لوئیز الیزابت ګلوک امریکایي شاعره او لیکواله ده. هغه په ۱۹۴۳ز کال کې زیږېدلې ده. نوموړې په ادبي برخه کې ډېرې جایزې ګټلې دي. د پولیتزر جایزه، د انساني علومو مډال، د کتاب ملي جایزه، د کتابونو د منتقدانو د حلقې جایزه، بولینګن جایزه او اوس تازه په تازه دغه ده د نوبل جایزې ګټونکې هم شوه. له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۴ز کال پورې یې د امریکا د غوره شاعرې جایزه هم ګټلې وه. روانه میاشت د نوبل جایزې بنسټ اعلا ن وکړ چې الیزابت ګلوک ته یې د غوره ادبي خدماتو له امله د نوبل د ادبیاتو جایزه ورکړې ده. نوبل بنسټ زیاته کړې چې هغه په خپلو بې تېروتنو شعرونو، ښایسته غږ او شاعرۍ باندې د فردي وجود یوه بېله نړۍ جوړه کړې ده.
ګلوک ته تر ډېره د ژوندلیک شاعره وایي. په دې مانا چې په شاعرۍ کې یې تر ډېره فردي او شخصي تجربې را اخیستې دي. د یوه ژوندلیک په څېر د خپل ژوند پېښې بیانوي. لوئیز په ژوند کې له ډول ډول پېښو سره مخ شوې ده. دې هر څه یې ژوند ته افسانهيي او اسطورهيي رنګ ورکړی دی. ګلوک په نیویارک کې وزیږېده، په لانګ آیلند کې لویه شوه، هغه د ښوونځي زده کوونکې وه چې په عصبي برخه کې له یوې ستونزې ځورېده. وروسته له دې ناروغۍ ورغېده، خو پر ژوند یې دې هر څه خپل اغېز درلود. په سارا لاورنس کالج کې یې د زده کړو لپاره نوملیکنه وکړه، کلمبیا پوهنتون ته لاړه، خو کوم سند یې تر لاسه نه شوی کړی. ګلوک په خپله شاعرۍ کې تر ډېره پر شخصي تمایلاتو او په تروما د اخته کېدو له ترخو تجربو خبرې کوي.
لوئیز ګلوک د دانیل ګلوک لور وه چې سیمه ییز سوداګر و. مور یې بیاتریس ګلوک نومېده چې په اصل کې د روسیې له یهودانو وه. نیکه او نیا یې بیا د هنګري له یهودانو وو، چې امریکا ته کډوال شوي وو. نیکه او نیا یې په دې بریالي شوي وو چې په امریکا کې د خوړو یو کوچنی پلورنځی جوړ کړي. پلار یې هیله لرله چې لیکوال شي، خو بخت ورسره یاري ونه کړه چې دې هیلې ته ورسېږي، بالاخره یې سوداګرۍ ته مخه کړه، خو مور یې ویلزلي کالج لوستی و. مور او پلار یې ګلوک ته په ماشومتوب کې کیسې کولې، د پخواني یونان افسانې به یې ورته لوستې، په هغه وخت کې دود شوي داستانونه یې ورته لوستل او ګلوک په همدې چاپېریال کې لویېدله. لا ماشومه وه چې له شعر ویلو سره یې مینه پیدا شوه او ماشومانه شعرونه به یې لیکل او زمزمه کول. هغه ښوونځي پیل کړ، خو مخکې مو هم وویل چې په عصبي برخه کې له تروما ځورېده، دا مسئله د دې سبب شوه چې په زده کړو کې یې ستونزې جوړې کړي. کالج ته مکمل وخت نه شوی ورتللی، نو ځکه یې زده کړې مکملې او پوره نه وې، رسمي سند یې وا نه خیست. ناروغي یې تر ډېره د زده کړو لپاره خنډ شوه. ګلوک بیا په ساراه لاورینس کالج کې د شعر لیکلو یوه ټولګي ته نوملیکنه وکړه. له ۱۹۶۳ز تر ۱۹۶۶ز کال پورې دلته وه. همدا راز یې د شعر لیکلو په یوه ورکشاپ کې په کولمبیا پوهنتون کې هم نوملیکنه وکړه. نوموړې وایي چې په دې ځای کې یې له دوو استادانو لیونئ آدامز او سټانلي کونتیز ډېره متاثره شوې وه او هغه د خپل پرمتخګ اصلي لاملین او مرستندویان بولي.
