مهر خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران په پلازمېنې تهران کې دوه افغانان یوې ۳۵ مترۍ څاه ته لوېدلي او مړه شوي دي. د تهران ځایي امنیتي مسوولینو ویلي، چې پېښه په یوه نوي جوړېدونکې ودانۍ کې شوې ده. د مالوماتو له مخې دې ودانۍ کې یوه ۳۵ متره څاه کیندل شوې وه او دوه افغان کارګر پکې په کار بوخت وو چې څو شیبې وروسته ترې کوم خبر رانغی. دغو افغانانو ۲۷ او ۴۰ کاله عمرونه لرل او د پېژندګلوۍ په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړل شوي.