جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نوري: افغانان نور له جګړو ستړي شوي او د تاوتریخوالي دوام نه غواړي

    افغانستان او جاپان پر چاپېریالي همکاریو ټینګار کړی

    نورالدین عزیزي د ازبکستان له نساجۍ فابریکې لیدنه کړې ده

    بغلان کې سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نوري: افغانان نور له جګړو ستړي شوي او د تاوتریخوالي دوام نه غواړي

    افغانستان او جاپان پر چاپېریالي همکاریو ټینګار کړی

    نورالدین عزیزي د ازبکستان له نساجۍ فابریکې لیدنه کړې ده

    بغلان کې سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي

رولکس

حشمت الله نوري

جنوري 25, 2021
in معلوماتي
0 0

رولکس کمپنۍ د نړۍ تر ټولو ستره کمپنۍ او مشهور برنډ دی. دغه کمپنۍ په نړۍ کې د ساعت د تولید تر ټولو مشهور او ستر برنډ دی. د رولکس کمپنۍ تاریخچه د هانس ویلسدورف له نامه اخیستو پرته نه شو لوستلی. هغه لومړنی کس و چې د دې کمپنۍ بنسټ یې کېښود. هغه په ۱۹۰۵ کال کې په ۲۴ کلنۍ کې په لندن کې د ساعت جوړولو یو ځانګړی شرکت جوړ کړ. تر ده وړاندې پر لاس د تړل کېدونکو ساعتونو یا لاسي ساعتونو جوړول نه وو دود شوي، هغه هڅه وکړه څو داسې ساعت جوړ کړي چې په لاس وتړل شي. ده ده موخه یوازې دا نه وه چې په لاس تړل کېدونکی ساعت جوړ کړي؛ بلکې هڅه یې کوله چې هغه باید ښایسته وي او د زېور په توګه ورڅخه کار واخیستل شي. تر دې دمه پر دغو ساعتونو خلکو باور نه درلود، خو هانس خپله هڅه ثابته کړه او خلکو ته یې وښوده چې هر څه کولی شي. هغه هڅه وکړه څو خلک باوري کړي چې په لاس تړل کېدونکي ساعتونه هم د نورو په شان کار کوي او ګټور دي. نو د همدې لپاره یې د یوه سویسي شرکت له لارې د دغو ساعتونو جوړول پیل کړل.

هانس غوښتل د خپل دغه تولید کېدونکي ساعت لپاره نوم انتخاب کړي، ده هڅه کوله څو داسې یو نوم انتخاب کړي چې هم لنډ وي او هم یې خلکو ته یادول اسانه وي او له بلې خوا خوله په خوله شي او تر ټولو ورسېږي. ده یوه بله موخه هم لرله، هغه دا چې دا نوم باید پر ساعت ښکلی ښکاره شي. هغه هڅه وکړه چې څو توري څنګ تر څنګ کېږدي څو یو ښکلی نوم ترې جوړ شي. هغه په دې توګه سل نومونه جوړ کړل، خو یو یې هم خوښ نه شو، تر دې چې یو سهار په لندن ښار کې روان و او د رولکس نوم یې واورېد، همدې یې په غوږونو کې موسیقي تولید کړه، خوند یې ورکړ او د دې ساعت نوم رولکس شو.

