غور د افغانستان له مرکزي ولايتونو څخه دى، چې د بيارغونې له پلوه وروسته پاتې ولايت ګڼل کېږي. د کابل په ٤٨٠ کيلومترۍ او د هرات، بادغيس، فارياب، سرپل، اروزګان، هلمند، فراه او باميانو په ګاونډ کې پروت دى، خو له غوري دورې پاتې منار جام يې لرغونتوب زيات کړى دى.
غور ولايت يو غرنى ولايت دى، چې د جغرافيوي موقعيت له اړخه د شمالي عرض البلد په ٣١ درجو او ٣٤ دقيقو کې او د ختيځ طول البلد په ٢٥ درجو او ٦٥ دقيقو کې موقعيت او د سمندر له کچې ٢٢٥٠ متره لوړوالى لري.
د دغه ولايت پراخوالى ٣٨٦٠٠ زره کيلومتره مربع ته رسېږي، چې د وګړو اټکلي شمېر يې ٣٦٦ زره تنه دى او له ١٩٠٠ کليو څخه زيات په کې پراته دي.
د دې ولايت ډېرى سيمې د زياتو غرنيو سيمو په درلودلو سره يو ډول موسم نه لري، ځينې يې ډېرې يخې او ځينې نورې يې بيا نسبتاً معتدلې او ګرمې دي.
خپله د ولايت مرکز چغچران بيا د اوبو او هوا له اړخه دوه اقليمه دى، چې په سوېل، ختيځ او لوېديځ کې يې هوا سړه او واورينه، خو په ژمي کې يې نښلوونکې لارې د پنځو مياشتو لپاره د ترافيکو پر مخ تړل کېږي.
په عمومي ډول د دې ولايت لوړې سيمې واورينې او يخې؛ خو ښکتنۍ او هوارې سيمې يې نسبتاً ګرمې دي.
ولسوالۍ
غور ولايت د مرکز په ګډون ١٠ اداري واحدونه لري، چې مرکز يې د چغچران ښار او ولسوالۍ يې له تيوره، تولک، ساغر، پسابند، دولينه، شهرک، دولتيار، چهار سده او لعل وسر جنګل څخه عبارت دي.
د دې ولايت ډېرى استوګن په دري ژبه خبرې کوي او تر څنګ يې هزارګي ژبه هم له دې امله په کې دود ده، چې دا ولايت له باميانو سره ګډه پوله لري.
د اوبو بندونه
په غور ولايت کې د اوبو بندونه نشته، خو د هريرود، فراه رود او مرغاب سيندونه په کې بهېږي. ټاکل شوې چې د چغچران په ګرماب سيمه کې د هريرود سيند له پاسه د اوبو يو ستر بند جوړ شي، چې نه يوازې د برېښنا د نشتوالي ستونزه به حل کړي، بلکې زرګونه هکټاره ځمکه به هم خړوبه کړي.
تاريخي ابدات
کله چې د افغانستان د تاريخي اثارو په اړه خبره کېږي، نو د منار جام تر هر څه وړاندې د سړي ذهن ته ورځي. دا جام د غور ولايت د شهرک ولسوالۍ د شمال– ختيځ په ٦٠ کيلومترۍ کې د جام په کلي کې موقعيت لري، چې د ملګرو ملتونو د فرهنګي سازمان يونسکو لخوا د نړۍ په تاريخي اثارو کې شمېرل شوى دى.
منار جام د غوريانو په دوره کې د سلطان غياث الدين غوري د سطلنت پر مهال رغول شوى، چې د لرغونې معمارۍ او لوړوالي له اړخه د هندوستان په ډهلي کې له قطب منار څخه وروسته د نړۍ دويم کم پيدا شهکار او منار ګڼل کېږي.
د دې ولايت د دولتيار ولسوالۍ له کشک کهنه سيمې څخه هم د بودايي دورې ( له ٢- ٥ ميلادي پېړۍ) اثار تر لاسه شوي، چې لرغونوالى يې له اسلام څخه زر کاله وړاندې ښودل شوى دى.
د غوري دورې تاريخي ابده (قلعه ملک عنتر) هم په تولک ولسوالۍ کې ده، چې يو وخت د غوريانو ستر مرکز و، چې چنګيز يې هم په نيولو نه و توانېدلى.
