ایا له هغو امکاناتو چې تاسې یې په واک کې لری، موخو ته د رسېدو لپاره مو په رښتینې توګه ترې ګټه اخیستې ده؟
دوري روتیګر وايي: «واقعیت د خیالونو دښمن دی؛ خو د موخو دښمن بیا نه دی».
د واقعیت د تعریف پر اساس ممکنه ده چې موخې د پر واقعیت شروع شي. موخې باید عالي، جالبې او واضح وي. په هر صورت، موخې د هیلو، امیدونو او امکاناتو زیږنده دي. هغه د تصور او نوښت پایله ده. که موخې د تحقق فرصت ونه لري، په تعقیبولو ارزي؟ فکر نه کړم چې داسې دې وي.
موږ له مور، پلار، ښوونکو او ویناوالو الهام اخیستی چې وايي: «تر هغه ځایه چې موخې کولای شي تاسې له ځان سره یوسي، د پرمختګ پر لوري ځی». موږ ته ویل شوي چې «پر هرڅه مو چې باور وکړ، کولای شی لاس ته یې هم راوړی». ادموند اُنیل موخې ټاکونکو ته وايي: «تاسې د هغه توانایۍ درلودونکي یاستی چې د خپلې خوښې ځای ته پرې ورسېږی». که تاسې وغواړی، بالقوه زیاتې وړتیاوې لری. هر وخت تر هغه چې تاسې یې وړتیا لری، لوړ انتخاب وکړئ، په دې ډول کولای شی هرې موخې ته ورسېږی.
زه تر دې کچې له دې سره موافق یم چې د ځان لپاره مو ښه انتخاب وکړئ؛ خو پر دې باوري نه یم چې تاسې به حتماً هغه ته رسېږی. زه دومره توانايي نه لرم چې هر هغه څه مې چې په ذهن کې راګرځي، هغه لاس ته راوړم. دا له واقعیتونو سره همغږې نه ده.
ریچادر باخ ويي: «هېڅکله داسې هیله او غوښتنه مه کوئ چې هغه ته نه شی رسېدای». که یوه شېبه هم پر دې فکر وکړی، پوهېږی چې دا خبره واقعیت نه لري. هر ماشوم غواړي چې د مرغه په څېر الوتل وکړي، ایا دا هیله لرل واقعیت لري؟ که تاسې هم دې ته ورته داسې ځینې پوښتنې په ذهن کې لری، هېڅکله نه شی کولای چې هغه ته ورسېږی.
د بریا په اړه ذهني تېروتنه
دې ته مو باید پام وي چې یوازې باور لرل اصلي موخه نه ده. دا چې په ټول توان سره د یوې موخې پر حقیقت بدلول غواړی، دا هم کاپي نه ده. ځینې د زړه له تله غواړي چې موخې یې لاس ته راوړي. ایا کولای شی له واقعیته لرې موخو ته ورسېږی؟ نه، دا ممکنه نه ده. موخې مو باید واقعیت لرونکې وي.
وړتیا، زیاته هڅه او یوه موخه
اوس به درته د ایکو پیپ شرکت د مدیر اندي هال کیسه وکړم. د اندي له موسیقۍ سره ډېره مینه وه. د اندي مور شارون وايي، اندي مخکې له دې چې خبرې زده کړي، سندرې یې ویلې. په داسې حال کې چې مور او پلار ډېری وخت مجبور وي چې اولادونه د موسیقۍ ویلو ته تشویق کړي. خو د اندي مور شارون بیا مجبوره وه چې خپل زوی د موسیقۍ له تمرین څخه راوګرځوي.
اندي لومړی ګيتار په اته کلنۍ کې ډالۍ واخیست، هغه خپله ټوله هڅه کوله چې آهنګ جوړ کړي، هغه د موسیقۍ له نورو آلاتو څخه پيانو او ترومپت هم زده کړل، خو مور شارون یې وايي، داسې مالومېږي چې اندي د نویو سندرو په جوړولو کې ښه وړتیا لري. اندي چې کله په شپږم ټولګي کې زده کړې کولې، ویې شوای کولای چې د موسیقي غږوونکو یو ګروپ جوړ کړي. هغه او ملګرو یې په ټورنټو کې د دوی کور ته نږدې په یوه سړه خونه کې تمرین کاوه. کله چې اندي ۱۳ کلن شو، یو ملګري یې هغه ټلیفون واخیست چې ترانې یې پکې غږولې، دوی له دې موبایل څخه د ریکارډر په حیث کار واخیست.