رولکس د نړۍ تر ټولو ښه ساعتونه دي. رولکس ساعتونه په سویسي کمپنۍ کې تولیدیږي. تاسې به اورېدلي وي چې سویس د ساعتونو په تولید کې نړیوال نوم لري، نو رولکس هم په همدې ښار کې فعالیت او تولیدات لري. د رولکس کمپنۍ شعار دی «په لوړ عمل»، په دې مانا چې تر خپلې وروستۍ هڅې به خپل کار په ښه توګه تر سره کوي. د رولکس د کیفیت یو لامل دا دی چې له ځانګړي فلز کار اخیلي. دوی له ال ۹۰۴ مډل سټيل ګټه اخلي. د نړۍ بله هیڅ کمپنۍ له دغه فلزه په خپلو ساعتونو کې کار نه اخلي، دوی ټول ال ۳۱۶ سټیل کاروي، ښايي پوښتنه درته پیدا شي چې ولې نو نورې کمپنۍ له دې موادو ساعتونه نه تولیدوي؟ ځواب یې دا دی چې دا فلز خورا ګران بیه دی. بل دلیل یې دا دی چې له دې موادو د ساعت جوړول ځانګړي ماشینونه غواړي چې هغه بیا تر دې فلز ګرانبیه دي او له رولکس پرته له بل چا سره دغه ماشینونه نشته، ځکه همدې کمپنۍ پخپله ځان ته تولید کړي دي او یوازې دوی یې کاروي.

فوربز مجلې په ۲۰۱۶ کال کې رولکس شرکت د نړۍ ۶۴م غوره شرکت وباله. دوی ورسره لیکلي وو چې د نړۍ په ۱۰۰ غوره قدرتمنو او پیاوړو برنډونو کې ۶۴م ځای د رولکس دی. ښايي تاسې ته هم په زړه پورې وي چې د ساعت په نړۍ کې نو بیا دا برنډ ډیر پیاوړی دی. هره ورځ د ۲۰۰۰ په شاوخوا کې ساعتونه تولیدوي. کارکوونکي یې دومره نه دي، یوازې ۲۸۰۰ کسان په دغه شرکت کې کار کوي، خو ټول پر کار پوه او پیاوړي کسان دي. کلنۍ ګټه یې تر ۵ میلیاردو ډالرو رسېږي.

رولکس کمپنۍ د خپل کار په موخه کې ډېرې بریاوې خپلې کړې دي. دوی د نړۍ لومړنی د اوبو ضد ساعت په ۱۹۲۶ کال کې جوړ کړی دی. همداسې دوی د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۵ کال کې د تاریخ لرونکی اتومات ساعت جوړ کړ.  پوهېږئ، دوی لومړنی داسې ساعت جوړ کړ چې ۱۰۰ متره یې تر اوبو لاندې کار کاوه، دا کار یې په ۱۹۵۳ کال کې وکړ او د دغه ساعت نوم یې هم پېرپتوال و.

رولکس کمپنۍ ورځ تر بلې وړاندې روانه وه. دوی د خپل کار د کیفیت لپاره د هانس په مشرۍ پوره پوره هڅه کوله. په هغه ورځ چې د رولکس د اوبو ضد ساعت ازمویل کېده، دا ورځ دوی ته ډېره سخته وه؛ ځکه یو وخت چا داسې فکر نه و کړی چې د انسان په لاس به ساعت وي، دا فکر خو یې هېڅ نه وکړی چې دا ساعت به تر اوبو لاندې هم کار کوي. ۱۹۲۶ کال و، د وخت مشهور لامبوزن مرسدس ګلانیتزن رولکس ساعت په لاس کړ او ویې ویل چې پوره لس ساعته باید دغه ساعت په اوبو کې خپل کار وکړی شي. هغه اوبو ته کښته شو او د مانش په کانال کې یې په لامبو پیل وکړ. لس ساعته وروسته رولکس کمپنۍ د خپلې سترې بریا خوشالي ونمانځله، ساعت بریالی راووت او رولکس کمپنۍ د یوه ستر شهرت خپلولو ته ځان تیار کړ. هما ورځ وه چې رولکس د خلکو خولو ته ولوېد، په نړۍ کې یې خپل ځای پیدا کړ. په سبا یې د رولکس نوم د نړۍ د ورځپاڼو په سر کې و، د میاشتو لپاره د ډېری ورځپاڼو او نشریو سرخط د رولکس کمپنۍ بې ساري بریا وه.