ګلوک له کولمبیا پوهنتون بې سنده فارغه شوه او هېڅ کوم تحصیلي سند یې له دې پوهنتون تر لاسه نه کړ. له دې وروسته اړ وه چې د خپل ژوند د تېرولو لپاره کار وکړي. لومړی یې کار په دفترونو کې له منشیتوب پيل کړ. په همدې وخت کې یې له چارلیز هرتز سره واده وکړ چې وروسته په طلاق ختم شو. په ۱۹۶۸ز کال کې ګلوک خپله لومړنۍ شعري تولګه د (Firstborn) په نامه چاپ کړه. بیا یې په ۱۹۷۱ز کال کې په ګوادرد کالج کې د شعر د استادې په توګه دنده پیل کړه. لومړنۍ شعري ټولګه یې په امریکا کې د شعر د منتقدینو او لیکوالانو له تاوده هرکلي سره مخ شوه. دویمه شعري ټولګه یې هم د استادۍ پر مهال لیکلې ده او دا ټولګه یې (The House on Marshland) نومېږي چې په ۱۹۷۵ز کال کې له چاپ راووته. د شاعرانو په وینا، دا په شعر کې یو نوی طرز، نوی غږ او نوی ډول دی چې لا به وغوړېږي او دوی د ګلوک لا بریا له ورایه لیدله.
ګلوک په ۱۹۸۰ز کال کې بله شعري ټولګه هم چاپ کړه، چې ځینو شعرونو باندې یې نیوکې وشوې او نقادانو ویل چې د هغه ځينې شعرونه د ماشومانو ضد دي او داسې څرګندوي چې ګواکې هغه د ماشومانو ضد شاعره ده. بلخوا په همدې کال کې د اورلګېدنې له امله په ورمونت کې د ګلوک کور وسوځېد او د نوموړې هر څه پکې وسوځېدل. دې پېښې یې پر ژوند ډېر اغېز وکړ او خورا خواشینې شوه. له دې وروسته یې په شاعرۍ کې نور بدلونونه هم راغلل. د دې مهال شعرونه یې بیا په ۱۹۸۵ز کال کې په (The Triumph of Achilles) نومې ټولګه کې راټول کړل. د هغه وخت نقادانو ویل چې د ګلوک دا شعري ټولګه تر نور ټولو پخوانیو ټولګو مخکښه ده، واضح ده او یو بېل نوی طرز پکې کارېدلی. همدا د ګلوک لومړنی اثر و چې هغې ته یې جایزه وګټله او نوموړې یې په امریکا کې مشهوره کړه.
ګلوک په ۱۹۸۴ز کال کې په ماسوچیست کې په ویلیامز کالج کې د انګلیسي د تدریس د برخې غړې شوه. یو کال وروسته یې پلار ومړ. دې پېښې یې پر ژوند خورا منفي اغېز وکړ. همدا لامل شو چې د مرګ او د پلار د مړینې ترخې تجربې په (Ararat) نومې شعري ټولګه کې راټولې کړي او په ۱۹۹۰ز کال کې یې چاپ کړي. دا کتاب د منتقدانو له توندو څرګندونو سره مخ شو. دوی دا کتاب د ظالمانه او وحشتناکه صحنو وړاندې کوونکی وباله. د نیویارک ټایمز یوه منتقد ډوایټ کارنر ولیکل چې دا د امریکایي ادبیاتو په تاریخ کې په تېرو ۲۵ کلونو کې تر ټولو وحشیانه لیکل شوی اثر دی. په دې اثر کې وېره، ناهیلي، درد، غمونه او تورې تیارې په شعري ژبه وړاندې شوې وې. همدا نقدونه د دې سبب شول چې ګلوک خپله بله شعري ټولګه له انځورونو، ښایستونو، طبعیت او خوشالیو له تصویرونو ډکه کړي او خواږه کلمات وکاروي. پر دې کتاب یې (The Wild Iris) نوم کېښود او په ۱۹۹۲ز کال کې چاپ شو. په دې کتاب کې یې د ژوند پر مانا، هدفونو، ښکلاوو او نورو بېلو مسایلو خبرې کړې دي. د نقادانو له تاوده هرکلي سره مخ شو او هغه یې یو مهم کار وباله.
