جوزجان په شمال زون کې يو له مهمو ولايتونو څخه دى، چې په دويمه درجه ولايتونو کې راځي. له ترکمنستان او ازبکستان سره ګډ پوله لري. دا ولايت د ګازو پراخه زېرمې او خورا تاريخي مخينې په درلودو سره په ٣٦،٦٦٥ عرض البلد او د طول البلد په ٦٥،٧٥٢ درجو کې پروت دى.
د سمندر له کچې يې لوړوالى ٣٨٠ متره او تر ټولو لوړه برخه يې د درزاب ولسوالي ده، چې د سمندر له سطحې نه ١١٧٠ متره لوړوالى لري، خو د خماب ولسوالۍ يې د سمندر له سطحې تر ټولو ټيټه ساحه ګڼل کېږي، چې د سمندر له سطحې څخه ٢٥٣ متره لوړوالى لري.
جوزجان د کابل شمال ته په ٥٥٥ کيلومترۍ کې پروت دى او د دې ترڅنګ په ختيځ کې له بلخ، په لوېديځ کې له فارياب او په سوېل کې له سرپل ولايت سره ګډه پوله لري.
د دې ولايت پراخوالى ١٤٦٦٦کيلومتره مربع اټکل شوى او د وګړو شمېر يې د شوې احصايې پر بنسټ څه باندې ٥٠٠ زره تنه ښودل شوى.
جوزجان د اقليم له اړخه په دوبي کې ډېر ګرم، خو په ژمي کې سوړ دى. په دوبي کې د دغه ولايت د ګرمۍ درجه تر ٤٦ پورې رسېږي، خو په ژمي کې يې د يخنۍ درجه له ٢٠ تر ٢٥ پورې ښکته راځي، د هوا دغه بدلونونه د دې ولايت په ټولو برخو کې يو ډول دي.
ولسوالۍ:
دغه ولایت د اداري وېش له مخې، په ١١ اداري واحدونو وېشل شوى، چې د مرکز شبرغان په ګډون له خماب، قرقين، اقچه، مرديان، فيض اباد، منګجيک، خانقاه، خواجه دوکوه، قوش تپې او درزاب ولسواليو څخه عبارت دي.
د جوزجان ډېرى اوسېدونکي له ترکمن او ازبک قومونو څخه تشکيل شوي، خو تر څنګ يې تاجک، پښتانه، هزاره، عرب، سادات، قزاق او ځینې نورې محدودې کورنۍ لکه پشه يان، جوګيان، نورستانيان، ايماق، قرغز او بلوچ هم په کې مېشتې دي، خو بيا هم ازبکان او ترکمنان د دې ولايت د اوسېدونکو اکثريت جوړوي.
د اوبو بندونه:
په جوزجان کې د اقچې او سرپل په نوم د اوبو دوه بندونه شته. دا بندونه د فيض اباد ولسوالۍ او سرپل-شبرغان لويې لارې په اوږدو کې موقعيت لري، سره له دې چې د وروستيو وچکاليو له امله د دغو بندونو اوبه وچې شوې، خو بيا هم ترې کروندګر په پراخه پيمانه استفاده کوي او زياتې ځمکې يې پرې خړوب کړې دي.
کلتور:
په دغه ولايت کې فرهنګي هڅې په ١٣٤٠ لمريز کال کې د ډيوې په نامه اونيزې په خپرېدو او د دولتي مطبعې په فعاليدو سره رسماً پيل او چټکې شوې. د جوزجان تېر تاريخ ته په پام سره دغه ولايت د هېواد له لرغونو ولايتونو څخه شمېرل کېږي.
