وروسته له یوې اوږدې او کرغېړنې جګړې امریکایانو ومنله چې په جګړه کې له بُنبست سره مخ شوي، روانه جګړه یې د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده او دوی غواړي چې له طالبانو سره د مذاکراتو له لارې دې بایللې جګړې او تاریخي شرم ته سیاسي حل پیدا کړي.
مګر د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو پر مهال د بېلابېلو خنډونو او فشارونو تر څنګ یو له بنسټیزو او تر ټولو ډېر پام اړوونکو بحثونو څخه چې تل د یوه بدلون او لاسته راوړنې په توګه ورڅخه یادونه او پر ساتلو یې بې کچې ټینګار شوی، هغه د غربي موډلونو، مزاجونو او ایډیالونو پر بنسټ د ښځو حقونو، بشر حقونو، فردي ازادیو او د قومي ـ مذهبي لږکیو چې د امریکایي زر او زور په ملاتړ د رامنځ ته شويو هڅو خوندیتابه موضوع ده، د جمهوریت او ډیموکراسۍ په نوم تر یوه پراخ چتر لاندې مطرح کیږي.
دغه بحث هغه مهال جدي بڼه خپلوي کله چې د ارزښتونو په نوم د یوه ملت شموله چوکاټ په ترڅ کې مطرح او بیا د سولې غوندې په یوه مهمه ملي مسئله کې چې د افغانستان د ژغورنې اهمیت ورپورې تړلی، د سرو کرښو او د نه معاملې وړ اصل په توګه ور څخه تل د یوه طرف له خوا چې افغان حکومت دی، یادونه کیږي.
ارزښتونه څه ته وايي؟
د ټولنپېژندنې له نظره ارزښتونه هغه ټولییز باورونه دي چې بېلابېلې انساني ډلې، افراد او جوړښتونه یې هغه څه چې د دوی په ګټه او یا ښه وي، لري. یا په بله مانا، ارزښتونه د یوه ملت، ډلې او قبیلې داسې کردارونو ته وایي چې دوی ته مهم وي، د دوی تر منځ ګډ وي او دوی د هغه لپاره د یوه آرمان په توګه کار کوي.
په همدې بنسټ د یوې ټولنې او ملت ګډ ارزښتونه معمولاً د دوی د ارمانونو استازیتوب کوي او ټولنې معمولاً د هغه پر خلاف څه نه مني، د دفاع لپاره یې قرباني ورکوي او دا هرڅه د یوه ملت د ملي هویت او ملي امنیت په بحث کې د سرو کرښو ځایګی لري.
البر کرامي د فرهنګ او ټولنپېژندنې په نوم خپل مهم کتاب کې د ارزښتونو په اړه لیکي: «په پارځوني ټولنپېژندنه کې د ټولنیز نظم وجود په عامه او ګډو ارزښتونو پورې تړلی دی، چې په ټوله مانا مشروع او ژمن بلل کیږي، داسې چې په ټوله کې د یوې ټولنې ټول کردارونه د هغو په حساب تلل کیږي. د بېلګې په توګه، یو وخت د نازي جرمنیانو په نزد اریایي- نژادي ملتپالنه تر ټولو مهم ارزښت و او د خپل دغه حق او ارزښت په دفاع یې نیمه اروپا د مرګ خولې ته ورکړه. د هندو براعظم لرغوني ارزښتونه په ۲۱مه پېړۍ کې د ملتپاله هندو ګوند بي جي پي د کورني او بهرني سیاست پر اصلي کردار اوښتي. اخوندي ایران د پاړسیزم او اثنیه اشعریه شیعه ایزم د دفاع او خپراوي داسې نوم لري چې د امریکا او نیمې نړۍ بې رحمانه او ملا ماتوونکو اقتصادي، سیاسي او نظامي بندیزونو، ګواښونو او دښمنۍ ته یې په یوازې سر ځان ټینګ کړی. دې ته ورته ترکان، مصریان، چینایان، انګریزان او حتی د چنګیز خان ورکه او بدنامه ورثه مغولیان.»
ځکه دورکیم او انتوني هم د قضاوتونو او ګډو احساساتو په بحث کې ارزښتونه د یوه ملت د تعریف تر کچې د مزل داسې بحث ګڼلی، چې هېڅکله له بهر څخه د بې پیخرو استخباراتي پیسو، یرغل او د هغوی د معنوي او مادي شتمنیو د تالان او شړېدو له لارې نشي عملي کېدای. دا ځکه چې د یوه ملت ارزښتونه د ملت او هویت د تعریف او دوام اصلي بنسټونه دي.
زموږ ملي– افغاني ارزښتونه او بهرني تخریبونه
دې ټولو علمي او منل شویو نړیوالو بحثونو ته په کتو موجود واقعیت او حقیقت دا دی، چې د جمهوریت په نوم، محور او ننګ رواني هڅې په بشپړه مانا پردۍ، د سولې ضد او په لویه کې د افغانستان له تلپاتې امن، سالمیت، مصلحت او ټیکاو سره په ټکر او خلاف کې دي.
