فريدریش نيچه د پوسټ موډرنېزم د دورې جرمني فيلسوف و چې په ۱۸۴۴ ز کال کې زیږېدلی او ۱۹۰۰ ز کال کې مړ شوی دی.
نيچه ډېر عجيب و غريب نظريات لرل. د خیر او شر په اړه، د انسان په اړه او د خدای په اړه. لکه څنګه چې مو مخکې وويل، دی د پوسټ موډرنېزم د دورې له لومړيو فيلسوفانو دی، نو نظريات يې هم له همدې ښکاري.
دی د چارلېس ډاروېن دا نظر مني چې ښه او ځواکمن بايد پاتې شي او کمزوری دې له منځه لاړ شي. د ده يو نظر دا هم دی چې کله دې کمزوری او ړوند وليد چې د کندې پر لور روان دی، ته يې ورټېل وهه چې ځان ترې خلاص کړې. مانا دا چې نړۍ کې بايد يوازې زورور او ښه مخلوق پاتې شي.
نيچه نه دين مني او نه اخلاقيات. کاناډايي بې بېلګې ليکوال، ويليم ګای کار په خپل کتاب، Pawns in the Game کې ليکي چې فاشېزم او نازېزم د همدغه فيلسوف د نظرياتو په پايله کې رامنځته شوي. په دې اړه عدنان ابراهيم هم ورته نظر لري.
نيچه د فاشېزم او نازېزم اساس اېښی و، ځکه خو هټلر خپل اېټالوي سيال موسليني ته په ۱۹۳۸ ز کې د نيچه د ټولو کتابونو ټولګه ډالۍ کړه. نيچه بدل عادتونه لرل. دی وايي مور مې نه خوښوم او د خور غږ مې ّځوروي. پلار يې کشیش و؛ خو دی د دين تر ټولو ستر دښمن.
نيچه وايي، د اروپا په تاريخ کې دوه ستر مخدرات وو؛ مسيحيت او الکول. هغه الکول نه څښل، يوازې اوبه او نور مايعات يې څښل.
له مشهورو وينا وو څخه يې یوه دا ده: «ته په خپله لار ځه او زه په خپله، يوه او سمه لار نه شته».
وايي له دينه ځان لرې کړه، دين پرېږده، خدای وختي مړ شوی، موږ خدای وژلی.. مطلب دا چې له دې روحاني خبرو ځان شکوه… .
بیا وايي، فلسفه، فرهنګ، هنر، موسيقي او دېته ورته مسايلو سره ځان تړه. دی وايي، له موسيقۍ پرته ژوند کول تېروتنه ده. نيچه ځکه هنر او فرهنګ ته ډېره توجه کړې، څو د دين تشه ډکه کړي.
مانا دا چې دين يوه اړتيا ده او ژوند له دې پرته بې مانا دی. د نيچه په څېر فيلسوف چې له دين او خدای سره دښمني لري، غواړي د دين بديل رامنځته کړي.
افغان فيلسوف مرحوم صلاح الدين سلجوقي د هغه فيلسوف وينا نقلوي چې وايي، «ان که خدای وجود هم نه لري، موږ بايد خدای جوړ کړو». بيا پر دې وينا په خپله تبصره کې وايي چې دا خبره د ايمان او باور له ژورو رامنځته کېږي، ځکه د دې مانا دا ده چې له خدايه پرته ژوند ممکن نه دی.
خپله نيچه هم وايي چې د دين په لرې کولو کې يوه خلا پاتې کېږي چې بايد فرهنګ يې ډکه کړي.
برتراند راسل هم د پوسټ موډرنېزم يو مهم فيلسوف دی. فلسطيني مفکر، عدنان ابراهيم د ده د الحاد په اړه داسې وايي، «زه ګومان کوم چې دی قصدي ملحد و».
اوسنی ستر داروېنېست، ريچارډ ډاوکېنز چې «د خدای وهم و خيال» يې د کتاب عنوان دی او خدای ته د يوې داسې افسانې په سترګه ګوري چې د وېرې او ډار په نتيجه کې راپيدا شوی، ډېرو فلسفي پوښتنو ته ځواب نه شي ويلای. دوی يوازې د خدای شتون نقدوي، خو خپله بيا د ژوند په تفسير کې تر اوسه نا ځوابه دي.
د مصري فيلسوف مصطفی محمود وينا ده چې خدای د انسان له پاره ښه تکيه ده. مانا دا چې که چېرته غم وي، بې عدالتي وي، ستونزه وي، د خدای په شتون دا هر څه ختمېږي؛ ځکه چې خدای شته. يعنې عدالت شته، حق حقدار ته ورکول کېږي او هر څه سمېږي.
په رښتيا چې خدای تکيه ده او دين د اروايي ډاډ له پاره تر ټولو ښه لار. د شامل سيکولرېزم څښتنان د لمانځه د نشت له امله يوګا او نورو سيکالوژيکي حرکتونو ته اړ شوي چې مسلمان ورته هېڅ اړتيا نه لري.
فريدريش نيچه په ۱۸۸۹ ز کې د عصبي ستونزې له کبله استادي پرېښوده او تر ۱۹۰۰ ز کال پورې په عصبي ناروغۍ اخته و چې د شلمې پېړۍ له پيلېدو سره يې ساه ورکړه. کېدای شي د ده د عصبي ناروغۍ يو حکمت همدا وي چې خدای نور انسانان وپوهوي چې هغه څوک چې په انسان کې الوهيت ويني او د خدای د وژنې باور لري، په دغسې حالت کې مړ کېږي چې ان خپل اعصاب نه شي اداره کولی.