اوسمهال په دغه ولايت کې د ملي ټلوېزيون تر څنګ، نور خصوصي ټلوېزیونونه هم فعالیت لري. اشراق فرهنګي ټولنه، د ژورنالېستانو ملي ټولنه، د ظهيرالدين محمدبابر ټولنه، د مخدوم قلي فراغي ټولنه، راه نو ټولنه، د سينماګرانو ټولنه، د ښوونکو ټولنه، د متقاعدينو ټولنه، د هنرمندانو ټولنه، د شهيدانو اومعلولينو ټولنه، د ښځو د سوکالۍ ټولنه، د راه سبز فرهنګي ټولنه او د قوش تپې د دغه ولايت له فعالو مدني بنسټونو څخه دي، چې کله کله په خپلو اړوند چارو کې بېلابېلې غونډې جوړوي.
د ولسمشر حامدکرزي د حکومت په راتګ سره د دغه ولايت ډېرو ځوانانو مطالعې ته مخ کړه او په دې ولايت کې پرعامه کتابتون سربېره، د اطلاعاتو او فرهنګ کتابتون، د ځينو ښوونځيو او لوړو زده کړو د موسسو کتابتونونه هم فعال او د مطالعې وړ دي.
پر کتابتونونو سربېره، ډېری کورسونه هم د خطاطۍ او مسلکي ژورناليزم په اړه فعال دي، چې د زده کوونکو شمېر يې سلګونو کسانو ته رسېږي.
تاريخي ابدات:
طلا تپه، يمشک تپه، د شبرغان بالاحصار، د حضرت ابن يمين شبرغاني مزار، د اقچې بالاحصار او د چغچي تاريخي کلا پاتې شوني ټول هغه څه دي، چې د دغه ولايت لرغونتوب ثابتوي.
طلا تپه د شبرغان ښار په پنځه کيلومترۍ کې موقعيت لري، چې د ٢٢ زرو طلايي کشف شوو اثارو په درلودلو سره د نړۍ بې ساري لرغونى اثر ګنل کېږي.
د طلا تپې د کشف څرنګوالى:
د افغانستان او پخواني شوروي اتحاد د لرغون پېژندونکو يوه ګډ پلاوي، د باختر د تاريخي او لرغونو سيمو د پېژندنې لپاره ډېرې پلټنې کړې دي.
دغه پلاوي خپل لومړى کار په ١٩٦٩ زيږديز کال کې د شبرغان ښار په پنځه کيلومترۍ کې پيل کړ. پلاوي په دغه ساحه کې خپلو پلټنو ته پوره لس کاله دوام ورکړ او د ١٩٧٩ کال په مني کې يې بشپړې کړې. دوى د خپلو لس کلنو پلټنو په ترڅ کې وتوانېدل، چې اوه قبرونه کشف کړي، چې د وخت د کمښت له امله يې يوازې شپږ وکيندل شول.
د دغو قبرونو د پلټنې په پايله کې د طلا خزانې هم کشف شوې، چې تاج، قوچ، ملابند، غوږ والۍ ، شلشه ، سکې، پښو بندونه يا پاى زېبونه، شنګوله، بشقاب، د سينګار صندوقچې، پوښ لرونکى مرتبان، د عاج شانې، د لاس لرګى، طلايي ملابند، د خنجرطلايي پوښ او د تورې طلايي قبضه په کې شامل دي.
په دغو توکو کې د نورو څېزونو ترڅنګ د يادو شوو جسدونو له جامو او نورو توکو له هرې جوړې څخه له٢٥٠٠ نه تر ٤٠ زرو پورې د سرو زرو ټوټې کارول شوې دي.
د طلا تپې له ساحې پرته، چې په ١٣٥٦ او ١٣٥٧ لمریز کال کې چې په کوشاني عصر پورې تړلې، له ٢٢ زرو څخه زياتې طلايي ټوټې لاس ته راغلې، ګڼې نورې داسې تپې هم شته، خو له طلا تپې پرته نورې تر علمي پلټنو او څېړنو لاندې نه دي نيول شوې.
