پکتيکا د هېواد سوېل– ختيځ ته پروت ولايت دی، چې مېشتو وګړو يې د تاريخ په اوږدو کې د هېواد په جوړښت او دفاع کې ټاکونکې ونډه لرلې ده.
د پکتيکا ولايت شمال او شمال– لوېديځ ته غزني او د لوېديځ په يوه څنډه کې يې زابل او د پاکستان هېواد د بلوچستان ايالت موقعيت لري. سوېل او سوېل– لوېديځ ته له شمالي او سوېلي وزيرستان سره اوږده پوله لري. دغه ولايت له مرکز کابل څخه ۲۱۰ کيلومتره واټن لري، چې په درېيمه درجه ولايتونو کې راځي.
نوموړى ولايت له پاکستان هېواد سره ۳۶۰ کيلومتره اوږده پوله لري او مساحت يې۳۶۳۶۰ کيلومتره مربع دى.
پکتيکا د جغرافيوي موقعيت له پلوه د عرض البلد ۳۱.۵۹ تر ۳۳.۴۲ او د طول البلد ۶۷.۸۱ تر ۶۹.۵۴ درجو موقعيت لري.
دغه ولايت د اقليم له مخې، په اوړي کې تود وي او د حرارت درجه يې تر ۳۵ سانتيګراد پورې رسېږي او په ژمي کې يې هوا سړه وي، چې د حرارت درجه يې ان تر منفي ۱۰ – ۲۰ پورې هم رسېږي.
ولسوالۍ
دغه ولایت د اداري ويش له مخې پر مرکز سربېره، ١٩ ولسوالۍ مرکز ښرنه، مټاخان، يوسف خېل، يحی خېل، اومنه، سر روضه، زرغون شهر، جاني خېل، ګومل، سروبي، اورګون، زيړوک، نکه، ډيله خوشامند، وازه خواه، تروې، وړممۍ، برمل، ګيان او ميشت لري.
په دغه ولايت کې اکثريت پښتانه، خو په ځينو سيمو کې په کم شمېر تاجک هم مېشت دي. علي خېل، سلېمانخېل، خروټي، ځدراڼ، وزير، اندړ، اورګوني، سلېمانزي او دېګان يې مهشور قومونه دي.
د کليو شمېر يې ۲۳۷۰ دی او د مرکز په ګډون يې هره ولسوالۍ قومي شورا لري.
کلتور
په پکتيکا کې هم د نوي حکومت په راتلو سره کلتوري فعاليتونه پراخ شوي، رسنۍ فعالې شوې او کلتوري ټولنې هم ورسره رامنځ ته شوې دي.
په دغه ولایت کې دا مهال په اطلاعاتو او کلتور رياست او ځینو ښوونځيو کې کتابتونونه جوړ شوي، خو تر څنګ يې د ځینو فرهنګي کړيو له لوري هم عامه کتابتونونه پرانيستل شوي، چې خلک ترې ګټه پورته کوي؛ خو په هغه کچه نه دي چې لازمه ده.
په ياد ولايت کې د پکتيکا مدني ټولنه، د پکتيکا د خپلواکو ژورنالېستانو ټولنه، د پکتيکا د ځوانانو فرهنګي ټولنه، د اورګون د ځوانانو فرهنګي ټولنه، د ځوانانو عالي شورا، د پکتيکا د دوکاندارانو اتحاديه، د ښرنې د قومونو يووالي عالي شورا، غاټول ټولنه او پکتيکا ادبي بهير هم فعاليت کوي، چې وخت نا وخت ادبي او ټولنيزې غونډې جوړوي او مشاعرې کوي .
تاريخي ابدې
په پکتيکا کې ډېر تاريخي ځايونه شته، چې ښه بېلګه يې د ښرنې ښار ختيځ ته پطنه غونډۍ ده. دغه غونډۍ له اسلام څخه وړاندې اوږد تاريخي قدامت لري. دې ته ورته د پکتيکا ولايت په نورو سيمو کې هم تاريخي ځايونه شته، چې د ګومل ولسوالۍ یې هم ډېره مشهوره ده او د خروټو د قوم له پيدايښت سره تړاو لري، ځکه چې ګومل د ټولو خروټو مور ده او له همدې ولسوالۍ څخه د خروټو د نسل شجره راپيل شوې ده.
د سيمې تاريخي ليکوالان په دې باور دي چې د ګومل په اړه د سلطان محمود غزنوي په وخت کې د پوځ د يوه افسر په سر يوې مېرمنې د ګومل په اړه دا ټپه هغه وخت وويله، چې خاوند يې د هندوستان د فتح کولو لپاره تللی و او دغه افسر خالو نومېده.
که د خالو لښکرې راغلې – زه به ګومل ته د خپل يار ديدن ته ځمه
دغه راز په کې د ويس کرني بابا، باباجي صاحب، حيات بابا، ديوانه بابا، اغا مبارک، کاکا مبارک، زاهد بابا او جبار نيکه زيارتونه ډېر مشهور او تاريخي دي. په دغه ولایت کې د سيد جلال بخاري (رح) او ځینې نور مشهور ځايونه هم شته.
رسنۍ
د حامد کرزي د نوي حکومت په راتلو سره په دغه ولايت کې هم د نورو ولايتونو په څېر ځینو خپلواکو او دولتي رسنيو فعاليت پيل کړی دی.
دا مهال په دې ولايت کې يوه دولتي او څلور خصوصي راډيوګانې فعاليت کوي. دولتي يې پکتيکا ملي راډيو او خصوصي يې ټولنه ايف ايم، پښتون غږ، پکتين غږ او مېلمه راډيو نومېږي.
