شنبه, مارچ 14, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې کړې دي

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې کړې دي

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه اقتصاد

له افغانستان سره د پیسو نړیوال صندوق پور ولې دومره رسنیز شو؟

لیکنه: کامران ملک

جون 23, 2020
in اقتصاد, تحلیل, لیکنې
0 0

څو ورځې کیږي چې په ټولنیزو او خواله رسنیو کې د افغانستان دولت لخوا د پیسو له نړیوال صندوق یا IMF  څخه ۲۲۰ میلیون ډالرو پور موضوع ګرمه نیول شوې ده او یاد پور د افغان ولس لخوا له قوي انتقاد او مخالفت سره مخ شوی. په حقیقت کې د پیسو نړیوال صندوق یوازې هغو هېوادونو ته پور ورکوي چې اقتصادي رکود یې تجربه کړی وي او د قرض اخیستو پر مهال له ستونزو سره مخامخ وي، لومړی پور واخلي او خپلې کورنۍ ستونزې پرې حل کړي. دا ډول هېوادونه تر ډېره اقتصادي هسکو او ژورو کمزوري کړي وي، خو د قرض په اخیستو یې د بیارغولو فرصت ډېر وي او د ستونزو د حل لپاره اوږدمهاله پور ته ضرورت ولري. د افغانستان حکومت هم د پیسو له نړیوال صندوق څخه د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په‌ پار د ۲۲۰ میلیون ډالرو پور وغوښت چې دغه صندوق ومانه.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ ز کلونو په منځ کې هم د پیسو نړیوال صندوق افغانستان ته د کابل بانک تر کړکېچ وروسته تر ۱۳۳ میلیونو ډالرو پور ورکړی و، چې د هېواد اقتصاد بې ثباته نشي او د افغانستان د اقتصادي ودې اساس وساتل شي. د دې تر څنګ د افغانستان دولت په تیرو څو لسیزو کې د نړیوالې انکشافي موسسې، روسیې فدراسیون، د اسیا پراختیايي بانک، اسلامي بانک، د سعودي انکشافي بانک، د اوپک صندوق، د اېټالیا او د بلغاریا د پیسو نړیوال صندوق څخه د ۲۰۰۱ ز کال دمخه او وروسته تر ۲۶۸.۸ میلیارده افغانۍ (نږدې څلور میلیارده ډالره) پورونه اخیستي چې له دې جملې څخه ۳.۶ میلیارده افغانۍ په ۱۳۹۸ لمریز کال کې افغانستان د پور په توګه اخیستې، له دې مجموعي پور څخه افغانستان تر اوسه یوازې ۱.۵ میلیارده افغانۍ چې ۱.۰۱ میلیارده یې اصل پور او ۴۲۰ میلیونه افغانۍ یې د ګټې/سود مقدار دی، بیرته یادو هېوادونو او نړیوالو صندوقونو ته تادیه کړې. د یادونې وړ ده چې د نړیوال قانون له مخې د افغانستان اوسني او راتلونکي دولتونه دا مسوولیت لري چې یاد پورونه پور ورکوونکو هېوادونو ته بیرته تادیه کړي.

باید روښانه وي چې آی اېم اېف په مشروط ډول پورونه ورکوي، له پور ورکولو مخکې هر هېواد ته خپل شرطونه وړاندې کوي، کله چې پور اخیستونکی هېواد په لیکلې بڼه د دوی شرایط ومني، یاد صندوق پور ورته منظوروي. د دغه صندوق په خبره، افغانستان ته د بېړنیو اړتیاوو او له اړمنو کورنیو او ټولنیزو فعالیتونو سره د همکارۍ په پار دا مرسته کوي. یاده مرسته به پوروړی هېواد له مشروع ګټې سره بېرته د پیسو نړیوال صندوق ته ورکوي.

که څه هم د پیسو نړیوال صندوق تر ۱۸۹ ډېر غړي هېوادونه لري، خو د امریکا او د امریکا متحده ایالتونو خبره پکې تر ډېره ځای لري. همدا لامل دی چې د رایو اکثریت هم پکې لري، په دې خاطر یې ونډه هم ډېره ده او د امریکا هدفونو ته ډېر پام پکې کېږي.

پر دې سربېره، د دې پور ونډه د پور اخیستونکي هېواد لپاره د سلاکار په توګه کار کوي چې د یاد هېواد په نوې اقتصادي او سیاسي پالیسۍ جوړولو کې خورا مهم رول لوبوي. دا په دې مانا ده چې پور اخیستونکی هېواد به د پیسو نړیوال صندوق په مشوره خپله اقتصادي او سیاسي پالیسي جوړوي، څو د دوی قرض له (اضافي ګټې) سره بېرته تادیه کړي.

