۱- مطالعه د ذهني پیاوړتیا له یوه منظم جریان څخه عبارت ده
د ټلوېزیون برعکس کتاب تاسو مجبوروي چې له خپل مغز څخه ګټه واخلی. د مطالعې په وخت تاسو ډېر فکر کوی او ذکاوت مو پیاوړی کېږي.
۲- مطالعه د پوهې لپاره تهداب او پایې جوړوي
د ځمکې پر سر د هرې موضوع په اړه کتاب لیکل شوی چې د ضرورت په وخت کې کولای شی ترې ګټه واخلئ او مطالعه یې کړئ؛ ځکه د کتاب لوستل تاسو سره د موضوع په روښانه کولو کې مرسته کوي. په کتابونو کې داسې معلومات نغښتل شوي وي چې ډېر کله په صنف کې د استاد له خولې نه راوځي او یا هم پرې بحث نه کېږي.
۳- مطالعه کول ستاسو لغوي پانګه زیاتوي
په یاد به مو وي چې پخوا به مو څه ډول د یوه لغت اصلي مانا زده کوله او یادوله به مو؟ همدا د کتاب ګټه ده چې اوس په ډېرې اسانۍ سره کولای شی په کم وخت کې د یوه لغت مانا زده کړی. په ځانګړي ډول کله چې تاسو لوی لوی کتابونه مطالعه کوی، له ګڼ شمېر نویو لغتونو سره اشنا کېږی چې په زده کولو سره مو یې لغوي پانګه زیاتېږي. مطالعه تاسو ته دا چانس درکوي څو د نړۍ له بېلابېلو فرهنګونو او جغرافیو سره اشنا شی.