د دې ولسوالۍ له ګاوګش تاريخي سيمې څخه هم په بېلابېلو ځانګړو ليکنو او تصويرونو ښکلې شوې د سرو زرو سکې تر لاسه شوې دي، چې د غوريانو د تاريخي دورې نښې دي.
چغچران ته څېرمه د قلعه ضحاک په نامه هم يوه تاريخي سيمه شته، چې له تر لاسه شوو تاريخي اثارو څخه يې لرغونتوب اوو زرو کلونو ته رسېږي .
د غور ولايت د اطلاعات او فرهنګ رياست د څېړنو له مخې، په دغه ولايت کې د سلو په شاوخوا کې تاريخي سيمې ثبت شوې، خو لا هم زيات کار ته اړتيا ده، څو ټولې تاريخي سيمې ثبت شي.
موزيم
په غور کې هم د ځينو نورو ولايتونو غوندې موزيم نشته او تر لاسه شوي تاريخي اثار يې کابل ته لېږدول کېږي. اوسمهال څو تاريخي اثار د دې ولايت په اطلاعات او فرهنګ ریاست کې ساتل کېږي او ټاکل شوې چې د رياست په اډانه کې يو موزيم هم جوړ شي.
په تېره يوه لسيزه کې د مجسمو او سفالي لوښو په ګډون، په سلګونو نور قلمي اثار په تاريخي ساحو کې د کيندنو له امله په لاس راغلي او وروسته بيا پاکستان او ايران ته قاچاق شوي دي.
د افغانستان د اساسي قانون د لومړي څپرکي د نهمې مادې له مخې، معدنونه او نور تر ځمکه لاندې تاريخي اثار د دولت شتمني ده، له دولتي شتمنيو څخه د ساتنې او د دې ترڅنګ له طبيعي زېرمو او نورو عامه ملکيتونو څخه سمه ساتنه د قانون له لارې تنظيمېږي.
مشاهير
غور ولايت له پخوانيو پاچاهانو پرته د شاعرانو او ادیبانو کور هم دى، چې له دې ډلې څخه کولى شو د غلام حيدريګانه او مهاج السراج نوم واخلو، چې ډېر شعري اثار يې خپاره شوي دي.
د دې ولايت په ليکوالانو کې کولى شو د مستمند غوري، عبدالقادر امامي غوري، نبي ساقي، فضل فايق، محمد رسول فګار، سيد علي مشفق او علي عالمي کرماني نومونه یاد کړو.
رسنۍ
غور يو له هغو ولايتونو دى، چې په تېره يوه لسيزه کې يې په فرهنګي برخه کې ښه پرمختګ کړى. همدا اوس په دې فرهنګپال ولايت کې د ٢١ په نامه مياشتنۍ، فيروز کوه، شنسب، سام، صداى غور مجله، پيام شهروند، فکر نو، انديشۀ جوان، اراده مردم او … نورې خپرونې فعالې دي.
د دې تر څنګ، يو دولتي راډيو– ټلوېزيون، يوه خصوصي راډيو او پنځلس بېلابېلې چاپي خپرونې فعالې دي، خو د ټلوېزيوني خپرونې په برخه کې يوازې د ملي ټلوېزيون خپرونې فعالې دي، چې په ١٣٨٥ لمريز کال فعالې شوې او د شپې له اړخه د مرکزي ملي ټلوېزيون خپلې ريلي کوي.
سره له دې چې د صداى عدالت په نامه يوه خصوصي راډيو هم په کې فعاله ده، خو د رسنيو په برخه کې يوه ورځپاڼه هم نه لري، همداسې ښځو ته ځانګړې شوې کومه چاپي او غږيزه خپرونه هم نشته.
پوهنه
په غور ولايت کې له ٨٠٠ ډېر ښوونځي شته چې له دې ډلې ١٨٠ يې د ښځو، ١٥ يې ګډ او پاتې نور يې د هلکانو ښوونځي دي. د دې ښوونځيو د زده کوونکو شمېر ٢٠٠ زرو ته رسېږي، چې ٧٠ زره يې نجونې او د تدريس چارې يې د ٤٤٠٠ ښوونکو لخوا مخ ته وړل کېږي.
د دې تر څنګ، دوه تخنيکي انسټېټيوټونه، شپږ دارالمعلمينونه، دوې د کرنې لیسې، ١٧ مدرسې او دارالعلمونه، ١٠٥ کورني ښوونځي، ٩٠ د نړيوال مشارکت ښوونځي او يو دارالحفاظ هم فعال دی.
