«حکومتونه څه ډول چلېږي؟» د پاکستاني لیکوال «مظفر اې غفار» اثر دی چې پر لیکلو یې د ده په وینا ۱۱ کاله تېر کړي دي. دغه کتاب تازه پښتو ته محمد زبیر شفیقي ژباړلی، چې همدا پښتو بڼه یې په ۲۶۲ مخونو کې راټوله شوې ده.
په دې اثر کې د حکومت فلسفه، دندې یې د رامنځته کېدو او پیاده کېدو بهیر، بېلابېل حکومتي نظامونه، د حکومت د ځواک او کمزورۍ لاملونه او د نړۍ د بېلابېلو حکومتونو ځینې بېلګې لوستلای شی.
د دې کتاب په باب د لاهور د پنجاب پوهنتون د فلسفې څانګې مشر دغه اثر په اردو کې په خپل نوعیت کې لومړنی اثر بولي، چې ډېر فکرونه په ممکنه لنډو الفاظو پکې بیان شوي دي، په رښتینې مانا دغه کتاب د «سمندر په کوزه کې» مصداق دی.
حکومتونه څه ډول چلېږي؟ د بېلابېلو حکومتي نظامونو تنقیدي ارزونه ده، په تېره د پانګوالي، کمونیستي، سیکولریستي او مذهبي حکومتونو هسکې ټيټې، کمزورۍ او ښېګڼې له عملي مثالونو سره پکې تشرېح شوې دي. پر دې سربېره، د حکومتونو په باب په نړیواله کچه فکري لیدلوري له بېلګو سره راغلي دي.
دغه اثر په (۲۰۰۵ ز) کال کې خپور شوی چې په څو کلونو کې څو ځله چاپ شوی دی.
ځانګړتیاوې یې په لنډو ټکیو کې دا دي:
۱- د کمونېزم او لیبرال ډيموکراسۍ نظامونه تجربه شول چې ناکام دي، لیکوال د یوه بدیل نظام وړاندیز لري. په دې کې نوموړي ان د خپل بدیل نظام یوه خاکه هم وړاندې کړې ده چې ډېر په زړه پورې او مهم ټکي لري. تر ټولو مهمه دا چې لیکوال د فکر او نظر خاوندانو ته وړاندیز کوي چې د بدیل نظام په باب دې دوی د فکري بحثونو دروازې پرانیزي او دې ته اړتیا ده چې دا کار وشي.
۲- لیکوال د اسلامي نړۍ اوسنی وضعیت او ورپېښې ستونزې ډېرې تفصیلي بیان کړې دي، په تېره د یوه داسې نظام نشتوالی یې چې د ټولو فکري او فرقهیي ډلو لپاره یو ماډل او بېلګه شي، لویه اړتیا بللې ده. په دې برخه کې هم لیکوال خپل وړاندیزونه لري او د فکر او نظر خاوندانو ته بلنه ورکوي چې د دې تشې د پوره کولو لپاره عملاً لاس پکار شي. په دې تړاو لیکوال د اجتهاد پلوی دی؛ خو د یوه فرد پر ځای یې وړاندیز د یوه اجتهادي نړیوال مرکز پرانیستل دي، چې د ټولو فکري او مذهبي ډلو وړ شخصیتونه پکې راټول شي او د اختلافي مسایلو په تړاو یو دريځ او نظر رامنځته کړي.
۳- په دې اثر کې د کمونیستي او سیکولر نظامونو اصلي ستونزه دا بولي چې هغوی د انسان یو اړخ (مادي ژوند) راټینګ کړی او بل اړخ (معنوي اړتیاوې) یې له پامه غورځوي.
نوموړی د خپل بدیل نظام مهمه ځانګړتیا همدغه بولي چې باید داسې نظام راشي، چې د انسان دواړې اړتیاوې په متوازن ډول په پام کې ولري.
ژباړن وايي: ما د دغه اثر په ځینو برخو کې د وضاحت، یادښت او یا د ګران هېواد د روانې وضعې په تړاو عیني بېلګې اړینې بللې دي، چې د «پښتو ژباړن» په توګه پکې راغلې دي.
ژباړن وايي: په لنډو ټکیو کې زه خپلو درنو هېوادوالو په تېره ځوان پاړکي ته د دغه کتاب لوستل ډېر اړین بولم، دغه اثر به په دوی کې د فکر نوې دروازې پرانیزي، ډېرو ناخوالو ته به له نوې زاویې وګوري. زه یې منورو ځوانانو ته د لوستلو سپارښتنه کوم. له خدایه غواړم چې په لوستو یې له یوه رغنده او تازه احساس سره د هېواد د روان ناورین په پای ته رسولو کې ونډه واخلي.
مینه وال کولای شي یاد کتاب له اکسوس او د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو په مناسب قېمت تر لاسه کړي.