رولکس کمپنۍ د خپلو ساعتونو د تولید لپاره هڅه کوله، دا کمپنۍ همدلته ونه درېده، دوی هڅه کوله چې تر دې د ډېرې وړتیا لرونکي ساعتونه جوړ کړي. د رولکس کمپنۍ ساعتونه بېل ډولونه لري، خو په ټولیزه توګه په دریو برخو وېشل کېږي. پروفشنل، آیسټر پېرپېټل او سیلیني یې هغه مهم دي.

ایر کینګ د رولکس تر ټولو ساده او ارزانه ساعت دی. دغه ساعت د کمپنۍ له جوړېدو سره یو ځای په لومړنیو کلونو کې جوړ شو او د دې ساعت د جوړېدو موخه دا وه چې باید په فضا او هوا کې هم کار ورڅخه واخیستل شي. ایر کینګ په ۱۹۳۰ کال کې د انګلیس د حرفه‌يي پيلوټانو لخوا وکارول شو. دا ساعت ساده دی، خو دا چې بیه یې یو څه ټيټه ده، نو ډېر خلک کولی شي هغه واخلي.

رولکس ډېټ یې بل ساعت دی، یو څه اېیر کینګ ته ورته دی، خو توپير یې دا دی چې نېټه هم ښيي. په ۱۹۵۰ کال کې جوړ شوی دی او کولی شي د اوبو پر وړاندې تر ډېره مقاومت وکړي. همدا ساعت دی چې پوره ۱۰۰ متره تر اوبو لاندې کار کوي.

رولکس اکسپلور، لکه له نامه یې چې ښکاري د سیلانیانو لپاره جوړ شوی دی. دا ساعت د هغو کسانو لپاره جوړ شوی چې له سیل او سفر سره مینه لري، ځکه دا سات له ۲۰ تر ۴۰ درجو حرارت په مقابل کې ښه کار کولی شي. کله چې د لومړي ځل لپاره د ایورست لوړه څوکه فتح کېدله، نو د دې څوکې فاتح ايډمونډ هیلاري رولکس اکسپلورر ساعت په لاس درلود. دغه ساعت په ۱۹۵۴ کال کې جوړ شوی دی. د دغه ساعت بل موډل بیا رولکس اکسپلورر ۲ نومېږي، چې په ځانګړې توګه هغو کسانو ته طراحي شوی، چې په غارونو کې څېړنې او فعالیت کوي.

رولکس سوبمارینر بیا د دغه کمپنۍ بل ساعت و، تر ډېره په اوبتلونو کې کارېدو، تر اوبو لاندې یې په پوره قوت کار کاوه، دا موډل کولی شي ۳۰۰ متره تر اوبو لاندې کار وکړي. جیمز باند په خپلو ډېرو فلمونو کې له دغه ساعت استفاده کړې ده.

رولکس په لومړنیو کلونو کې ډېره هڅه کوله چې خپل ساعتونه په بېلو برخو کې و ازمويي. دوی کوښښ وکړ چې د اویسټر ساعت وړتیاوې په بېلو برخو کې وازمويي، له همدې امله یې دا ساعت په سپورت، هوانوردۍ، موټر چلونې او کشفي سفرونو کې و ازمویه. دوی د ساعتونو د ارزونې او ازمېښت لپاره یو منظم ازمېښت ځای جوړ کړ. دوی په دغه ځای کې بې شمېره څېړنې او ازمېښتونه تر سره کړل. دا لړۍ تر نن پورې روانه ده، دوی هر ساعت بېل بېل د اوږدې مودې لپاره په دغه ازمېښت ځای کې ازمويي او وروسته یې مشتري ته سپاري.

