دانتې یا په افغانستان کې په دانته مشهور، ایټالیوي لیکوال دی. هغه په ۱۲۶۵ز کال کې داسې مهال چې اروپا د عیسوي دین د افراطي او لاس خوړلې بڼې له درکه په توره تیاره کې وه، زیږېدلی دی. هغه مشهور کتابونه لیکلي دي او تر ټولو مشهور یې بیا کمېډي دی، چې وروسته بیا د الهې کلمه هم ورسره ذکر شوه او نوم یې د الهې کميډي ته واوښت. دا کتاب د تاریخ په سلو مهمو کتابونو کې راځي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ادبیاتو مینهوال د دغه کتاب له نامه او منځپانګې سره اشنا دي. دانتې تر مرګ وروسته په ایټالیا، اروپا او اوس د سلګونو کلونو په تېرېدو په نړۍ کې مشهور نوم دی.
د دانتې پوره نوم دانتې آلیګیري دی. د هغه مشهور کتاب کمیډي د نړۍ په تاریخ کې بې بدیله شهکار ګڼل کېږي. دا د انسان د فکر او معنوي اړخ په اړه یوه ستره منظومه ګڼل کېږي. دی په دې منظومه کې دې خبرې ته اشاره کوي چې انسان د ارادې له اړخه ازاد دی او د همدې ازادۍ پر بنسټ دی د جزا او جایزې لایق ګرځي. د ده په حق کې عدالت تامینیږي او خپله بدله به اخلي. د دانتې کورنۍ په اشرافو کې راځي. خو سره له دې هم هغه د خپل ژوند پر مهال ساده و، ډېر زرین او رنګین ژوند یې نه خوښېده، بې ریا او بې دبدبې و. دی لا تنکی ځوان و چې مور یې مړه شوه. پلار یې بل واده وکړ، له خپلې میرې سره یې نه لګېده او هڅه یې کوله چې له خپل پلار، میرې او خپلو دوو میرزیو وروڼو لرې وي. سره له دې هم د دانتې له اثارو ښکاري چې هغه خوشاله ژوند درلود، له کورنۍ یې لرې و، خو بیا هم له کورنۍ ښې خاطرې لري.
دانتې په خپل کور او بیا له هغه وروسته د هغه مهال د فلورانس د راهبانو په ښوونځیو کې زده کړې پیل کړې. دا مذهبي ښوونځي وو چې راهبانو به یوازې د اشرافو اولادونو ته هلته د زده کړو اجازه ورکوله. ده هلته ګڼ کتابونه ولوستل او له خپل ځان سره یې په نوې ځوانۍ کې د ادبیاتو مطالعه پيل کړه.
په ۱۲۸۳ ز کال کې دانتې د اشرافو د کورنۍ له یوې پېغلې سره واده وکړ. ویل کېږي چې له دې نجلۍ د دوو اولادونو پلار شو. یو یې زوی او بله لور. د دانتې د اثارو له مطالعې ښکاري چې هغه له دې واده هېڅ خوشاله نه و، هېڅ احساس یې نه درلود او نه هم د ده په ژوند کې اغېزناک و. په خپلو اثارو کې یې د ژوند، اولادونو او خپلې مېرمنې په اړه هېڅ نه دي لیکلي. خو ویل کېږي چې د دانتې په ژوند کې بله مېرمن وه او د ده پر ژوند یې پوره اغېز درلود. دانتې دا د فلورانس له شپېتو ښکلو ښځو یاده کړې وه. دانتې وایي، له ډېرې مودې وروسته له دې مېرمنې سره معرفي کېږي او بیا یې د هغې شخصیت او ښکلا پر هنر او ادبیاتو اغېز کوي.
د دانته د اثارو څېړونکي وایي، دا مېرمن بيچه نومېده. د فلورانس اوسېدونکې وه چې وروسته یې د یوه بانکوال له زوی سره واده وکړ. دانتې یې په اثارو کې د بیاتریچه په نامه یادوي او د هغه لیدل د ځان لپاره د خوښۍ لامل بولي. خو په لنډه توګه که ووایو، تر ډېره دانتې له دې کسانو ځان ته یو خیالي او الهامي شخصیتونه جوړ کړي وو. لومړی همدا مېرمن او وروسته بیا یوه بله مېرمن د دانتې په ژوند کې راځي چې دی په خپلو شعرونو او ادبي لیکنو کې ځانګړی ځای ورکوي. دا څېرې لویوي او ځان ته یې د الهام او خوښۍ سرچینه بولي. دا ځانګړنه یوازې په دانتې کې نه ده، بلکې د نړۍ ډېری شاعران دي چې ځان ته یوه الهامي څېره پيدا کوي. ځان په هغه پورې تړي، دې تړاو ته یا مینه وايي او یا د کومې بلې عاطفي اړیکې نوم ورباندې ږدي، خو په ټوله کې یو رواني ډاډ دی چې لیکوال یا شاعر یې ځان ته ورکوي.
