مدیریت او ځینې نور.
دویمه برخه: د هغو فکتورونو پېژندل چې د اقتصادي ځوړتیا سبب شوي دي. لکه جګړه، ټیټه سرسایه، د نفوس ډېرېدل، طبيعي پېښې ، بېکاري، د زېربناوو نشتوالی، د پانګونې ستونزې، د پانګونې کمه کچه، انفلانسیون، فساد، کرنه، پر ټيټ کیفیت ټکنالوژي، د شتمنۍ غیر مساوي وېش او داسې نور.
درېیمه برخه: په دې برخهکې مو د هغو فکتورونو یادونه کړې چې وروسته له کرونا ویروس یې افغانستان باید تر سره کړي؛ لکه، د پورونو بښل، دویم ځلي پېرل او له پانګې ګټه اخیستنه، په ټيټ اقتصاد کې ځان ساتل، روغتیا ته پاملرنه، د ورو ودې ښه والی، ګرځبندیز د پالیسۍ جوړولو برخه ګرځول او داسېنور… تر څو په راتلونکي کې د داسې حالاتو لپاره پوره چمتووالی ولري او له اقتصادي ځوړتیا نه ځان وساتي.
دا چې کرونا انساني نړۍ ته څه ډول له تصور لوړ پورته زیانونه واړول او د هېوادونو اقتصاد یې له په دومره اندازه له رکود سره مخ کړ چې په تېرو ۵۰ کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی. تر دې وړاندې مې د کرونا او اقتصاد په برخه کې مخکې په خپله څېړنه کې پر دې بحث کړی و چې کرونا ویروس پر چین او د سیمې پر هېوادونو کومې اقتصادي اغېزې درلودلی شي او په کومه اندازه يې نړۍ له بشري ناورین سره مخ کړې ده. اوس غواړم په دې باندی څېړنه وکړم چې کرونا ویروس به پر هغو هېوادونو چې اقتصاد یې دې ودې پر حال کې دی، کومې اغېزې ولري او د یاد ویروس له پای ته رسېدو وروسته بايد دغه هېوادونه څه وکړي او کومې تګلارې باید پر مخ یوسي.
دا چې اقتصاد د یوه هېواد ځواک، پیاوړتیا او تسلط را ښيي، نو اړینه ده چې پر دې پوه شو چې څرنګه د یوه هېواد اقتصاد لوړېدلای شي او د بحران او کړکېچ په حالت کې باید کومې تګلارې په لاس کې ولري، نو دلته بحث پرې کوو.
ځینې اسیایي هېوادونه د اروپايي هېوادونو په پرتله ټیټاو بې ثباته اقتصاد لري، نو د کړکېچ په حالت کې هم دومره ځواکمني نه شي ښودلی، لکه پیاوړي او پر ځان بسیا هېوادونه یې چې ښیي. افغانستان هم یو له هغوه هېوادونو دی، چې ځوړ اقتصاد لري، نو دلته بحث هم پر دې کوو چې افعانستان، نور اسیایي هېودونه او ځیني افریقایي هېوادونه چې د یادو هېوادونو په څېر ټیټ اقتصاد لري، باید لاندې ټکو ته پاملرنه وکړي:
لومړی– هغه بهرنۍ موسسې او ارګانونه چې بشري مرستې کوي، باید په خپلو کارونو کې نوښت وکړي:
له کومې ورځې چې کرونا ویروس پیل شوی، په افغاستان کې د یاد وایروسپه اړه دومره عامه پوهاوی نه و او لا هم خلک یاد ویروس جدي نه ګڼي. نو ټولو موسسو او بشري مرسته کوونکو ارګانونو ته په کار ده چې په یاده برخه کې د نورو مرستو تر څنګ په عامه پوهاوي کې خپل رغنده رول ولوبوي (جکاب جوزیف،۲۰۲۰/مارچ/۲۳).
د روغتیا نړیوال سازمان هم له هغو هېوادونو سره چې پیاوړی اقتصاد نه لري، د روغتیایي کېټونو تر څنګ د مالي مرستو ژمنې هم کړې، چې له دې ډلې نړیوال بانک د افغانستان لپاره د ۱۰۰ میلیونو ډالرو ژمنه کړې، نو پکار ده چې نور ارګانونه هم خپلو مرستو ته دوم ورکړي.
دویم– د ټکنالوژۍ په برخه کې باید نوښتونه وشي
په نړۍ کې اوس درېیم نسل ژوند کوي، که څه هم افغانستان دومره پرمختللی هېواد نه دی، خو بیا هم اکثریت افغانان ځیرک مبایل لري او کولای شي انټرنېټي استفاده ترې وکړي، نو د ټکنالوژۍ وزارت ته پکار دي چې پر داسې اپلېکېشنونو کار وکړي چې وکولای شي له خلکو سره د کرونا ویروس په مخنیوي کې مرسته وکړي.
