دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

    یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

    بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

    یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

    بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

د مسکو غونډه کېږي، خو څه ډول؟

نوومبر 5, 2018
in دریځ
0 0

د افغان سولې په تړاو د مسکو غونډه د راتلونکې جمعې په ورځ کېږي. دا غونډه چې ټاکل شوې وه، څه وخت وړاندې شوې وی، خو د ملي یووالي حکومت په غوښتنه ځنډېدلې وه. اوس روسي چارواکو ویلي چې د افغانستان حکومت او طالبانو په ‌دې غونډه کې له ګډون سره موافقه کړې ده، خو حکومت وايي چې له روسیې سره په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه د غونډې پر دقیق وخت او څرنګوالي مو افقه نه ‎ده شوې. له دې سره داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې مسکو ځینو افغان سیاستوالو ته هم بلنه ورکړې ده چې په دې غونډه کې برخه واخلي.

د ملي یووالي حکومت پر دوو دلایلو د دې غونډې د ځنډ غوښتنه کړې وه. لومړی دا چې د دې غونډې د مشرۍ په اړه بحث وشي او معلومه شي چې مشري به یې څوک کوي. دویم دا چې په دې غونډه کې به د بحث موضوع او ډول څرنګه وي. حکومت څو ورځې وړاندې د سولې عالي شورا د دار الانشاء رییس اکرم خپلواک او د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال نصیر اندېشه مسکو ته د خبرو اترو لپاره  لېږلي وو. له دې سفر وروسته د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې دغه خبرې کومې ښکاره پایلې ته نه دي رسېدلې.

د افغانستان حکومت غوښتنه لري چې د دې غونډې مشري باید د افغانستان په لاس کې وي، خو دا هغه څه دي چې که یې مسکو ومني، نو طالبان به په غونډه کې ګډون ونه کړي. وسله وال طالبان له افغان حکومت سره خبرې نه کوي او بیا که د حکومت په مشرۍ غونډه جوړېږي، نو دوی پکې ګډون ته تیار نه دي. له همدې امله د ملي یووالي حکومت دا غوښتنه هم نه ده منل شوې. له بله اړخه حکومت غواړي چې په دې غونډه کې وسله وال مخالفین مخامخ له حکومت سره خبرې وکړي، خو طالبان بیا په دې غونډه کې بېله اجنډا لري. دوی د حکومت نوم نه اخلي، له امریکا سره پر خبرو ټینګار کوي او د سیمې له هېوادونو غواړي چې د دوی د دریځ ملاتړ وکړي. دا هغه څه دي چې نه طالبان ترې تېرېږي او نه یې هم د ملي یووالي حکومت منلو ته تیار دی.

له بله اړخه د ملي یووالي حکومت پر دریځ د امریکا سیوری هم خور دی. مسکو له وړاندې په دې غونډه کې خپل ګډون رد کړی او ویلي یې دي چې دوی یوازې د هغو هڅو ملاتړ کوي چې مشري یې افغانان کوي. کله چې امریکا ګډون ونه کړي، نو له یوه اړخه به د ملي یووالي حکومت د ګډون جرئت ونه کړي او له بله اړخه به دا ګډون ارزښتمن هم نه وي. امریکا نه غواړي چې د افغانستان د جګړې او سولې بحث د بل چا په رهبرۍ او مدیریت وشي. له بله اړخه ښايي دوی په داسې غونډو کې له جدي پوښتنو او غوښتنو سره مخ شي، نو ځکه غوره ګڼي چې ګډون پکې ونه کړي.

له بده مرغه د امریکا سیاستونه او د حکومت کمزوري د دې سبب شوې چې په دې غونډه کې د ملي یووالي حکومت ګډون او نه ګډون دواړه زموږ په زیان شي. که حکومت ګډون نه کوي، نو په سیمه ییزه کچه منزوي کېږي او که ګډون کوي، نو داسې یوې غونډې ته به مشروعیت ورکړي چې دوی پکې تر پښو لاندې کېږي او طالبان پکې د خپل قدرت او مشروعیت ننداره وړاندې کوي.

 

 

 

 

 

Share9Tweet6Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

یونیسف: د نیپال له سېلاب ځپلو ماشومانو او کورنیو سره مالي مرسته وکړئ

سپتمبر 7, 2026

ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

سپتمبر 7, 2026

یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

سپتمبر 7, 2026

روسي سوداګر: د رېل له لارې روسیې ته د افغان تازه مېوو د صادراتو هڅه کوو

سپتمبر 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In