د اقتصاد وزارت وايي، افغان حکومت له هرې هغې پروژې ملاتړ کوي چې د سیمې د لویو پروژو بحث پکې مطرح وي.
د اقتصاد وزارت چارواکي وايي، که څه هم د «سيپېک» په پروژه کې د افغانستان د ګډون په اړه څه نه وايي، خو ټینګار کوي چې افغان حکومت په سیمه کې د هرې سترې اقتصادي پروژې ملاتړ کوي.
د دغه وزارت ویاند سهراب بهمن وايي، سي پېک او ورته پروژې یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې په ټوله کې د سیمې د سترو اقتصادي همکاریو لپاره مهمې دي.
بهمن زیاته کړې: «هره پروژه چې په سیمه کې رامنځته او یا د اقتصادي لویو ګټو لپاره مطرح کېږي، افغانستان ورته لبیک وايي او ملاتړ یې کوي، څه چې د افغانستان په اړه مطرح او زموږ په سترو سیمه ییزو پروژو کې شامل وي، په ټوله کې هغه پروژې دي چې یوه له بلې سره اړیکه لري او هره یوه یې کولای شي، د سوداګرۍ، ترانزیټ او انرژۍ په برخو کې مرسته وکړي.»
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د پاکستان ځینو رسنیو د «سيپېک» د اقتصادي پروژې په ستراتېژۍ کې د افغانستان او ایران د مشارکت په اړه راپورونه خپاره کړي دي.
په راپور کې په اسلاماباد کې د چین د سفیر یانوجینګ په حواله ویل شوي چې افغانستان به په نږدې راتلونکي کې په دې پروژه کې برخه واخلي.
په راپور کې دا هم راغلي چې د «سيپېک» د پروژې ګټه به نه یوازې پاکستان او چین، بلکې د سیمې ټولو هېوادونو ته ورسېږي.
د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې د «سيپېک» پروژه یا د چین او پاکستان ګډ اقتصادي دهلېز هغه پروژه ده چې له چین نه پیلېږي او په مستقیمه توګه د پاکستان له خاورې تر ګواډر بندره رسېږي.
دغه وزارت وايي، افغانستان له پاکستان سره څو ځایه ګډه پوله لري او د چمن، غلام خان او تورخم د بندرونو له لارې، له دغه دهلېز سره نښلېدلی او کولای شي چې له دغو لارو د چین بازارونو، ګواډر او د اوبو نورو نږدې بندرونو ته لاسرسی پیدا کړي.
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو ځینې پوهان وايي، د «سيپېک» په پروژه کې د افغانستان شاملېدل مثبتې اغېزې لري او باید پام ورته وشي.
د اقتصادي چارو شنونکي سيدقياس سعيدي په دې اړه ازادي راډيو ته ويلي: «دا چې افغانستان په دې پروژه کې شاملېږي، ملاتړ او اغېزې یې هم زیاتېږي. دا چې امنیت یې تامین شي او د افغانستان، پاکستان او چین خلکو ته یې ګټې رسېږي، باید موږ یې ملاتړ وکړو.»
که څه هم افغان حکومت په دې پروژه کې د افغانستان د برخې اخیستو په اړه نظر نه دی څرګند کړی، خو سعیدي سپارښتنه کوي چې که افغانستان په دې پروژه کې د شاملېدو تصمیم نیسي، باید په افغانستان کې له خپلو نړیوالو متحدینو سره مشورې وکړي چې په راتلونکي کې له ستونزو سره مخ نه شي.
د ده په خبره، چین د امریکا کلک رقیب دی، امریکا له افغانستان سره ستراتېژیکه ملګرتیا لري، خو پاکستان بیا د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ښه نیت نه لري.