د ادبیاتو او مینې تر څنګ دانتې فعال سیاسي ژوند درلود. د فلورانس د حکومت واګې به تل د دوو ډلو تر منځ په کشمکش کې وه. یا به ګویلفیان ورباندې واکمن وو او یا هم ګیلبینیان. دانتې له ګویلفیانو سره و، دې خلکو د پاپ ملاتړ کاوه. ګیبلینیانو بیا د امپراتور اوامر منل. د دې دواړو قبیلو تر منځ به تل جګړې او ناندرۍ روانې وې. یو وخت بالاخره ګویلفیانو ښار ونیو. تر نیولو وروسته ورو ورو د دوی تر منځ اختلافات پیدا شول، دانتې هم له دوی خپله لار بېله کړه او له ګیبلینیانو سره یو ځای شو. وروسته وروسته دی په همدې مسئله محکوم هم شو.
د دانتې د سیاسي سفر لومړی مزل په ۱۲۹۵ز کال کې پیل شو. هغه مهال چې تازه تازه په سیاسي محفلونو کې په سیاسي څېره بدل شو. دی د دولت غړی و، د روغتیايي کارکوونکو د ټولنې غړی و، د فلورانس د خلکو د ولسي شورا غړی و او په ښار کې د اجرايي مقاماتو د ګومارلو د شورا غړی هم و. خو دا واک او ځواک تر ډېره یاري ورسره ونه کړه. وروسته وروسته د فلورانس حکومت دانتې د فساد، اختلاس، د پاپ پر وړاندې د توطئې په جوړولو، په فلورانس کې د ارامتیا د له منځه وړلو او نورو جرمونو په تور محاکمه او تبعید کړ. کله چې تبعید شو، هېڅ وخت یې خپلې هڅې ونه درولې او تل یې هڅه دا وه چې فلورانس ته را وګرځي. د فلورانس د حکومت چارواکو ته به یې لیکونه لېږل او له دوی به یې د تبعید د ختمولو غوښتنه کوله. د فلورانس د ښار په اړه به یې شعرونه لیکل او چارواکو ته به یې رالېږل. ده ټولې هڅه وکړې او غوښتل یې د یوه فلورانسي په توګه خپل بایللی هویت او حیثیت بېرته را وګرځوي. خو یوه خبره وه چې تر خپلو باورونو یوه زره هم نه راښکته کېده. حکومت تر ټولو مهم شرطونه همدا ورته اېښودل، چې خپل باورونه او فکر دې پرېږدي او د پاپ اطاعت دې وکړي؛ خو هغه ویل چې د ارادې پر ازادۍ باور لري او دا یې عقیده ده، نو د پاپ اطاعت ته اړ نه دی.
تبعید د لیکوال دانتې په ژوند کې ډېر بدلونونه راوستل. هغه ډېر سفرونه وکړل، د ايټالیا په شمال کې وګرځيد. د خپل ژوند وروستي کلونه یې هم په راونا کې تېر کړل. داسې ښکاري چې دا یې د ژوند اسانه کلونه وو، دی هم راحت و او ښایي نور له پښو لوېدلی و او د سفر، چکر یا ناندرۍ توان یې په وجود کې نه و.
په راونا کې له ځانګړي درناوي برخمن و. خلکو یې شعرونه لوستل. شاعرانو ورسره اړیکې لرلې، د دوزخ او برزخ په نامه د اثارو له خپرولو او منظومولو وروسته ډېر مشهور شوی و. د ایټالیا په ډېری ښارونو کې یې خلک په قدر پوه شوي وو، خو په فلورانس کې لا هم د ده پر ورتګ بندیز و او ګواښل شوی و که دغه ښار ته د ننه کېږي، نو د اعدام حکم به ورباندې اجرا شي.
