دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

    یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

    بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

    یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

    بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

سپما څه شی ده؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

سپتمبر 17, 2018
in تحلیل, لیکنې
0 0

سپما د عوایدو هغه برخې ته وایي، چې نن یې نه لګوو او د سبا یا بلې ورځې د لګولو او کارو بار لپاره يې ساتو. سپما یوازې د نغدو پیسو ساتلو ته هم نه وایي، هر هغه څه چې نن یې وساتی، سبا ترې ګټه واخلی او ژوند مو مخ ته پرې ولاړ شي، اړتیا مو پوره کړي او د بل له احتیاجه مو خلاص کړي سپما بلل کېږي. موږ او تاسو چې کله د سپما خبره اورو، لومړنی شی مو چې ذهن ته راځي هغه بانک دی. موږ فکر کوو، چې سپما یعنې په بانک کې د نغدو پیسو ساتل. خو سپما یا Saving په اصل کې نه مصرف شوي عواید دي هغه که په هر ډول وي او هر چېرته یې وساتی.
سپما یعنې همدا نن په ورځني ژوند کې د ډېر او بې ځایه لګښت مخه نیول. هڅه وکړئ د کورنۍ غړي مو د سپما له ګټو خبر کړی او د سپما کولو لارې چارې ورته په ګوته کړی. د سپما کچه ستاسو د عوایدو په کچې پورې اړه نه لري، کولی شی خپله ورته یوه مناسبه اندزه وټاکی. د سپما ګټه یوازې تاسو ته نه، بلکې کورنۍ، ټولنې او ان هېواد ته رسېږي. کولی شی سپما شوې پیسې چاته قرض الحسنه ورکړی او اړتیا یې پوره کړی، پانګونه پرې وکړئ او ګڼ نور کسان در سره په دنده کړی، په دې کار سره به مو هم ځان ته ګټه رسولې وي او هم به مو د خلکو زړونه لاس ته راوړي وي.
سپما یوه له هغو موضوعاتو ده چې خبرې کول یې په اړه اسانه دي، خو ترسره کول یې بیا ډېر سخت دي. موږ ټول په دې پوهېږو چې سپما کول ډېر ښه او عاقلانه کار دی، خو ټول یې بیا په تر سره کولو کې ستونزې لرو او نن په سبا یې کوو. که فکر وکړو سپما له لګښته ډېره ګټه لري، خو یو څه سر خوږی هم لري. هغه کسان چې په مهارت سره خپلې پیسې سپما کوي، په دې ښه پوهېږي چې څه ډول خپلې پیسې مصرف کړي، خو په دې هم باید ځان پوه کړي چې څه ډول کولی شي خپل عواید زیات کړي.
دلته درته ځینې هغه لارې چارې په ګوته کوو چې سپما کول زده کړئ او ور سره خپل عواید زیات کړئ.
سپما کول خپل مسوولیت وګڼئ
ددې لپاره چې پوه شي څه ډول سپما وکړی، په هماغه لومړي سر کې خپل ټول عواید مه لګوئ. هره میاشت د خپلې تنخوا یوه برخه مخکې له دې چې له لاسه مو ووځي سپما کړئ. که څو ځله دغه کار تر سره کړی، عادت او مسوولیت مو ګرځي. کولی شی پاتې پیسې د خپل ورځني ژوند د پر مخ بېولو لپاره د مهالوېش له مخې مصرف کړئ. ددې کار لپاره د خپلې ادارې له مالي برخې او یا هم له اړوند بانک سره خبرې وکړی چې په اتومات ډول ستاسو په خوښه یوه اندازه پیسې ستاسو د سپما یا تقاعد حساب ته ولېږدوي. که مو کارو بار ازاد وي او یا هم میاشتني حقوق په نغدي ډول تر لاسه کوی، بیا نو ځان داسې اموخته کړی چې له هر څه وړاندې ټاکلې اندازه پیسې خپل د سپما اکونټ ته ور اضافه کړئ. په دې کار ځان عادت کړئ او مسوولیت یې وګڼئ.
د سپما لپاره مناسبې موخې وټاکئ