ولې دا پور ډېر رسنیز شو؟

په دې هکله ځینې پوهان وایي چې اوسنی پور د نورو پورونو په پرتله بې برنامې و، ځکه رسنیز شو او په پراخه کچه له مخالفت سره مخ شو. د ۲۰۱۹ ز کال له ټاکنو وروسته چې د ډاکټر غني او عبدالله تر منځ کومې سیاسي ناندرۍ رامنځ ته شوې او دواړو د امریکا د استازو خبرې ونه منلې، نو د امریکا لخوا یو میلیارد ډالر مرستې بندې شوې او له دې وروسته د پیسو نړیوال صندوق اعلان وکړ چې افغانستان به راتلونکی کال له ۸۵۰ میلیون ډالرو زیاتې خسارې سره مخ شي. له همدې امله د افغانستان حکومت د ۸۵۶ میلیونو ډالرو غوښتنه د پیسو له نړیوال صندوق څخه وکړه چې هغوی یوازې ۲۲۰ میلیونه ډالر له کرونا سره د مبارزې او په دې برخه کې د عاجلو اړتیاوو پوره کولو او هغو کورنیو ته د ټولنیزو مرستو رسولو لپاره چې له ستونزو سره مخ کېږي منظور کړل، څو هم د کرونا او هم د خسارې تشه پرې ډکه شي.

ځینې بیا داسې انګیري چې د کرونا په نوم چې تېرې کومې مرستې د نړیوال بانک او نورو هېوادونو لخوا له افغان دولت سره وشوې، د افغان دولت لخوا په هغه کې هېڅ ډول شفافیت ونه لیدل شو او د دې پیسو زیاته کچه په غیر ضروري برخو کې مصرف شوه، حتی د افغان ولس زیاتې سلنې د کرونا ناروغان په شخصي روغتونونو کې ودرملل او ولس ته په سمه توګه طبي او مالي مرسته ونه رسېده. نو د شفافیت نشتون او فساد دواړه د دې لامل شول چې ولس په پراخه کچه د دې پورونو مخالفت وکړي.

بل لامل یې دا دی چې دولت د دې پور د مصرف لپاره مشخص پلان نه لري چې ولس ته پرې قناعت ورکړي، ولس اټکل کوي چې دا پور به هم زموږ په نامه واخیستل شي او بیا به زموږ راتلونکي نسلونه داسې یو پور بیرته تادیه کوي چې یوه افغانۍ یې هم هغوی ته نه ده رسېدلې. غوره بېلګه یې د نړیوال بانک لخوا د ۱۰۴ میلیون ډالرو مرسته ده چې د افغانستان له دولت سره وشوه. هغه هم بې پلانه مصرف شوه او دولت هیڅ مشخص پلان نه درلود چې څرنګه داسې مرستې تر اړو کورنیو او د کرونا پر ناروغۍ اخته ناروغانو ته ورورسوي.

د پیسو نړیوال صندوق پور څومره ګټور دی؟

په حقیقت کې د پورونو ظاهري بڼه ډېری خلکو ته ښه ښکاري او داسې انګیري چې هېواد مو د دې پورونو له امله په پښو ودرېږي؛ خو هیڅکله هم پورونه بې بیې نه وي. خو د پیسو نړیوال صندوق پور په داسې مهال اخیستل کېږي چې د کرونا له امله په افغانستان کې ډېر کاروبارونه په ټپه ولاړ یا کمزوري شوي دي.

د پیسو نړیوال صندوق وايي، ۲۲۰ میلیونه ډالر پور به د افغان دولت بېړنیو اړتیاوو ته لګول کېږي او د اوسني کړکېچ له کبله د تشې ډکولو لپاره به کارول کېږي. دا پور په لنډمهاله توګه کولای شي چې د هېواد د انفلاسیون کچې په کمېدلو، د افغانۍ د ارزښت په لوړېدلو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګوالۍ فرصتونو په چمتو کېدلو کې زیاته مرسته وکړي.