د دانتې اثار
نوی ژوند یې له مشهورو کتابونو دی. مخکې مو هم وویل چې دا یې د فلورانس له یوې اوسېدونکې سره د مینې کیسه ده. د دانتې بل کتاب مېلمستیا نومېږي، هغه کتاب چې موږ د دانتې د دویمې مینې خاطراتو ته له ځان سره بیايي. دا کتاب یې ډېرو څېړونکو د مینې یوه ژوره فلسفه هم بللې ده. دانتې د مېلمستیا په کتاب کې په لوست او د عقل پر کارولو بحث کوي. دی په ډېره ښه توګه واضح کوي چې ولې او څه ډول انسان کولی شي د عقل په مرسته او ملګرتیا د خدای مینې او نږدېوالي ته ورسېږي. دی ښه استدلالونه راوړي او خپلې خبرې په ډېره ښه توګه واضح کوي او انسان ته دا ښيي چې عقل خدای ته د نږدې کېدو ښه لاره ده. له دې ټولو اثارو سره سره د دانتې تر ټولو ستر شهکار او بې بدیله اثر کمیډي دی. دا کتاب له دریو برخو جوړ شوی: دوزخ، برزخ او جنت.
د دانتې بل کتاب سلطنت نومېږي. په دې کتاب کې دانتې هڅه کوي چې د یوه سلطان یا پادشا په اړه خپل نظریات وړاندې کړي. د بشریت د سوکالۍ په اړ خبرې کوي او د یوه غیر روحاني سلطان ځانګړنې ښيي. دی فکر کوي چې نظریات یې د عدالت او برابرۍ په اړه نوي او ښه دي، خو څېړونکي وایي چې د دانتې نظریات د یادو مواردو په اړه زاړه او د تیاره پېړیو له نظریاتو سره کوم ځانګړی توپیر نه لري. په دویمه برخه کې بیا هڅه کوي چې د سلطان د پیروۍ په اړه خپل نظریات وړاندې کړي، پخواني روم ته ځي او دا چې دی ایټالیوی دی، نو رومیان په حقه بولي او په خبره یې نورو یې باید اطاعت کړی وای. په دویمه برخه کې غواړي چې داسې وښيي چې د روم امپراتوري سپېڅلې وه او په باور یې د خدای کمک ورسره و، نو ځکه پیاوړې وه او په همدې اړه یې یوه پوښتنه مطرحه کړې ده، چې وروسته یې ځوابونه ورته ویلي دي.
مخکې مو هم وویل چې د دانتې تر ټولو مشهور اثر کميډي دی. دا کتاب د نړۍ په سلو مهمو او مشهورو کتابونو کې ولاړ دی. کتاب په لومړي سر کې یوازې کميډي نومی دی چې وروسته د الهې کميډي نوم ورباندې کېښودل شو. دی وایي، پر دې کتاب یې ځکه کمیډي نوم اېښی چې کمیډي د کلیوالې سندرې په مانا دی او تل یې پای خوشاله کوونکی وي، نو ځکه ده هم له دوزخ پیل کړی، برزخ ته ځي او وروسته یې کتاب په جنت چې خوشاله کوونکی دی، پای ته رسېږي.
څوک په دې اړه معلومات نه لري چې د کمیډي منظومه څه وخت پیل شوه. لیکل یې څه وخت پيل شوي او پای یې په کوم کال کې و. دانته په خپله د دې کتاب په اړه وایي: غواړم دا کتاب خلک له تیارو وژغوري، ټولو هغو کسانو ته لارښود شي چې په دې نړۍ کې په تیارو کې لار ورکي دي. دانته وايي چې د کتاب عمده هدف یې د خدای په لور د سفر انځور دی. د پوهانو په باور، لیکوال په دې کتاب کې هڅه کړې چې هغه انځور وړاندې کړي چې خدای ته یې د رسېدو لپاره په خپل فکر کې جوړ کړی دی.
کتاب په دې جملو پیلېږي: د خپل ژوند د لارې په نیمایي کې مې ځان په یوه تیاره ځنګل کې پیدا کړ. سمه لاره مې ورکه کړې وه. د دې ببرو او لویو ځنګلونو څرنګوالی او څنګه والی که تاسې ته ووایم ډېره به سخته شي. دومره وېروونکي وو چې ان یادونه یې هم د انسان په زړه کې وېره پیدا کوي. خو زه په دې ځنګل کې ورک وم او اوس تاسې ته هغه څه وایم چې ما هلته لیدلي دي او زما مخې ته راغلي دي. دانتې همداسې ځي په ځنګل کې د ونو، بوټو، ژوو او نورو شته شیانو په اړه خبرې کوي او خپل سفر ته ادامه ورکوي.
دانتې خپل نظریات لرل، ځينې نظریات یې د معمولي خلکو نظریات وو چې ورسره منل شوي دي، خو ځینې یې لا هم د خلکو له غبرګون سره مخ دي. چا ته د منلو نه دي. د هغه وخت خبرې وې او اوس کوم ځای نه لري. خو بیا هم د نړیوالو ادبیاتو په برخه کې دانتې د مطالعې ځای لري.