د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د جګړو له امله ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي. جګړه له هغه وروسته پیل شوه چې په سیمه کې د ناقانونه وسله والو یوې ډلې د کندلانو پر کلي برید وکړ. ددې پېښې په تړاو نظرونه بېلابېل دي، څوک یې د خلکو او طالبانو جګړه ګڼي، څوک یې د خلکو او ناقانونه وسله والو جګړه ګڼي او څوک ورته د قومي جګړې نوم ورکوي.
په ارزګان کې ددې جګړې اصلي واقعیت څه دی او دا ستونزه څنګه حل کېدای شي؟
د خاص ارزګان اوسنۍ جګړې اوږده رېښه لري او ددې ستونزې زړي کلونه وړاندې کرل شوي دي. له څو کلونو راهیسې داسې مستند رپوټونه خپرېږي چې په ارزګان کې د حکیم شجاعي په نامه د ناقانونه وسله والو ډلو یو قوماندان هلته جرمونه او جنایتونه کوي. یوازې کورنیو رسنیو او بنسټونو نه، بلکې نړیوالو رسنیو او د بشري حقونو سازمانونو د حکیم شجاعي او د هغه د وسله والو د جنایتونو په اړه مستند رپوټونه خپاره کړل. له دې ټولو رپوټونو سره سره حکومت د حکیم شجاعي پر وړاندې هېڅ ګام پورته نه کړ. آن داسې رپوټونه هم خپاره شول چې حکیم شجاعي حکومتي ملاتړ لري. که څه هم حکومت دا رد کړې وه چې د شجاعي ملاتړ کوي، خو په حکومت کې ځینې کړۍ او اشخاص وو او شته چې د شجاعي ملاتړ یې کاوه او لا هم پر خپل دریځ ولاړ دي. ویل کېږي چې حیکم شجاعي تر دوو سوو پورې بې ګناه وګړي وژلي، ښځې، ماشومان، سپین ږیري او نور بې ګناه وګړي د هغه د جنایتونو قرباني دي. د کورونو سوځول، لوټل او آن د خلکو پر عزت تېری د هغه د جنایتونو یوه برخه وه. د ارزګان خلکو بیا بیا د دغو جنایتونو په اړه غږ پورته کړ، کابل ته راغلل او دلته یې چارواکو ته خپل غږ ورساوه، خو هېڅ هم ونه شول. د دغه کار پایله دا شوه چې د ارزګان خلک ورو ورو له حکومت څخه لرې شي او اوس د ارزګان لویه برخه د وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې ده.
تازه جګړې او نښتې هم له هغه وروسته شوې چې شجاعي د کندلانو په کلي کې جنایتونه کول او له یوه کور څخه یې په زوره د ښځې د بېولو هڅه کوله. په دغه وخت کې کلیوالو مقاوت کړی. له دې امله چې خلک بې وسلې او بې وسه دي او په سیمه کې حکومت نشته او یا یې مرسته نه کوي، نو خلکو د دفاع لپاره له وسله والو طالبانو مرسته غوښتې ده. وسله والو طالبانو د خلکو مرستې ته وردانګلي او اوږده جګړه شوې ده. اوس هم دا جګړه ختمه شوې نه ده او ډېر خلک له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.
په ارزګان کې د ستونزو رېښه معلومه ده او هغه د حکیم شجاعي او د هغه د ناقانونه وسله والو جنایتونه او پر وړاندې یې د حکومت سکوت دی. له همدې امله ستونزه زیاته شوې ده. اوس چې ولسمشر پلاوی ټاکلی، پلاوی باید بې پرې څېړنې وکړي او واقعیت را ښکاره کړي. که حکومت رښتیا غواړي چې د ارزګان ستونزه حل شي او هلته د قومي ستونزې مخه ونیسي، نو پکار ده چې د پلاوي د رپوټ له اورېدو وروسته هلته د ناقانونه وسله والو پر ضد جدي ګام پورته کړي او د خلکو ځان، مال او عزت خوندي کړي.