په دې اړه خپلواک پلټونکي او لیکوال جکاب جوزیف پخپله وروستۍ پلټنه (کووېډ- ۱۹ ناروغي؛ روغتیایي کړکېچ، که اقتصادي بحران یا هم دواړه؟) ترعنوان لاندې خپره کړه، ویلي: «چين د ۲۰۲۰م کال په فبروري کې اپلېیکېشن جوړ کړو او له کاروونکو يې وغوښتل چې خپل ټلیفون ته له پورته کولو وروسته خپل نوم او د پېژندپاڼې نمبر پکې ولیکي، نو دا اپلېکېشن کولای شي له تاسې سره مرسته وکړي چې ایا تاسې پر کرونا ناروغۍ اخته یی کنه او که پر کرونا ستاسې د اخته کېدو چانس زیات وي، نه یوازې دا چې تاسې ته د قرنطین سپارښتنه کوي، بلکې دا هم کولای شي چې سيمه ييز روغتیایي مرکز ته خبر ورکړي او یاد اپلېکېشن کولای شي دریو نورو کارنو ته هم کار ورکړي».
همدا راز په ۲۰۲۰ م کال اسرائیلو خپلو امنیتي ارګانونو ته امر وکړ، چې د هغو کسانو د مبایلونو ډېټا پیدا کړي چي په کرونا ناروغۍ اخته دي. علت یې دا و چې هغوی ته د ځان قرنطین کولو سپارښتنه وکړي، تر څو وکولای شي نور خلک په یادې ناروغۍ له اخته کېدو وساتي. دغه راز د ۲۰۲۰ م کال په مارچ کې Deutsche Telekom د جرمني څارګرې ادارې له رابرټ کورټ انسټیټيوټ سره د شخصي مبایل ډېټا شریکه کړه، ترڅو دا په ډاګه کړي چې څرنګه یاد ویروس خپرېږي او د مخنيوي لارې چارې یې څه دي. همدا راز روسیې داسې ټکنالوژي جوړه کړه چې کولای شي هغه کسان وپېژني چې قرنطین نه مراعاتوي (جکاب جوزیف، ۲۰۲۰/ مارچ/۲۳).
درېیم– په ملي کچه مدیریت
دا یوه ډېره اړینه خبره ده چې د یاد ویروس خپرېدل په ملي کچه کنټرول شي. د دې لپاره د ویروسونو د کنټرول او مخنیويی مرکز (CDC) وایي: «عادي ماسک کولای شي د یاد ویروس له خپرېدو مخنیوی وکړي، نو پر دې بنسټ يې ټولو ته سپارښتنه کړې، چې له ماسک څخه ګټه پورته کړي. یاد مرکز زیاتوي، ټول خلک باید په مکرر ډول خپل لاسونه په صابون ومينځي، ټولنیزه فاصله دې مراعت شي، لاسونه باید مخ ته یو نه وړل شي او هغه کسان چې په یاده ناروغۍ اخته دي، باید له دستکشو او ماسک ګټه واخلي، ترڅو نور خلک په یاده ناروغۍ اخته نه شي. دغه راز د روغتیا نړیوال سازمان او د چین روغتیایي کمېټې له ټولو نړیوالو سره د یاد ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره خپلې تګلارې شریکې کړې دي.
جکاب جوزیف پخپله وروستۍ څېړنه (کرونا وبا؛ روغتیایي کړکېچ که اقتصادي بحران یا دواړه؟) کې د افریقایي هېوادونو په اړه لیکي: «امریکایي نوښتګرو او متخصصينو له ګڼو درماني اداراتو سره خپلې سپارښتنې د یوې بشپړې وړیا سرچينې IBCC یا د ځانګړې پاملرنې انټرنېټي کتاب ته انتقال کړې دي.» نوموړی زیاتوي چې د ویروسونو د کنټرول او مخنیوی مرکز یا (CDC) وایي: «ټول هغه ډاکټران چې په کرونا ویروس د اخته کسانو درملنه کوي، باید د ځان ساتنې ځانګړي وسایل (لباس، دستکش، ماسک یا تنفسي آاله، محافظتي عینکې) ولري. (جکاب جوزیف، ۲۰۲۰/مارچ/۲۳).
کېدای شي په یاده ناروغۍ اخته کسان د قرنطین پرمهاله د ناارامتیا، سټرېس، ذهني فشار او ګڼو نورو ناروغیو سره مخ شي، د دې لپاره چې یادې اندېښنې یې رفع شي او د نورو ناروغیو مخينوی وشي، د چین ملي روغتیایي کمېسيون د ۲۰۲۰م کال د جنوري پر ۲۷مه د ارواپوهنې ځینې تګلارې شریکې کړې دي.
دویمه برخه
له کرونا سره د مبارزې په پار د افغانستان چمتووالی:
ټکنالوژیکې اسانتیاوې Technological Infrastructure
له څرنګه چې په ټوله نړۍ کې د انلاین کار کولو امر وشو، ټول هغه کسان چې په بېلابېلو ادارو سرهکار کوي، باید له خپل کور څخه خپل کارونه وکړي.
له بده مرغه چې افغانستان یو وروسته پاتې هېواد دی او لا داسې انټرنېټي اسانتیاوې نه لري چې وکولای شي ويډیویي کنفرانسونه، انلاین کورسونه او ټول کارونه په انلاین ډول ترسره کړي، نو دا کار به هم په یاد هېواد کې د اقتصادي رکود یا ځوړتیا سبب شي.
