دا د ناروغیو یوه ډله ده چې ششونه او د تنفسي سيستم برخې پرې اخته کيږي. په دغه ګروپ کې ډېرې ناروغۍ شاملې دي چې له ډلې يې ساه لنډي، توبرکلوز، سي او پي ډي (د ششونو د بندښت مزمنې ناروغۍ) د ششونو فيبروزس، سينه و بغل، ستوني درد او د ششونو سرطان یادولی شو. دغه ګروپ ناروغۍ تنفسي سيستم ته د باکتريا (میکروبونو) د داخلېدو او همدارنګه د سګرېټ څکولو يا د بل چا د سګرېټ د لوګي د تنفس کولو او د هوا د ککړتيا څخه رامنځ ته کيږي. لوی عامل يې تنفسي سيستم ته د ګرد او غبار داخلېدل دي چې ورسره بېلابېل میکروبونه ششونو ته داخليږي. کله چې ششونو ته داخلي شي، نو (Mast cell) حجرات يې په مقابل کې غبرګون ښيي او هسټامين افرازوي، دا بيا په ششونو کې د التهاباتو رامنځ ته کېدو او د مایعاتو د افراز سبب کيږي او ورسره شخص ته نفس تنګي (ساه لنډي) رامنځ ته کیږي او همدارنګه په ششونو کې د بلغم د جوړېدو سبب کيږي.