الفرد نوبل د ۱۷مې زېږدیزې پېړۍ له پوهانو څخه وو. نوموړی د ۱۸۳۳ ز کال د اکټوبر په میاشت کې په سویډن کې د امانوېل نوبل په کورنۍ کې وزيږېد. مور یې اندریته السل نومېده او دی یې درېیم زوی و. د نوبل کورنۍ په ۱۸۴۲ ز کال کې له ستاکهلم نه سن پيټرزبورګ ته کډواله شوه. پلار یې هلته یوه کارخانه جوړه کړه چې د لرګي تختې به یې جوړولې. وروسته یې یوه بله کارخانه هم جوړه کړه. دا چې نوموړي په دویمه کارخانه کې څه جوړول، په اړه یې دومره ویل شوي چې هغه د وسلو جوړولو بله کارخانه هم درلوده.
الفرد په پیټرزبورګ ښار کې د نیکلای نیکلایوېچ زینین تر نظر لاندې د وسلو زده کړې پیل کړې. په ۱۸۵۹ ز کال کې د دوی د کورنۍ د وسلو جوړولو چارې د الفرد نوبل دویم ورور لوډویګ نوبل په غاړه واخیستې چې ډېره پراختیا یې هم ورکړه.
دا کارخانه د څه وخت په تېرېدو سره له ماتې سره مخ شوه او الفرد له خپلې کورنۍ سره امریکا ته ولاړ. هغه خپل ټول وخت د چاودېدونکو توکو په ځانګړې توګه له نیټروګلیسیرین نه د سمې کارونې پر مطالعه تېر کړ. نیټروګلیسیرین په ۱۸۴۷ ز کال کې د اسکانیو سوبرو له خوا په تورین پوهنتون کې جوړ شو.
په ۱۸۶۴ ز کال کې د الفرد د کورنۍ د وسلو جوړولو په کارخانه کې چې په هلنبوري کې یې پېرلې وه، څو چاودنې وشوې چې له امله یې د الفرد کشري ورور او څو نورو کسانو چې په همدې کارخانه کې یې کار کاوه، خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په ۱۸۶۶ ز کال کې الفرد وتوانېد چې د المان په هامبورګ ښار کې له ډېرو هڅو وروسته ډینامیټ کشف کړي چې په ۱۸۶۷ ز کال کې د نوموړي په نوم ثبت شو.
دغه راز نوبل د نمسیس په نامه یوه نمایشنامه هم په لیکلې بڼه جوړه کړه. دا نمایشنامه د اېټالیا د څلورو نجیب زاده ګانو پر ژوند او کار جوړه شوې وه چې د هغوی د ژوند په اړه پکې لنډ معلومات او نور یې مقدساتو ته سپکاوی و. دا نمایشنامه چې د بیشه شلي له مشهور کتاب درام سنسي نه هم پکې ځینې برخې راخیستل شوې وې، د نوموړي د ژوند په وروستیو کې چاپ شوه او ډېر غبرګونونه یې هم را وپارول، خو دا چې نوموړی هغه وخت په دنیا کې نه و، نو دا غوغاوې هم ژر خاموشې شوې.
خو دغه کتاب چې په دوو ژبو (سویډني او سپرانتو) لیکل شوی و، د نوموړي له ژوند وروسته ورک شو او تر اوسه یې کوم څرک نه دی لګېدلی، یوه نسخه یې چې په سویډن کې پیدا شوه، په ۲۰۰۳ ز کال کې بیا چاپ شوه، خو دا ځل یې په اړه هېڅ غبرګونونه نه وو.
الفرد یو انجنیر، مبتکر او د وسلو مخترع و. هغه د ژوند له پیله تر مرګه د وسلو جوړونې د نامتو کمپنۍ فوربس مشر و. الفرد د اوسپنې ویلې کولو له کمپنۍ نیولې بیا د وسلو جوړولو تر کمپنۍ پورې ټول ښه او بد تجربه کړل. الفرد په وروستۍ وصیت نامه کې خپله پانګه د نوبل جایزې ته ځانګړې کړه چې اوسمهال په کال کې یو ځل هغو کسانو ته ورکول کېږي چې اختراع یې کړې وي او یا هم په نورو برخو کې ډېر فعال پاتې شوي وي.
د نوبل لومړۍ جایزه په طب کې ده. ګټونکو ته یې هر کال نقدي جایزه، یو ډیپلوم او د سروزرو یو مډال ورکول کېږي. دا جایزه داسې کسانو ته ورکول کېږي چې خدمتونه او نوښتونه یې دومداره او تلپاتې وي، د ملتونو ترمنځ یې د ورورولۍ د ټینګښت، وسله والو مخالفتونو د ختمولو او د سولې په برخه کې یې فعالیتونه او هلې ځلې کړې وي.