اکمالاتي ځنځیري اسانتیاوې (Supply Chain and delivery system)
دا چې اوس ويروس خپور شوی، په دې مانا نه دی چې د خلکو ِغوښتنې په ټپه درېدلي. لکه څرنګه چې پوهېږو اوس په ټوله نړۍ کې د خلکو غوښتنې لا هم هماغسې دوام لري. پر خلکو اوس ګرځبندیز پلی شوی او له ګرځېدلو منعه شوي دي، نو دا چې په افغانستان کې له انلاین خدمتونو سره لا تر اوسه یوازې د ښار اوسېدونکي هم بلد نه دي او له بده مرغه انلاین خدمتونه بیخي کم دي، نو دا کار د خلکو د نه درېدلو سبب شوی دی چې دا چاره هم په اقتصادي رکود یا ځوړتیا خپلې اغېزې لري.
ټرانسپورټي اسانتیاوې
دا چې په عامه تګ را تګ د ویروس د خپرېدو له وېرې بندیز ولګېد چې ویروس خپور نه شي، نو پر همدې اساس ټرانسپورټي اسانتییاوې هم په ټپه درېدلې دي. کله چې په عامه ټرانسپورټ بندیز ولګول شي، نو د تېلو، ګازو، سوپرمارکېټونو غوښتنې کمېږي او په مارکېټ کې د پیسو جریان هم په ټپه درېږي چې دا کار هم د اقتصادي رکود یا ځوړتیا سبب کېدلای شي.
فرصتونه او ګواښونه
له یاد ویروس وروسته به په هېواد کې بېلابېلې تولیدي کمپنۍ پر دې فکر کوي چې څرنګه وکولاي شي پخپلو تولیداتو (ماسک جوړولو، دستکش جوړولو، روغتیایي لباس جوړولو…) کې څه ډول نوښتونه وکړي، له عصري او پرمختللې ټکنالوژۍ به ګټه اخلي، نوی اپلېکېشن به جوړ، عصري انلاین سیسټم به ورغوي، چې له یوې خوا به داسې توکي تولید کړي چې د خلکو لپاره روغتیايي اسانتیاوې، ټکنالوژيکي اسانتیاوې ولري او له بلې خوا به د دوی د زیاتې ګټې سبب شي. دا چاره به هغه کمپنۍ ډېره ترسره کړي، چې له مخکې اړوند تولیدات لري .
تولیدات او عملیات (Productivity and Operations)
په ټوله نړۍ کې تولیدات له بشري سرچينو سره تړلي دي. که بشري سرچينې نه وي، نو تولیدات به هم په ټپه درېږي، خو د نړۍ ځینې ملکونه کولای شي دا چاره انلاین هم مخکې يوسي کړي.
نو اوس به په افغانستان کې ټولې تولیدي کمپنۍ خپل کارونه په ټپه دروي، چې دا کار به د دې لامل شي چې له یوې خوا کمپنۍ له پرمختګ پاتې شي او له بلې خوا به خورا زیاته بېکاري رامنځته کړي چې دا چاره کېدای شي، د هېواد پهGDP یا ناخالص کورني محصول هم ناوړه اغېز وکړي.
مشوره ورکوونکي خدمتونهامات (Services and solution delivery)
په هېواد کې ډېری داسې دولتي او شخصي ادارې شته چې مشوره ورکوي؛ لکه د (سوداګريزو پلانونو جوړول، مالي مشورې، د ارواپوهنې کورسونه، سیمينارونه) او دې ته ورته ګڼ شمېر نور مرکرونه هم موجود دي، چې اوس د دوی عواید بیخي درېدلي او له بېکارۍ سره مخ شوي دي.
د سوداګرۍ ګټه وټه (Business profit and revenue)
دا یو حقیقت دی چې هر دولتي او شخصي سکتور خلکو ته خدمتونه او تولیدات وړاندې کوي، نو پر دې بنسټ هره سوداګري خپلې ګټې او خدمتونه په نظر پام کې لري. اوس چې ډېری خلک په کورونو کې قرنطین دي، دوی نه شي کولای، چې د یادو سکتورونو له تولیداتو ګټه واخلي، چې دا کار هم د دې سبب شوی چې د هېواد د هر وګړي سرسایه کمه او اقتصادي رکود یا ځوړتیا رامنځته کړي.
کلتوري او ټولنیز بدلونونه
په مخکې وختونو کې ډېر لږ شمېر خلکو په انلاین ډول خپلې دندې او ورځنۍ چارې مخکې وړې. له دې دې وبا مخکې به خلکو له یو بل سره روغبړ کاوه، لاسونه یې سره ورکول، خلکو یو بل يې غېږ کې نیول، په ودونو، خیراتونو، غونډو او محفلونو کې به يې له یو بل سره مخامخ خبرې کولې، چې وروسته له دې وبا به دا چاره ډېره کمه شي.
اوس پر دې موضوع بحث کوو چې افغانستان بايد وروسته له کرونا کوم کارونه ترسره کړي او تر ډېره به کومو فکتورونه زیاد د اقتصادي ځوړتیا لامل شوي دي.
