جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي څېره

عبدالجبار قهرمان

جواد تیموري

اکتوبر 30, 2018
in څېره
0 0

تورن جنرال عبدالجبار قهرمان د محمد حسن زوی و چې په ۱۳۳۷ لمریز کال کې یې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې.

قهرمان لومړنۍ زده کړې په خپل کلي او کور کې تر سره کړې او وروسته د هغې علاقې له مخې چې له نظامي چارو سره یې درلوده، د کابل حربي ښوونځي ته شامل شو او په ۱۳۶۱ لمریز کال کې یې له دغه ښوونځي څخه د دوولسم ټولګي سند ترلاسه کړ. نوموړی په همدې کال د کابل حربي پوهنتون ته بریالی شو او په ۱۳۶۳ لمریز کال کې یې له دغه پوهنتون څخه د ساینس په برخه کې د لېسانس په کچه سند واخیست. نوموړي په پښتو سربېره په دري او روسي ژبو هم خبرې کولې.

تورن جنرال عبدالجبار قهرمان له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته لس کاله د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ ‎د ملي اردو د قوماندان په توګه دنده ترسره کړه او رتبه یې تر تورن جنرالۍ پورې رسېدلې وه.

نوموړی دوه کاله وړاندې کله چې په سوېلي ولایت هلمند کې جګړو زور واخیست، د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د جګړې د مدیریت لپاره دغه ولایت ته د خپل استازي او اپراتیفي مشر په توګه ولېږل شو چې جګړه یې تر ډېره کابو کړه او دغه ولایت یې د سقوط له ګواښ څخه وژغوره.

عبدالجبار قهرمان لښکرګاه ښار ته په داسې حال کې ورسېد چې جګړه د دغه ښار تر څو کیلو مترۍ پورې را رسېدلې وه. له رسېدو سره سم د ولايت مقام ته ولاړ. له هماغه ځايه يې د تبليغاتي جګړې پر ضد خپله ياغي او توپاني ژبه پرانيسته. هغه چې د لښکرګاه د سقوط هدف يې فرضي بللی و، د شهيد قهرمان تر تبليغاتي جګړې لاندې راګیر شول. قهرمان د ملت په ګډون د جګړې ټولو جنګياليو ته خورا ستر مورال او غښتلې انګېزه ورکړه.

قهرمان د غښتلې تبليغاتي جګړې په څنګ کې عملاً د جګړې کرښو ته مخ ور واړاوه. د هلمند د هغه وخت د ملي امنيت د ریيس تورن جنرال ياسين خان سره يې په ګډه د سونګريانو په نوم لښکر جوړ کړ چې وخت ناوخته به یې د وسله والو طالبانو په پټنځایونو او د جګړو پر کرښو بریدونه کول.

سونګريان چې موټرونه، وسلې او جامې يې د وسله والو مخالفينو په څېر وې؛ په دې وتوانېدل چې د خپل دښمن منځته ځانونه ور واچوي، دغه سرتېري د نفوذي لاسته راوړنو ترڅنګ په جبهه يي جګړه کې هم ور ښکېل شول. قهرمان دغه مهال سمدلاسه خپله ځيرکتيا او استخباراتي تجربه په کار واچوله، د عملياتي قوې قوماندانان او سرتېري يې راغونډ کړل او د جګړې لپاره يې پر واحدې قوماندې سلا کړل.

قهرمان د باباجي په خط کې سرتېرو ته په خطاب کې وويل چې: « تر بارامچې به خپل توريالی لښکر بيايي او هلته به د روانې جګړې رسۍ وشکوي.» قهرمان که څه هم په خپل دغه درې میاشتني ماموریت کې بارامچې ته ولاړو نه، خو تر موسی کلا، سنګين او نوزاد پورې یې ډېرې ساحې له وسله والو مخالفینو څخه ونیولې او دغه ولایت یې د سقوط له ګواښ څخه وژغوره.

