دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

    یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

    بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

    یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

    بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

سنډې ټايمز: امريکا د کورنۍ جګړې پر پوله ولاړه ده

اکتوبر 30, 2018
in لیکنې
0 0

 

امريکايي ورځپاڼې سنډې ټايمز په خپله يوه مقاله کې ګواښ کړی چې امريکا په حاضر وخت کې له بل هر وخت ډېره وېشلې او شکېدلې ده، چې له امله يې هېواد د دويم ځل لپاره د يوې حقيقي کورنۍ جګړې پر پولو ولاړ دی. سرچينې پر امريکايانو غږ کړی چې بايد بيدار اوسي.

د انګرېز ليکوال نيال فيرګسون دغه مقاله کې څرګنده شوې چې امريکا اوسمهال له بل هر وخت ډېره هغې خونړۍ ټولوژنې ته نږدې ده، چې اتحادي ځواکونو پکې د ۱۸۶۱ کال په اپرېل کې پر لويديځه کارولينا بريد وکړ.

نوموړي دې ته اشاره کړې چې تېره اونۍ د ولسمشر ټرمپ مشهورو منتقدينو ته د چاودېدونکو کڅوړو د استولو عمليه په امريکا کې د دویمې کورنۍ جګړې د وړاندوينو يوه کيلي ده، چې په پيټسبرګ کې د يهودو پر عبادتځای د وړمې ورځې بريد يې نور پخلی هم کوي.

د ليکوال په وينا، ښي اړخي او چپيان دواړه د يو بل پر ضد ډېره ترخه ژبه کاروي او دا بشپړه څرګنده ده، چې د سياسي تاوتريخوالي د پېښو د ډېرېدا شونتيا شته.

د تاريخپوه ګواهي

ليکوال وړاندې ليکي چې که څوک د کورنۍ جګړې د بيا پيلېدو په اړه خبرې وکړي نو له پامه غورځول کېږي، ځکه ګومان کېږي دوی د وېرې خپرولو هڅه کوي، خو کله چې د ويکټور ډيوېس هانسون په څېر تاريخپوه ګواښ وکړي چې امريکا د کورنۍ جګړې په درشل کې ده، نو بايد ټول بيدار واوسي:

«په متحده ايالاتو کې د سياسي بې ‌ثباتۍ ډېرې نښې نښانې شته، په ځانګړي ډول د مساوات نه شتون، د ۲۰۲۰ په رارسېدو به دا نښې تر ټولو لوړې کچې ته پورته شي او هېواد به له يوې ترخې کودتا سره مخ کړي».

ليکوال د يوه بل امريکايي ليکوال ريهان مرشد سلام نوي کتاب ته اشاره کړې چې په وينا يې که د کډوالۍ په تګلاره کې اساسي اصلاحات را نه وستل شي، وضعيت به خورا خراب شی. دغه ليکوال د امريکا د اجتماعياتو د پوه پيټر تورشين د هغه څرګندونو پخلی کړی چې د امريکا وضعيت ښه نه دی او په راتلونکو څو کلونو کې به پر يوه کودتا بدل شي.

ايډيالوژيک وېش

تورشين د دليل په توګه وايي چې نړيوالتوب، انټرنېټ، چپيانو ته د ټولنو ميلان او نامنظمه کډوالي هغه څه دي چې امريکايان يې له فکري پلوه سره وېشلي او جغرافيوي بڼه هم اخلي.

فيرګسون تبصره کوي چې د امريکا اوسنۍ سياسي فضا تورشين اړ کړی چې د ۱۹مې پېړۍ د نيمايي د وخت له امريکا سره يې ورته وبولي، بلکې ان له ميلاده پنځه پېړۍ مخکې د يونان له حالت سره يې ورته وبولي، چې کورنيو شخړو دا هېواد پر کوچنيو دولتونو ووېشه.

ليکوال دې ته اشاره کوي چې پر سياسي ډګر د چپيانو او ښي اړخو دوه کوچنۍ ډلې کولی شي، چې دا شخړې راوپاروي او چوپ اکثريت دې ته اړ کړي چې تاوتريخوالي يا ومني او لږ تر لږه پرې چوپ پاتې شي.

لومړۍ کورنۍ جګړه

مقاله څرګندوي چې امريکايان د ۱۹مې پېړۍ په نيمايي کې د مرييتانې د قضيې په سر وېشل شوي وو او دغه بېلتون په ۱۸۶۰ کې ولسمشرۍ ته د ابراهام لينکولن له رسېدو سره سم د دې لامل شو چې ۷ لويديځ ايالتونه جلا شي او لومړۍ کورنۍ جګړه پيل شي.

ليکوال خپله مقاله پر دې پای ته رسولې چې امريکايان اوسمهال پر ګڼو مسالو سره اختلاف لري او که لوی ګوندونه په راتلونکو ټاکنو کې بېل بېل نوماندان ولري او ټرمپ د دويم ځل ولسمشر کېدو هڅه وکړي، نو په امريکا کې به د ۱۸۶۰ کال په څېر وضعيت رامنځته شي. د هغه په وينا دې خبرې ته د ولسمشر ټرمپ پخواني ستر سلاکار سټېف بان متوجه کړی دی.

Share22Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

یونیسف: د نیپال له سېلاب ځپلو ماشومانو او کورنیو سره مالي مرسته وکړئ

سپتمبر 7, 2026

ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

سپتمبر 7, 2026

یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

سپتمبر 7, 2026

روسي سوداګر: د رېل له لارې روسیې ته د افغان تازه مېوو د صادراتو هڅه کوو

سپتمبر 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In