اندي د دبیرستان په وروستیو کلونو کې له دې چې په مدرسه کې درس ووايي، ستړی شو. غوښتل یې چې نور له درس ویلو سره مخه ښه وکړي او د موسیقۍ په برخه کې کار شروع کړي. پلار یې له هغه وپوښتل چې د راتلونکي ژوند په اړه څه پلان لري. اندي لږ فکر وکړ او غوښتل یې پلار ته ووايي چې نور دبیرستان پرېږدي او غواړي چې په کور کې درس ووايي. اندي باوري و چې هره ورځ په دوو ساعتونو درس ویلو سره کولای شي د ښوونځي ټولې ستونزې حل کړي. بالاخره همدا فرصت ورته برابر شو چې ترانې ووايي، د موسیقي غږولو یو ګروپ جوړ کړي، پیسې وګټي او بالاخره یو البوم جوړ کړي. هماغه وو چې نور یې مور او پلار هم ورسره موافقه وکړه او دی هم لاس پکار شو. اندي پر دې سربېره چې په کور کې یې درس لوست، البوم یې هم جوړ کړ. دا وخت یې د موسیقۍ یوې مجلې ته پیسې ورکړې، څو دوی د هغوی په سټوډیو کې تمرین وکړي.
دا چې دا البوم یې خپور نه شو، اندي ترې ډېر څه زده کړل. هغه د ځان لپاره د موسیقۍ یو ګروپ جوړ کړ چې منچیستر نوم یې پرې کېښود. دوی د موسیقۍ د تجارت په اړه ډېر مطالب زده کړل او د خپل کار د پرمختګ لپاره یې یو پلان جوړ کړ. د دوی له ګروپه ځینو سندرو ویونکو ډېر ژر د پيسو ګټلو په خاطر له نورو سره قراردادونه وکړل او په دې سره یې د هرڅه کنټرول له لاسه ورکړ او هماغه وو چې تر ډېره یې کار له ماتې سره هم مخ شو.
خو اندي بیا نورې ایډیاوې درلودې، هغه نه غوښتل چې له نورو سره قرارداد وکړي او په دې ډول ځان په ستونزو کې راښکېل کړي، هغه یوازې د خپل ګروپ د شرایطو ښه کول غوښتل.
هغه د ډېرو موسیقي غږوونکو او فیلم جوړوونکو غوښتنې رد کړې او تر هغه یې صبر وکړ چې یو په زړه پورې پیشنهاد یې لاس ته راوړ. اندي هر وخت د یو داسې کس په لټه کې و، څو وشي کولای له هغه سره شراکت وکړي او هماغه وو چې بالاخره له سوني شرکت سره توافق ته ورسېد. هغه د بیانې(مخکې یو اندازه پیسې ورکول) لپاره ډېرې کمې پیسې پيدا کړې، خو د ګروپ سرپرستي یې شخصاً پر خپله غاړه واخیسته. اندي په دې پیسو سره وکړای شوی چې له نورو ګروپونو سره قراردادونه وکړي او پر ځان ډېر هنرمندان را ټول کړي. هغه دا وخت ۱۹ کلن و. هغه اوس د منچیستر شرکت مدیر دی. هغه تر اوسه ۱۵ د موسیقۍ البومونه خپاره کړي دي.
د اندي مور شارون وايي چې زوی یې تر اوسه ټولو ټاکل شوو موخو ته رسېدلی دی او اوس غواړي چې نورې موخې لاس ته راوړي. هغه د نورو موخو د لاس ته راوړلو په اړه د خپل زوی پر وړتیا هېڅ شک نه لري.
پر بخت باور مه کوئ
اورېدلي مو دي چې نیلز بُر د آس نال د خپل دفتر پر دېوال ټینګ کړی و. یو چا هغه ته وویل: «د یو عالم په حیث پر داسې خرافاتو باور لرل ډېره لرې خبره ده». هغه ځواب ورکړ: «البته چې باور پرې نه لرم، خو اورېدلي مې دي چې که باور پرې ولرې او که نه، سړي ته ښه فرصتونه برابروي».
«که مو موخې تر حدې زیاتې پر بخت او چانس متکي وي، له ستونزو سره مخ کېږی او که په مکمل ډول پر چانس باور ولری، پوه شی چې ټولې هیلې به مو پوره کړي».
که له حد زیات پر چانس باور ولری، ستونزه پېښوي؛ خو که سل په سلو کې پر ځان باور ولری، په ژوند کې مو ټولې هیلې پوره کولای شی. پابلیوس سیروس وايي: «دا ډېره بده ده چې یو څوک پر چانس باور لرل خپل عادت وګرځوي». خیال پلو وهونکي کسان د خپلو موخو د تحقق لپاره پر چانس متکي وي، هغوی باوري دي چې که په مناسب وخت او مناسب ځای کې قرار ولري او یوه ښه شمېره یې په نصیب شي، بریالي کېږي او هیلې یې پر حقیقت بدلېږي.
څومره به ښه وای که همداسې شوي وی؛ خو داسې نه ده. رالف والدو وايي: «معمولي خلک پر چانس باور لري، خو پياوړي خلک بیا پر علت او معمول فکر کوي».
کله چې د خپلو موخو د تعقیب لپاره حرکت کوی، باید له ځانه وپوښتئ: «ایا پر هغو امکاناتو تکیه کول چې زما په واک کې دي، موخو ته به مې ورسوي؟» هغه کسان چې خپلې موخې واقعیتونو ته په کتو ټاکي، د هغو کسانو په پرتله چې په خیالونو کې ژوند کوي، له بېلابېلو لار چارو استفاده کوي.