قهرمان د هلمند د جګړې په اړه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو: «ما درې کاله د هلمند د جګړې مشري پر غاړه درلوده، زما له راتګ څخه څو ورځې مخکې وسله والو طالبانو په لښکرګاه ښار سخت بریدونه وکړل او له امنیتي ځواکونو څخه یې ځینې پوستې او سیمې هم ونیولې، خو زما له راتګ وروسته په دې وتوانېدو چې په دغه ولایت کې شته امنیتي ځواکونه بېرته منسجم کړو او د دښمن په مورچو تعرضي بریدونه پیل  کړو. هلمند یوه ستراتېژیکه سیمه ده، دغه ولایت وسله والو مخالفینو ته ځانګړی ارزښت لري، که دوی یې په خپل کنټرول کې ولري، نو په دې مانا ده چې دوی به په ټول جنوب کې لوړ لاس ولري. نو له همدې امله که هلمند ناارامه وي، ټول افغانستان به ناارامه وي.»

قهرمان سربېره پر دې چې یو وطنپال او پیاوړی جنرال و، د ولسي جرګې په ۱۶مه دوره کې د هلمند ولایت د خلکو استازی او د دې جرګې د شکایتونو د کمېسیون غړیتوب یې هم درلود.

د ولسي جرګې غړی عبدالستار درزابي د نوموړي په اړه وایي: «تل به يې خلک یووالي، یو نظر، همدلي او یو اړختوب ته رابلل، د واحد، خپلواک او مستقل افغانستان د جوړېدو په خاطر يې دعوت کاوه.»

عبدالجبار قهرمان سربېره پر دې د هېواد په رسنیو کې هم وخت ناوخته د افغانستان په روانو حالاتو بحثونه کول او تر ډېره یې ځینې حکومتي چارواکي په فساد او بې کفایتۍ تورنول.

پخوانی پوځي چارواکی، جنرال عتیق الله امرخېل یې په اړه وايي: «هغه ډېر وطندوست کس و، خلک پرې ګران وو، د فقیر، بېچاره، کارګر او کمزورو خلکو پلوی و.»

قهرمان تل پر سوله ټينګار کاوه، افغانان يې یووالي ته رابلل. هغه د افغانستان روانه جګړه پردۍ ګڼله او تل به یې سپارښتنه کوله چې دا جګړې پردۍ دي، تر هغو چې موږ  يې په خپله ونه دروو، نه درېږي.

قهرمان د ډاکتر نجیب د ګوند(د وطن ګوند) یو پیاوړی غړی و، دغه ګوند چې په ۶۰ مه لسیزه کې رامنځته شوی و، د افغانستان د پخواني ولسمشر او د دغه ګوند د مشر له وژل کېدو وروسته وپاشل شو، خو په دې وروستیو کې قهرمان په دې وتوانېد چې د دغه ګوند غړي بیا ځلې سره منسجم او دغه ګوند په پښو ودروي.

د وطن ګوند د بیا ځلي فعالیت او انسجام څخه وروسته قهرمان د یاد ګوند د انسجام د ریاست مسوولیت په غاړه واخیست.

د وطن ګوند د انسجام د سراسري کمېټې مرستیال، ایمل لیار له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي: « عبدالجبار قهرمان د وطن ګوند د بیا انسجام په برخه کې زیاتې هڅې وکړې.»

بالاخره د ولسي جرګې غړی، پیاوړی جنرال او نظامي د ۱۳۹۷ لمریز کال د تلې په ۲۵مه هغه مهال په هلمند ولایت کې په خپل دفتر کې د ښخ کړل شوي ماین په چاودنه کې له خپلو دریو نورو همکارانو سره یو ځای ووژل شو چې د ۱۳۹۷ لمریز کال د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره په کمپاین بوخت و.

د قهرمان مړی له هلمند ولایت څخه د الوتکې په واسطه کابل ته ولېږدول شو او جنازې یې د لوړ پوړو چارواکو، وکیلانو او د کورنۍ غړو په شتون کې په کابل کې د ولسي جرګې د غړو په ځانګړې هدیره کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خاوروته وسپارل شوه.

د عبدالجبار قهرمان په وژل کېدو د چارواکو ترڅنګ د ټولنیزو رسنیو ډېری ګډونوالو هم خواشیني وښوده او نوموړی یې په هېواد مین او زړور جنرال یاد کړ.

Share68Tweet9Share4

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In