بښنه کول مو د وجدان له عذابه ژغوري او فشارونه مو له منځه وړي، چې دغه څه د روغتیايي او رواني مسایلو لپاره حیاتي ارزښت لري. هر څوک کېدای شي یوه ورځ تېروتنه وکړي. فکر وکړئ تاسې خپله تېروتنه کړې ده او له مقابل کس څخه یې د بښنې تمه لری. بښنه په شخص کې هیجاني او عاطفي حالت پیدا کوي. عاطفه، غوسه له منځه وړي، خو غوسه بیا د انسان مثبته انرژي له منځه وړي او کېدای شي کله ناکله خو يې د تباهۍ سبب هم شي.کېدای شي تر اوسه مو د ډېرو بدو پېښو لکه وهلو– ډبولو او يا قتل خبرونه اورېدلي وي. پوهېږی! قتل ډېری وخت د ډېرې غوسې پايله وي. اوس فکر وکړئ چې که د خاوند او مېرمنې تر منځ هم بښنه نه وي او ژوند يې له خپګان او غوسې ډک وي، برخليک به يې څه وي؟