کله چې پر لاره تګ کوى، ښه ده چې پر لار د تګ خنډونه مو وپېژنى. هغه څه دي چې پر لاره ستاسې د تګ خنډ ګرځي؟ غواړى چې له کومې بدې پېښې سره مخ شی، ځان او يا بل زيانمن کړئ؟ نه، هېڅکله نه! همدا اصل مو هدف ته د رسېدو پر لار هم ملګرى کړئ. هغه څه چې ستاسې او هدف ترمنځ مو خنډ کېږي؛ مخکې له مخکې يې وپېژنئ، هغه څه دي؟ لاندې يې لولو:
۱ـ وېره
بريا ته د رسېدو پر لار مو وېره لوى دښمن ده. که يې درباندې حمله وکړه او خپل زندان ته يې واچوى، بيا ترې خلاصېدل او د خوښۍ ليدل ډېر سخت دي. جرئت وکړئ او په غټ زړه مو له وېرې سره مخ شئ. ترې وپوښتئ، هغه څه دي چې ما وېروي؟ ولې ترې وېرېږم؟ تر پېژندو وروسته مو وېره داسې يوې کندې ته خطا کړئ چې بيا يې هېڅکله مخ و نه وينى. د خپلې وېرې پر خلاف مو داسې يو کار شروع کړئ چې وېره مو وننګوي او هغې ته نور ستاسې وجود کې د اوسېدو چانس برابر نه کړي. دا کار څه دی؟ یوازې جرئت دی. دې کار ته دوام ورکړئ، دا درته د خوښۍ کور ښايي او تر بريا مو رسوي. که نه، همداسې لکه نن چې یاست، سبا به هم د وېرې په زندان کې بند پاتې وی. دا کار ډېر سخت نه دی، یوازې جرئت غواړي.
۲- ټنبلي
سست، ټنبل او بې علاقې مه اوسئ. دا مو بريا ته له رسېدو راګرځوي. سستي او ټنبلي مو د يوې شېبې ارام پر ځاى بيا ډېر وخت پر بې ځايه فکرونو او خپګان اخته کوي. ډېر کسان به مو لیدلي وي چې نن د ټنبلۍ او سستۍ له امله په سخت حالت کې ژوند کوي. دا سختي او بده ورځ بل چا نه ده پرې راوستې. دا هرڅه یې د خپلې ټنبلۍ او سستۍ له امله دي. که غواړى چې له داسې بدو ورځو او ستونزو څخه خوندي پاتې شئ، یوازې او یوازې له ټنبلۍ او سستۍ ځان وساتئ. تر هغې مو هڅې مه پرېږدئ، څو چې مو هدف ته نه یی رسېدلي. د ژوند خوند په حرکت کې دی، نه په راحت او سکون کې.
۳- موخه نه تعقيبول
ډېری وخت مو سيالي هغه وخت له لاسه وځي چې لا سيالي پاتې وي. بريا په راتلونکې پاڼه کې ده. د راتلونکې پاڼې لپاره پرله پسې نورې پاڼې واړوئ. وايي، په ټولګي کې درې مهم ځايونه دي: موقعيت، موقعيت او موقعيت. په موقعيت کې بيا دا درې نقطې مهمې دي: تعقيب، تعقيب او تعقيب. که مو ارام او له خونده ډک ژوند پر ځان لورېږي، موخې مو تعقیب کړئ. تعقیب حوصله او بیا بیا هڅه غواړي. که له یوې لارې مو موخې ته ونه رسېدی، د تعقیب او ورته رسېدو لار مو بدله کړئ. کېدای شي هغه لومړۍ لار چې تاسې انتخاب کړې وه، سمه نه وي، خو دا ناسموالی باید د موخې او هدف د پرېښودو لامل نه شي. که مو موخې پرله پسې تعقیب نه کړی، ورته رسېدل به مو له شګو د بند جوړول وي.
