په وروستیو څو ورځو کې رامخ ته شوي هغه رپوټونه څنګه تعبیرولی شو چې وایي: د روسیې پوځي استخباراتو په افغانستان کې د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو د پوځیانو د وژلو په بدل کې طالب وسلوالو ته پیسې ورکولې؟
دا رپوټونه څومره سم دي؟ ایا کره بنسټ لري؟ د دې رپوټونو اصلي ارزښت څه دی؟
تر ټولو لومړۍ خبره دا ده چې په دې قضیه کې ټولو ښکېلو غاړو دا رپوټونه ناسم بللي دي.
د روسیې حکومت دا ټوله کیسه رد کړې او طالبانو هم ورته کار کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په ټینګار سره ویلي چې د دې موضوع په اړه کله هم حال نه و ورکړل شوی.
د سپینې ماڼۍ چارواکي وایي، د امریکا استخباراتي کړۍ په دې اړه یوه خوله نه وې، کوم کره ثبوت موجود نه و او له همدې کبله دا رپوټونه تر ولسمشر ټرمپ یا د هغه تر مرستیال پورې ونه رسېدل.
خو په امریکا کې ځینې معتبرې رسنۍ له څو ورځو راهیسې په دې اړه رپوټونه خپروي او وایي، امریکایي چارواکي ان په تېره مارچ میاشت کې خبر وو چې روسان په افغانستان کې د امریکا او نړیوالې ټلوالې د پوځیانو د وژلو په بدل کې نغدي جایزې ورکوي.
د رسنیو رپوټونه دا هم وایي چې د امریکایي پوځ په چاپو کې یو مقدار همدغه نغدې پیسې هم تر لاسه شوې وې او دا امکان هم شته چې ځینې امریکایي پوځیان د جایزې د همدې پیسو په بدل کې وژل شوي وي.
سرچینې وایي، د امریکا حکومت دغه استخباراتي موضوع په لوړه کچه تر بحث لاندې نیولې وه او ان د ولسمشر ټرمپ په ورځني استخباراتي رپوټ کې هم یاده شوې وه.
د ښاغلي ټرمپ مخالفانو او د ده ټاکنیز سیال جوبایدڼ اوس همدا موضوع راټینګه کړې او تور لګوي چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د ګټو دفاع نشي کولی.
خو جالبه دا ده چې اوس ځینې جمهوریتپال هم په دې اړه پوښتنې لري.
د بېلګې په توګه، د ولسي جرګې غړی لېز چیني دا پوښتنه کوي چې پر دې موضوع څوک څوک خبر وو او له کله راهیسې پرې خبر وو.
ایا روسیه له امریکا غچ اخلي؟
د ولسمشر ویلادیمیر پوتین په واکمنۍ کې روسیې په ډېره ځیرکتیا هر هغه شرم له منځه وړی چې د شوروي اتحاد له ماتېدو راهیسې دا هېواد ورسره مخ و.
پوښتنه دا ده چې د دې کار لپاره د روسیې موخه څه کېدلی شي؟ ځواب یې دا دی چې احتمالاً له یوې ډېرې موخې کېدلی شي.
روسیه له طالبانو سره نږدې اړیکې پالي او د دې اړیکو لپاره ښه دلایل هم لري.
مسکو په سیمه کې د اسلامي بنسټ پالنې په اړه ژوره اندېښنه لري، چې اوس د روسیې پر لور په خورېدو ده.
روسان په دې باور دي چې طالبان د دې سخت دریځۍ پر وړاندې د دوی لپاره یو سپر کېدلی شي.
داسې باور کېږي چې روسیې د طالبانو مهمو مشرانو ته پیسې او وسلې ور کړې دي.
که څه هم روسیه له افغان حکومت سره اړیکې پالي او په ټول کې د افغان سولې بهیر ملاتړ کوي، خو بیا هم په احتیاط ګام پورته کوي او په راتلونکي کې په افغانستان کې له بې ثباتۍ وېره لري.
بل لور ته روسیې د لوېدیځ پر ضد هم یوه پټه یا نا اعلان شوې جګړه پیل کړې ده.
دا جګړه څو اړخونه لري؛ لکه انټرنېټي بریدونه، د ناسمو مالوماتو کمپاینونه، په ټاکنو کې لاسوهنه، په لوېدیځو هېوادونو کې د سخت دریځو ملاتړ او داسې نور.
په ځینو مواردو کې روسیې مخامخ اقدام هم کړی، چې د برېټانیا په سلېزبري ښار کې د روسیې د استخباراتو پر یوه پخواني افسر برید یې ښه بېلګه ده.
