دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

    یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

    بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

    یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

    بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

د مولانا سمیع الحق وژنه، د کوم بدلون نښه ده؟

نوومبر 4, 2018
in دریځ
0 0

 د پاکستان د جمعیت علمای اسلام (س) ګوند او د لویې دیني مدرسې، دارالعلوم حقانیه مشر مولانا سمیع الحق د وژنې په تړاو بېلابېل نظرونه دي. ځینې کسان وايي چې هغه خپله د پاکستاني استخباراتو له خوا وژل شوی، خو ځینې بیا بېل نظر لري. د مولانا زوی حامد الحق وايي، ښايي د مولانا سمیع الحق د وژنې ترشا په پاکستان کې ځینې لاسونه وي، خو د ده په ټکو ددې ترشا هند، امریکا، اسراییل او بهرني لاسونه هم دي چې د بل چا په وسیله یې په پاکستان کې دا کار کړی.

د برید څرنګوالی، وخت، ځای، په پاکستان کې سیاسي بدلونونه او له افغانستان سره ځینې تړلي مسایل داسې دي چې ښکاره کوي د هغه مرګ د هغې لوبې برخه ده چې پاکستان یې له سترګو قدرتونو سره پر مخ وړي. اتیا کلن مولانا سمیع الحق مهمه مذهبي څېره وه چې د افغان جګړې ملاتړ یې کاوه او طالبان یې مجاهدین ګڼل. هغه نه یوازې دا چې په خبرو کې د طالبانو ملاتړ کاوه، بلکې د بشري ځواک او مالي مرستو په برابرولو کې یې هم ورسره مرسته کوله. که څه هم هغه دا کار د مذهبي دلایلو پر اساس توجیه کاوه، خو ویل کېږي چې هغه د پاکستان د پوځ او استخباراتو د پالیسیو له مخې دغه کار کاوه. دا چې د دغه کار انګېزه څه وه، جلا بحث دی، خو د هغو د کارونو ګټه مخامخ د پاکستان پوځ او استخباراتو تر لاسه کوله.

مولانا او ملګرو به یې تل د افغانستان د اشغال خبره کوله، خو په پاکستان کې یې د امریکايي ځواکونو، استخباراتو او د هغوی د سیاسي نفوذ په تړاو څه نه ویل. امریکا د پاکستان له خاورې پر افغانستان یرغل وکړ، د پاکستان پوځ او استخباراتو یې مرسته وکړه، ځمکنۍ لارې یې ورکړې، اډې یې ورکړې، سلګونه او زرګونه افغان، پاکستاني او عرب مسلمانان یې پر امریکا وپلورل، خو مولانا ددې هر څه په اړه غلی پاتې شو او یوازې په افغانستان کې یې د جګړې ملاتړ کاوه. له امریکا سره د افغانستان په اشغال کې د پاکستان له ښکاره مرستې سره سره هغه د پاکستان حکومت نه ملامتاوه او دا یې د مجبوریت پر اساس یو ډول مشروع کار باله. له بله اړخه په پاکستان کې ښکاره د اسلام خلاف قوانین حاکم دي او د پاکستان پوځ زرګونه پښتانه او هغه مجاهدین ووژل چې د پاکستان د پوځ خلاف یې جګړه کوله، خو په دغو ټولو چارو کې مولانا د پاکستان د پوځ او استخباراتو ملاتړ کاوه او په پاکستان کې یې جګړه نامشروع ګڼله.

د پاکستان پوځ او استخباراتو ته له دومره پراخ خدمت سره سره اوس ټول شواهد داسې دي چې ښيي د هغه په وژنه کې خپله پاکستاني استخبارات لاس لري. داسې ښکاري چې مولانا په پاکستان کې د ننه د ځینو مسایلو لپاره قرباني شو. له بله اړخه له امریکا سره په افغانستان کې د پاکستان په نوې معامله کې مولانا کار نه ورکاوه او ښايي ستونزې یې پیدا کړې وی. له همدې امله هغه نور ژوندی نه دی. که په لنډه ووایو مولانا په ژوند هم د پاکستان د پوځ او استخباراتو لپاره وکارول شو او وژنه یې هم د هغوی د ګټو لپاره د هغوی په لاس وشوه.

Share15Tweet10Share4

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

یونیسف: د نیپال له سېلاب ځپلو ماشومانو او کورنیو سره مالي مرسته وکړئ

سپتمبر 7, 2026

ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

سپتمبر 7, 2026

یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

سپتمبر 7, 2026

روسي سوداګر: د رېل له لارې روسیې ته د افغان تازه مېوو د صادراتو هڅه کوو

سپتمبر 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In