هندي مشهور لیکوال Rikha Rani ریکا راني په ۲۰۲۰ میلادي کال کې پخپله وروستۍ څېړنه کې چې «څرنګه کولای شو د هند اقتصاد بېرته د ودې حالت ته راولو» تر عنوان لاندې خپره شوې، ځينې لارې چارې يې راپېژندلي چې زه هم غواړم د افغانستان لپاره يې تشرېح کړم. دا چې د هېواد اقتصاد تر ډېره کومو فکټورونو ډېر کمزوری کړی او لوی ګواښونه کوم دي، دلته یې پر ځینو بحث کوم:
جګړه
افغانستان له تېرو څلورو لسیزو راهيسې له سختې وژونکې او ورانوونکې جګړې سره مخ دی چې تر دې مهاله يې په میلیونونو کسان له ژوند بې برخې کړي. په دې سره ډېری کورنۍ بې سرپرسته شوې او له یو ډېر بد حالت کې سره مخ دي. په افغانستان کې جګړې نه یوازې بشري زیانونه اړولي، بلکې د دې تر څنګ یې خورا زیات اقتصادي زیانونه هم اړولي دي.
د تېر ۲۰۱۹م کال د فبروري په ۶مه د امریکا مشهور ټلویزیون سي اېن اېن په یوه خبر پاڼه کې وویل چې د افغانستان په جګړه کې ګډو ځواکونو ( افغان ملي ځواکونو او ناټو) له ۲۰۰۰م کال کال راهيسې بیا تر ۲۰۱۹م کال میلادي کال پورې یوازې د جګړې یوې ښکېلې خوا (ګډو ځواکونو) نږدې یو ټریلیون ډالره لګښت کړی دی.
ایرلینډی مشهور لیکوال پال کولیر Pual Collier په ۲۰۰۷ میلادي کال کې په خپل اثر The Bottom Billion یا هم هغه یو میلیارد وګړي چې په فقر کې ژوند کوي، لیکي: «د جګړې ښکېلې خواوې يو ډول لګښت کوي»، نو پر دې اساس ویلای شو چې د دولت مخالفې ډلې هم تقریباً یو ټریلیون ډالره لګښت کړی دی.
نو دا چې افغانستان ډېر ځوړ اقتصاد لري، تر ټولو عمده لامل یې روانه جګړه ده، چې پورتنۍ څېړنې ته په کتو سره په افغان جګړه کې تر دې دمه دواړو ښکېلو خواوو نږدې دوه ټریلیونه ډالر لګولي دي چې یوازې همدا شمېر زموږ د ټول اقتصاد څو چنده کېږي.
ټیټ سړي سر کلني عایدات
دا ټولو ته معلومه ده چې د یوه هېواد اقتصادي وده په ملي عوایدو او د یو کس په سرسایه باندې معلومېږي. له بده مرغه باید ووایم چې زموږ په هېواد افغانستان کې هم ملي عاید او هم د یو کس سرسایه ډېره ټیټه ده. دا فکټور زموږ د اقتصاد پر وړاندې ستر ګواښ بلل کېږي او هېره دې نه وي چې دا چاره د ډېرې بېکارۍ سبب هم شوې ده.
د وګړو د شمېر زیاتېدل
دا چې د هېواد ملي عواید او د یو نفر سرسایه ډېره ټیته ده، نو ویلای شو چې زموږ د هېواد نفوس هم مخ پر ډېرېدو دی چې کېدای شي په راتلونکي کې خورا ډېرې ستونزې رامنځته کړي.
طبيعي پېښې
طبیعي پېښې هم لکه، زلزلې، سېلابونه، وچکالۍ، وبا ناروغۍ او دې ته ورته ټولې پېښې د یوه هېواد پر اقتصاد ډېرې بدې اغېزې کولای شي.
بېکاري
زموږ اقتصاد دومره لوړ نه دی، نو بېکاري هم په خپل اوج کې ده او له بده مرغه چې دا په هېواد کې يوه عمده ستونزه ده. اوس په افغانستان کې له دریو میلیونونو څخه لوړ او له زده کړو فارغ شوي ځوانان بېکاره دي. دا بېکاري نه یوازې دا چې د اقتصادي ځوړتیا لامل شوې، بلکې له ځان سره ګڼ شمېر نور جنایي جرمونه هم لري؛ لکه، غلاوې، انسان وژنه، ځان وژنه، ځان سوځول، د مخالفینو له لیکو سرهیوځایکېدل او ګڼ شمېر نور…
د زېربناوو نشتوالی
زېربناوې د یوه اقتصاد د پیاوړتیا خورا ځواکمنې ستنې دي. له بده مرغه چې په افغانستان کې زېربناوې هم د سيمې د نورو هېوادونو په کچه، په هغه اندازه نه ده چې د سیمې نور هېوادونه یې لري، نو زموږ د اقتصاد پر وړاندې دا هم یو ستره ننګونه ده چې د بهرنۍ پانګونې مخه یې هم ډپ کړې ده.
د بشري پانګې جوړونې ستونزې
په مخ پر ودې هېوادونو کې د نفوس ډېرېدل هم د بشري پانګې د جوړښت پر کچې اغېز کوي چې دا چاره د یوه تن د سرسايې د کمېدو لامل کېږي.
د پانګې جوړونې کمه کچه
د پانګې جوړونې جوړښت یوه پروسه ده چې د یوه هېواد د اصلي پانګې سټاک لکه (ماشین، وسیلې، ټرانسپورټ او تجهیزات ) وده کوي. د لږ تولید، لږ پانګونې، لږ سپما او احتکار د دې لامل شوی چې د افغانستان د پانګې جوړونې وده ډېره کمه ده.
