دولتونه د ولسونو له ملاتړ پرته د ژغورنې فرصت نه لري. څومره چې دولت ولس له ځانه پردی کوي، په هماغه اندازه خپل عمر لنډوي. د یو شمېر نورو هېوادونو په څېر د افغانستان تاریخ هم له داسې پېښو ډک دی چې دولتونو په ناسمو تګلارو یا په ناسمه بڼه د هغوی د پلي کېدو له لارې خلک د ځان پر وړاندې ولاړېدو ته مجبور کړي دي. اوسنی افغان دولت، چې له دولتي ملاتړ له برخمنې ترهګرۍ سره پر مبارزه بوخت دی، ځینې ستراتېژيکې تېروتنې کوي چې خورا ناوړه پایلې لرلی شي. یوه له دغو تېروتنو د عملیاتو پر مهال ملکي افغانانو ته د مرګ ژوبلې اوښتل دي.
که څه هم په افغان جګړه کې ملکي مرګ ژوبله نوې خبره نه ده، خو د دې پر ځای چې د وخت په تېرېدو سره یې د کموالي لپاره عملي ګامونه پورته شي، لا زیاته شوې ده. پر بهرنیو ځواکونو سربېره اوس د افغان ځواکونو له لوري هم ځینې وختونه د عملیاتو پر مهال ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي. له یو شمېر ولایتونو په ځانګړي ډول د (صفر یو) په نوم د یوې قطعې له عملیاتو ډېر شکایتونه کېږي. ویل کېږي چې د دې قطعې غړي د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو د خوندیتوب هڅه نه کوي او په ځینو مواردو کې داسې اقدامات کوي چې له ترهګرۍ سره له مبارزې سره تر مرستې ډېر دغه بهیر ته زیان رسوي. د بېلګې په توګه، د ځینو ولایتونو اوسېدونکي شکایت کوي چې د عملیاتو پر مهال یې د کورونو دروازې الوځل شوې او یا هم له ثبوت پرته ملکي وګړي نیول شوي او ځورول شوي دي.
دا سمه ده چې د جګړې د دوام په صورت کې په بشپړ ډول د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی عملي نه ښکاري، خو د غوره ميکانېزم په پلي کولو او د عدالت په تامین سره د دې پدیدې کموالی ممکن دی. که دولت د امنیتي ځواکونو رهبري اصلاح او هغوی حساب ورکونې ته اړ کړي، ډېر څه بدلېدلی شي. دولت باید لږ تر لږه د نظام د بقا او د ولس د غوسې د مخنیوي لپاره د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي. که د حکومت رهبران د ملکي افغانانو له وژلو د بهرنیو ځواکونو د راګرځولو وړتیا نه لري، لږ تر لږه پر افغان ځواکونو خو باید مناسب قیودات کېږدي، چې د عملیاتو پر مهال د ملکیانو سر او مال ته مناسب پام وکړي.
ملکي مرګ ژوبله ولس له دولت څخه پردی کوي. په ځانګړي ډول په داسې حالت کې چې ترسره کوونکي له هېڅ راز قانوني پایلو سره مخ نه شي او د قربانیانو کورنۍ عدالت ترلاسه نه کړي. په داسې حالت کې خلک غچ ته مخه کوي، هغه څه چې د وسله والو مخالفینو لپاره د جلب او جذب چاره اسانوي.