که د سپما لپاره مناسبه موخه ولری، نو سپما کول درته اسانه کېږي. هڅه وکړئ داسې موخې درته وټاکئ چې ورته ورسېدی شئ، ځکه خپله موخه ټاکل انګېزه هم درته پیدا کوي. د بېلګې په توګه د موټر یا کور اخیستل او یا هم د تقاعد په دوره کې د یوه ښه او مناسب ژوند درلودل. دغه څه در سره مرسته کوي چې د سپما لپاره مو هوډ پیاوړی شي.
نهیلي کېږی مه
کله چې په سپما کې له ستونزو سره مخ کېږی، په ډېرې اسانۍ کېدای شي له دې کاره لاس واخلئ او هغو موخو ته رسېدل درته سخت ښکاره شي چې د ځان لپاره مو ټاکلې دي. مهمه نه ده چې تاسو د څومره پیسو په سپما کولو پیل کوی، خو سپما هر وخت ممکنه ده. څومره ژر هم چې دغه کار پیل کړی، هومره ژر به مالي امنیت ته ورسېږی. که تاسو غواړی په راتلونکې کې د یوه کور څښتن شی او په دې برخه کې له ستونزو سره مخ وی لومړی د خپل لګښت له لېست څخه غیر ضروري توکي حذف کړئ. سمه ده چې له موټره پرته ژوند کول ستونزمن دي، خو که خپل اوسنی موټر و پلوری په ډېرې اسانۍ سره له ښاري موټرو څخه په ګټه اخیستلو اموخته او ورسره عادي کېږی. په دې کار سره به تاسو د خپلې موخې پر لور یو ګام ور نږدې شوي وی.
د اوسني کرایي کور په پرتله یو ارزانه کور کرایه کړئ
د ډېری کسانو لپاره د کور کرایه تر بل هر لګښت زیاته او سخت وي. خو که په همدې برخه کې هم یو څه صرفه وکړئ، کېدای شي په میاشتني ډول مو د سپما کچه ډېره لوړه شي او په راتلونکي کې د خپل کور څښتنان شی. سمه ده چې له یوه ځای څخه بل ځای ته کډه وړل هم سخت او ګران پرې وځي، خو ډېر کله ګټه په تاوان کېږي.
د برېښنا لګښت مو را کم کړئ
تاسو به لیدلي وي، چې ډېری کسان هره میاشت بې له دې چې پوښتنه وکړي او یا یې پر کمولو فکر وکړي، یوه زیاته اندازه پیسې د برېښنا د لګښت له کبله پرېکوي. خو دا ډېره اسانه او د دوی په واک کې خبره ده چې د خپلې برېښنا میاشتنۍ کارونه راکمه کړي، سپما وکړي تر څو یې بېل کم راشي. موږ ډېر کله ځینې کوچني لګښتونه بابېزه ګڼو، خو که په میاشتني ډول همدا کوچني کوچني لګښتونه را ټول کړو ډېرې زیاتې پیسې کېږي، چې که سپما شي، موخې ته رسېدل درته اسانه کېږي. کله چې له کوره بهر وی، د کوټې ګروپونه، بایلر او نور غیر ضروري شیان له برېښنا وباسئ. هېڅ داسې دلیل نشته چې په کور کې ستاسو د نشتون په صورت کې باید دغه شیان روښانه وي او بې ځایه برېښنا مصرف کړی. له سختې اړتیا پرته پکه مه روښانه کوئ، د کوټې کړکۍ مو خلاصې کړئ او ددې پر ځای چې ټوله شپه درته برېښنایي بخارۍ چالانه کړی، ډېرې کمپلې در باندې هوارې کړئ. بې زحمته راحت نشته، که تاسو په راتلونکې کې د خپل کور خوبونه وینی، نو د رښتیا کولو لپاره یې باید چې یو څه قرباني ورکړئ.
سمپا کول په دې مانا نه دي چې تاسو باید سخت او لاس تنګی ژوند تېر کړی، سپما یعنې د بې ځایه او بې مورده لګښتونو مخنیوی، تر څو په راتلونکې کې د بل له احتیاجه خلاص او خپل ژوند مخ ته یوسی او د هرې ناڅاپي پېښې پر وړاندې په ډاډه زړه ودرېږی.

Share69Tweet6Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

یونیسف: د نیپال له سېلاب ځپلو ماشومانو او کورنیو سره مالي مرسته وکړئ

سپتمبر 7, 2026

ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

سپتمبر 7, 2026

یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

سپتمبر 7, 2026

روسي سوداګر: د رېل له لارې روسیې ته د افغان تازه مېوو د صادراتو هڅه کوو

سپتمبر 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In