حکومت طالبان د تاوتریخوالي پر زیاتولو تورنوي او وايي چې دا تاوتریخوالی به د سولې هڅې زیانمنې او خلک ناهیلي کړي. طالبان بیا حکومت د سولې د خبرو په پیل کې پر خنډ جوړولو تورنوي او وايي چې د دوحې د تړون پر اساس باید پاتې طالب بندیان هم خوشي شي، څو د سولې خبرو ته لاره هواره شي. له دې سره د سولې په پروسه کې یو بندون رامنځ ته شوی چې ورسره بین الافغاني خبرې ځڼدیږي او جګړه زیاتیږي.
ټاکل شوې وه درې نیمې میاشتې وړاندې خبرې پیل شي، خو د بندیانو د خوشې کولو لانجې د جګړې دوام ته لاره هواره کړه او زرګونه افغانان ووژل شول. حکومت بیا هغه کار وکړ چې په پیل کې یې نه کاوه، ۴۴۰۰ طالب بندیان یې خوشې کړل، خو اوس ستونزه په ۶۰۰ بندیانو کې ده، چې حکومت یې نه خوشې کوي او وايي چې دوی جنايي بندیان دي. د حکومت دریځ له سولې سره له مخالفت پرته بله هېڅ مانا نه لري، ځکه چې که په دې ۶۰۰ بندیانو د سولې خبرې پیلېږي، نو پکار ده چې په خوشې کولو کې یې ځنډ ونه شي. د دغو بندیانو نه خوشې کول د جګړې د دوام سبب شوي، هره ورځ لسګونه افغانان وژل کېږي، نو که په دغو بندیانو خبرې پیلېږي او سولې ته لاره هواریږي، نه خوشې کول یې په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي. که خبره د قانون وي، نو حکومت خو په هره چاره کې د قانون پر مرۍ پښه اېښې او دلته چې خبره د افغانانو د هیلې او سولې ده، پکار ده چې قانون پلمه نه شي او بندیان خوشې شي. حکومت ځیني جنایتکاران خوشې کړل، ځینو ته یې څوکۍ ورکړې او ځینو یې هم په رتبو او امتیازونو ونازول، خو د سولې لپاره بیا دلته د قانون د واکمنۍ خبرې کوي، چې په واقعي مانا له دې ولس سره لوی ظلم دی.
طالبان هم باید نرمښت وکړي، د بندیانو د خوشې کولو لپاره له سیاسي لارو چارو کار واخلي، تاوتریخوالی زیات نه کړي، ځکه چې اوس جګړه پوره افغاني ده او زیان یې یو مخ افغانانو ته رسیږي. په جګړه کې د وژل کېدونکو افغانانو مړي د هغوی کورونو ته نه ورځي چې د سولې په لاره کې خنډونه جوړوي، بلکې د هغوی کورونو ته ورځي چې سوله یې هیله ده او په دې برخه کې قربانۍ ته تیار دي. له همدې امله طالبان باید تاوتریخوالی نور هم کم کړي او هېڅ ډول زیادښت پکې را نه ولي. آن پکار ده چې طالبان له ځینو غوښتنو تېر شي. ښه ده چې د سولې لپاره ددغو ۶۰۰ کسانو له خوشې کولو هم تېر شي او یو څه نور هم ورته صبر وکړي، څو خبرې پیل شي. که له دې سره سره بیا هم چا د سولې د خبرو په پیل کې خنډ جوړاوه، ولس ته به معلوم شي او پراخ فشار به پرې راشي. د جګړې اوسنی زیان ولس ته اوړي، نو ځکه هر څوک چې له دې ولس سره مینه او خواخوږي لري، له خپله اړخه باید ډېره قرباني او انعطاف وښيي، څو د سولې پروسه بریالۍ شي او جګړهخوښي او د سولې ضد کسان ناکام او رسوا شي.