د نوبل جایزې ګټونکو ته د سروزرو د مډال او ډيپلوم ترڅنګ اته میلیونه کرون چې شاوخوا ۹۳۰ زره ډالره کېږي، هم ورکول کېږي.
څېړونکي، پوهان او نوښتګر کلونه کلونه انتظار کوي چې د نوبل د جایزې بنسټ یې هڅې او لاسته راوړنې په رسمیت ومني. د نوبل د جایزې پرېکړه کوونکي هم کلونه کلونه پلټنې کوي څو معلومه کړي چې د کاندیدانو په بېلابېلو علمي برخو کې شوي نوښتونه تلپاتې او په علمي اصولو ولاړي دي او کنه.
د نوبل جایزې کمېټه، یوازینۍ کمېټه ده چې د محققینو او نوښتګرو تېرو فعالیتونو او نوښتونو ته درناوی کوي او ارزښت ورکوي.
الفرد ته له همدې کبله په ټوله نړۍ کې په ډېره درنه سترګه کتل کېږي. هغه ته له دې امله د نړۍ د نوښتګر نوم ورکړل شوی چې خپل ټول ژوند یې لومړی خپل ولس، بیا ټولې سیمې او ټولې نړۍ ته په خدمت کولو کې تېر کړ.
که څه هم د هغه هڅې د دې لپاره وې چې خپل هېواد په داسې یو ځای تبدیل کړي چې د ټولو انسانانو لپاره پکې حقوق یو شان ورکړل شي. د انساني ژوند د هوساینې لپاره د نوموړي هڅې د پام وړ بلل شوې دي. سویډنی کارپوه او د دغه هېواد په مرکزي پوهنتون کې د تاریخ استاد ټوماس ډیکوک وایي: «که څه هم کله چې هغه د اوسپنې ویلې کولو کمپنۍ د وسلو جوړولو په کمپنۍ بدلوله، د نوموړي په اړه نظرونه منفي شول. ټولو به یې په اړه ویل چې هغه غواړي نړۍ له یوه نوي ګواښ سره مخ کړي، خو داسې نه و. هغه یو مخترع و؛ ځکه وسلې یې جوړولې او د ټولې نړۍ لپاره یې د قدرت د نیولو او ساتلو لپاره یوه نوې وسیله را منځته کړه چې وروسته یې بیا دغه کار ته پراختیا ورکړه او ډینامیټ یې هم اختراع کړ. په ټوله کې که ووایو هغه د نوښتونو یوه زېرمه وه، خدای دې له هغه نه راضي وي. هغه د نړۍ په سیاست کې یو پیاوړی کس یادولی شو او په دې توګه ویلی شو چې نوموړي د نظامونو د بقا او انساني ژوند د هوساینې لپاره که څه هم د خلکو په نظر ګواښوونکي کارونه کړي دي، خو اوس یې نړۍ د یو نوښتګر کس په نوم پېژني او هغه ته د احترام په خاطر د نوموړي په نوم د نړۍ نوښتګرو اشخاصو ته کلنۍ جایزې ورکول کېږي؛ دا د دې ښکارندویې کوي چې هغه نه یوازې یو نوښتګر و، بلکې داسې یو کس و چې نړیوال ورته په ډېر احترام قایل دي».
کله چې ډینامیټ جوړ شو، نو الفرد نوبل هڅه وکړه څو دا ماده په یو ډول نه یو ډول تر یو څه وخته پټه وساتي، خو وروسته یې یا پرېکړه بدله شوه او یا ترې په ناخبرۍ کې خلک خبر شول. ځکه ډینامیټ له نیټروګلیسیرین نه جوړه شوې ماده ده چې په ۱۸۶۷ ز کال کې د ځینو نورو مادو په ترکیب کې د نوبل له خوا په همدې نامه ثبت شوه او د کارپوهانو په باور د پټولو لامل یې هم دا و چې ده غوښتل تر دې هم یو څه پرمختللي شی جوړ کړي.
نوموړي په لومړي ځل دا ماده د ۱۸۶۷ ز کال په اکټوبر میاشت کې په انګلستان کې د ښکار په یو لړ مراسمو کې نندارې ته وړاندې کړه چې د ټولو خلکو له هرکلي سره مخ شوه چې وروسته بیا نوموړي پراختیا ورکړه او د یوې پراخې تخریبوونکې مادې په توګه یې ترې په وسلو او چاودېدونکو موادو کې کار واخیست.
