سيدجمال الدين افغاني تريخ او صريح سړی و، هېڅ کله يې دروغ نه ويل. هر چېرته يې حقيقت ښکاره کړی او ډېرو ځايونو کې د حقيقت ښکاره کولو ورته بیخي ډېر مشکلات هم زېږولي، ان زنداني کېدل يې او د ځينو له نظره د همدغه صراحت او حق ويلو له امله وژل شوی. خو ځينې خلک يا د اسلام دې دښمنۍ له امله يا د ساده ګۍ او يا د تعصب له مخې د افغاني صداقت او صراحت ردوي او سيدجمال الدين ايرانی بولي. په داسې حال کې چې افغاني په خپله صراحتاً ويلي چې د افغانستان د کونړ ولايت له ساداتو څخه دی. هغه ځان حنفي مذهبه سني باله. ان په خپل لاس ليکل شوي اسناد يې هم شته چې ځان يې د کونړ له ساداتو معرفي کاوه.
افغاني د ځان په هکله وايي: “شرق او شرقيانو ته مې وکتل، افغانستان لومړی ځای و چې زما توجه يې جلبه کړه او دا لومړی ځای دی چې زما بدن يې پر خاورې لګېدلی. بيا هند و چې عقل مې پکې مثقف شو. بيا ايران د ګاونډيتوب او اړيکو له مخې…” په دغه وينا کې افغاني ښکاره وايي چې دی د افغانستان دی او ايرانيان چې د افغاني دعوه کوي، بې ځایه ده. افغاني بېخي ښکاره خبره کړې او هېڅ د شک و شبهې ځای يې نه دی پرېښی، خو له دې سره سره بیا هم ځينې ځان کسان یا ځان او یا هم نور خلک غلطوي!
د افغاني بل اعتراف يې شاګرد، محمدباشا مخزومي [۱۸۶۸-۱۹۲۹م] په خپل “د افغاني سيدجمال الدين خاطرات” کتاب کې ليکلی. د مخزومي باشا دغه کتاب د افغاني په هکله يوه ډېره مؤثقه او معتبره مرجع ده چې د افغاني په هکله تقريباً په ټولو کتابونو کې ترې استفاده شوې. مخزومي باشا د کتاب په مقدمه کې ليکي:
يوه ورځ مې ورته [افغاني ته] وويل چې ستا ځينې دوستان او هوا خواهان غواړي چې ستا سوانح نشر کړي او د اخبار والاوو په اصطلاح د خپل اخبار ستونونه پرې ښکلي کړي؛ نو دی موسکی شو او ويې ويل:
«عيان بيان ته اړه نه لري، هغه څه ورته ووايه چې فلاني سړي زما په باره کې ويلي دي…»
بيا ما ورته وويل چې: «ستا په شان حکيم استاد ته نه ښايي چې هغه څه د خپل عصر له خلکو پټ کړې، کوم چې نورو ته يې ګټه رسېږي او دوی ته مضر نه اوسي.» ده راته وويل: «په دې کې به د هغه چا لپاره څه ګټه وي چې زده کوي، زه په ۱۲۵۴ هجري کال کې پيدا شوی يم او له نيمې پېړۍ نه زيات عمر مې تېر کړی او له خپلې خاورې (افغانستان) نه په وتلو مجبور کړای شوی يم او د خلکو اغراض او اميال لوبې راباندې کوي، په دې هم مجبور کړای شوی يم چې د هند خاوره پرېږدم او له مصر نه وشړل شم او له استانې او د ځمکې له اکثرو پايتختونو څخه واېستل شم. دغه احوال ټول هغه خاطرات دي چې ما نه خوشالوي او نه د قوم لپاره کومه فايده پکې شته…»
د افغاني په دغه ځواب کې مرحوم محمدباشا المخزومي د هغه دا قول چې ځان يې افغانستان ته منسوب کړی، رانقل کړی دی چې دا هم د ده پر افغانيت ډېر ښکاره او قوي دليل دی.
همدارنګه مرحوم سيدقاسم رښتيا [۱۹۱۳-۱۹۹۸م] د افغاني په اړه خپل کتاب کې د هغه وينا نقل کړې چې وايي؛ “زه اړتيا نه وينم چې ځان کوم ملت ته منسوب کړم، زه افغان يم.” دا اعتراف هم د نورو په څېر ډېر سپين او واضح دی.
په “مجموعه اسناد و مدارک چاپ نشده در باره سيد جمال الدين مشهور افغانی” کې د سيد جمال الدين په خپل لاس ليکل شوی ليک خپور شوی چې ليکلي يې دي، د کابل اوسېدونکی افغان سيدجمال الدين افغاني د کونړ له ساداتو.