د پیسو نړیوال صندوق د پور نیمګړتیاوې

په عمومي شکل د نړیوالو پورونو تر شا حتماً نور مسایل وي چې له هغې ولسونه بې خبره پاتې کیږي. د پیسو نړیوال صندوق پورونه که له یوې خوا د یوه هېواد د تادیاتو د کسر ډکولو لپاره اغېزناک تمامېدای شي، بل پلو په اوږدمهال کې د همدې هېواد د اقتصادي او سیاسي لانجو زیاتېدو لامل هم ګرځېدای شي؛ ځکه دغه پورونه دې ته لاره هواروي چې دولتي ادارې شخصي شي او په تدریجي شکل د ملکي او بهرنيو پانګوالو لاسونو له هرڅه لنډ شي. بله ستونزه د یاد هېواد په مالي fiscal  پالیسۍ کې د بدلونو ده، د پیسو نړیوال صندوق د دې پور له ورکولو وروسته د دې صلاحیت لري چې د یو هېواد په مالي پالیسۍ یا په بله اصطلاح د پیسو پر عرضه کنټرول ولري. پر دې سربېره، یاد صندوق حق لري چې د یاد هېواد د مالیې راټولولو په تګلاره او سلنه کې بدلونونه راولي. پر دې سربېره، داسې هم ویل کیږي چې د پیسو نړیوال صندوق د نړۍ اتو شتمنو او صنعتي هېوادونو (جرمني، انګلستان، روسیه، جاپان، امریکا، اېټالیا، فرانسه، کاناډا) د ګټو لپاره کار کوي. د پوهانو په اند، دا او دې ته ورته کړنلارې کولای شي چې د پوروړو هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې مانا ولري.

پوهان وایي چې د پیسو نړیوال صندوق پورونه غریب یا پر مخ تلونکي هېوادونه دې ته اړ باسي چې نور هم د پیسو په نړیوال صندوق پورې وتړل شي او دغه پورونه پور اخیستونکي هېوادونه ځان بسیا کېدلو ته نه پرېږدي او د دې تر څنګ پور اخیستونکي هېوادونه دې ته اړ باسي چې په خپلو اقتصادي او نورو پالیسیانو کې بدلونونه راولي، پرته له دې چې د مختلفو هېوادونو اقتصادي حالت، د سوداګرۍ چاپیریال او کلتوري توپیرونه په نظر کې ونیسي او د پالیسیو سمونونه پرې پلي کړي.

د پیسو له نړیوال بانک څخه د پور اخیستونکو هېوادونو تجربې

پاکستان یو له هغو هېوادونو دی چې د پیسو نړیوال صندوق د پور له کبله له اقتصادي کړکېچ سره مخ دی او دا مهال یې له دغه صندوق کابو ۱٫۴ میلیارده ډالر اخیستي او  ۶ ميليارده نور پور چې پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق څخه غوښتې وو هم تير کال د یاد صندوق لخوا منظور شو. د یاد هېواد  پولي واحد خپل ارزښت له لاسه ورکړی او د توکیو د بیو د لوړوالي لامل ګرځېدلی، خو د پاکستان برعکس، هغه هېوادونه چې له دې صندوق یې پور نه دی اخیستی یا یې که اخیستی ژر یې بېرته ورکړی، اقتصادي وده یې ډېره شوې ده او ډېر پام یې پر کورنۍ پانګونې ورټول دی چې ترکیه او مالیزیا د دې غوره بېلګې کیدای شي.

که د بحث پای ته راشو، افغانستان ډېرې طبیعي زېرمې او ښې کرنیزې ځمکې لري. که له خپلو کورنیو سرچینو په سمه توګه ګټه واخیستل شي او کورني پانګوال په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته زړونه ښه کړي، دا هېواد ژر پر ځان د بسیا کېدو جوګه کېدای او له نړیوالې ټولنې یا کوم هېواد ته د مرستې له لاس له غځولو راګرځول کېدای شي.

افغانستان ته د پیسو نړیوال صندوق په ګډون، د نړیوالو قرض ورکوونکو ادارو پور هغه مهال ګټور او اغېزناک تمامېدای شي، چې په دې هېواد کې سیاسي ټیکاو، عدالت، شفافیت او امنیت وي.

په افغانستان کې د حکومت او پارلمان دواړو مسوولیت اوس دا دی چې د پیسو نړیوال صندوق د پور ټول منفي او مثبت اړخونه سم وشاربي، پر ټولو شرطونو یې معقولانه غور وکړي او بیا یې وسنجوي چې ایا دا پور د هېواد په ګټه دی او که په زیان. خو تر دې زیات اړین لا دا دی چې د دې پور په مصرف باندې پوره څارنه  وشي او اجازه ورنه کړل شي چې د فساد ښکار شي.

Share8Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې کړې دي

مارچ 13, 2026

چين د توليدي ظرفيت د مازاد په پلمه د امريکا له سیاسي لاسوهنو سره کلک مخالفت څرګند کړ

مارچ 13, 2026

چين او امریکا به په فرانسه کې پر سوداګريزو مسئلو خبرې وکړي

مارچ 13, 2026

د چين او مصر خارجه وزيرانو تلیفوني خبرې وکړې

مارچ 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In