رولکس په ۱۹۳۰ کال کې د خپلو ازمېښتونو په لړ کې وغوښتل څو په لوړ سرعت د خپل ساعت کاري وړتیا وګوري. نو له همدې امله یې د هغه وخت تر ټولو پیاوړي موټر چلوونکي سېر مالکوم کمپبل ته خپل ساعت ورکړ، څو په تر ټولو لوړ سرعت کې هغه و ازمويي او وګوري چې کوم بدلون پکې راځي او که نه. هغه د ۱۹۳۵ کال د سپټمبر په ۴مه د بلوبرد شترینګ ته کېناست، په دې وخت کې نوموړی د سرعت د پادشاه په نامه مشهور و، هغه په نړۍ کې ۹ ځله د لوړ سرعت ریکارډ خپل کړی دی. هغه د دغه ساعت ازموینه وکړه او تر اوږده او چټک سرعت وروسته هم په ساعت کې کوم تغیر را نه غی. نو له خلکو دا وېره هم لرې شوه چې که مو ساعت په لاس وي او موټر کې سپاره وو، ښايي د سرعت په تغییر د هغه په ماشین کې تغییر راشي او وخت ناسم وښيي. وروسته کمپبل رولکس ته یو لیک ولېږه او په هغه کې یې مننه ترې وکړه، لیکلي یې وو بې جوړې ساعت دی.

رولکس اوس هم د نړۍ په کچه د ساعت جوړلو پیاوړې کمپنۍ ده. د اروپايي ټولنې د هستوي څېړنو د مرکز سيرن د معلوماتو له مخې، د رولکس ساعتونه کولی شي د ۱۰۰۰ ګاوس په قوت په مقناطیسي محیط کې عادي کار وکړي. دغه مرکز تر ډېره په ذره وي او مقناطیسي مسایلو کې څېړنه کوي. دوی له ۱۹۵۰ کال راهیسي په بېلو مرحلو کې د رولکس ساعتونه له بېلو اړخونو ارزولي دي، خو تر دې دمه بریالي راوتلي دي.

د وخت چټک موټر چلوونکی کمپبل د رولکس په اړه وايي: «د خوبونو د رښتیا کولو لپاره باید مبارزه وکړئ، باور ولرئ چې بریا ستاسې ده، هره ورځ مبارزه وکړئ، یوازې مبارزه او هڅه مهمه نه ده، د خپلې بریا لپاره اړین وسایل هم برابر کړئ. زه د تینیس په نړۍ کې فعال یم، اتل یم خو ځان ته تر ټولو مهم اصل وخت ښيم، له همدې امله ما په بېلو وختونو کې له رولکس ګټه اخیستې ده، رولکس زما خوب دی، د تینس په نړۍ کې مې هغه ملګری دی چې ښکلا او غرور یې را بښلی دی.

رولکس جی ام ټی ماسټر مې نږدې ۵۵ کاله مخکې اخیستی دی، هغه وخت زه په اردو کې وم، زما ډېر خوښ و، خو تر نن پورې دا دی راسره دی، نن مې دغه نندارتون ته راوړی دی، زما د ځوانۍ تر ټولو ستر او مهم ساعت و، زما ډېره هیله وه چې دغه ساعت واخلم، غوښتل مې چې یوه ورځ کور ته ولاړ شم او رولکس ماسټر ماډل مې په لاس وي، خو یوه ورځ مې واخیست، اوس هم دا دی ۵۵ کاله تېرېږي، خو لا هم کار کوي او روان دی. د اخیستو بېل، ضمانت خط او هر څه  مې یې ساتلي دي، ځکه ډېر راته مهم و او په ډېره مینه مې اخیستی و. تر نن پورې مې نه پلورلی او نه یې پلورم. په هغه وخت کې مې په ۱۲۵ ډالره اخیستی و، زما معاش هغه وخت په اردو کې ۱۰۰ ډالره و.»

 

Share6Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

نوري: افغانان نور له جګړو ستړي شوي او د تاوتریخوالي دوام نه غواړي

اپریل 24, 2026

افغانستان او جاپان پر چاپېریالي همکاریو ټینګار کړی

اپریل 24, 2026

نورالدین عزیزي د ازبکستان له نساجۍ فابریکې لیدنه کړې ده

اپریل 24, 2026

بغلان کې سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي

اپریل 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In