پر راډيوګانو سربېره، ځینې چاپي رسنۍ هم په کې فعاليت کوي، لکه پکتيکا مجله، فکري رغون، ښرنې جریده، ټولنه مجله، غاټول مجله او مېلمه مجله.
پوهنه
که څه هم چې پکتيکا يو سرحدي ولايت دی او د پوهنې په برخه کې تخنيکي ستونزې لري؛ خو بيا هم په کې ټول ښوونځي پرانيستي دي.
په دغه و لايت کې کابو ۳۴۴ ښوونځي فعال دي، چې نجونې او هلکان په کې پر زده کړو بوخت دي. په پکتيکا ښار او ولسواليو کې د ځينو فرهنگي کړيو له لوري وړې کتابخانې پرانيستل شوې دي، خو هغه ډول چې لازمه ده استفاده ترې نه کيږي. په دغه ولایت کې دا مهال د اطلاعاتو او کلتور رياست له عامه کتابتون، د پښتون غږ کتابخانه، د غازې ادې عامه کتابتون، د ښوونځيو او لېسو کتابخانو سربېره، له ځینو نورو وړو کتابتونونو د مطالعې مينهوال استفاده کوي.
صنعت
د پکتيکا مسګران او پښان (اهنګران) د بزګرۍ، ترکاڼۍ او نورو چارو وسايل او لوښي لکه بېل، کلنګ، تېشه، رنده، مارتول، جبل، ديګونه او داسې نور څېزونه جوړوي چې لا يې هم ارزښت پر خپل ځای او ګرم بازار لري.
د دې تر څنګ، په دې ولايت کې ښځينه ګنډونکې هم په کار اخته دي او خپلې ورځنۍ کورنۍ اړتياوې له همدې لارې پوره کوي.
د مسګرۍ او اهنګرۍ تر څنګ په کې نجاري، ټغر او ليمڅي جوړول هم خورا ښه دود دی.
کرنه
په پکتيکا کې که څه هم چې دښتې ډېرې دي او حکومت يې خړوبونې ته پام نه دی کړی؛ خو بيا هم ۶۵ سلنه وګړي يې په بزګرۍ اخته دي. مشهور کرنيز پيداوار يې غنم، جوار، اوربشې، مۍ او لوبيا دي.
دغه ولایت د جلغوزيو او بادامو تر څنګ، انګور، مڼې او زردالو هم لري. جلغوزي يې په سروبي، اومني، ګيان، ګومل، زېړوک، نکه، چهارباران او سر روضه کې پيدا کېږي. انګور په مرکز يوسف خېل، خیرکوټ او مټاخان کې په زياته اندازه پيدا کېږي. مڼې او زردالو يې نږدې په ټولو سيمو کې بیا شته.
د دغه ولايت ډېری کروندګر او بزګران اوس د خپلو ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو ايستلو له برمو (ماشينونو) ګټه اخلي او وروستيو وچکاليو د دې ولايت د مرکز او ټولو ولسواليو ډېری کاريزونه وچ کړي، چې په ډېره کمه اندازه کاريزونه يې اوسمهال بهېږي. له بزګرۍ سره سره يې خلک په مالدارۍ هم اخته دي.
پکتيکا په پراخو دښتو سربېره، گڼ غرونه او ځنگلونه لري چې خلک يې د کاريزونو او خوړونو د اوبو تر څنگ، په ژورو څاگانو خپلې کرنيزې ځمکې او باغونه خړوبوي. په پکتيکاکې غنم، جوار، اوربشې للمي ريشې، شفتلې او د انگورو، مڼو، بادامو، زردالو په باغونو سربېره، د بېلابېلو ميوو او سبزيو پالېزونه لري. په غرونو کې يې د سون او په نجارۍ کې د استعمال د لرگيو گڼ ځنگلونه لري، چې ميوهجات يې د پکتيکا، نورو ولايتونو او له هېواد نه د باندې هم صادرېږي.
وحشي حیوانات
په دغه ولايت کې هغه مهال چې غرونه يې گڼو ځنگلونو پوښلي وو، بې شمېره او ډول ډول وحشي حيوانات لکه پړانگان، زمري، ليوان، هوسۍ او داسې نور موجود وو، خو په دې وروستيو کې د دغه ولايت د څو ولسواليو چې د غرونو بوټې او ونې یې وهل شوي دي، د حيواناتو شمېر هم پکې خورا کم شوی دی، حتی چې په ځينو سيمو کې په نشت حساب دي. د دغه ولايت په لرې پرتو سيمو او د ښار په شاوخوا کې خلک زيات مالونه لري.
لوبې
په دغه ولایت کې خلک پر دوديزو لوبو سربېره، له نورو عصري لوبو لکه فوټبال، واليبال، باکسټبال او کرکټ سره هم مینه لري.
په دوديزو لوبو کې يې نېزه وهل، خوسی، چندکۍ، بېډۍ، مردکي، غېږه نيول، کوله شتره، پټ پټوني، چکه، پرې او کرم بوټ شامل دي.
پکتيکا د فوټبال، واليبال، او باسکټبال لپاره مناسب لوبغالي هم لري، چې د ځوانانو د فرهنګي ټولنې د مشر عزيزالله اميري په مالي لګښت جوړ شوي دي. که څه هم د لوبې مينهوال په دې ولايت کې ډېر دي؛ خو لا یې هم دولت سپورټي برخې ته لازمه پاملرنه نه ده کړې.