دا ماده د بارودو په پرتله ډېره ساحه خرابولی شي، خو اوربلوونکې نه ده. ډینامیټ لومړنۍ چاودېدونکې ماده وه چې کنټرولېده او تر بارودو یې تخریب ډېر و. دا ماده په لومړیو کې د نوبل د چاودېدونکي توکي په نوم پلورل کېده،، خو وروسته له معرفي کېدو یې ډېر شهرت خپل کړ او د بارودو پر ځای یې د کارونې موارد ډېر شول او خورا ډېره پلورل کېده. نوبل د ډینامیټ پر جوړونې په ټولیزه توګه نظارت او څارنه کوله. که څه هم امریکایانو هڅه وکړه چې په لږ تغیر سره دا ماده د ځان په نوم ثبت کړي، خو د ډینامیټ بازار یې سوړ نه کړ او د ډینامیټ د زیات پلور له امله الفرد نوبل په بې سارې توګه پانګه تر لاسه کړه.
د نوموړي یو بل محصول د نیټروګلیسیرین مخلوط و چې تر ډینامیټ یې هم منفجره ځواک پیاوړی و او کولی یې شوای چې د ډینامیټ په پرتله ډېره ساحه تخریب کړي. دا ماده د منفجره ژل په نوم د وسلو او منفجره توکو بازار ته راغله چې په ۱۸۷۶ ز کال کې ثبت شوه. خو ویل کېږي چې دا ماده هم د ډینامیټ په څېر جوړېدله.
سویډني شتمن او د ډینامیټ مخترع، الفرد نوبل په خپل نوښت او غوښتنه دا جایزه جوړه او وټاکله. د نوبل جایزه د طب، فزیک، کیمیا، ادبیاتو او سولې د برخې مخورو او نه ستړي کېدونکو فعالانو او نوښتګرو ته ورکول کېږي. دا جایزه په لومړي ځل د نوبل له مړینې پنځه کاله وروسته په ۱۹۰۱ ز کال کې ورکړل شوه. د اقتصاد د نوبل جایزه، د سویډن مرکزي بانک په ۱۹۶۸ ز کال کې د الفرد په درنښت او یاد کې د اقتصاد د برخې د نوبل جایزه وټاکله چې رسمي نوم یې په اقتصاد کې د سویډن د بانک جایزه دی، خو د دې جایزې د ګټلو معیار هم د نوبل د جایزې د ګټلو له معیارونو سره برابر دی او په همدې لړ کې ورکول کېږي.
نوبل په ۱۸۹۵ ز کال کې په خپل وصیت کې د دې جایزې پرېکړه کوونکي مشخص کړي دي. د هغه د وصیت پر اساس، د ستاکهولم د کارولینسکه انستیتوب د طب، د سویډن د شاهي علومو اکاډمۍ د فزیک او کیمیا او د سویډن اکاډمي د ادبیاتو د برخې کارکوونکي، ګټونکي ټاکي او اعلانوي.
نوبل په خپل وصیبت کې د سولې د جایزې د ګټونکي پرېکړه هغه پلاوي ته سپارلې چې د ناروې پارلمان ټاکي، خو نه یې دي ویلي چې ولې یې د دې جایزې پرېکړه ناروې ته پرېښې ده. هغه مهال چې الفرد نوبل د دې جایزې د ټاکلو غوښتنه کوله، سويډن او ناروې د یوه اتحاد غړي وو چې بیا په ۱۹۰۵ ز کال له دغه اتحاد نه ووتل. ناروې په سیمه کې یو سوله خوښی هېواد بلل کېده او سویډن پر خپلو ګاونډیانو د یرغلونو تاریخ درلود. شاید په همدې دلیل ناروې ته د سولې د جایزې د ورکولو پرېکړه سپارل شوې وي. په نړۍ کې زرګونه کسان دې جایزې ته کاندیدان وي چې د پوهنتون استادان، وکیلان، د نوبل د جایزې مخکیني ګټونکي او په خپله د نوبل د جایزې د ټاکونکو کمېټو ځينې غړي وي. د اصولو له مخې پرېکړه کوونکي باید د نوبل جایزې د کاندیدانو هویت تر ۵۰ کلونو پورې وساتي. د ګټونکي تر اعلان مخکې، پرېکړه کوونکي حق نه لري چې د ګټونکو په اړه خبرې وکړي، خو کله ناکله هغوی چې دې جایزې ته نور کسان کاندیدوي، خپله پرېکړه په ډاګه کوي.