په ځلونو د روڼتیا لپاره د اصلاحاتو په پلمه د ټاکنو له ځنډ سره سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رڼو ټاکنو پر ترسره کولو بریالی نه شو. د ولسي جرګې تېرې ټاکنې هم د تېر په څېر له تخنیکي ستونزو او د درغلۍ له ادعاوو سره ملې وې. ځینې نوماندان ادعا کوي چې په یو شمېر مراکزو کې بایومېټریک نه دی کارول شوی او همدغه کار په پراخه کچه درغلیو ته لاره هواره کړې ده. د هغوی غوښتنه دا ده چې که کمېسیون په لومړي ځای کې د بایومېټریک په کارولو کې پاتې راغلی، د روڼتیا د نسبي اعادې لپاره دې اوس هغه رایې باطلې اعلان کړي چې له بایومېټریک پرته کارول شوې دي.
د نوماندانو د غوښتنې پر بنسټ د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون هم له بایومېټریک پرته د کارول شویو رایو د باطلولو پرېکړه وکړه. دغه کمېسیون وايي د رایه هغه صندوقونه چې د رایه ورکوونکو له رسمي نوملړ او بایومېټریک کولو پرته ډک شوي رسمیت نه لري. کمېسیون دغه راز وايي چې شاوخوا لس زره شکایتونه ورسره ثبت شوي او د دغو شکایتونو د څېړلو لپاره یې کاري ډلې جوړې کړې چې په ټاکلې موده کې به وڅېړل شي.
له بایومېټریک پرته د کارول شویو رایو د بطلان اعلان د روڼتیا په برخه کې مهم ګام دی. که څه هم دا د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د عملیاتي برخې مسئولیت و چې د رایه ورکونې په هر محل کې یې د بایومېټریک له کارولو د ټاکنو له ترسره کولو وړاندې ډاډ ترلاسه کړی وی، خو اوس چې ټاکنې ترسره شوې او دې نیمګړتیا د دغه ډیموکراټیک بهیر مشروعیت له سوال سره مخ کړی، غوره ده چې د ټاکنو کمېسیون په دې تړاو د شکایتونو د کمېسیون کړې پرېکړې ته درناوی وکړي او هغه رایې بې باوره وګڼي چې بایومېټریک شوې نه دي. که بایومېټریک شویو او نه بایومېټریک شویو رایو ته په یوه سترګه کتل کېږي، دا به د دې ټکنالوژۍ د کارونې فسلفه له سوال سره مخ کړي. که کمېسیون ته د هغو رایو چې کاروونکي یې بایومېټریک شوي او هغو چې نه دي شوي توپیر نه وي، نو ولې یې د دې ټکنالوژۍ د ترلاسه کولو او کارولو لپاره دومره لګښت وکړ.
د ټاکنو شریک اړخونه؛ مدني ټولنې، هغه نوماندان چې د ولس رایې ته درناوی لري او نړیواله ټولنه باید له ټاکنیزو کمېسیونونو سره مرسته وکړي چې له بایومېټریک پرته کارول شوې رایې تشخیص او باطلې اعلان کړي. په دې ډول به له یوه لوري د ټاکنو د پایلو له مشروعیت سره مرسته شوې وي، له بل لوري به د راتلونکو ټاکنو نوماندانو ته څرګند پیغام ورکړل شوی وي چې که سیاسي اراده موجوده وي، د درغلۍ مخنیوی ممکن دی. یوازې د نه بایومېټریک شویو رایو په باطلولو سره هم ټولې ستونزې نه شي حل کېدای. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون باید ټولو مستندو شکایتونو ته لازمه او پر وخت رسیدګي وکړي.