دوشنبه, جون 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

    جلال اباد کې د افغان او ایراني تولیداتو ګډ نندارتون جوړیږي

    مجاهد: افغانستان کې هېڅ بهرنۍ وسله ډله شتون نه لري

  • نړۍ

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    محسن رضایي: امریکا دې زموږ کنګل شوې شتمني آزده کړي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    ډبلیو ایچ او: په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا پېښې زیاتې شوې دي

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    ایران د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

    جلال اباد کې د افغان او ایراني تولیداتو ګډ نندارتون جوړیږي

    مجاهد: افغانستان کې هېڅ بهرنۍ وسله ډله شتون نه لري

  • نړۍ

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    محسن رضایي: امریکا دې زموږ کنګل شوې شتمني آزده کړي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    ډبلیو ایچ او: په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا پېښې زیاتې شوې دي

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    ایران د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

پژواک: د افغانستان – ازبکستان د اړيکو له پراخېدو سره د دواړو هېوادونو پر ګډه پوله تګ راتګ ډېر شوی

نوومبر 12, 2018
in لیکنې
0 0

بلخ ولايت کې ځايي چارواکي، سوداګر او سياسي فعالان وايي چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د وروستيو نږدې اړيکو له امله د دواړو هېوادونو پر ګډه پوله د خلکو تګ راتګ زيات شوی دی.

د ملي يووالي حکومت په جوړېدو او واک ته د محمد اشرف غني له رسېدو وروسته د افغانستان او منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ د اړيکو نوی باب پرانيستل شو چې ازبکستان په کې مهم اقتصادي او فرهنګي حيثيت لري.

ياد هېواد د افغانستان شمال لور ته پروت دی چې د بلخ د حيرتان بندر له لارې نښلول شوی دی.

د افغانستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ روانه سوداګري، د دغو هېوادونو د نږدېوالي تر ټولو لوی لامل ګڼل کېږي.

د بلخ د سوداګرۍ خونې اجرائیه مدير نصيراحمد قاسمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ازبکستان سره د اړيکو له ښه کېدو او پراخېدو سره افغان سوداګرو ته اسانتياوې رامنځته شوې دي.

هغه وايي چې د ملي يووالي حکومت د هڅو او په ازبکستان کې د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره د دواړو هېوادونو اړيکې ډېرې نږدې شوې دي.

قاسمي زياته کړه چې دمګړۍ ازبکستان هېواد خپل بندرونه د افغان سوداګرو پر مخ پرانيستي او همدا راز يې د ويزې ورکړه کې د پخوا په پرتله ډېره اسانتيا رامنځته کړې ده.

نوموړي وويل: «ازبکستان د افغانستان لپاره مهم ځای دی، زموږ سوداګر اوس په ډېرې اسانۍ سره د ازبکستان له لارې ډېری توکي افغانستان ته واردوي او همدا راز له همدې لارې ځيني صادرات هم کوي چې دې چارې د دواړو هېوادونو پر سياسي او فرهنګي اړيکو هم مثبت تاثير کړی».

هغه زياته کړه چې پخوا له ازبکستان سره د ترانزيټ په برخه کې زياتې ستونزې موجودې وې او ياد هېواد د افغانستان سوداګريزو شرکتونو ته د باورلیکونو په ورکړه کې همکاري نه کوله، خو د قاسمي په وينا چې اوس دغه ستونزې په بشپړ ډول له منځه تللې دي.

د هغه په خبره، د اړيکو له ښه کېدو سره د ازبکستان حکومت په ياد هېواد کې د افغان سوداګرو د پانګونې په برخه کې يو لړ اسانتياوې هم برابرې کړې دي.

د بلخ د سوداګرۍ خونې اجرائيه مدير زياته کړه: «پخوا به افغان سوداګرو خپل سوداګريز توکي لومړی په کښتيو کې له امو سيند څخه تېرول او بيا به يې ازبکستان کې دننه په اورګاډي کې ځای پر ځای کول او صادرول به يې خو اوس دغه بارګيري د افغانستان په خاوره کې کېږي».

د قاسمي په وينا، ازبکستان له روسيې او چين سره د افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې هم مهم رول لري.

له دې وړاندې افغان چارواکو ويلي وو چې له ازبکستان سره د اړيکو د پراخېدو په موخه يې په ترمذ ښار کې د کونسلګرۍ د جوړولو هڅې پيل کړې دي.

د بلخ د سوداګرۍ خونې اجرائيه مدير وايي چې په ترمذ ښار کې د افغان کونسلګرۍ په پرانيستلو سره به دغه اړيکې نورې هم نږدې شي او د افغانستان پر سوداګرۍ به مثبت اغېز ولري.

نوموړی زياتوي چې د ازبکستان او افغانستان نوې اقتصادي اړيکې د سيمې د ټولې اقتصادي پياوړتيا لپاره هم ډېرې مهمې دي.

افغان سوداګر حاجي خيرالدين مايل له ازبکستان سره د افغانستان اړيکې د دواړو هېوادونو د اقتصادي پراختيا لپاره مهمې بولي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان او ازبکستان د اړیکو په نږدې کېدو سره يې سوداګرۍ وده کړې او په وينا يې چې اوس په ډېرې اسانتیا سره واردات او صادرات کولای شي.

هغه زياتوي چې دمګړۍ افغانستان د ازبکستان له لارې له قزاقستان، چين او روسيې سره ښې تجارتي اړيکې لري.

