شنبه, مارچ 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي راشه ورشه

بور کینا فاسو

حشمت الله نوري

سپتمبر 17, 2018
in راشه ورشه
0 0

بورکینا فاسو د افریقا د لویې وچې په لوېدیځه برخه کې د ختیځو طول البلدونو د ۲.۵ او ۵.۵ او د شمالي عرض البلدونو د ۱۱ او ۱۵ درجو تر منځ موقعیت لري. پراخوالی یې ۱۰۵۴۶۱ کیلو متره مربع دی او له دې پلوه د نړۍ ۶۷ ام  لوی هېواد دی. شمال ته یې مالي، جنوب ته یې توګو ګانا، ختیځ ته یې نایجیر او لوېدیځ ته یې مالي موقعیت لري.

د بورکینا فاسو هوا د هېواد په شمالي سیمو کې توده او وچه او په نورو برخو کې لنده بل لرونکې ده. په دغه هېواد کې د کال د بېلا بېلو فصلونو او د شپې او ورځې تر منځ د هوا د تودوخې توپیر ډېر دی. دغه راز بورکینا فاسو له ۴ څخه تر ۶ میاشتو پورې یو وچ فصل لري چې د حرمتان وچ تاوده بادونه پکې لګېږي.

د دغه هېواد پلازمېنه اواګادوګو ښار دی. د ټولو وګړو شمېر یې ۲۰ میلیونه تنه اټکل شوی او د نفوسو ګڼوالی یې په هر کیلو متر مربع ساحه کې ۶۵ تنه ښودل شوی دی. د دغه هېواد ۳۰ سلنه خلک په ښارونو کې ژوند کوي او پاتې ۷۰ سلنه نور یې په کلیو او بانډو کې مېشت دي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول ژوند کې د شپږو ماشومانو د درلودلو اجازه لري.

بورکینا فاسو د اداري وېش له پلوه په ۴۵ ولایتونو وېشل شوی دی. دیولاسو، اواګودوګو، اواهي، ګویا،  کایا، بانفورا، دوري، دوګو،  تنګودوګو  او اریو د دغه هېواد لوی او مهم ښارونه دي. ۴۰ سلنه وګړي یې تورپوستي او پاتې نور یې د ګرونسي، سینوفا، کوارما، لوبي، بوبو، فولاني او مانده نژادونو څخه دي. د دغه هېواد ۶۵ سلنه وګړي مسلمانان، ۲۳ سلنه یې مسیحیان او پاتې نور یې د بېلابېلو دینونو پیروان دي. رسمي ژبه یې فرانسوي او لیکدود یې لاتیني دی.

د بورکینا فاسو اساسي قانون د ۱۹۹۱ کال د جون په ۲ مه په یوه ټولپوښتنه کې تصویب او د جون په ۱۱ نافذ شو. په دغه قانون کې د ۲۰۰۲ کال په جنورۍ کې تعدیلات راغلي دي. د دغه هېواد ولسشمر د خلکو په خوښه د ۵ کلونو لپاره ټاکل کېږي او کولی شي چې څو ځلې ولسمشري وکړي. دغه راز د بورکینا فاسو لومړی وزیر د ولسمشر له خوا او د ملي شورا په خوښه او د کابینې نور وزیران د لومړي وزیر په وړاندیز د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي. د دغه هېواد ولسي جرګه ۱۲۷ غړي لري چې ټول د خلکو په خوښه د ۵ کلونو لپاره کار کوي.

د بورکینا فاسو حقوقي نظام د فرانسې په مدني قانون او د هېواد په پخوانیو روایاتو او دودونو ولاړ دی. ستره محکمه او د استیناف محکمه د دغه هېواد لوړ قضایي ارګانونه دي.

افریقایي ولسواک لاریون ګوند، ولسواک او د فېدرېشن لپاره متحد ګوند، د ولسواکۍ او پرمختګ کانګرېس ګوند، د افریقا د خپلواکۍ ګوند، سوسیالېست ګوند او د ولسواکه ځواکونو ائتلاف ګوند د دغه هېواد له لویو او مشهورو ګوندونو څخه دي.

