په ځینو حالاتو کې د ویټامن ډي د کمښت هیڅ نښې نه څرګندیږي، خو په ځینو نورو کې له څو کالونو وروسته راڅرګندې شي، مګر د ویټامن ډي کمښت د ځینو روغتیایي ستونزو رامنځ ته کېدو له کبله کیږي، په ځانګړي ډول چې دغه ستونزه اوږدمهاله وي، نو له طبیعي کچې د ویټامن ډي کموالی ممکن له لاندې لاملونو څخه وي: د هډوکو فریکچر یا ناثابته کېدل؛ دا کولی شي پر کوچنیانو ژر اغیز وکړي چې هډوکي یې نرم وي، د هډوکي فریکچر، د قد ټيټوالی، د غاښونو ستونزې او په تګ کې د ستونزو لامل کیږي. د هډوکو زیات ماتېدل؛ هډوکي ماتېدل ممکن په ځینو حالاتو کې له یو کوچني لامل څخه وي او دغه حالت په لویانو کې ډېر څرګندیږي، په ځینو حالاتو کې دا د فریکچر یا (اوسټیوپورسس) ته اشاره کوي. په دې اړه لا هم څيړنې روانې دي، خو ویل کیږي چې خپګان، د هډوکو کمزوري او درد هم د ویټامن ډي د ټیټې کچې له کبله رامنځ ته کیدلی شي. دغه راز روغتیا پوهانو خبر ورکړی چې د ویټامن ډي بشپړتیا د دویم ډوله شکر په مخنیوي کې هم مرسته کوي.