شنبه, مارچ 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

ليو؛ د افغانستان – چين د دوستۍ هېنداره

لیکوال: صفي الله خوشمل

سپتمبر 17, 2018
in تحلیل
0 0

د روان کال له پيله بيا تر اوسه مې په مسير ورځپاڼه کې د چين د لوی سفير ليو جين سونګ اته ليکنې لوستې دي. لومړۍ ليکنه مې يې د جنورۍ په وروستيو کې ولوسته. ښاغلي ليو له رسنيو سره مرکه کړې وه چې وروسته يې بيا مسير ورځپاڼې د همدې مرکې په تړاو ليکنه خپره کړې وه. زما په ګډون ډېر شنونکي او کارپوهان ډېری وخت د کابل – واشنګټن او کابل – اروپا د اړيکو پر کتنې او څېړنې بوخت وي. په دغسې شرایطو کې راته د ليو د لومړنۍ ليکنې لوستل په زړه پورې وو.
د افغانستان مطلق اکثريت وګړي چين ته د يوه ښه ګاونډي په سترګو ګوري او باور لري چې دغه هېواد به د ښه ګاونډيتوب اصول تر پښو لاندې نه کړي. په همدې حال کې د چين پر خلاف په نړيواله کچه پراخ تبليغات کېږي او اړتيا ده چې د دغو تبليغاتو د منفي اغېزو د مخنيوي لپاره بيجېنګ د ډيپلوماسۍ فعاله دستګاه ولري.
ليو جين سونګ د روان کال په لومړيو ورځو کې په افغانستان کې د چين د لوی سفير په توګه کار پيل کړ. هغه د ۲۰۱۸ کال لومړنی سفير دی، چې ولسمشر محمداشرف غني یې باورليک ومانه. ليو د اوږدې مودې لپاره د چين د سرحدي ايالت سينکيانګ په مرکز ارومچي ښار کې اوسېدلی دی. هغه د افغانستان په اړه خورا ډېر معلومات او مطالعه لري او د همدې مطالعې او معلوماتو په برکت په افغانستان کې خورا ډېر مشهور شوی دی.
سفير ليو د خپل ماموريت په لومړيو ورځو کې هڅې پيل کړې چې له افغانستان څخه چين ته د جلغوزيو، غاليو او مرمر ډبرو صادراتو ته لاره هواره کړي.
که سفير ليو جين سونګ د افغانستان – چين د دوستۍ هېنداره وبولو، نو مبالغه به مو نه وي کړې، ځکه هغه د دې دوستۍ په پياوړي کولو او عامولو کې خورا فعاله ونډه درلودلې ده. شک نشته چې افغانستان او چين ښه دوستان دي او دا دوستي ډېره پخوانۍ ده. افغانستان په ۱۹۷۱ زېږديز کال په ملګرو ملتونو کې د چين په ګټه خورا ارزښتناکه رايه وکاروله او د چين حقه څوکۍ بېرته دغه هېواد ته ور وګرځول شوه. تر دې ور اخوا هم دواړو ګاونډيانو د تاريخ په اوږدو کې بيا بيا د خپلې دوستۍ ثبوتونه وړاندې کړي دي، خو ليو ځکه د افغانستان – چين د دوستۍ هېنداره بولم چې هغه دا دوستي د دولتونو له کچې د ملتونو کچې ته پراخه کړې او د افغانانو او چينايانو تر منځ تلپاتې دوستۍ ته يې لاره هواره کړې ده.
د ليو د فوق العاده ډيپلوماسۍ تر ټولو مهمه بېلګه دا ده چې خپل فعاليتونه پر وخت د رسنيو له لارې له خلکو سره شريکوي. هغه هېڅکله مبالغه نه کوي او په ليکنو کې یې د يوه دوست او ملګري هېواد د استازي په توګه اخلاص او رښتينولي له ورايه حس کېږي.
د ليو د ډيپلوماسۍ بله مهمه ځانګړتيا د هغې عاطفي اړخ دی. نوموړي درک کړې چې افغانان په زور او جبر سره دوستۍ ته نه شي مجبورېدای او اړتيا ده چې د متقابل احترام په چوکاټ کې ورسره دوستي وشي.
ليو هڅه کوي چې له چارو سره عاطفي، خو معقولانه برخورد وکړي. ښاغلي ليو افغانستان ته خپل لومړنی سفر د اريانا افغان هوايي شرکت په الوتکه کې وکړ. هغه په الوتکه کې تر درې ساعته مزله وروسته د ارومچي له هوايي ډګره په کابل کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر ته را ورسېد. ارومچي د افغانستان په ګاونډ کې پروت ښار دی او هر کال په زرګونو افغان سوداګر ترې ليدنه کوي. ښاغلي سفير له ارومچي ښار څخه کابل ته د راتلو پر مټ ثابته کړه چې دواړه ګاونډي هېوادونه يو بل ته څومره نږدې پراته دي. له بلې خوا یې د اريانا افغان په هوايي شرکت کې د سفر له لارې د افغانستان ارزښتونو ته خپل درناوی ثابت کړ او بالاخره یې د هغو افغان سوداګرو زړونه هم خپل کړل چې د کاروبار لپاره له کابل څخه ارومچي ته ځي.