۴- بد باور
هغه څه چې زړه مو غواړي لاسته یې راوړی، لاسته راوړلی یې شی. له ځانه وپوښتئ چې ستاسې په اړه څه نظر لري، ښه او که بد؟ که مو نظر مات او منفي و، هغه څه چې غواړى تر لاسه يې کړى، نه يې شى ترلاسه کولی. په دې ډول به مو بد او منفي نظر لا غښتلى شي، داسې چې راتلونکى ژوند به مو سخت او له وېرې ډک کړي. دا کار بل څوک نه کوي او نه څوک دومره وخت لري چې ستاسې په مخ کې ډبونه جوړ کړي. دا کار تاسې خپله کوی. د ځان په اړه مو ښه نظر پياوړى کړئ، د هېندارې مخ ته ودرېږئ او ژوره ساه واخلئ، ځان خپله وستایئ، له ځان سره په وار وار ووایئ، زه پياوړی یم، زه پياوړی یم. هغه لارې چارې و څارئ چې پرې باوري ياست بريا ته مو رسوي.
۵- د مسووليت نه منل
زه د يوې ناحيې د پوليسو مشر وم، څو ورځې مخکې مې پوليسو ته وويل، دا دوه زندانيان محکمې ته بوځئ، زندانيانو د هغه څه په اړه چې پرې تورن شوي وو، بهانې کولې. ويل يې دا کار موږ نه دى کړى، زندان ته د هغوى له لوېدو وروسته مې پوليسو ته وويل، نابريالي او دا خلک دواړه يو شان بد عادت لري، دوى د خپل ژوند او کړي کار مسووليت نه مني. نو اصلي خبره دا ده چې تاسې د خپل ژوند مسوول ياست، څه مو چې کړي، ښه دي او که بد، ويې منئ. که مو ومنل، پوه شى چې د بريا لار مو پيداکړه. بل ته مه په تمه کېږئ او مه د کړي کار پړه پر بل چا اچوی. خپله هڅه وکړئ، د هغه کار پایلې ومنئ چې تاسې ترسره کړی، د بدو او ښو پایلو په اړه یې بل څوک مسوول مه نیسئ. دا ومنئ چې ستاسې مخ ته پراته کارونه بل څوک نه کوي.
۶- له ناوړه کسانو سره تګ راتګ
چاپېريال درباندې پوره اغېز لري، که مو د تګ راتګ ملګري ناوړه کسان وي؛ خوښۍ او هدف ته له رسېدو به مو لرې وساتي. د هغو کسانو په اړه چې ستاسې شاوخوا ژوند کوي يا مو تګ راتګ ورسره شته، فکر وکړئ، څنګه دي؟ ايا باصلاحيته او ستاسې هڅوونکي اشخاص دي؟ که نه، ترې لرې و اوسئ او خپله حرکت وکړئ. د ملګرو او هغو کسانو انتخاب په ښه غور او دقت سره وکړئ چې تاسې ورسره تګ راتګ کوی.
۷- لرليد نه لرل
بريالي کسان مخکې له دې چې تجربه يې کړي؛ د خپل راتلونکي(مياشتو او کلونو) تصور کوي. دوى د تصور کولو ځواک پيداکړى، هغه خوښۍ چې په ژوند، کورنۍ او چارو کې به يې لاسته راوړي، مخکې له مخکي تصور کوي. بریالي کسان د خپل راتلونکي په اړه ښه فکر کوي، هغه له خپلو هيلو او غوښتنو سره سم په ذهن کې انځوروي. دوی په همدې ډول خپله روحیه روزي، فکر او بالاخره کړه وړه یې داسې جوړه وي چې د عمل په وخت کې همداسې، لکه مخکې یې چې په اړه فکر کړی و، عمل کوي. د تصور نه شتون بد خنډ دى. کېنئ، د خپل راتلونکي په اړه ښه فکر وکړئ، هغه داسې جوړه کړئ، لکه څنګه مو چې زړه غواړي، وروسته ورته د رسېدو لپاره هم همداسې عمل وکړئ.