پر یوه وخت له ګڼو ستونزو سره مخ کېدو، د ملي یووالي له حکومت څخه لومړیتوبونه ورک کړي دي. دولت کله امنیتي ننګونې دومره بوخت کړي چې د نورو ټولو ستونزو حل ترې پاتې شي، کله بیا پر اقتصادي برخه دومره تمرکز وکړي چې د حکومتولۍ نورو ټولو لومړیتوبونو ته شا کړي.
د ملي یووالي حکومت د کار په پیل کې له فساد سره مبارزه یو عمده لومړیتوب یاداوه. سره له دې چې په دې برخه کې بنسټیز کارونه ونه شول، خو ځینو سمبولیکو اقداماتو هم له دې شومې پدیدې چې له جګړې وروسته تر ټولو ستر ګواښ بلل کېږي او ان د جګړې د دوام د یوه عامل په سترګه ورته کتل کېږي، د خلاصون لپاره هیلې ژوندۍ کړې وې. تمه دا وه چې د وخت په تېرېدو سره به دغه سمبولیک اقدامات په تدریج د فساد د محوه کولو پر لور د بنسټیزو کارونو حد ته ورسېږي او په دې ډول به هغې ستونزې ته چې نظام له دننه خوري، یو معقول حل پیدا او د قانون حاکمیت ته به لاره هواره شي؛ خو داسې ونه شول. د ملي یووالي حکومت رهبرۍ هم د بېلابېلو عواملو له کبله له فساد سره مبارزې او د قانون رښتیني حاکمیت ته شا کړه. هغه سمبولیک اقدامات چې لږ تر لږه یې په دې برخه کې هیلې ژوندۍ ساتلې وې، هم په ټپه ودرېدل.
په اوسني وخت کې خو له فساد سره مبارزه په یو ډول له سیاسي بحثونو بېخي غورځېدلی لومړیتوب دی. د دولتي دستګاه ډېره برخه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره پر چمتووالي بوخته ده. په داسې حال کې که چېرې د اصلاحاتو یا بدلون لپاره سیاسي اراده موجوده وی، د ولسمشرۍ په دې دوره کې هم د پام وړ بدلونونه رامنځته کېدلی شوای. دغه کار د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د اوسني ټیم کار نور هم اسانه کولی شوای. دوی به ولس ته د رایې ترلاسه کولو په موخه د قناعت وړ دلیل درلود. د ژوندیو بېلګو په وړاندې کولو سره به یې ویلی شوی چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې چې د افغانانو د ژوند ټول اړخونه یې متاثره کړي، دومره لاسته راوړنې لرو او که بیا باور راباندې کېږي؛ دغه بهیر به لا چټک او ګړندی کړو.
ټولې هغه ناخوالې چې دولت ورسره لاس او ګرېوان دی، د درک وړ دي، خو له فساد سره مبارزه باید د دولت اساسي لومړیتوب وي. د جګړې د پای ته رسولو لپاره هم له فساد سره د رښتینې مبارزې اړتیا ده، ځکه دا پر نورو سربېره د جګړې د دوام یو عمده عامل هم دی. د حکومتولۍ په برخه کې نورې ستونزې او ننګونې باید له فساد سره مبارزه د دولت له لومړیتوب څخه ونه غورځوي.