په همدې بنسټ له ثابتو، تعریف شویو او منل شویو ملي، دیني او ټولنیزو ارزښتونو دفاع د هر افغان ملي وجیبه ده، افغانانو تل د خپلو ارزښتونو راج د خپلو سرونو په نذرانه کولو سره ساتلی، د هېواد له خپلواکۍ او آزادۍ سره یې د یوې معشوقې په څیر مینه او سرښندنه کړې، د خپل دین د عزمت او د خپلې عقیدې د سلامت په پار یې هر غلیم له خپلو احمقانه ارمانونه سره ګور ته لېږلی، د نظام ساتونکو ته یې متولیان او په دفاع یې مرګ شهادت او غزا ګڼلې، عفت او عزت د افغان ملت د غورځنګونو او شهامتونو یو بل ارزښت و چې افغانان یې اړ کړل څو د عبدالله خان اڅکزي او عنایت الله خان لوګري په څیر ملتپاله غازیان د انګریزانو خلاف ملي پاڅون اعلان کړي او دا چاره دومره وغځېده چې افغان ملت فرنګ ته بیا تاریخي ماتې ورکړي او د لومړي ځل لپاره انګریزان په یوه داسې امپراطورۍ کې چې لمر پکې نه ډوبېده، د لومړي ځل لپاره د ماتې خوند وڅکي.
دا هغه ارزښتونه، سرې کرښې او د نه معاملې وړ بنسټونه دي چې هېڅوک، ډله او مقام پرې د معاملې حق، جرئت او وس نشي لرلای او چا چې لکه یعقوب خان، شاه شجاع، سقاو او کارمل د معاملې جرئت وکړ، نوم به یې په تاریخ کې د غلام ابن غلام په نوم یاد شي.
ولې اوسنی د جمهوریت په نوم د حاکمو آمریتونو په بحث کې چې د حکومت له اړخه د افغان ملي او ولسي دریځ او ارزښت په توګه مطرح کیږي، په دې برخه کې وضاحت، حقیقت او واقعیت دا دی چې نه یوازې دا یو هم په هغه بڼه او قالب کې چې وړاندې کیږي او په تیرو ۲۰ کالو کې د امریکایي وحشت او زر په زور پړسیدلي او غټ شوي وو، نه یوازې زموږ د ملي، ولسي، تاریخي او دیني ارزښتونو برخه نه دي؛ بلکې په لویه کې د اشغالګرو له لوري زموږ په ثبات، تاریخي او ملي ویاړونو دښمنانه ګذار او د دې عظیم ملت د اسلامي او افغاني اصیلو ارزښتونو د تحریف، تخریب او ماتولو پردۍ او بهرنۍ هڅه ده.
د بېلګې په توګه، د جمهوریت مانا خپلواکي، د ملي قدرت وېش، د نظام په بنسټیزو قواوو، د قدرت له انحصاره او راټولیدو مخنیوی، د قانون حاکمیت او په ټوله کې د یوه ملت د رنګ، بوی او طبیعي جوړښت په آرونو د بیا جوړونې داسې څرک دی چې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې ادارې او روایاتو د زمانې، وخت او ټولنې د حالاتو او اړتیاوو له مخې جوړېږي او ګټه یې تر هغه ده چې اړتیاوې کمې او له حالاتو سره کار وکړي. که له حالاتو سره سم مزل ونشي کولای، نو زوال پرې راځي، له منځه ځي او دا د یوه ملت خوښه ده چې ځان ته څه ټاکي او په کومه لار ځي.
ولې موږ په تېر ۲۰ کلن مزل کې ولیدل چې نه یوازې د یرغل په مټ او د اشغال د ګټو ساتونکي جمهوریت زموږ ولس ته خوښۍ را نه وړې؛ بلکې تر همدا ننه حتی همدا جمهوریت زموږ د وینو، مرګونو د درېدو او د یوه ملت د یووالي او د اشغال د پای په لار کې خنډ دی، هغه څه چې د جمهوریت کرایي کارکوونکي او بهرني چلوونکي یې وایي، ټوله پایله یې د اصیلو ملي ارزښتونو او درنښتونو سپکاوی، پروژهیي تخریبونه، د جګړې او بلواکۍ دوام او په ټوله کې د یوه ملت داسې تباهي ده چې نږدې ده موږ خپل تاریخ له لاسه ورکړو او دا عظیم ملت مات شي.
ځکه د سولې مخالفین اکثراً د پښتنو د اکثریتي وجود منکرین او د فیدرالېزم پلویان د اوسني امریکایي- ډالري جمهوریت سرسخت مدافغان دي. بل لور ته همدغه د پردو ارزښتونو پلویانو پرون د ملی هویت پر خلاف سپینه کودتاه وکړه، دوی د افغان هویت له یوې غټې برخې چې افغانیت دی په جار سره مخالف کاوه، دوی د ملي اقتدار ټول بنسټونه ویران کړل، د افغانانو دودیزې ملي جرګې یې قبیلهیي دود وبللې، دوی داسې مهال د اساسي قانون او جمهوریت بحث کوي چې ملي سرود قومي ګڼي، ملي منل شوي مصطلحات نه مني او پر خلاف یې پردي ویوکي کاروي، دوی د افغانستان سیاسي جغرافیه ننګوي، د ډیورنډ په څير ملي مسئلې ملي نه بولي؛ بلکې دا دریځونه قومي ګڼي، دوی ملي ارزښتونه، ولسي ایډیالونه، د افغان ملت د وحدت بنسټونه ټول قومي او له دې څخه د خلاصون بحث په یوه وروستي بحث کې د افغانستان ماقبل تاریخ ته ګرځول او یا جغرافیایي تجزیې ګڼي.
