چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل کې؛ د چین د پرمختګ تجربو او د افغانستان د ستونزو د حل په اړه سمینار ترسره شو

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل کې؛ د چین د پرمختګ تجربو او د افغانستان د ستونزو د حل په اړه سمینار ترسره شو

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

په بیجېنګ کې د کرونا وبا نوې څپه او پر وړاندې يې چټک او غوره اقدامات

ليکواله: زرينه؛ د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې خبرياله

جون 16, 2020
in لیکنې
0 0

د چين په پلازمېنه بیجېنګ کې د جون له ۱۱ مې څخه تر ۱۴ مې پورې د کووېډـ ۱۹ویروس ۵۱ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي او د پلټنې نتيجه ښيي، چې يادې ټولې پېښې د شين فا دي په نوم د خوراکي توکو مارکېټ سره تړاو لري او دغه مارکېټ اوس تړل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څه باندې ۵۰ ورځو کې په بیجېنګ ښار کې د کرونا هېڅ پېښه نه وه رامنځته شوې.

شين فا دي مارکېټ د ۱۹۸۸ ز کال د مې په ۱۶ مه پرانيستل شوی او په اسيا کې د خوراکي توکو د پېر او پلور  تر ټولو لوی مارکېټ دی.

دغه مارکېټ ۱۱۲۰زره متره مربع پراخوالی لري او څه باندې ۱۵۰۰ کارکوونکي يې چارې سمبالوي. د بیجېنګ اوسېدونکي د ورځني ژوند ۸۰٪ اړين توکي ( مېوه، سبزي، کبان، شريم، غوښه، هګۍ او ديګ مسئله) له همدغه مارکېټ څخه اخلي او سيمه ييز خلک يې د سبزۍ ټوکرۍ او د مېوې قاب بولي.

ولې شين فا دي مارکېټ د وبا د روانې څپې منشا ګڼل کېږي؟

د چين د ناروغيو د مخنيوي او کنټرول مرکز د ساري ناروغيو پوه وو ځون يو وايي، په مارکېټ کې د توکو په زېرمتون کې ټيټه تودخه او ګڼه ګوڼه ښايي د وبا د روانې څپې سبب وي.

لومړی:  کووېډـ ۱۹ويروس په ټيټه تودوخه کې په اسانۍ ژوندی پاتې کېدای شي، په مارکېټ کې ډېر خوراکي توکي په تېره بيا سمندري خواړه په يخچالونو کې ساتل کېږي او دغسې چاپېريال د ياد ويروس د ژوندي پاتې کېدو لپاره مناسب دی.

دویم:  دغه مارکېټ ته هره ورځ ګڼ شمېر کسان تګ راتګ کوي، که له دغو کسانو څخه يو کس هم پر ويروس اخته وي او له پيدا کېدو پرته ياد مارکېټ ته ننوځي، نو له هغه څخه ويروس په اسانۍ سره نورو ته انتقاليږي.

د بيجېنګ ښار د ناروغيو د مخنيوي او کنترول مرکز د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې د کارپوهانو ډلې غړی يانګ پنګ وايي، د طبي کارپوهانو د پلټنې نتيجه ښيي، چې  ياد ويروس له اروپا څخه راغلی، خو د راتلو څرنګوالی يې معلوم نه دی، ښايي بیجېنګ ته له اروپا څخه د ويروسونو د ککړو سمندري خواړو يا غوښو په لېږدولو سره انتقال شوی وي او يا مارکېټ ته د ناروغانو د ننوتلو له امله ياد ويروس خپور شوی وي.

د وبا د روانې څپې پر وړاندې د بیجېنګ ښاروالۍ د مبارزې اقدامات

 د بیجېنګ ښاروالۍ د جون د ۱۵ مې د سهار تر لسو بجو پورې له هغو ۲۹۳۸۶ کسانو څخه نمونې واخيستې، چې په تېرو ۱۴ ورځو کې شين فا دي مارکېټ ته تللي دي.

تراوسه له يادو نمونو څخه د ۱۲۹۷۳ نمونو تېسټ بشپړ شوی او د ټولو نتيجه منفي راغلې ده. دغه راز د جون  په ۱۴ مې په دغه ښار کې د ۷۶۴۹۹ اوسېدونکو معاينه ترسره شوې او پکې ۵۹ مثبتې پېښې مثبتې ثبت شوې دي. برسېره پر دې، بیجېنګ ښاروالۍ دا مقررات هم اعلان کړي، چې هره مثبته پېښه بايد له پيدا او تشخيص کېدو وروسته دوو ساعتونو کې په انلاين ډول ثبت او خبر ورکړل شي او  د هرې نمونې د معاينې نتيجه بايد په ۱۲ ساعتونو کې ورکړل شي، که د کوم کس نتيجه مثبته راغله، بايد په ۲۴ ساعتونو کې ټول هغه کسان پيدا شي چې له ياد کس سره يې نږدې ناسته پاسته کړې وي.

د ياد مارکېټ له تړل کېدو وروسته د بيجېنګ اوسېدونکو لپاره خواړه څنګه تامينېږي؟

بېجينګ ښاروالۍ ۵ لنډمهاله مارکېټونه جوړ کړي دي. په ۲۰۰۳ ز کال کې هم همدغه ښار د سارس وبا شاهد و، له هغې وبا وروسته بيجېنګ ښار د بېړنيو پېښو پر وړاندې د خلکو د خوړو تامينولو ميکانيزم جوړ کړی، چې له مخې يې له نورو ځايونو څخه سبزۍ او نور خوراکي توکي په موټرونو کې د خلکو استوګنيزو سيمو ته لېږدول کيږي چې په دې سره د خلکو ژوند تامينيږي.

د شانګهای ښار د هوا شان روغتون د ساري ناروغيو څانګې مشر ډاکټر جانګ ون هونګ ( چې د کرونا ويروس د پېژندلو په اړه يې کتابونه د نړۍ په ډېرو ژبو ترجمه شوي) وايي چې شين فا دي مارکېټ ته هره ورځ ګڼ شمېر خلک تګ راتګ کوي او په داسې حال کې د وبا د روانې څپې مخنيوی او کنترول اسانه کار نه دی، خو بیجېنګ ښاروالۍ بيا هم په دې برخه کې چټک، کره او تفصيلي اقدامات غوره کړي، هغه واټونه او سيمې چې مثبتې پېښې پکې پيدا شوي،  ژر يې کرنتين کړي او کلک محدوديتونه يې لګولي دي او د دې ترڅنګ هغه ځايونه چې ناروغان او د ويروس د خپرېدو خطرونه پکې نشته، ټولنيز ژوند عادي روان دی.

نوموړی په دې اند دی، چې په راتلونکې يوه اوږده موده کې ښايي د نړۍ په بېلابېلو ځايونو کې د وبا څپې بيا بيا پورته شي، چين نه شي کولای چې همېشه ځان کرنتين کړي، چين او د اسيا نور هېوادونه به ګام پر ګام خپل محدوديتونه نرم کړي او لنډه دا چې د روانې وبا پر وړاندې د بيجېنګ ښاروالۍ د مبارزې اقدامات د نورو ځايونو لپاره يوه ښه بېلګه ده.

Share10Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کابل کې؛ د چین د پرمختګ تجربو او د افغانستان د ستونزو د حل په اړه سمینار ترسره شو

سپتمبر 9, 2026

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In