دغه هېواد د ۱۹۶۰ کال د اګسټ په ۵ مه له فرانسې څخه خپلواکي ترلاسه کړه، نو له همدې امله د اګسټ ۵ مه په دغه هېواد کې د انقلاب د کلیزې په نوم نمانځل کېږي. بورکینا فاسو په ۱۹۶۰ کال کې د ګڼو نړیوالو ټولنو تر څنګ د ملګرو ملتونو غړیتوب هم ترلاسه کړ.

بورکینا فاسو د نړۍ له وروسته پاتې هېوادونو څخه دی، چې کمزورې خاوره، لږ طبیعي زېرمې او ډېر نفوس لري. پنبه او سره زر د دغه هېواد دوه ستر صادراتي توکي دي. د دغه هېواد ۹۰ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې په کار بوخت دي. بورکینا فاسو داسې کرنیز هېواد دی چې خلک یې تر اوسه لا هم په عنعنوي توګه کار کوي. له همدې امله د کرنې محصولات د هېواد کورنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای.

د دغه هېواد ناخالص کورني تولیدات ۲۶ میلیارده ډالره او د سړي سر کلني عاید کچه یې ۷۲۹ ډالره اټکل شوې ده.

د بورکینا فاسو کاري ځواک ۶ میلیونو کسانو ته رسېږي او ۴۸ سلنه کورنۍ یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د خوراکي موادو پروسس، صابون، سپینشن، تار، ټوکران، سګرېټ، ګاڼې، سمنټ او د نقلیه وسایطو ترمیم د دغه هېواد په صنعت کې عمده رول لري.

د بورکینا فاسو ۱۸ سلنه ځمکه د کرنې وړ ده، ۲۳ سلنه یې څړځایونو، ۴۶ سلنه ځنګلونو او پاتې نوره غرونو، بېدیاوو، سیندونو، ښارونو او د هستوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د بورکینا فاسو ۹۳ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې په کار بوخت دي او د هېواد ۳۵ سلنه ناخالص کورني تولیدات هم له همدې سکټور څخه په لاس ورځي. لرګي، پنبه، وریجې، لوبیا، جوار، کونځلې، قهوه، سابه، مېوې، غوښه، لبنیات، هګۍ او واښه د دغه هېواد د کرنې او څارویو مهم محصولات بلل کېږي. مس، اوسپنه، یورانیم، ګرافېټ، سره زر، فاسفېټ، چونه او د ډبرو سکاره د دغه هېواد له مهمو کانونو څخه دي.

د بورکینا فاسو د صادراتو ټوله بیه ۳ میلیارده ډالره

او د وارداتو ټوله بیه یې ۳.۳۴ میلیارده ډالره اټکل شوې ده. دغه هېواد ۷۰۰ د اورګاډي پټلۍ او ۳۰ هوایي ډګرونه لري چې ۴ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. د ټلیفون کوډ نمبر یې ۰۰۲۲۶ او د انټرنېټ کوډ نمبر یې بي اف دی. د دغه هېواد یو میلیون وګړي انټرنېټ ته لاسرسی لري.

د بورکینا فاسو د رسنیو دولتي شرکت یو ټلوېزیون او یوه ملي او شپږ سیمه ییزې راډیوګانې لري. په خصوصي برخه کې یو ټلوېزیون او ګڼ شمېر اف ام راډیوګانې شته چې په فرانسوي او دیارلس سیمه ییزو ژبو خپرونې کوي.

د دغه هېواد ۲۹ سلنه نارینه او ۱۶ سلنه ښځينه په لیک او لوست پوهېږي. په بورکینا فاسو کې زده کړې له ۶ تر ۱۶ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره اجباري دي.

