جلال الدین په زابل کې زیږېدلی او د سلطان معزالدین کیقباد په وخت کې د هغه د پوځونو لوی درستیز و. سلطان معزالدین کیقباد په دغه وخت کې فلج شوی و، خو وروسته درباریانو د ده درې کلن زوی کیومرث پاچا وټاکه، خو د سلطان جلال الدین پوځونو کیقباد بې وسلې کړ، ویې واژه او مړی یې په سیند کې وغورځاوه.
تر دې وروسته چې سلطان جلال الدین غلجی د هندوستان واکمن شو، نو تر ټولو مخکې يې خپل مشر زوی اختیارالدین ته د خان خانان، بل ته د هرکلي خان او خپل کشر زوی ته یې د قدر خان لقب ورکړ. سلطان جلال الدین غلجي خپل کشري ورور ته د پوځي چارو وزارت ورکړ. د سلطان جلال الدین وراره علاوالدین نومېده.
علاوالدین په هندوستان کې د غلجیانو د پېر اړوند مسلمان پاچا تېر شوی او هغه مهال چې د ده تره سلطان جلال الدین غلجی پر معزالدین کیقباد باندې بری وموند، نو دی په ۱۲۹۰ ز کال کې په هند کې د سلطنت په ګدۍ کېناست او د امیر تزک په نوم یې په ۱۳۰۳ز کال د(چتور) کلا له راتن سنګ نه ونیوله. سلطان علاوالدین د خپل تره له لور (ملکه جهان) سره لا پخوا واده کړی و.
سلطان علاوالدین هغه څوک و چې د خپل تره سلطان جلال الدین په مرسته یې په بهلسه او دکن کې هم د ډېرو خوځښتونو مخه ونیوله، خو علاو الدین د ځینو نورو امیرانو په سازش سلطان جلال الدین غلجی چې د ده تره و، وواژه او ټول واک یې په خپل لاس کې واخیست.
دا چې ولې هندوان پر نوموړي تورونه لګوي او بد یې ترې راځي، ایا لامل یې د ده افغانیت دی؟
په دې اړه د هند په پلازمېنه ممبی کې د پوهنتون د تاریخ استاد وایي:
«علاوالدین لکه څومره چې بد مشهور شوی دی، دومره بد سړی نه و. هغه که دومره بد وای، بیا یې دومره ملاتړي نه شوای موندلی چې دی یې پر مټ دومره ستر واک ته ورسېږي. دی یو مدبر سړی و باید درناوی یې وشي. کېدای شي تېروتنې یې کړې وي، خو زما د معلوماتو له مخې چې کره والی یې بیا هم د تاریخ لیکونکو مسوولیت دی، دومره ویلی شم چې که هغه بد نه وای، نو دومره به خلکو ترې کرکه نه کوله، ځکه په هند کې خو نور پښتانه واکمنان هم تېر شوي دي چې په اړه یې دومره بد قضاوتونه موږ او تاسې نه وینو. داسمه ده هېڅوک له نیمګړتیا خالي نه دي او دا هم طبیعي ده چې هرڅوک هر ډول څرګندونې کوي، خو موږ باید دومره بدبین و نه اوسو.»
ځینې بیا دومره بد ترې وړي چې نه غواړي د هغه نوم د خپل هېواد له یوې پېغلې سره د مینې په تار هم یاد کړي؛ ځکه شاوخوا یو نیم دوه کلونه مخکې هندي سینما بالیووډ د پدماواتي په نوم یو فلم کې د علاوالدین غلجي پر کیسه فلم جوړ کړ چې ډېری هندوانو یې له خپرېدو سره مخالفت وکړ. د فلم په لومړۍ صحنه جوړولو کې هم د راجپوتانو کرناني پوځ د فلم پر جوړښت برید کړی و. فلم کې د علاوالدین غلجي او چتوړ د ملکې پدماوتي د تړاو په هکله کیسه کېږي.
د همدې غبرګونونو په وخت کې یو تن اعتراض کوونکي وویل:
«که څوک نه غواړي چې موږ له هغه (علاوالدین) نه کرکه وکړو، نو ښه به وي چې په دې فلم کې له هغه سره د یوې هندۍ پېغلې د مینې کیسه وایستل شي؛ ځکه دا موږ ته شرم دی. هغه واکمن یو ظالم سړی و او کره شواهد شته چې نوموړی یو همجنس خوښونکی و او له خپل غلام ملک کافور سره یې جنسي اړیکې درلودې، موږ په دې فلم کې د هغه پر کیسه نیوکه لرو، باید خپور نه شي.»