يوه د لوړو زده کړو موسسه په ١٣٩١ لمريز کال پکې جوړه شوه، چې د ٤٥ نجونو په ګډون ٢٦٠ محصلين لري او په رياضي، فزيک، کمپيوټر، انګليسي، کيميا، بيولوژي او کرنې برخو کې زده کړه ورکوي.
صنعت
په غور ولايت کې ډېرى لاسي صنايع په ښځو پورې اړوند دي، دوى غالۍ، ټغر، لمڅي او نور پشمونه چې د وزو او پسونو له وړيو جوړېږي، جوړوي.
د غور ښځې د دې تر څنګ د ځايي جامو لکه پيرهن، چپنو، چادرۍ، ښځينه او نارينه خوليو او نورو پر ګنډلو بوختې دي.
د تولک ولسوالۍ قالينچې يا وړوکې غالۍ ښه نوم لري، په دغو قالينچو کې د غور د پخوانيو پاچاهانو او منار جام تصويرونه نقش شوي وي.
د غور نارينه د بېل او کلنګ په څېر د کار وسايل جوړوي، چې په کرکيله کې ترې کار اخلي.
د دغه ولايت خرقې هم تاریخي اهمیت لري، چې د غور په مرکزي سيمه الله يار کې ډېرې جوېږي، لوړ کيفيت لري او تر ډېره يوازې شتمن کسان يې کاروي، ځکه چې بيه يې تر زرو افغانيو پورې رسېږي.
کرنه
غور يو کرنيز ولايت دى، چې د خلکو ډېرې اقتصادي اړتياوې يې له کرکيلې پوره کېږي. د دې ولايت ډېر عمده کرنيز محصولات له غنمو، جوارو، کچالو، پيازو او د غوزاڼو په څېر وچو مېوو او د باقلي، لوبيا او ميو په څېر ځينو حبوباتو څخه عبارت دي.
مالداري هم په دې ولايت کې دود ده، چې اوسېدونکي يې پرې خپلې اقتصادي ستونزې حل کوي، کورت، وړۍ او پوستکي يې له مهمو حيواني محصولاتو دي.
د غور ډېرې سيمې غرنۍ دي، نو له همدې امله يې هوا هم په شمال کې يو ډول، خو په سوېل کې بيا بل ډول ده، د مرغاب ډېرې سيمې يې د مرغاب سيند له برکته شنې او سمسورې دي، ښکلې هوا لري او حتى د مرغاب ډېرى ښوونځي هم د دې ولايت د نورو سيمو خلاف په ژمي کې فعال وي.
ورزش
ورزش په وروستۍ لسيزه کې په غور ولايت کې ښه وده کړې او اوسمهال په کې د نارينه وو لپاره د فوټبال، واليبال، تکواندو، باسکټبال، وشوو، کانګفو، تکواندو، کاراته، کيک بُکس، کورش(چپنکي غېږباسنه)، د بدن ښکلا، سپک اتلتيک (له مرمۍ سره منډه)، هندبال، شطرنج، سنوکر، کبډي او وزلوبې ٢٠ ورزشي فدارسيونونه فعال دي، چې تر ډېره په کې ځوانان لوبېږي.
په چغچران کې څو سالونونه او يو لوبغالى هم شته، چې په وروستيو څو کلونو کې جوړ شوي او ټاکل شوې په دې ولايت کې يو زرغون ميدان هم په روان لمريز کال کې جوړ شي. د دې تر څنګ د ښځو لپاره په يوه جمنازيوم هم کار روان دى.
د دې ولايت ښځې د فوټبال، واليبال، تکواندو او باسکټبال په برخو کې فعاليت لري، چې شمېر يې تر ٢٠٠ کسانو پورې رسېږي.
خو د وزلوبې دوديزه لوبه په کې له ډېر پخوا نه دود ده، چې د خوښۍ په محفلونو او ملي ورځو کې تر سره کېږي.
په زړه پورې خو دا وه، چې څو کاله وړاندې به د صابرې په نامه يوې ماهرې چاپ اندازې د وزلوبې په سيالۍ کې برخه اخيسته، خو اوسمهال يې له لوبې لاس اخيستى او د غور ولايت د چهارسدې ولسوالۍ د ښځينه زندان د کارکوونکې په توګه دنده اجرا کوي.