د دې ترڅنګ په دغه ولايت کې د حضرت ابين يمين شبرغاني مدرسه، د ابوسلمان جوزجاني مدرسه، عزيزان جومات او مدرسه او په منګجيک ولسوالۍ کې د علم ليک بابا زيارت او خانقاه هغه ديني اماکن دي، چې د جوزجان د خلکو علمي او فرهنګي مخنيه وړاندې کوي.
موزيم:
د دغه ولايت په ودانۍ کې د موزيم لپاره يوه کوچنۍ اداره شته، چې په کې د پخوانيو پاچاهانو او ځینو شاعرانو د تصويرونو تر څنګ، د طلا تپې کشف شوي اثار شته.
مشاهير:
د جوزجان تاريخي او لرغونى ولايت په تېر او اوس کې ډېر مهم ټولنيز، علمي او سياسي شخصيتونه لري، چې د هېواد په سطحه يې په اړونده برخو کې خدمت کړى دى.
رسنۍ:
د پخواني ولسمشرحامد کرزي په مشرۍ د لنډمهالي او انتقالي حکومت په راتګ سره په دغه ولايت کې رسنيو صعودي پرمختګ کړى دى.
تر دې دورو وړاندې يوازې د جوزجانان او ګوارش په نامه دوه خپرونې فعالې وې، خو د طالبانو د حکومت له پرځېدو وروسته ګڼې انځوريزې، غږيزې او چاپي خپرونې په دې ولايت کې فعالې شوې دي .
پوهنه:
جوزجان د پوهنې په برخه کې د ځینو نورو ولايتونو په نسبت مخکښ دى، تېرو څو کلنو تپل شوو جګړو د دې ولايت پوهنيز سيسټم ته زيان نه دى رسولى، په ټولو ولسواليو کې ښوونځي فعال دي او په دې برخه کې کومه ستونزه نه تر سترګو کېږي.
د دغه ولايت په کچه څه باندې ٣٧٥ ښوونځي فعال دي، چې ٣ په کې انسټېټيوټونه او يوه هم د ښوونکو روزنې موسسه ده، چې د ٤٢ نجونو په شمول په کې له ١٧٥ زرو زيات زده کوونکي د څلور زره ښوونکو لخوا روزل کېږي .
د جوزجان پوهنتون هم په ١٣٨٠ لمريز کال تاسيس شوى او اوسمهال د ښوونې روزنې، اقتصاد، ساختماني انجنيرۍ، کمپيوټر ساينس، ټولنيزو علومو، کيمياوي ټکنالوژۍ، جيولوجي او کانونو په برخه کې په لوړه کچه محصلين لري، چې ٤٠ سلنه يې نجونې دي.
طبيعي سرچينې :
په جوزجان کې له ١٤٠ زياتې د طبيعي ګازو څاګانې شته، چې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پر مهال کيندل شوې، خو په ١٣٦٠ لمریز کال کې يې د خپل تګ پر مهال بېرته ډکې کړې دي.
اوسمهال څه باندې ٣٦ څاګانې فعالې دي، چې په شبرغان کې د څلورو زرو کورنيو، د خښتو او چونې پخونې په بټيو کې ترې کار اخيستل کېږي.
صنعت:
په دغه ولايت کې له کلالۍ او پوستين ګنډنې پرته، مسګري، زرګري، د غالۍ، ټغر او لمڅي اوبدنه او خامک ګنډنه هم دود ده او يو زيات شمېر صنعتکاران پرې بوخت دي.
د غالۍ او ټغر اوبدنې صنعت تر ډېره د اقچې، منګجيک، مريدان، فيض اباد، قرقين، خماب او خواجه دوکوه ولسوالۍ په خلکو پورې تړل کېږي، چې ډېرى ښځې يې ورباندې بوختې او د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې له دې لارې حل کوي.