انفلانسیون
په هېواد کې لوړې بيې ستر ګواښ دی. دا چې په افغانستان کې د ننه ډېرې کمې کمپنۍ تولیدات لري، نو له همدې کبله نشي کولای چې د هېوادوالو غوښتنې پوره کړي. د ویکيپیډیا وېیب پاڼې پر اساس، په ۲۰۱۷ میلادي کال زموږ هېواد ته 76.4% سلنه مالونه له بهرنیو ملکونو ته وارېدېدل. کله چې اجناس له ګمرکونو هېواد ته وارېدېږي، نو لومړی پرې تعرفه وضع کېږی او وروسته د ګمرکونو مالیات پرې وضع کېږي او له بلې خوا مارکېټ کې مافیا پوره برلاسې ده او مرکزي بانک نه شي کولای چې منظمې بيې او نرخونه وټاکي، چې دا کار د دې لامل شوی چې بيې لوړې شي او د خلکو د پېرلو توان له منځه لاړ شي، نو کله چې د خلکو د پېرولو توان کمېږي، دا مانا چې پیسې په دوران نه راځي او اقتصادي ځوړتیا او د شدیدې بېکارۍ سبب لامل کېږي.
فساد
په افغانستان کې له جګړې وروسته فساد ستره ننګونه ده، چې له زیاتو اړخونو یې پر اقتصاد اغېزې لرلې دي. د فساد پر وړاندې د روڼتیا نړیوالې ادارې، نړیوال بانک یاد هېواد د نړۍ اووم په اداري فساد ککړ هېواد ښودلی دی چې پر دې اساس افغانستان نه دی توانېدلی چې اقتصادي پرمختګ وکړي.
د پانګونې نشتوالی
د هر هېواد پر اقتصادي ودې پانګونه خورا زیات اغېز لري. هغه هېوادونه چې لوړ اقتصاد لري، دوی بهرنۍ پانګونې ته په خورا زیاته کچه ځای ورکړی دی. د دې خبرې د لا کره کولو لپاره موږ د بېلګې په توګه چین د مثال په ډول یادولی شو. هغوی پانګونې ته په بېساري ډول ځای ورکړی دی چې دا کار یې د دې لامل شوی چې په یاد هېواد کې بېکاري کمه او اقتصادي وده یې زیاته شي، خو له بده مرغه باید ووایم چې روانې جګړې، سیاسي حالت او اداري فساد زموږ هېواد داسې یو حالت ته رسولی، چې دلته هېڅوک هم پانګونې ته زړه نه ښه کوي. د سیاسي ثبات نشتوالی د دې لامل شوی چې د ډېری پانګوالې کمپنۍۍ له یاد هېواده خپلې پښې سپکې کړي.
کرنه
که څه هم د افغانستان ډېری عواید له کرنې تمویلېږي، خو بیا هم ویلای شو چې د یاد سکټور لپاره ډېر کم کار شوی دی. د نړیوال بانک د راپور له مخې، چې د ۲۰۱۸ م کال د مې په ۶مه خپور شوی، ۷۰ سلنه افغانان په کلیو او بانډو کې ژوند کوي، چې تقریبا ۶۱ سلنه عواید يې له همدې سکتور تمویلېږي.
که څه هم د افغانستان اقتصاد مخ پر ځوړ تللی، خو بیا هم د کرنې سکتور د افغانستان د عمومي عوایدو ۴۰ سلنه برخه جوړوي. په افغانستان کې سړې خونې په نشت حساب دي، ډېر کم شمېر یخې خونې لرو، چی د دې ظرفیت نه لري چې د ټول هېواد کرنيز توکي پکې وساتل شي، نو له همدې کبله ویلای شو چې د افغانستان ډېری مالونه له بزرګرانو سره د امکاناتو د نشتوالي له کبله خرابېږي او یا هم یې په ډېره ټيټه بیه پلورل کېږي، چې د کرنې نه پرمختګ د دې لامل شوی چې د افغانستان اقتصاد له یوه لوی ګواښ سره مخ شي.
د ټکنالوژۍ ټيټکیفیت
افغانستان یو له مخ پر ودې هېوادونو دی، نو له همدې کبله ټیټ لېول ټکنالوژي پکې کارول کېږي. یو علت لامل يې دا دی چې زموږ په هېواد کې د جګړې له امله بهرنۍ پانګونه نه کېږي او دا کار د دې لامل شوی چې له پرمختللې ټکنالوژۍ وروسته پاتې شو. د یونسکو (UNESCO) د راپور له مخې، چې د ۲۰۱۶م کال د نومبر په ۲۰مه خپور شوی، د افغانستان ټولټال نفوس ۳۷۱۷۲۰۰۰۰ میليونه ښودل شوی، چې له دې ډلې يې ۱۱ میليونه وګړي بېسواده دي چې ۶۰ سلنه یې ښځينه او ۴۰ سلنه يې نارینه دي او دوی زیاته کړې چې د افغانستان ټول نفوس به تر ۲۰۳۰ م کال پورې باسواده شي، نو له همدې کبله ویلای شو چې په افغانستان کې د ټکنالوژۍ د نه پرمختګ تر ټولو ستر لامل د وګړو بېسوادي ده، چې دا هم د دې لامل شوې چې د هېواد پر اقتصاد خپلې اغېزې ولري.