۱۹۹۰یمه لسیزه د ګلوک په ژوند کې د بریاوو لسیزه وه، خو تر څنګ یې په شخصي ژوند کې هغه ډېرې ستونزې هم لرلې. له خاوند سره یې کشمکش و چې په پایله کې یې طلاق رامنځ ته شو، کورنۍ ستونزې یې ډېرې وې چې بیا یې دا ټولې تجربې شعر ته هم را ولېږدولې. په ۱۹۹۴ز کال کې یې د شعر لیکلو تر څنګ د شعر په اړه مقاله لیکل هم پيل کړل، چې بیا یې وروسته دا ټولې مقالې د یوه کتاب په بڼه چاپ کړې. ګلوک همداسې د ژوند خپلې هرې پېښې ته لیکل کړي دي او د ژوند ډېری تجربې یې په شعرونو کې منعکسې شوې دي. د ۲۰۰۱ ز کال د سپټمبر په یوولسمه چې کله په نیویارک کې ترهګریزه پېښه وشوه، نو د امریکایي وګړو پر رواني وضعیت یې خورا ناوړه اغېز وکړ. ګلوک هم له دې اغېز لرې نه وه، د همدې پېښې په تاثر یې په ۲۰۰۴ز کال کې یوه شعري ټولګه چاپ کړه چې په هغه کې یې د امریکا دغه پېښه او تر هغې وروسته وضعیت په یوه اوږد شعر کې انځور کړی و. کتاب شپږ برخې و، خو په اصل کې موضوع یوه وه. دا یې د یونان د پخوانیو اسطورو په تقلید لیکلی شعر و، چې تر ډېره د هغه پېښې اغېز او د امریکایي وګړو رواني ضربې او وضعیت پکې منعکس شوی و. نوموړې د همدې ادبي فعالیتونو په دوام د ډېرو امریکایي او نړیوالو جایزو تر څنګ، دا دی په ۲۰۲۰ز کال کې د ادبیاتو په برخه کې د نوبل جایزې ګټونکې شوه. نوموړې دا د ځان لپاره ستر ویاړ بللی دی او وایي، خپل احساسات نه شي بیانولی. هغې ته چې کله د نوبل بنسټ له لوري د جایزې د ورکړې په پار زنګ ووهل شو، حیرانه شوه. باور یې نه راتلو چې د نوبل جایزې له بنسټ به ورته زنګ وهل شوی وي. ګلوک د نوبل جایزې په تاریخ کې د ادبیاتو په برخه کې د دې جایزې شپاړسمه ښځینه ګټونکې ده.
ګلوک خپل ځانګړی سبک لري. هغه په شاعرۍ کې له دې امله مشهوره ده چې کلمات دقیق کاروي. په دې مانا چې د ژبې له کارونې سره له پوره دقت کار اخلي. هغه د کلماتو؛ مفاهمو او اصلیت ته ډېره توجه کوي. نه غواړي چې د خپلې قافیې د جوړولو لپاره کلمات خراب کړي. د نوبل جایزې بنسټ هم ویلي چې د غلطۍ نه لرونکې شاعرۍ لپاره یې دغه جایزه ګټلې ده. نوموړې د کلماتو په کارونه کې هېڅ وخت تېروتنه نه کوي. امریکایي منتقدین یې له دې امله ستايي او په دې باور دي چې شاعرۍ او لیکوالۍ یې د ژبې له ښه کولو سره هم مرسته کړې ده. امریکايي نقاد کریګ مورګان وایي، هغه داسې شاعره ده چې کلمات یې تل کامیاب او پر خپل ځای کارولي دي. هغه کلمات په سختۍ راټولوي او هېڅ وخت نه غواړي چې په اسانۍ یې وبایلي.
یو بل څه چې ګلوک یې محبوبه کړې ده هغه له مخاطب سره د نوموړې صداقت دی. هغه په پوره صداقت د خپل ژوند تجربې له مخاطب سره شریکوي او مخاطب یې هم اوري او له دې تجربو استفاده کوي. د ګلوک شاعرۍ ته ځکه د ژوند لیک لیکلو سبک وایي، ځکه هغه د خپل ژوند مهم موارد او پېښې په پوره مهارت لیکلې او تر لوستونکو رسولې دي. ځینې نقادان بیا وایي چې ګلوک یوه اعترافي یا اعتراف کوونکې شاعره ده، چې پر خپلو تېروتنو او ستونزو اعتراف کوي، خو ځینې نور بیا وایي چې دا اعترافونه نه دي، بلکې پېښې دي او په هغو مواردو کې د خپل ژوند خبرې کوي، چې اړتیا یې پېښېږي. د ګلوک په شاعرۍ کې متکلم خبرې کوي، مرکزي کس تل اول شخص دی او فردي تجربې شریکوي.
ګلوک دمګړۍ په امریکا کې ژوند کوي او هیله لري چې خپل ادبي خدمات یې لا پراخ کړي. د نوبل بنسټ ویلي چې هغه په شاعرۍ کې نوې لارې جوړې کړې دي، سبک یې ځانګړی دی، مهمې انساني تجربې یې لېږدولې دي، د خلکو پر ژوند یې د شاعرۍ اغېز ډېر دی، نو ځکه یې د ادبیاتو په برخه کې د نوبل ګټونکې بللې ده.