د ده په خبره، هر څومره چې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ ډيپلوماتيکې اړيکې قوي کېږي، په هماغه اندازه يې پر سوداګريزو اړيکو مثبت اغېز زياتېږي.

دغه سوداګر همدا راز وايي چې له ازبکستان او منځنۍ اسيا سره د سوداګريزو اړيکو په ښه کېدو سره افغانستان له بند او تړلي حالت څخه پرانيستي حالت ته تللی او اوس هېڅ هېواد نه شي کولای چې د پولو په تړلو سره پر افغانستان فشار راوړي.

نوموړی غوښتنه کوي چې د يادو دوه اړخيزو اړيکو د ښه کېدو لپاره دې نورې هڅې هم وشي.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ فرهنګي مشترکات هم د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ښه کېدو په برخه کې مهم ګڼل کېږي.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رييس صالح محمد خليق پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغانستان او ازبکستان تر ډېره فرهنګي مشترکات لري چې له همدې امله يې هم دوه اړخيزې اړيکې د لا ښه کېدو لور ته روانې دي.

نوموړی وايي چې ازبکستان ته د ولسمشر غني سفر او هلته د شاوخوا ۲۰ هوکړه لیکونو له لاسليکولو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ فرهنګي اړيکې هم ښې شوې دي.

د هغه په خبره، ډېری فرهنګي مراسمو، ملي جشنونو او د موسيقي پروګرامونو لپاره د دواړو هېوادونو اوسېدونکي او دولتي پلاوي سفرونه کوي.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رييس زياتوي چې دمګړۍ افغان او ازبک لوري پر دې کار کوي چې خپل فرهنګي مشترکات نور هم برجسته کړي، څو يې له مخې يو بل ته لا ډېر نږدې شي.

د خليق په وينا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د موسيقي او هنري ګروپونو تګ راتګ او همدا راز افغانستان ته د تحصيلي سکالرشيپونو په ورکړې سره به دغه اړيکې نورې هم وغوړېږي.

له اقتصادي او فرهنګي برخو وروسته په سياسي برخه کې هم ازبکستان د افغانستان ښه ګاونډی بلل کېږي.

د سياسي چارو شنونکی او د بلخ ادبي او ټولنيز خوځښت مشر ذبيح الله احساس وايي چې ازبکستان هېواد له افغانستان سره د دولت په دولت اړيکو پلوی دی او په همدې بنسټ د اړيکو د غځېدو پلوی هم دی.

د هغه په خبره، د افغان سولې په برخه کې د ازبکستان حسن نيت او پر افغاني مذاکراتو ټينګار له افغان دولت او افغانانو سره د ازبکستان دولت او خلکو پر ښو اړيکو دلالت کوي.

نوموړي وويل چې د فرهنګي او اقتصادي اړيکو ښه کېدل د افغانستان پر ثبات مستقيم اغېز لري چې په دې برخه کې د ازبکستان او افغانستان دوه اړخيزه همکاري د ډاډ وړ ده.

احساس زياته کړه: «سره له دې چې په افغانستان کې يو شمېر حکومت ضد سياسي ګوندونو او څېرو هڅه کړې چې د ازبکستان حکومت ته ځان نږدې کړي او له دې لارې پر افغان حکومت د ازبک لوري باور راکم کړي؛ خو بار بار ازبکستان دا ډول وړانديزونه رد کړي او د دولت په دولت اړيکو پلوي يې کړې ده».

نوموړی په دې برخه کې د همکاريو د دوام او اړيکو ښه کېدو لپاره د دوه اړخيزو هڅو د ډېرېدو غوښتنه هم کوي.

د کابل ولايت اوسېدونکى سباوون چې څو مياشتې مخکې ازبکستان ته تللى و، وايي چې ويزه په ډېرې اسانۍ ترلاسه کېږي.

هغه زياته کړې چې د بلخ د حيرتان بندر له لارې ازبکستان ته ولاړل او هلته له کومې ستونزې پرته وګرځېدل.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد وايي چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د همکاريو تړونونو له لاسليکېدو وروسته دوه اړخيزه همکاري زياته شوې ده.

هغه پژواک ته وويل چې هره ورځ سلګونه سيلانيان، سوداګر او پانګوال له کومې جدي ستونزې پرته پر ګډه پوله تګ راتګ کوي.

فرهاد زياتوي چې له ازبکستان سره اړيکې او له دې لارې د منځنۍ اسيا له نورو هېوادونو سره همکاري، دا په ډاګه کوي چې افغانستان به په راتلونکې کې د منځنۍ اسيا لپاره مهم او ځانګړی ځای ولري.

ولسمشر غني تېره مياشت بلخ ولايت ته د خپل سفر پر مهال له ازبکستان او د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د افغانستان د وروستيو کلونو همکاري، د ملي وحدت حکومت لاسته راوړنه بللې وه.

جمهور رييس غني ويلي وو چې له منځنۍ اسيا سره د افغانستان په نښلولو سره يې دغه هېواد له اقتصادي جغرافيوي زندان څخه ايستلی دی.

Share45Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

جون 7, 2026

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

جون 7, 2026

جلال اباد کې د افغان او ایراني تولیداتو ګډ نندارتون جوړیږي

جون 7, 2026

مجاهد: افغانستان کې هېڅ بهرنۍ وسله ډله شتون نه لري

جون 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In