د شتمنۍ نا مساوي وېش
د افغانستان د شتمنیو وېش اوس ډېر نامساعد دی. شتمن خلک نور هم شتمن کېږي او غریب خلک نور هم د غربت پر لور روان دي. په بازار باندې شتمن خلک پوره حاکمیت لري او هر څه یې پخپل کنټرول کې راوستلي دي، نو پر دې اساس د غوښتنې کچه کمه شوې ده، چې دا هم د اقتصاد پر وړاندي ستر ګواښ دی.
اوس پر دې خبرې کوو چې افغانستان باید له دې وبا وروسته کومې لارې چارې ترسره کړي، تر څو د یوه وده کوونکي اقتصاد لرونکی شي.
دا چې کرونا ویروس په نړۍ کې ډېر بشري او مالي زیانونه واړول او دا یې ثابته کړه چې نړۍ لا هم له دومره پرمختګونو سره سره، نه ده توانېدلې چې له یوې وبا ځانونه وژغوري او له اقتصادي زیانونو يې په امن کې وي. د ټولې نړۍ اقتصاد ته یې زیان واړاوه، نړیوال اقتصادي ځنځیر یې له ماتېدونکي حالت سره مخ کړ، بېکاري يې زیاته کړه، د ټولو هېوادونو GDP هم په حیرانوونکي ډول ښکته کړه او د څېړنو له مخې هم تر ډېری پر هغو هېوادونو اغېز لري چې لوړ اقتصاد نه لري او یا یې اقتصاد د ودې په حال کې دی، چې له بده مرغه افغانستان هم یو له هغوه هېوادونو دی چې اقتصاد یې د پرمختګ په حال کې دی، نو پر دې اساس ډېری اقتصاد پوهانو بیا هم خپلې طرحې شریکې کړې چې وروسته له دې وبا باید تطبیق شي، تر څو د نړۍ د هېوادونو اقتصاد بېرته خپل حالت ته راشي.
په دې اړه ډاکټر عثمان ډبلیو کوهان، د فضا او امنیتي مطالعاتو لپاره د اقتصاد او ملي چارو مرکز مشر (CASS) د ۲۰۲۰ میلادی کال د مارچ په ۲۰مه په خپله وروستۍ خپره شوې څېړنه «له کرونا څخه وروسته د نړۍ د نوي اقتصاد لپاره د بحث اووه ټکي» تر نامه لاندې خپلې شننې شریکې کړې دي:
پورونه دې وبښل شي
په تېرو ۵۰۰۰ کلونو کې پور د تاوتريخوالي د وسیلې په توګه کارېدلی دی چې اوس د خوشالۍ دا ده چې نن شخصي او دولتي پورونو د انسان په تاریخ کې له باور لرې موازینه جوړه کړې ده. کرونا ویروس دا ثابته کړه چې وروسته له دې وبا باید ټول پورونه وبښل شي؛ ځکه ټول هېوادونه اوس له مالي او روغتیايي کړکېچ سره مخ دي او په یو غیر دفاعي حالت کې قرار لري. (ډاکټر عثمان ډبلیو کوهان،۲۰۲۰/مارچ/۲۰).
د پور تاوتریخوالي د وسيلي د پېژندلو تر څنګ دا هم ډېره مهمه ده، چې ووايو کولای شو وروسته له دې وبا د نوي پيل یا اپروچ نوم ورکړو؛ ځکه چې د ټولنو د بیا جوړولو لپاره تر ټولو غوره لاره همدا ده. (ډاکټر عثمان ډبلیو کوهان،۲۰۲۰/مارچ/۲۰).
دویم ځلي پېرل او له پانګې ګټه اخیستنه Repurchases and the use of Capital
د نړیوالې سپما یا GSG د فډرالي ذخیرې ريیس بن برناکBen Barnak د ۲۰۰۰ م کلونو تر منځ درک کړه چې پورتنی پروګرام له غوښتنې څخه زیات د ستونزو لرونکو شتمنۍ معافیت پروګرام (TARP ) د محرک له امله خرابی شوی چې وروسته د ۲۰۰۸ م کال له مالي کړکېچ وروسته برابر شوی و.
ټولې نغدې پیسې چې د متحده ایالتونو او نورو بډایو هېوادونو له بانکداري سیسټمونو راوتلې دي، د خصوصي کمپنیو له خوا په حریصانه ډول ټولې شوې دي؛ ځکه چې پرته له لګښتونو پرته وېشل کېدلې او خصوصي شرکتونو دا پیسې د پانګې د لګښتونو لپاره ونه کارولې، دوی یوازې او یوازې د خپل سټاک مارکېټ د بېرته پیاوړي کولو لپاره کار ترې واخیست او هېڅکله یې پر پراختیايي پروژو پانګونه ونه کړه چې د یوويشتمې پېړۍ د ټکنالوژۍ انقلاب ته يې دوی تيار کړي. (ډاکټر عثمان ډبلیو کوهان،۲۰۲۰/مارچ/۲۰).
نو دلته اصلي مفهوم دا دی چې که احیانا مرکزي بانک او افغان حکومت وروسته له دې له خصوصي کمپنيو سره مرسته کوي یا هم زمینه ورته برابروي چې له نورو نړيوالو بانکونو پیسې واخلي، نو دا تضمین باید ترې واخیستل شي چې یادې پیسې يې په بیا رغونه کې په مصرف ورسوي.