بي بي سي د یاد فلم د خپرېدو پر وخت د غبرګونونو د راپورته کېدو په اړه په هغه وخت کې په خپله یوه لیکنه کې لیکلي چې په دې هکله د پوهېدو لپاره د تاریخ پاڼې کتل غواړي.
کافور په اصل کې د ډېلي د سلطان علاوالدین غلجي د غلامانو پوځي قومندان و. د تاریخ کتابونو کې راغلي دي چې د غلجي جنرال نصرت خان د ګجرات په یرغل کې ملک کافور ونیو او غلام یې کړ. وروسته یې هغه ته پرمختګ (واک) ورکړ.
د علاوالدین غلجي د پوځي قومندان په توګه ملک کافور مغولو ته ماتې ور کړه او بیا یې سوېلي هند کې د خپل واکمن د سوبې بیرغ ودراوه. پر دې سربېره ډېرو کتابونو کې د غلجي او کافور ترمنځ د ځانګړو اړیکو په هکله ډېر څه لیکل شوي دي.
په هند کې د ارونیتا او ایس قدوايي په کتاب (هند کې همجنس خوښي) کې راغلي چې ملک کافور د علاوالدین غلجي په پوځ کې له شاملېدو سره هغه ته زردیناری ویل کېده. د دې کتاب له مخې غلجي پر ملک کافور د ملک ناویات (نایاب) نوم کېښود.
شنونکی ضیاء الدین باراني د غلجي د وروستیو ورځو په اړه داسې وايي:
«په هغو څلورو- پنځو کلونو کې چې کله سلطان د خپل یاداښت د لیکلو په اړه ویلي وو، هغه له ملک ناویات سره په ژوره مینه کې ډوب، د حکومت او مامورانو ټول واک یې ور کړی و. یوه غلام ته د دومره واک ورکولو وجه څه وه، کله چې دا پوښتنه را پیدا کېږي، نو یو څه یې حتماً تر شا شته.»
خو ډېری تاریخ پوهان بیا دا ډول څرګندونې شک بولي. د پښتنو تاریخ پوهانو په خبره د کافور په اړه د هندوانو څرګندونې له شکونو پرته بل هېڅ هم نه دي. هغه وخت کې دا ډول کېسې ډېرې کېدې او ترې اسطورې جوړېدلې چې له حقیقت نه لرې دي او د سلطان په اړه د هندي وګړو قضاوتونه هېڅ د منلو وړ نه دي.
دوی په هغه وخت کې د مغلو واکمنۍ ته په اشارې، له خوشحال بابا کرکه یادوي او وایي په هغه وختونو کې چې مغل واک کې وو، د هغوی پر وړاندې هم دېته ورته ډېرې څرګندونې کېدې او په اړه یې کرکه ډېره وه. تاریخ لیکونکي یې لامل د قومونو ترمنځ د واکمنانو غیر معتدل چلند بولي.
هند کې د مغولو د واکمنۍ په هکله مشهور تاریخپوه هربنس مکیا وايي:
هغه مهال غلامانو ته دومره واک ور کول د حیراني خبره نه وه، ځکه هغه مهال کې د غلام مانا د اوس په څېر نه وه.
تاریخپوه مکیا وايي: «د غلامانو تر ټولو لویه ځانګړنه د هغوی مېړانه وه چې هغه څومره زړور سرتېری او څومره ژمن دی. کافور کې دا دواړه ځانګړنې وې.
په لندن کې د هندي تاریخ څارونکی پروفیسور فریډ برایډن وايي: «کافور سره د هغه د اړیکو په اړه څه نه شم ویلی، خو دومره ویلی شم چې کافور یو مشهور جنګیالی و چې د غلجي لپاره یې ډېر جنګونه وګټل.»
د تاریخ پوهانو په باور د نوموړي په اړه دې هندوانو دا ډول څرګندونې کېدای شي عقديي هم وي، خو وایي، نه کافور همجنس خوښی و او نه هم غلجي هغه سره جنسي اړیکه درلوده.
په هندي فلمونو کې د نوموړي په څېر پر ډېرو هغو کسانو چې د هند نه دي، خو هلته یې واکمنې کړې ده، ورته تورونه لګول کېږي چې د تاریخ لیکونکو په باور ډېری یې له داسې داستاني کتابونو اخیستل کېږي چې له تاریخ سره هېڅ تړاو نه لري.