د بورکینا فاسو یا پاسني ولتا خاورې په پخوا وختونو کې د موسی په سترواکۍ پورې اړه درلوده. داسې ویل کېږي چې د پاسني ولتا د اوسنیو اوسېدونکو پلرونه او نیکونه له نورو سیمو څخه د ۱۱ او ۱۳ مو پېړیو په بهیر کې دې سیمې ته لېږدېدلي او هلته یې درې جلا واکمنۍ جوړې کړې وې چې تر ټولو ځواکمنه یې د واګادوګو واکمني وه. دا واکمني له ۱۴ مې پېړۍ وروسته د ګاونډیو سیمو له حکومتونو سره د پرله پسې جګړو له امله کمزورې شوه.

دا چې پاسنی ولتا د افریقا په لوېدیځ کې په وچه پورې تړلی هېواد و، له همدې امله ډېره موده اروپایي سیلانیانو او دولتونو سم نه پېژانده. مونګوپارک هغه لومړنی اروپایي و، چې ولتا ته ورسېد.

فرانسې په ۱۹۴۷ کال کې د دغه هېواد ټوټې ټوټې خاوره له خپلو نورو مستعمرو څخه بېرته جلا او بیا یي د پاسني ولتا هېواد ترې جوړ کړ چې له سمندر څخه د پورې غاړې نورو فرانسوي سیمو په څېر اداره کېده.

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په پاسني ولتا کې سیاسي ګوندونه او د ملي سوداګرۍ اتحادیې جوړې شوې. په ۱۹۵۸ کال کې د پاسني ولتا لپاره نوی فرانسوي اساسي قانون تصویب شو او په دغه هېواد کې سیمه ییزې شوراګانې او کورواکه اداره منځ ته راغله. په ۱۹۵۹ کال کې مورېس یا میوکو چې له خپلواکۍ مخکې لومړی وزیر و، د پاسني ولتا د لومړني ولسمشر په توګه وټاکل شو. د ملي خپلواکۍ د غورځنګ له پیاوړتیا وروسته فرانسې د ۱۹۶۰ کال د اګست په ۵ مه پاسني ولتا ته بشپړه خپلواکي ورکړه او دغه هېواد د ملګرو ملتونو د ټولنې په غړیتوب ومنل شو.

د پاسني ولتا د ۱۹۶۵ کال په ټاکنو کې مورېس یامیوکو بیا د خلکو رایې وګټلې او د دویم ځل لپاره یې د دغه هېواد د ولسمشر په توګه د فادارۍ لوړه وکړه. په ۱۹۶۶ کال کې یامیوکو د ډګرمن ابوبکر سانګولامیزنا د کودتا له امله له کاره ګوښه او یوې پوځي شورا د هېواد د چارو واګې په لاس کې واخیستې. کودتاچیانو په هېواد کې د وېرې او ډار فضا خپره کړه او خپلې استخباراتي کړۍ یې ډېرې پیاوړې کړې. دغه حالت د پاسني ولتا ۳۰ سلنه خلک دې ته اړ کړل چې خپل وطن پرېږدي او ګاونډیو هېوادونو ته پناه یوسي.

په ۱۹۸۰ کال کې په پاسني ولتا کې بله کودتا وشوه او دا ځلې ډګرمن سایه زربو، ډګرمن ابوبکر ته ماتې ورکړه او واک یې ترلاسه کړ. له دې وروسته په پاسني ولتا کې درې پرله پسې نورې کودتاوې وشوې. په بورکینا فاسو کې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۵ کال کې ګڼ ګوندیزه ټاکنې وشوې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو اړیکو په کتاب کې د بورکینا فاسو نوم نشته ، نو له همدې امله دواړه هېوادونه په خپلو کې هېڅ ډول سیاسي اړیکې نه لري.

له افغانستان څخه تر بورکینا فاسو پورې د هوا له لارې فاصله ۷۳۴۴ کیلومترو ته رسېږي. دغه راز د کابل او اواګادوګو تر منځ د وخت توپیر هم څلورنیم ساعته دی.

 

Share2Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره ولیدل

مارچ 7, 2026

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۴مې غونډې د خلکو د ژوند په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه

مارچ 7, 2026

د چين په لوړو زده کړو کې د شمولیت کچه له ۶۰٪ څخه اوښتې ده

مارچ 7, 2026
_cuva

د چین د فلمي ټکټونو عوایدو د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی

مارچ 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In