امریکا چې کله له (یوولسم سپټمبر) وروسته له خپلو متحدینو سره پر افغانستان حمله وکړه او طالبي نظام یې راوپرځاوه، نو له هغه وروسته یې د افغان دولت پر ضد د هغو افراطي تشکیلاتو ته چې د ډېورنډ فرضي کرښې هاخوا د ای اېس ای له خوا منظم کېدل؛ هېڅ پام ونه کړ او یا یې قصداً نه غوښتل چې په سیمه کې د خپلو ګټو لپاره دا کار وکړي.
مخکېني ولسمشر حامد کرزي د خپلې واکمنۍ پرمهال په ملي او نړیوالو کنفرانسونو او رسنیو کې په ځلونو له امریکا او د دوی له متحدینو وغوښتل چې د ترورېزم پر ضد جګړه دې له افغان ښارونو او بانډو څخه د باندې یوسي، ځکه د ترورېزم عناصر د افغانستان له پولو د باندې دي، خو امریکا او متحدینو یې د کرزي غوښتنو ته ارزښت ورنه کړ.
اوس هم د افغان جګړې تغذیه او تقویه له افغان پولو د باندې ده او د اسلام په نوم له هغو افراطي مراکزو څخه رهبري کېږي چې له هغه ځایه د افغانانو د وژلو فتواګانې صادرېږي او د امریکا په ګډون ټوله نړۍ یې ویني چې د روزنې، تمویل او د جګړې د طرحو جوړولو مرکزونه په پاکستان کې دي او د هغه هېواد استخبارات یې په ټول قوت سره ملاتړ کوي، خو سره له دې چې پر افغان جګړه باندې په میلیاردونو ډالره لګول شوي او ډېری افغانان یې قرباني دي، بیا هم امریکا د یادو مرکزونو سرچینې نه وچوي.
امریکا په لومړیو کې له وسله والو طالبانو سره د سولې مذاکراتو ته دومره ارزښت نه ورکاوه، ځکه په خپل نظامي قوت باوري وه، خو له اوولس کلنې جګړې وروسته دې پایلې ته ورسېده چې له وسله والو طالبانو سره باید خبرې وکړي او د دې لپاره یې په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد ځانګړی استازی مقرر کړ او زلمي خلیلزاد د سولې پروسې د کامیابولو لپاره د سعودي عربستان، پاکستان، افغانستان او نورو هېوادونو له ولسمشرانو او سیاسي څېرو سره وکتل، څو یوه اجماع رامنځته کړي.
زلمي خلیلزاد په بار بار په پاکستان تور پورې کړی چې د وسله والو ډلو ملاتړ کوي او په افغانستان کې یې جګړې ته هڅوي. زلمی خلیلزاد او امریکا دا باید په یاد ولري چې د سولې د پروسې پر مخ بېولو ترڅنګ هغه مرکزونه چې په پاکستان کې موجود دي، تر سختو فشارونه لاندې ونیسي. که چېرې امریکا په پاکستان کې د افراطیت پر مرکزونو فشار رانه وړي، له وسله والو سره د سولې خبرې به ورته ډېرې ګرانې تمامې شي، ځکه کوم امتیازات چې طالبان غواړي، څو برابره یې باید پاکستان ته ومني.
امریکا د دې پر ځای چې د افغانستان په بانډو کې جګړه پر مخ یوسي، باید په پاکستان کې د وسله والو د تولید مرکزونو ته پام وکړي او د افغان جګړې سرچینې وچې کړي، څو د راتلونکې لپاره په سیمه کې په نوې بڼه نور ګواښونه ونه زېږوي. سره له دې چې زموږ په هېواد کې دریو زرو علماوو، د مکې شریفې امام، د عربي نړۍ او نورو اسلامي علماوو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله، خو بیا هم د پاکستان سیاسي عالمان وسله وال دې ته هڅوي، څو په افغانستان کې جګړه روانه وساتي او ګټه یې پاکستان یوسي. تر څو چې د جګړې اصلي ریښې ونه ویستل شي، د سولې هڅې د افغان ملت د تېر ایستلو لپاره یوازې یوه ښه بهانه ده.