د ادارو ترمنځ د همغږۍ نشتون په افغانستان کې د دولتدارۍ یوه عمده ننګونه ده. په ګڼو مواردو کې د همدې ستونزې له کبله دولتي ادارې او بنسټونه په سمه بڼه د خپلو کارونو په ترسره کولو او خلکو ته پر وخت د خدماتو په رسولو کې پاتې راځي. د همغږۍ نشتون د چارو د پېچلتیا، د کارونو د ځنډ او د منابعو د ضایع کېدو لامل کېږي. دغه نیمګړتیا دغه راز ادارې له یو بل سره له همکارۍ هم راګرځوي، په ځینو مواردو کې خو یې ان د یو بل د پرېکړو ننګولو ته هم رسوي.
ټاکنیز کمېسیونونه د دې ستونزې یو مثال دی. لا هم د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون ترمنځ هغه همغږي چې باید وی، نشته. کله چې یو کمېسیون پرېکړه کوي، بل یې په خپلو چارو کې لاسوهنه انګېري او د هغه پرېکړې له عملي کولو سره د مرستې پر ځای د هغې ننګولو ته مخه کوي. ډېر کله د دوی پرېکړې له یو بل سره په څرګند ډول په ټکر کې کوي. دا نیمګړتیا په داسې حساسو شرایطو او مهمو ادارو لکه ټاکنیزو کمېسیونونو کې ډېرې ستونزې جوړولی شي. د ټاکنیزو کمېسیونونو په برخه کې دا قضیه په ځانګړي ډول په اوسني وخت کې چې د هغوی کړنو خلک پر ټاکنو بې باور کړي، د جدي اندېښنې وړ ده.
ټاکنیز کمېسیونونه چې تر اوسه یې لا د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې نه دي اعلان کړې او یواز څو میاشتې وروسته باید ولسمشریزې ټاکنې ترسره کړي، باید مخالفتونه یوه لوري ته کړي او د شته طرزالعملونو په رڼا کې په همغږۍ کار وکړي. د دې دواړو ادارو د شتون فلسفه د یوه او بل بشپړول دي، نه یو د بل ننګول. د ټاکنو په څېر له کړکېچه په ډکه مواردو کې د نظر اختلاف حتمي دی، خو هغوی باید دغه مخالفتونه د ګډ کار له لارې له منځه یوسي، نه دا چې له یو بل څخه د رسنیو له لارې شکایتونه وکړي. که هغوی په خپل منځ کې د جوړېدو فرصت نه لري، څنګه به خلک ډاډ ترلاسه کړي چې رایې یې په روڼتیا حسابېږي او بدلون رامنځته کولی شي. که د هغوی د کار په طرزالعملونو کې ستونزې او نیمګړتیاوې وي، باید د قوانینو په رڼا کې د حللارې ورته پیدا او د وظیفوي تداخل شونتیاوې له منځه یوسي.
که د ټاکنیزو کمېسیونونو جنجالونه او اختلافات پر وخت حل نه شي، د ټاکنو د پایلو پر مشروعیت سربېره د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره چمتووالی هم اغېزمنولی شي. پر دې سربېره دغه کار ولس نور هم پر ټاکنو بې باوره کوي. وړاندې له دې چې دا ستونزه ولسمشریزو ټاکنو ته وغځېږي، کمېسیونونو ته په کار ده چې ګډ کار وکړي او شته ستونزې حل کړي.