په همدې بنسټ دا خلک د دې کاذبو عناوینو او له سوچه افغاني ارزښتونو څخه د پردیو او له بهر څه د را واردشویو موډلونو او غربي مزاجونو په دفاع غواړي چې له سولې غچ واخلي، زموږ تاریخ او ملي ویاړونه د سقاوي او ستمي نیتونو په بنسټ کمزوري او د جګړې د دوام له لارې د یو لوی اکثریت د ماتولو، وژلو او تباهۍ لوبه وکړي؛ ځکه له دغو منل شویو ملي، اسلامي او تاریخي ارزښتونو څخه باغیان، منکران او پردي پالان کله هم د دغو ارزښتونو غمچاري، استازي او ملاتړي نه شي کېدای او نه هغه څه چې د جمهوریت او جمهوریت محوره باورونو په نوم وړاندې کوي، افغاني دي.
دوی وایي چې هرڅه غربي بڼه ولري هغه ارزښت دی. دوی وایي چې ۳۵ میلیونه ملت دې له اور، جګړې، بارودو او بې وزلۍ مړ وي، خو چې د دوی مرفه او په امریکایي ډالرو سینګار غربي ژوند د دې ډیموکراسۍ په انډوخر کې د ارزښتونو او سرو کرښو په نوم وساتل شي. دوی د افغاني ښځې د بې ستره کولو، بربنډولو او له خپل فرهنګ او ارزښتونو څخه پردي کولو ته کار وایي. حال دا چې د افغاني ښځې ایډیال د میوندونو ملاله ده، چا چې پر پردو پیسو، رنګینو او عسکرو ځان نه ساته؛ بلکې د اشغال پر خلاف یې د وطن د آزادۍ، په دین د ننګ او د خپلو اصیلو وطني، ملي او اسلامي ارزښتونو د راج په پار یې د ایوب د لښکرو بیرغ اوچت کړ. دوی د ښځو او نارینهوو د برابرۍ لپاره د بشر حقونو نومې نړیوالې- اروپایي اعلامیې څخه خبرې کوي، هغه اعلامیه، جمهوریت او بشر حقونه چې د نړیوال عدالت محکمه چې د دوی په شتون کې پر افغان وطن د امریکایي عسکرو د جنایتونو او وحشتونو په کولو له سره پټه خوله ده او حتی نه شي کولای د دغو جنایتونو د تر سره کوونکي او جنایتکار طرف (امریکا) پر خلاف ودرېږي.
له دې ټولو سربېره، دا ډله خلک دومره محدود، اقلیت او د افغان وطن له حال او مزاجه په دې کچه پردي دي چې تل په بهرنیو راشنونو چلېدلي، په بهرنيو پاسپورټونو راغلي او په دومره پراخه جغرافیه او لوی وطن کې دوی یوازې د کابل په وزیر اکبر خان مېنه، ششدرک او کارته سه پورې محدود او اوسېږي.
پایله
د افغان ملت له نظره د بین الافغاني مذاکراتو پر مهال له هر هغه بحث، ایډیال او ارزښت څخه دفاع د ملي بنسټونو په توګه معقول او موږ ټولو ته سره کرښه ده چې افغاني وي، د ټولو پرګنو ګډ وي، تاریخي، ملي او دیني مخینه ولري، افغانانو یې په دفاع غزا او سرښندنه کړې وي او په ټوله کې د افغان ملت د جوړښت، پایښت او دوام حساسیتونه او حیثیتونه ورپورې تړلي وي.
افغان ملت د دغه ډول علیا ارزښتونو، درنښتو، ګټو او ملي دریځونو پر دفاع ولاړ دی او له هر معاملهګر سره به یې په ننګ هغه چلند وکړي کوم چې زموږ تاریخ د دغه ډول ویاړمندو ملي غورځنګونو یو اوږد تاریخ لري.
مګر په مقابل کې به هېڅکله د کاذبو لاسته راوړنو، پروژهیي او خارجي سلیقوي درنښتونو او د ارزښت په نوم د افغان اصیل، ملي او اسلامي ارزښتونو پر خلاف هغه څه ونه منو چې زموږ نه دي، پردي دي، زموږ له تاریخ، کلتور او مزاجونو سره اړخ نه لګوي او اصلي موخه ترې د سولې د روانو هڅو، د افغانستان لپاره د ثبات د پرېکړو او په ټوله کې د یوه پر آمن، متحد، یو بل زغمونکي او له پردیو استخباراتي جالونو څخه د خوندي افغانستان تخریب ده.