اوبه د الله (ج) له خوا هغه لويه، مهمه او بې مثاله تحفه ده چې د ټولو ژونديو موجوداتو د وجود مهمه برخه جوړوي او د ژونديو موجوداتو د ژوند د پايښت مهم عنصر دی. اوبه نه یوازې دا چې د ژوند اړتیا او مهم عنصـر ګڼل کېږي، بلکې په ودانيزو چارو، سړک جوړونې، برېښنا بندونو، د کرنيزو ځمکو په خړوبولو، صنعتي فابریکو او نورو بشري تاسيساتو کې هم ورڅخه کار اخيستل کېږي. نو نن سبا د اوبو پر سر خبرې ډېرې جدي دي، هم له دې اړخه چې څنګه له دغه کړکېچ سره مبارزه وکړو او هم له دې نظره چې څنګه په ګډه سره په دې برخه کې له اوبو نه سمه ګټه پورته کړو. افغانستان کې د اوبو د کچې د کمېدو په تړاو چې په ۲۰۵۰ زيږديز کال کې به دغلته نه د څښاک لپاره اوبه وي او نه به د کرنيزو ځمکو لپاره، خو له هغو نه په سمه توګه ګټه نه پورته کېږي، موږ به په راتلونکو کلونو کې له سختو ستونزو سره لاس او ګريوان وو.
افغانستان نږدې پنځه لوى سيندونه لري او په طبيعي ډول د اوبو له تنګسې سره مخ نه دى، خو د شته اوبو ناسم مديريت په دغه هېواد کې د اوبو کړکېچ پېچلى کړى دى. زموږ د هېواد ځينې برخې د وچکالۍ له امله له سخت بشري ناورين سره مخ دي، لکه فارياب، غور، بادغيس، نيمروز، د فراه ولايت ګلستان او پشت رود ولسوالۍ، د هلمند خانشين، مارجه او واشېر ولسوالۍ او د هېواد په نورو برخو کې د خلکو ژوند، د حیواناتو ژوند، کښتونه او هرڅه د نابودۍ له ګواښ سره مخ دي. د افغانستان د پلازمېنې کابل ځينو برخو کې د ککړتیا له امله اوبه نورې د څښاک وړ نه دي او یا هم د اوبو له کمښت سره لاس او ګرېوان دی، یو بل ګواښ دا دی چې اقليمي بدلونونو د دغه هېواد تر ۶۰ سلنې ډېر څاروي د له منځه تلو له خطر سره مخ کړي دي.
په افغانستان کې نږدې پنځوس سلنه د ځمکې پر سر بهېدونکې اوبه کمې شوې دي او تر ځمکې لاندې اوبو زېرمی هم نږدې اته متره ښکته تللې دي. د اوبو کمښت او اقليمي بدلون د افغانستان د کرنې برخه هم سخته ځپلې ده. نو د هېواد هر غړي ته لازمه ده چې د خپل هېواد د تاريخ او جغرافيې په څېر د خپل هېواد طبيعي منابع هم وپېژني او د هغې په باره کې جامع او مستند معلومات ولري، دا ځکه چې طبيعي منابع د انسانانو په ژوند کې کليدي نقش لري. اوبه يو له دغه منابعو څخه مهمه او قېمتي منبع ده، نه يوازې دا چې يو انسان هره ورځ ۷ او يا هم ۸ ګيلاسه اوبو ته اړتيا لري، بلکې ټول حيوانات او نباتات بې له اوبو څخه ژوند نه شي کولای، د اوبو په چارو کې متخصصینو منابع په درې ډوله وېشلې دي: (واورې، سطحي منابع او تر ځمکې لاندې اوبو منابع) چې هر یو ډول یې په جلا ډول تعریف شوی دی. د اوبو ښه مدیریت دا دی چی حکومت باید تر ټولو مخکې د افغانستان د اوبو بندونه جوړ کړي او ګټې اخيستو ته يې وسپاري، ترڅو د هېواد وګړي له دې ناورین څخه خلاصون ومومي لکه: د هرات سلما بند، د هلمند کجکي بند، د فراه بخش اباد بند، د کابل شاه توت بند، شاه و عروس بند… او داسې نور. دا چې زموږ په هېواد کې د بندونو د جوړولو څومره اړتیاوې او وړتیاوې دي او دغه بندونه زموږ پر اقتصاد څومره اغېزه لري، دا یوه بېله خبره ده. بله تر ټولو لويه ننګونه په هېواد کې امنیتي وضعیت دی، چې له امله یې پانګوال د افغانستان د اوبو په سکتور په تېره بیا د اوبو بندونو په جوړولو کې زړه نه ښه کوي. د تېرو ۱۵ کلونو تجربو هم دا ښودلې چې د اوبو مهارولو، دخولو تویولو ترڅنګ د افغانانو وینه هم تویې کړې او د بندونو جوړېدل هم بالاخره د وینې تویېدو له امله شوني شوي دي. د دې ستونزې مخنیوي ته د حکومت جدي پاملرنې او داخلي او خارجي مرستو ته اړتیا ده، خو د دې ترڅنګه زړه سوانده چارواکي او ښه مشري ورته په کار دي.