په ټيټ اقتصاد کې ځان ساتل
کرونا ویروس دا ثابته کړه چې په کم اقتصاد کې باید دووه فکټورونو ته پام وشي. لومړی: بېکاري چې کله اقتصادي چارې بندې شي، قرنطین پلی شي، نو خلک خپلې دندې له لاسه ورکوي.
دویم: روغتیایي توکو ته د لوړې بيې له کبله جدي پام وشي. (ډاکټر عثمان ډبلیو کوهان،۲۰۲۰/مارچ/۲۰).
نو پر دې بنسټاساس ویلای شو چې زموږ په هیوادهېواد کې چې کله هم خلک له قرنطین سره مخ کېږي، نو دوی نه شی کولای خپل لومړنيی خواراکيی او روغتیایيی توکي برابر کړيمحیا کړي، نو دا یوه لازمي خبره ده چېي افغان حکومت باید په یاده برخه کې له وروسته له دې کرونا ناروغۍ وروسته خپلې طرحېی او پلانونه ولري تر څو په داسې سختو حالاتو کې خلکو ته لومړنيی خواراکيی او روغتیایي توکي برابر کړي.
روغتیایي برخو ته پاملرنه
کوویډ ۱۹ وبا دا وښوده چې د نړۍ زبرځواک هېوادونه لکه امریکا، چین، ايټالیا، برېټانیا، هسپانیا او ګڼ شمېر نور د سیمې هېوادونه هم د یادې ناروغۍ پر وړاندې ناتوانه او بې وسه دي (ډاکټر عثمان ډبلیو کوهان،۲۰۲۰/مارچ/۲۰).
دا چې افغانستان او د سیمې ځینو هېوادونو هېڅکله هم داسې یوه کړکېچن حالت ته چمتووالی نه درلود او پر وړاندې يې بالکل کمزوري او ناتوانه شول، نو دا به غوره وي چې وروسته له کرونا ویروس په روغتیايي برخو کې پانګونه وشي او د هېواد روغتیايي څانګې په نړیوال ستندرد باندې جوړې شي، تر څو په کړکېچنو حالاتو کې د داسې پېښو مقابله وکړای شي.
له بده مرغه چې اوس په هېواد کې د کرونا ناروغۍ له پنځو زرو زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې د روغیتيا وزارت د را پور پر اساس افغانستان د کېټونو له کمښت سره مخ دی، نو پر دې اساس ویلی شو چې زموږ روغتیایي څانګې بالکل داسې حالاتو کې چمتو نه دي، نو اړتیا ده چې په یاده برخه کې ډېره پانګونه وشي.
د ورو ودې ښه والی
دا چې د نړۍ ټولو هېوادونو شپه او ورځ د دې لپاره کار کړی چې څه ډول کولای شي د خپل ملک جي ډي پيیا ناخالص کورني محصول لوړ کړي، خو سربېره پر دې هم ونه توانېدل چې په په خپلو هېوادونو کې نامساوات له منځه یوسي؛ ځکه یو کس کېدای شي ۹۹ سلنه او بل ډېر کم څه لاس ته راوړي، خو هغه چې زیات څه لاس ته راوړي، بیا هم نه توانېږي چې د داسې پېښو درملنه وکړي، همدا راز جي ډي پي د چاپېریال د تخریب پر وړاندې د محدود، نه نوي کېدونکو سرچینو مديریت د کمښت له وجې د ساتنې په شرایطو کې د پایښت په اندازه کولو کې هم پاتې راغلې ده.
نو پر دې اساس اړتیا لیدل کېږي چې پر دوو ټکو باندې کار وکړل شي؛ (۱) د دوامدارې سوکالۍ د غوره مېتودونو رامنځته کول. (۲) کراره وده دا ښيي چې د چاپېریال ځینې برخې پرته له ګټې اخيستنې پاتې شوې دي. (ډاکټر عثمان ډبلیو کوهان،۲۰۲۰/مارچ/۲۰).
له دې برخې عمده هدف دا و چې د انسانانو ګرځېدولو را ګرځېدلو د طبیعت ځینې برخې زیانمنې کړې دي، نو اړتیا ده چې د طبیعت په برخو کې دې ورو تولید وشي.
بندیزونه د تاوتریخوالي د وسیلې په توګه کارول
بنديزیونه په زیاته کچه هغه ملکونه کاروي چې لوړ اقتصاد لري او دوی غواړي له دې لارې خپل تسلط پر هغو ملکونو وښيي چې اقتصاد يې کمزوری وي. په دې وبا کې موږ ولیدل چې امریکا پر ایران باندې خپل بندیزونه ولګول او ایران اړ شو چې له نړيوال مالي صندوق((IFM ۵ میلیارده پور وغواړي، تر څو وکولای شي له کرونا سره مبارزه وکړي. (ډاکټر عثمان دبلیوډبلیو کوهان،۲۰۲۰/مارچ/۲۰).