د دې ولايت د اقچې غالۍ خورا مشهورې دي، دا مطلع چې وايي: «بيا بريم اقچه، قالين ببافيم تخته تخته) د دې ولسوالۍ د غاليو په لرغونتيا دلالت کوي. دا غالۍ هم د نورو هغو غوندې بهر ته صادرېږي.
د خامک ګنډنې صنعت هم په پاس يادو شوو ولسواليو کې دود دى او د کليو ښځې په دستمال، څادر، جامو، د سر شالونو، خوليو او يخنونو په جوړولو بوختې دي، که څه هم تر اوسه ورته کوم بهرنى بازار نه دى موندل شوى، خو د سيمې په بازارونو کې ځلېدلي دي.
کلالي هم د دغه ولايت له لاسي صنايعو څخه شمېرل کېږي، چې د ابو مسلم خراساني د سطلنت له مهاله دوده وه.
د دې تر څنګ، مسګران او پښان هم په دې ولايت لوښي او د کرنې وسايل جوړوي، چې په دې توګه يې خپل پخوانى وضعيت خوندي کړى دى. خو د صنعت وضعيت له تېرو دريو لسيزو راهيسې ورو ورو خرابېږي او خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
کرنه :
جوزجان ولايت د پراخه کرنيزو زېرمو په درلودلو سره د هېواد له کرنيزو ولايتونو څخه يو دى، چې او يا سلنه خلک يې پر کرنه او مالدراۍ بوخت دي.
د دغه ولايت په مربوطاتو کې ٢١٥ هکټاره کرنيزه ځمکه شته، خو دا چې فارياب کرنيزې سرچينې نه لري، نو د ځمکو يوه زياته برخه يې هم له کر څخه پاتې کېږي.
د دغه ولايت د کرنيزو اوبو سرچينې په بلخ او سرپل ولايتونو کې دي، چې له همدې امله د اقچې، مرديان، خانقاه، فيض اباد او منګجيک ولسواليو کروندګر د نهر بلخ له هژده سيند او د دوکوه او شبرغان د ځينو کليو کروندګر د سرپل له اوبو ګټه اخلي.
سره له دې چې په دغه ولايت کې غنم، وربشې، جوار، زغير، باجر، نخود، زيره او نور کرل کېږي، ٢٤ ډوله انګور هم په کې شته چې بېلابېل نومونه لکه تور کشمش، سپين کشمش، حسيني، چال سفيد، چال قره، تايفي، شورتاک، تور خليلي، سپين خليلي، علمن ويدي، ات ايمچک، شهابي سفيد، عاقلي، خرمايي، ګردک، لعل يکدانه، پسته نفيس، حارجي فخري، جنتي، هاب، قزل هابک، مسکه يي، شهابي سياه، شکر انګور او نور نومونه پرې اېښودل شوي او د پاليز او بڼوالۍ له اړخه ښه نوم لري.
اوسمهال د دغه ولايت عمده صادراتي توکي پر کرنيزو توکو سربېره له غاليو، ګيلم، هينګ، شيرين بويې، قره قل پست او وحشي مرخېړيو څخه جوړ شوي دي.
ورزش:
د جوزجان ولايت اوسېدونکي له اوږدو کلونو راهيسې له دوديزو لوبو لکه وزلوبه، پهلوانۍ، د سپيانو، چرګانو او اوښانو له جنګونې، سمنک مېلې، د نوروز مېلو، نڅا او پايکوبۍ، د لرګيو لوبې او نورو سره زياته لېوالتيا لري. خو توپ ډنډه، اکوبکې، تيږه اچونه، پټ پټونى او ځینې نورې هغه دوديزې لوبې دي، چې اوسمهال په دغه ولايت کې کمرنګه او د نويو لوبو په راتګ له ورکېدو سره مخ دي.
له دې پرته اوسمهال په دغه ولايت کې څه باندې ١٧ ورزشي فدراسيونونه فعال دي، چې تر پنځو زرو زيات ښځې او نارينه په کې سپورټ کوي.