همدا راز ویل کېږي چې روسي قراردادیانو په سوریه کې د امریکایي پوځ پر مرکزونو هم پراخ بریدونه کړي او د امریکا په ځوابي هوایي بریدونو کې ډېر روسان هم وژل شوي دي.
د ولسمشر ویلادیمیر پوتین په واکمنۍ کې روسیې په ډېره ځیرکتیا هر هغه شرم له منځه وړی چې د شوروي اتحاد له ماتېدو راهیسې دا هېواد ورسره مخ و.
دا هم مالومه ده چې په ۱۹۸۰مه لسیزه کې له افغان جنګیالیو سره د امریکا ملاتړ د دې لامل شو چې شوروي اتحاد له افغانستانه ووځي.
ځینې په دې باور دي چې د روسیې په واکمنانو کې ځینې کسان غواړي له امریکا د خپلو تېرو او اوسنیو ناکامیو غچ واخلي.
ناڅرګند حالت
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا ادعا رد کړې ده چې روسانو په افغانستان کې پر امریکایي پوځیانو د بریدونو په بدل کې په طالبانو پورې تړلو وسلوالو ته جایزې ټاکلې وې.
دا قضیه د امریکا او روسیې د اړیکو پر اوسني وضعیت هم رڼا اچوي. د روسیې پر وړاندې د امریکا پالیسي ګډه وډه او ناڅرګنده ښکاري.
یوې خوا ته امریکا وېره لري چې روسیه خپلې اټومي وسلې عصري کوي او د منځني ختیځ او نورو سیمو لپاره پراخ پلانونه لري.
خو بلې خوا ته د ولسمشر ټرمپ اداره د روسیې هر رد په پټو سترګو مني، د بېلګې په توګه، د روسیې دا خبره چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په کمپاین کې لاسوهنه نه کوي.
د امریکا د دې ګډوډ دریځ پړه پر خپله د ولسمشر ټرمپ پر غاړه ده، ځکه ډېر کسان فکر کوي چې د ده ډېکتاتور ډوله مشران ډېر خوښېږي.
له دې وروستي استخباراتي رپوټ سره چې د امریکا حکومت څه ډول چلن وکړ، دا پخپله د ولسمشر ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ ښکارندویي کوي.
دا هر څه به د ولسمشر ټرمپ ډیموکراتو مخالفانو او د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن په څېر سخت دریځه جمهوریتپالو ته یوه بله پلمه هم ورکړي.
دوی په خپلو طریقو استدلال کوي چې د ولسمشر ټرمپ په اداره کې ستراتیژیک لیدلوری، ګډ فکر او مشرتابه نشته.
د روسیې په پیسو په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د وژنې رپوټ په یو حساس وخت کې خورا حساسه موضوع ده او په اسانۍ نه ورکېږي.
که په دې رپوټ کې لږ حقیقت هم وي او که د روسیې د جایزو له کبله د امریکایي پوځیانو وژنه ثابته شي، دا به له سړې جګړې راهیسې د امریکا او روسیې اړیکې تر ټولو بد حالت ته وګرځوي.
دا هم مهمه ده چې دا رپوټ د ولسمشر ټرمپ د ټاکنیز کمپاین په ورځو کې رامخې ته شوی.
نوموړي وار د مخه د کرونا وېروس او په امریکا کې د تورپوستو د حقونو لپاره د روانو اعتراضونو له کبله مینه وال له لاسه ورکړي.
د امریکا ملګري او دښمنان اوس په یوه خبره زړه خوشالولی شي او هغه دا چې اوس لږ تر لږه د دې احتمال شته چې ولسمشر ټرمپ راتلونکې ټاکنې وبایلي.
کرونا وېروس د امریکا طبي، ټولنیز او اقتصادي خدمات سخت ځپلي، خو له دې وبا ور هاخوا نورې خبرې هم روانې دي.
د برېټانیا حکومت په دې لټه کې دی چې له اروپایي ټولنې تر بیلتون وروسته د دې بیلتون ګټه وخوري او د “نړیوالې برېټانیا” په شعار سره خپله نوې بهرنۍ پالیسي پیل کړي.
اوس د نړۍ مشران د خپلو راتلونکو پلانونو لپاره باید دوه حالته په نظر کې ونیسي؛ یو د ولسمشر ټرمپ د واکمنۍ دوام او بل راتلونکې جنوري میاشت په امریکا کې یو نوی حکومت.
که حکومت بدل شي او د روسیې د جایزو له کبله د امریکایي پوځیانو د وژنې خبره رښتیا ثابته شي، د جوبایډن اداره به یې له روسیې خامخا پوښتنه کوي.