د چين دوه ډېرې مهمې غونډې د می په ۲۱ مه او ۲۲ مه نېټه په جلا توګه په بېجينګ کې پرانيستل شوې چې يوه يې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې کلنۍ غونډه او بله يې د چين د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډه ده.
د چين ملي ولسي کانګرس د دې هېواد تر ټولو لوړ واکمن تقنيني ارګان دی. عمده دندې يې د اساسي قانون ترميم، د اساسي قانون تطبيق څارنه، د چين د ولسي جمهوريت د دولت رئيس او مرستيالانو ټاکل او داسې نور دي.
د دې کانګرس استازي په بېلا بېلو ولايتونو، کورواکو سيمو، د مرکزي حکومت تر ادارې لاندې ښارونو، د ځانګړې ادارې سيمو او پوځونو کې د ټاکنو له لارې د پنځه کلنې دورې لپاره ټاکل کيږي.
د چين تر ټولو لوی قوم د هان قوم سربيره، د نورو ۵۵ ملي لږکيو هر يو خپل استازي لري. د دغو استازو عمده دندې په دې ډول دي چې د هېواد د بېلا بېلو برخو کارونو څارنه کوي، د دغو کارونو په اړه خپل وړانديزونه وړاندې کوي، د بېلابېلو راپورونو او قانوني مسودو د څارنې په بحث کې برخه اخلي او داسې نور.
د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د سياسي مشورې لپاره تر ټولو لوړ ارګان دی. د دې ارګان عمده دندې سياسي مشورې، ديموکراتيک نظارت او په سياسي چارو کې ګډون او بحثونه کول دي.
د دې کنفرانس ملي کمېټه د چين د کمونېست ګوند، د بېلا بېلو ديموکراتيکو ګوندونو، غير ګوندي ډلو، د ملي لږکيو او د تايوان، هانکانګ، مکاو له غړو څخه جوړه شوې ده. د دغو غړو عمده دندې د سياسي چارو مشورې او د حکومت د بېلا بېلو کارونو په اړه د وړانديزونو وړاندې کول دي.
د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې د غړو د ټاکنې موده هم پنځه کلنه ده.
د چين د دغو دوو مجلسونو کلنۍ غونډې هر کال د دې هېواد په پلازمينه بېجينګ کې ترسره کېږي. څرنګه چې دغه دوه کلنۍ غونډې عموماً په يو وخت کې ترسره کيږي، نو په لنډه توګه د (( دوو ملي غونډو )) په نوم ياديږي.
د اساسي قانون له مخې، د دغو دوو غونډو استازي او غړي په خپلو سيمو کې د خلکو نظرونه راټولوي او په غونډو کې يې خپل وړانديزونه وړاندې کوي. په دغو غونډو کې د هېواد د مهمو تګلارو، پاليسو او قوانينو په ګډون د بېلا بېلو برخو او مهمو موضوعاتو په اړه بحثونه کيږي او د راتلونکي کال د کارونو عمومي پلانونه پکې ټاکل کيږي. نو ويل کيږي چې دغه دوه ملي غونډې د چينايانو له ګټو سره ډېرې نږدې اړيکې لري.
له ۱۹۹۸کال راهيسې، دغه دوه غونډې هر کال په مارچ مياشت کې په بېجينګ کې ترسره کېږي. خو سږ کال د کوويد-۱۹ ويروس او ناروغۍ له کبله دغه غونډې دوه مياشتې وځنډول شولې، خو د دغو دوو غونډو پرانيستل دا پيغام ورکوي، چې په چين کې د کوويد-۱۹ ويروس او ناروغي مخنيوی شوی او په ښه توګه کنټرول شوې ده. په دې هېواد کې به د دغې ناروغۍ د وقايوي کارونو دوام ترڅنګ د اقتصاد او ژوند نظام په لا چټکۍ سره د عادي کېدو په لوري روان دی.
د يادونې وړ خبر دا ده، مخکې به هر کال شاوخوا ۳۰۰۰ زره بهرني او چيني خبريالان د دغو غونډو د پوښښ او راپور ورکولو لپاره بېجينګ ته راتلل، خو سږ کال د کوويد-۱۹ د ساري ناروغۍ له امله خبريالان د غونډو له برخوالو استازو او غړو سره د مخامخ مرکو پر ځای تر ډېره په ليکلې بڼه يا انلاين ويډيويي مرکې کوي.