چين که څه هم لوی اقتصادي ځواک دی، د امنيت شورا بشپړ غړيتوب لري او په نړيوالو چارو کې يې له مهمې ونډې سترګې نه شي پټېدای؛ بيا هم له افغانستان سره ګڼ ګډ ټکي لري. افغانستان او چين دواړه د بېوزلۍ او ترهګرۍ له ګواښونو سره مخ دي او دغه راز دواړه هېوادونه هڅه کوي چې له دې ګواښونو وژغورل شي. سفير ليو په خپلې ډيپلوماسۍ کې له دې ګډو ټکو هم د پام وړ ګټه اخيستې چې ښې پايلې يې درلودلې دي. په داسې حال کې چې افغانستان له سختې وچکالۍ سره لاس او ګرېوان دی، چين له افغانانو سره د زرګونو ټنو خوراکي توکو (وريجو) مرسته وکړه. پر دې سربېره چين د افغان سولې پروسې له چټکولو او بريالي کولو سره هم د پام وړ مرسته کړې ده. شک نشته چې د دې هڅو امتياز په لویه کچه د چين دولت ته ورکول کېږي، خو د سفير ليو ونډه پکې له دې کبله د پام وړ ده چې دا ټولې هڅې د هغه له لوري همغږې کېږي او خلکو ته معلومات هم د ليو له خولې ورکول کېږي.
د ليو يوه بله ډېره مهمه ځانګړتيا دا هم ده چې مبالغه نه کوي، هغه حقايق نه پټوي او له افغانانو سره صادقانه مرستې کوي. د بېلګې په توګه، له افغانستان سره د چين له لوري د خوراکي موادو تر مرستې وروسته سفير ليو وويل چې ګڼ شمېر هېوادوال يې له بېوزلۍ سره لاس او ګرېوان دي، له افغانانو سره بېخي ډېره مرسته نه شي کولی، خو دا کولی شي چې شته امکانات ورسره شريک کړي. له دې خبرې، له افغانانو سره د ليو د صداقت، اخلاص او رښتينولۍ ښه اټکل کېدای شي.
چين په دې وروستيو کې د يو کمربند او يوې لارې نوښت پيل کړی دی. د دغه نوښت په ترڅ کې به د نړۍ هېوادونه سره ونښلي او واټنونه به له منځه ولاړ شي. د چين د دغه نوښت پر خلاف هم په نړيواله کچه ډېر تبليغات کېږي، خو ليو جين سونګ د خپلو ليکنو له لارې تل هڅه کوي چې د دغو منفي تبليغاتو اغېز را کم کړي. ويل کېږي چې چين د يو کمربند، يوې لارې نوښت په وسيله پر نړۍ د ولکې ټينګولو په هڅه کې دی، خو سفير ليو په ځلونو د خپلو ليکنو له لارې په ډاګه کړې چې هېواد به یې هېڅکله پر نړۍ د ولکې ټينګولو هڅه ونه کړي. هغه په خپله وروستۍ ليکنه کې چې مسير ورځپاڼې خپره کړې، د خپل دولت د رييس ښاغلي شي جين پېنګ له قوله ويلي چې چين به له ډېرو پرمختګونو سره سره هم ځان مخ پر ودې هېواد بولي او پر نورو د برترۍ د موندلو هڅه به ونه کړي.
د سفير ليو د ليکنو هر توری خوږ دی. دا خوږوالی د چين – افغانستان د دوستۍ له خوږوالي سرچينه اخلي، هغه دوستي چې سفير ليو جين سونګ يې استازولي کوي.

Share42Tweet26Share10

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره ولیدل

مارچ 7, 2026

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۴مې غونډې د خلکو د ژوند په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه

مارچ 7, 2026

د چين په لوړو زده کړو کې د شمولیت کچه له ۶۰٪ څخه اوښتې ده

مارچ 7, 2026
_cuva

د چین د فلمي ټکټونو عوایدو د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی

مارچ 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In