همدارنګه بل دليل چې د هر څېړونکي توجه جلبوي، د عروه الوثقی پر مشهورې مجلې د افغاني نوم ليکل دي. افغاني په خپله دغه مجله کې چې له پاريسه يې خپروله، پر لومړي مخ يې ليکلي “سيدجمال الدين الحسيني الافغاني” علامه افغاني په خپله د دغې مجلې مسوول و او ښکاره ده چې د افغاني تخلص يې په خپله لارښوونه ليکل شوی.
کله چې د علامه سيدجمال الدين افغاني شاګرد برهان الدين بلخي دا اوازه واورېده چې خلک سيدجمال الدين، ايرانی بولي، نو د افغاني هغه خبره چې ده ته يې کړې وه، وويله. بلخي ليکي:
په دې ورځو کې اورم چې ځينې خلک استاد (افغاني)، ايرانی بولي، نو د دې لپاره د افغاني هغه مرکه چې له ما سره يې کړې وه، کټ مټ يې رانقلوم: «زه د کونړ له مشهورو ساداتو يم. افغانستان کې زيږېدلی يم. شيخ جمال الدين چې بابي رييس او ايرانی دی، چېرته چې زه تللی يم، هغه هم پټ تللی، همدا لامل دی چې ايرانيان يا خبر دي يا په ناخبرۍ ما شيخ جمال الدين ګڼي چې دا مطلقاً دروغ دي. زه ځان ښه پېژنم، دا دی قسم خورم چې زه اصلاً ايرانی نه يم او افغان يم، ټول افغانان ما پېژني او دا خبره تصديقوي.»
سيدجمال الدين افغاني په ډېرو ليکونو چې خلکو ته يې استولي دي او کومو مجلو کې يې چې ليکنې خپرې شوې، له نامه سره يې افغاني ليکل شوی. استاد فضل الرحمن فاضل [پيدايښت ۱۳۳۶ش] ليکي چې د عروه الوثقی په کالم کې چې عموماً د کالم ځای یې لږ وي، حسيني او افغاني سره نه ګډېدل، علامه جمال الدين به “افغاني” ته پر “حسيني” ترجېح ورکاوه. څرنګه چې مخکې مو يادونه وکړه، علامه افغاني به په ليکونو کې هم خپل تخلص افغاني ليکه. د مثال په توګه مستر بلنت [۱۸۴۰-۱۹۲۲م] ته ليکل شوي ليک کې.
کله چې د ايران شاه ناصرالدين ووژل شو او ايران له ترکيې غوښتل چې سيدجمال الدين ورتسليم کړي، ترکيې د دې لپاره ايران ته ور نه کړ چې دی ايرانی نه دی. افغاني په خپله ترکي شاعر عبدالحق حامد [۱۸۵۱-۱۹۳۷م] ته د سلطان عبدالحميد ستاينه کړې وه چې دی يې ايران ته نه و تسليم کړی، ځکه چې دی ايرانی نه دی. افغاني ويلي وو: «ايراني حکومت څو وارې ګومان کړی و چې زه ايرانی يم او ته پوهېږې چې زه ايرانی نه يم…»
په تېرو بېلګو کې ښکاره شوه چې علامه سيدجمال الدين افغاني به په خپله له خپل نامه سره د افغاني وروستاړی ګډاوه او علني يې ويلي چې د ايران نه، بلکې د افغانستان دی. افغاني په شيعه مذاهبو نقد کړی او له سنيانو سره يې په اساسي اختلافاتو کې د سنيانو نظر ته ترجېح ورکړې چې دا يې هم د سنيت او افغانيت ښه دليل دی. خو بيا هم ځينې له دغو حقايقو سترګې پټوي او دغو اسنادو ته ماشومانه، شرموونکې او خندوونکي توجېهات جوړوي.
دوی وايي چې علامه سيدجمال الدين افغاني دغه اسنادو کې د منافقت له وجې له خپل نامه سره افغاني ليکل او خلکو ته يې ځان افغاني معرفي کاوه، په داسې حال کې چې دی افغاني نه و. دوی وايي چې دی د ايران د اسدآباد د سيمې و او د دې لپاره چې د اهل سنت په منځ کې محبوبيت پيدا کړي، ځان يې افغاني باله!
د دې بې اساسې او وهمي دعوې په رد کې غواړم د سيد صداقت او صراحت په اړه د نورو نظريات او ځانګړنې وليکم، څو د دغه وهم او افترا حقيقت ښکاره شي.