نو افغانستان هم باید وروسته له دې داسې اړیکې جوړې او په لاسلیک شوي قرار داد کې ولیکي چې کله هم داسې یو حالت منځ ته راځي، نو باید هغه ملکونه خپلې لارې او بندرونه ونه تړي، له کومو سره چې راکړه ورکړه لرو. موږ په دې وبا کې ولیدل ایران او پاکستان چې موږ ورسره ډېره اقتصادي راکړه ورکړه لرو، خپل بندرونه وتړل او حتیله خپلو هېوادونو یې افغانان په زور وایستل.
د افغانستان د سرحدونو او عامې روغتیا وزارتونو هغه شمېرې چې د ۲۰۲۰م کال د /مارچ په ۶مه خپرې کړې، له ایران څه باندې یو لک او له پاکستان څخه تقریبا ۳۰ زره کسان اړ شول چې یاد هېوادونه پرېږدي، له بده مرغه ویلای شو چې د ایران دا کړنه د دې لامل شوه چې په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ مثبتې پېښې زیاتې شي.
ګرځبندیز باید د پالیسۍ جوړولو برخه وګرځي
لکه ځرنګه چې وموږ ولیدل چې په ټوله نړۍ کې ګرځبیندیز ولګېیده او خلک په کورونو کې قرنطین شول،. خو له بده مرغه ویلای شو چې په ځینو هېوادونو کې یاده چاره بریالۍ نه وه او خلکو ورسره ډېر عادي چلندکاوه، چې ښه بېلګه یې ایټالیا هېواد و چې خلکو یې ګرځبندیز مراعات نه کړو او دا کار د دې لامل شو چې د ایټالیا ډېری وګړي په کرونا ناروغۍ اخته شي چې له امریکا او برېټانیا وروسته د مرګ ژوبلې په درېیم کتار کې ځای لري. (نړیوال روغتیایي سازمان ۲۰۲۰/مارچ/ ۹).
له بده مرغه ویلی شم چې زموږ هېواد افغانستان کې هېڅوک هم قرزنطین نه مراعاتوي او سربېره پر دې هېڅ ښار کې ګرځنبندیز لا اقل ۵۰ فیصده پلی نه شو، نو غوښتنه دا ده چې ګرځبندیز د پولیسو د پالیسۍ حوړولو یوه برخه وګرځي.که په راتلونکي کې له داسې حالت سره مخ کېږو، نو پولیس به په اسانۍ سره وکولای شي چې ګرځبیندیز پلی کړي.
پای
په پای کې ویلی شو چې افغانستان او هغه هېوادونه چې اقتصاد یې د ودې په حال کې دی، باید په لاندې برخو کې پانګونه او د کنټرول لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړي: لکه، د بهرنی پانګې جلبول، په ټکنالوژۍ کې نوښتونه، په ملي کچه ښه مدیریت، د جګړې ډېر ژر درول، فساد مخه نیول، بېکارۍ کچه ټیټول، انفلاسیون مخه نیول، د شتمنۍ مساوي وېش لپاره کار کول، دویم ځلي پېرل او له پانګې ګټه اخیستنه، په ټيټ اقتصاد کې ځان ساتل، روغتیا ته پاملرنه، د ورو ودې ښه والی، ګرځبندیز د پالیسۍ جوړولو برخه ګرځول او داسې نورو اړینو فکتورونو ته توجه کول تر څو په راتلونکي کې د یادې وبا په څېر د خطرناکو ناروغیو او نورو بحرانونو پر وړاندې پوره چمتووالی ولري.
- References
- Chohan, U. W. (2020). A Post-Coronavirus World: 7 Points of Discussion for a New Political Economy.
- Kassema, J. J. (2020). COVID-19 Outbreak: Is It a Health Crisis or Economic Crisis or Both? Case of African Counties. Case of African Counties (March 23, 2020).
- Jernigan, D. B. (2020). Update: public health response to the coronavirus disease 2019 outbreak—United States, February 24, 2020. MMWR. Morbidity and mortality weekly report, 69.
- Li, G., Fan, Y., Lai, Y., Han, T., Li, Z., Zhou, P., … & Zhang, Q. (2020). Coronavirus infections and immune responses. Journal of medical virology, 92(4), 424-432.
- Rani, R. (2020). Budget 2020 Analysis: The Way To Bring Indian Economy Back On Track. Studies in Indian Place Names, 40(40), 1594-1599.
- Ranadive, R., & Mishra, M. (2020). Expectations from Credit Policy: February 2020. Policy.
- Collier, P. (2007). Bottom billion. The Blackwell Encyclopedia of Sociology, 1-3.
- Imam, P. A., & Jacobs, D. (2014). Effect of corruption on tax revenues in the Middle East. Review of Middle East Economics and Finance Rev. Middle East Econ. Fin., 10(1), 1-24.
- Spector, B. I. (2012). Negotiating anti-corruption reforms in post-conflict societies: The case of Afghanistan. The Brown Journal of World Affairs, 18(2), 45-56.
- Xu, G., & Wang, R. (2007). The effect of foreign direct investment on domestic capital formation, trade, and economic growth in a transition economy: evidence from China. Global Economy Journal, 7(2), 1850107.
- Saiti, B., Afghan, M., & Noordin, N. H. (2018). Financing agricultural activities in Afghanistan: a proposed salam-based crowdfunding structure. ISRA International Journal of Islamic Finance.
- Miller, R. L. (2016). Survey of Afghan libraries/prepared by Rebecca L. Miller.